د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

د فوټبال ملي لوبډلې افغان ستوري د افغانستان پاسپورټ ترلاسه کړ


حسین زماني د افغانستان د پاسپورټ د ترلاسه کولو پر مهال
حسین زماني د افغانستان د پاسپورټ د ترلاسه کولو پر مهال

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نوي ستوري حسین زماني په هالند کې د افغانستان په سفارت کې له اداري مراحلو بشپړولو وروسته په رسمي توګه د افغانستان پاسپورټ ترلاسه کړ.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي چې دغه افغان فوټبالېست ښې وړتیاوې لري او په راتلونکي کې به د افغانستان د فوټبال په ملي لوبډله کې په نړیوال انتخاباتي جام او د اسیا ملتونو جام کې سیالیو کې ولوبېږې.

له دې وړاندې نوموړي د هالند او ایټالیا په ځینو لوبډلو کې لوبې کړې دي.

XS
SM
MD
LG