د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۳۰

نړۍ

روسیې د ایټالیا د دفاعي او سمندري ځواکونو اتشه له مسکو ایستلی

د روسیې بیرغ
د روسیې بیرغ

روسیې یو ایټالیايي ډیپلوماټ له خپل هېواده ایستلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن ویلي په مسکو کې یې د ایټالیا سفیر ورغوښتی او د دفاعي او سمندري ځواکونو د اتشې د وتلو امر یې ورسپارلی دی.

روسیې دا کار د ایټالیا له‌خوا په مارچ میاشت کې د دوو روسي ډیپلوماتانو د ایستلو په غبرګون کړی دی.

د ایټالیا دغه ډیپلوماټ ته ۲۴ ساعته وخت ورکړل شوی چې له مسکو ووځي.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت د روسیې دا کار غیر عادلانه او بې‌بنسټه بللی دی.

اخوا رومانیا ویلي یو روسی ډیپلوماټ له خپل هېواده باسي.

د رومانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي په بخارست کې د روسیې د سفارت د پوځي اتشې مرستیال الکسي ګریچایف ځکه باسي چې د ډیپلوماټیکو اصولو خلاف فعالیتونه‌یې لرلي دي.

د روسیې او ګڼو اروپايي هېوادونو ډیپلوماټیکې لانجې وروسته تر هغه زیاتې شوې چې چک جمهوریت د ۲۰۱۴ کال په یوه چاودنه کې روسیه ښکېله وبلله.

چک د روسي ډیپلوماتانو د ایستلو ګواښ وکړ چې د روسیې له تُند غبرګون سره مخ شو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

جي ډي ونس: که ډیپلوماسي ناکامه شي، سپینه ماڼۍ چمتو ده د ایران پر وړاندې له ځواک کار واخلي

د امریکا مرستیال ولسمشرجي ډي ونس یوځل بیا دې ټکي ته اشاره کړې چې که له ایران سره ډیپلوماسي ناکامه شي، سپینه ماڼۍ چمتو ده د دې هیواد پر وړاندې له ځواک کار واخلي. د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې د جي ډي ونس دغه څرګندونې چې د سې شنبې په ورځ یې له یوې امریکایۍ رسنۍ سره په مرکه کې کړي، د هغه تفاهم لیک د تطبیق په اړه اندیښنې راپورته کوي چې جګړه یې درولې خو اساسي اختلافونه یې نه دي حل کړي.

جي ډي ونس وویل، یا به یو اوږدمهاله تړون رامنځته کیږي چې په ترڅ کې یې به دایمي او د تایید وړ اټومي څارنې ترسره کیږي، او یا به بیا پوځي اقدام ته مخه کېږي څو هغه لاسته راوړنې خوندي شي چې واشنګټن تراوسه ترلاسه کړي دي. د جي ډي ونس په خبره ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي ډیپلوماسي مخ ته لاړه شي خو یوازې په هغه صورت کې چې تهران پر خپل اټومي پروګرام د تطبیق وړ محدودیتونه ومني.

د امریکا مرستیال ولسمشر همدارنګه وویل چې د ایران عامه پیغامونه متضاد دي، له یوې خوا تهران د سولې له خبرو انکار کوي، خو له بلې خوا مني چې تخنیکي خبرې روانې دي. فرانسپرس آژانس د یوه ډیپلوماټ له قوله چې له خبرو خبردی، ویلي چې ټاکل شوې امریکایي او ایراني چارواکي د چهارشنبې په ورځ په دوحه کې د قطري او پاکستاني منځګړو په مرسته غیرمستقیمو تخنیکي خبرو ته کښیني.

ایران د دې هیواد د پخواني مشر د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ۲۵۰۰ افغانانو ته وړیا ویزې ورکړي

ایران ۲۵۰۰ افغانانو ته وړیا ویزې ورکړي چې د ایران د پخواني مشر علي خامنه ‌يي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.

ایراني رسنیو د سې ‌شنبې په ورځ، د چنګاښ ۹مه، د خراسان رضوي د والي د مرستیال علي عسکري له قوله راپور ورکړی چې د افغانستان شاوخوا ۴۰۰۰ وګړي به په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره له ځمکنیو سرحدي لارو ایران ته داخل شي.

علي عسکري ویلي چې د افغان وګړو معلومات به د سرحدي دروازو پر مهال ثبتېږي او تر هغه وخته چې له ایرانه ووځي تر څارنې او ارزونې لاندې به وي، څو د هغوی د غیرقانوني پاتې کېدو مخه ونیول شي.

په پام کې ده چې د ایالت الله علي خامنه یې د جنازې مراسم د جولای په څلورمه پیل شي او په تهران، قم او عراق کې یې له ترسره کیدو وروسته د جولای په نهمه په مشهد کې خاورو ته وسپارل شي.

امریکا کې میشت یو افغان د وسلې د ناقانونه لرلو له امله په حبس محکوم شو

AR-15 ډوله ټوپک ، ارشیف
AR-15 ډوله ټوپک ، ارشیف

امریکا کې میشت یو افغان د وسلې د ناقانونه لرلو له امله په ۲۲ میاشتو حبس محکوم شوی دی.

د اریزونا ایالت سارنوالۍ په خپل ویبسایټ لیکلي چې ۳۰ کلن سید حیدرنجیب چې امریکا کې یې ددایمي هستوګنې غوښتنلیک رد شوی دی د ۲۰۱۸ کال د مارچ میاشتې له اتمې نیټې راهیسې امریکا کې په غیرقانوني توګه اوسیده.

دامریکا فدرالي پولیسو(FBI) په یوه ټولنیزه رسنۍ کې د نوموړي عکسونه او ویډیوګانې لیدلي چې په کې وسله له ځان سره ګرځوي.

کله چې په ۲۰۲۳ کال دهغه کور او موټر پلټل شوي نو په موټر کې یې یومیل AR-15 ډوله ټوپک او ۱۷۵ مرمی میندل شوي دي.

پاکستان د جیو نیوز د خپرونو جواز ځنډولی

د جیو نیوز یوه سټوډیو ، ارشیف
د جیو نیوز یوه سټوډیو ، ارشیف

د پاکستان د الیکترونیکي رسنیو د تنظیم ادارې د جیو نیوز د خپرونو جواز د ۱۵ ورځو لپاره ځنډولی دی.

د یاد بنسټ د اعلامیې له مخې، دا پرېکړه د محرم میاشتې د یوې ځانګړې خپرونې له خپرېدو وروسته شوې ده. دغه اداره وايي چې ، په دې خپرونه کې داسې مذهبي تمثیلي صحنې او محتوا خپره شوې وه چې «د لیدونکو دیني احساسات زیانمنولای شي.»

د دغې پرېکړې په غبرګون کې، جیو نیوز په خپله اعلامیه کې د اېډېټ په بهیر کې تېروتنه منلې، له خپلو لیدونکو یې بښنه غوښتې او ټینګار یې کړی چې خپاره شوي انځورونه د دې شبکې د تحریري پالیسۍ او یا هم د مسلمانانو د دیني عقایدو او حساسیتونو د درناوي له تګلارې سره سمون نه لري.

د پاکستان د مطبوعاتو ادارې او جیو نیوز دواړو د خپرو شویو صحنو د جزئیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

بقايي: پر لبنان د اسرائیل بریدونه باید ودرول شي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له متحده ایالاتو سره نهايي هوکړې د رسیدو لپاره د خبرو دوام به هغه وخت ممکن وي چې واشنګټن د وروستي تفاهم‌ لیک مواد عملي کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، د سې‌شنبې په ورځ (د سرطان ۹مه) په یوه خبري غونډه کې وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې به روان بهیر وارزول شي او د همدې ارزونې پر بنسټ به پرېکړه وشي چې د نهايي تړون لپاره خبرې په کومه بڼه او څه وخت پیل شي.

بقایي همدارنګه د ایران او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تفاهم‌لیک د لومړۍ مادې په اړه وویل چې د تهران لپاره «اصلي معیار» دا دی چې واشنګټن اسرائیل دې ته اړ کړي چې پر لبنان خپل بریدونه ودروي.

هغه چې د ایران د مرکچي پلاوي ویاند هم دی، د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې ټینګار وکړ چې پر لبنان د اسرائیل بریدونه باید ودرول شي.

اسرائیل او دتهران له ملاتړه برخمن حزب‌الله دامریکا او ایران ترمینځ د تفاهم لیک له امضاء وروسته اوربند اعلان کړی دی خو د اسرائیل ځواکونه د لبنان په جنوب کې دي او کله ناکله ددوی ترمینځ نښتې هم کیږي.

امریکا د لبنان حزب الله یو ترهګر سازمان ګڼي خو اروپايي اتحادیه ددغې ډلې یواځې پوځې څانګه ترهکره ګڼي. حزب الله د لبنان په پارلمان کې غړي لري.

ایران: له امریکايي چارواکو سره د مذاکراتو لپاره هېڅ برنامه نه لرو

د منځني خیتځ لپاره د امریکا د ولسمشر ځانکړی استازی سټیف ویتکاف د قطر پلازمینې دوحې ته روان شوی دی.

ایران بیا اعلان کړی چې امریکايي چارواکو سره د خبرو اترو هیڅ برنامه نه لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون دوشنبې پر خپلې ټولنیزې پاڼې تروت سوشېل لیکي و، "امریکا د سه شنبې په ورځ له ایراني چارواکو سره په دوحه کې ګوري".

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب ابادي هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې ایراني او امریکايي چارواکي روانه اوونۍ سره ګوري.

ټاکل شوې وه چې د جون په ۲۸مه امریکايي او ایراني چارواکي د سویس د مذاکراتو په دوام په دوحه کې خبرې اترې وکړي، خو پر ایران د امریکا وروستیو بریدونو دغه خبرې وځنډولې.

نن د جون ۳۰مه د ټولنیزو رسنیو نړیواله ورځ ده

نن د جون ۳۰مه د ټولنیزو رسنیو نړیواله ورځ ده.

دغه ورځ له کورنیو، ملګرو او په نړیواله کچه د اړیکو، سوداګرۍ او د ټولنو په نښلولو کې د ډیجیټلي پلاټفورمونو رول ته ځانګړې شوې ده.

هره ورځ نژدې پنځه میلیادره خلک په نړۍ کې ټولنیزې رسنۍ کاروي.

فیسبوک، ټیک ټاک، انسټاګرام، وټساپ، یوټیوب، ټویټر او لینکډن د ټولنیزو رسنیو مشهور پلټفارمونه دي.

د ټولنیزو رسنیو ورځ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۰کال کې د یوې امریکايي ویب پاڼې له لورې رامنځته شوه.

وینزویلا کې د ریښتر په کچه ۴.۶ درجې یوه بله زلزله وشوه

په کاراکاس کې د وروستیو زلزلو د ویجاړي یو انځور
په کاراکاس کې د وروستیو زلزلو د ویجاړي یو انځور

په داسې حال کې چې وینزویلا کې د ژغورنې ډلو د څلورمې ورځې لپاره د تېرې اوونۍ د زورورو زلزلو په زیانمنو شویو سیمو کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړ، د امریکا د ځمکپوهنې ادارې (USGS) وویل چې د پلازمینې کاراکاس په شمال کې د ریښتر په کچه ۴.۶ درجې یوه بله زلزله وشوه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د وینزویلا د ملي شورا مشر، خورخه رودریګز، په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې تر اوسه د دې نوې زلزلې له امله د کوم زیان راپور نه دی ترلاسه شوی.

د تېرې چهارشنبې د دوه زلزلو د مړو شمیر ۱۵۰۰ کسانو ته رسیدلی او سلګونه ودانۍ نړېدلې دي.

نړیوالې ټولنې د وینزویلا لپاره پراخې مرستې پیل کړي دي.

د وینزویلا د چارواکو په وینا، تر اوسه ۲۴ هېوادونو څه دپاسه ۵۰۰ ټنه مرستندوی مواد ، ۲۷۰۰ د ژغورنې او ملاتړ ځواکونه، او شاوخوا ۸۶ د لټون او ژغورنې سپي دغه هېواد ته استولي دي.

کورنیو او نړیوالو ژغورونکو ډلو د شپې له خوا هم خپلو هڅو ته دوام ورکړترڅو مړي او ټپیان له خاورو را وباسي.

د لبنان د پوځ قوماندان او سیمه کې د امریکا لوړپوړي پوځي چارواکي د درې اړخیز تړون د عملي کېدو په اړه خبرې کړي

اسرائیل او د لبنان حکومت د متحدو ایالاتو په منځګړیتوب موافقه وکړه چې اوربند نافذ کړي.
اسرائیل او د لبنان حکومت د متحدو ایالاتو په منځګړیتوب موافقه وکړه چې اوربند نافذ کړي.

د لبنان پوځ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد د پوځ قوماندان او سیمه کې د امریکا لوړپوړي پوځي چارواکي د هغه درې اړخیز تړون د عملي کېدو په اړه خبرې کړي دي چې تېره اوونۍ د امریکا، لبنان او اسرائیل ترمنځ لاسلیک شو.

د لبنان د پوځ اعلامیه وايي، د پوځ قوماندان رودولف هیکل د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) د قوماندان امیرالبحر براد کوپر سره د لبنان او سیمې د وروستیو حالاتو په اړه خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د لبنان دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې اسرائیل د تړون له لاسلیک دوه ورځې وروسته پر لبنان خپل بریدونه بیا پیل کړي دي.

د اسرائیلو پوځ هم ویلي چې د حزب‌الله غړي یې خپلې امنیتي سیمې ته نږدې په نښه کړي دي؛ هغه سیمه چې د لبنان خاوره کې دننه شاوخوا ۱۰ کیلومتره غځېدلې ده.

د جمعې په ورځ، لبنان او اسرائیل د امریکا په ملاتړ یو درې اړخیز تړون لاسلیک کړ چې موخه یې د جګړو پای ته رسول دي.

لبنان ژمنه کړې چې د غیر دولتي وسله‌والو ډلو د بې‌وسلې کولو او د هغوی د اړوندو جوړښتونو د له منځه وړلو له لارې به پر خپلې ټولې خاورې خپل حاکمیت بېرته ټینګ کړي، هغه اقدام چې د اسرائیلي ځواکونو د تدریجي وتلو لپاره به زمینه برابره کړي.

اسرائیل او امریکا حزب‌الله یوه ترهګره ډله بولي، خو اروپایي ټولنې یوازې د دې ډلې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې. د حزب‌الله استازي د لبنان په پارلمان کې هم حضور لري.

ټرمپ: سبا سې شنبې به په دوحه کې له ایران سره غونډه وشي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي له ایران سره غونډه به چې دې هیواد یې غوښتنه کړې وه، سبا سې شنبې د قطرپه پلازمینه دوحه کې جوړه شي. هغه دا خبر نن دوشنبې پرخپلې ټولنیزې شبکې تروټ سوشال ورکړ خو نور جزیات یې ورنکړل.

خو د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب آبادي د رسنیو هغه راپورونه ردکړل چې ګواکې تهران او واشنګټن به روانه اوونۍ تخنیکي خبرې اترې ترسره کړي. د غریب آبادي په خبره که څه هم د مقابل لوري د ژمنو د پلي کېدو د تعقیب په ګډون له قطر سره د معمول له مخې سلا مشورې روانې دي خو په دوحه کې د کاري ډلو د تخنیکي خبرو د ترسره کیدو په اړه راپورونه د تایید وړندي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG