خبرونه
د معتبره فلمي جایزو اوسکار مراسم ترسره شول
د هالیووډ سینما د معتبره فلمي جایزو اوسکار مراسم بېګا ترسره شول.
انتوني هاپکنز د غوره فلمي لوبغاړي اوارډ وګاټه. دغه ۸۳ کلن فلمي لوبغاړي په پلار (The Father) فلم کې د لوبېدو په خاطر دا جایزه واخیسته. د فلم داستان په دې څرخي چې څنګه یو سړی د عمر په تېرېدو د خپلې لور له هر ډول مرستې ډډه کوي.
په ښځینه لوبغاړو کې بیا فرانسس مکدورماند د غوره لوبغاړې اوارډ وګاټه. هغې په نومادلند فلم کې اصلي رول لوبولی دی.
د دې فلم کیسه د هغې ښځې په ژوند څرخي چې د خاوند تر مړینې وروسته بېکوره او سرګردانه کېږي. د همدغه فلم ډایرکترې کلوی ژاو هم چې په خټه چینايۍ ده د غوره ډایرکترۍ اوارډ وګاټه.
د اوسکار معتبره فلمي اوارډونو مراسم بېګا په لاس انجلس کې وشول.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
منځني ختیځ کې د جګړې له ښکېلو لورو د پاکستان صدراعظم غوښتنه
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په منځني ختیځ کې د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې له زغم کار واخلي.
د نوموړي له دفتره د سې شنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې شریف دغه غوښتنه د ایران د کورنیو چارو له وزیر اسکندر مومني سره په کتنه کې وکړه.
د اعلامیې له مخې شریف ټولې خواوې دې ته وهڅولې چې له زغمه کار واخلي او له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې سیمه لا زیاته بېثباته کولای شي.
د اعلامیې په خبره شریف مومني ته ویلي چې پاکستان به بیا هم د یوه منځګړي په توګه خپل رول ته دوام ورکړي.
د پاکستان صدراعظم دغه غوښتنه وروسته له هغې کوي چې له تېرو څه باندې ۱۰ ورځو راهیسې امریکا هره شپه پر ایران بریدونه کوي او تهرانیې هم په ځواب کې د منځني ختیځ په یو شمېر هېوادونو کې د امریکا پوځي اډې او نور ځایونه په نښه کړي دي.
د ایران او امریکا ترمنځ هغه هوکړه چې تېره میاشتیې د دواړو لورو ترمنځ بشپړه جګړه ودروله او پاکستان پهکې مهم رول لوبولی، اوس د بشپړ لهمنځه تلو له جدي خطر سره مخامخ ده.
ملګرو ملتونو پر غزې تړانګې د اسرائیل زیاتېدونکي پوځي بریدونه وغندل
ملګرو ملتونو د سېشنبې په ورځ په غزې تړانګه کې د اسرائیل د پوځي بریدونو د زیاتېدو غندنه وکړه او ویېویل چې په تېره یوه اوونۍ کې لږ تر لږه ۵۷ فلسطینیان چې شپږ ماشومان هم پهکې شامل دي، په دغو بریدونو کې وژل شوي دي.
په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاند، ثمین الخیطان، وویل چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند له اعلان څخه نهه میاشتې تېرې شوي، خو لا هم په غزه کې د فلسطینیانو لپاره هېڅ خوندي ځای نه شته.
د هغه په وینا، د جولای له ۱۳مې څخه تر ۲۰مې پورې د اسرائیل بریدونو د استوګنې ودانۍ، د بېځایه شویو خلکو خیمې او ګڼ مېشتې سیمې په نښه کړي چې له املهیې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د اسرائیل پوځ ادعا کړې چې په وروستیو بریدونو کې یې د حماس او اسلامي جهاد ډلې مرکزونه، د مهماتو زېرمتونونه او پوځي تأسیسات په نښه کړي دي.
حماس د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې لهخوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر خبرداری ورکړی چې د ملکي وګړو د وژنو دوام، د بشرپالنې له نړیوالو قوانینو د سرغړونو او د احتمالي جنګي جرمونو په اړه جدي اندېښنې راپارولای شي.
د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د اکټوبر له میاشتې راهیسې چې اوربند ټینګ شوی، تر اوسه په غزه کې له ۱،۱۰۰ څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو هم په همدې موده کې د ۶۸۵ کسانو وژل کېدل تأیید کړي دي.
قطر له ایرانه د جګړې د تاوان غوښتنه کړې
قطر له ایرانه د جګړې د تاوان غوښتنه کړې.
د قطر دولت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په دوو لیکونو کې د دې هېواد پر خاوره د ایران بریدونه غندلي او د تاوان غوښتنه يې کړې ده.
په لیکونو کې راغلي،" ایران نړیوال حقونه نقض کړي او د بریدونو له کبله د ویجاړیو تاوان دې جبران کړي".
دغه لیکونه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش او د امنیت شورا دوری مشر زنون موکونګو ته استولی شوي دي.
ایران په وروستیو کې د امریکا په ځوابي بریدونو کې د منځني خیتځ هېوادونه په نښه کوي.
د قطر په ګډون ډیر شمیر دغه هېوادونه د امریکا د پوځي اډو کوربه دي.
د پاکستان حکومت د افغانستان د والیبال د ملي ټیم د لوبغاړو ویزې رد کړي
د افغانستان د والیبال ملي ټیم د مرکزي اسیا په زوني سیالیو کې له ګډونه پاتې شو.
د والیبال فدراسیون نن سه شنبې د افغانستان کورنیو رسنیو ته تایید کړې چې د پاکستان حکومت افغان لوبغاړو ته په دغو سیالیو کې د ګډون په موخه ویزې نه دي ورکړي.
د دې فدراسیون په خبره،" د پاکستان سفارت ته د ملي لوبغاړو د ویزو غوښتنلیکونه استولي شوي، خو مثبت ځواب يې نه دی ترلاسه کړی".
اسلام اباد د مرکزي اسیا د شپږ هېوادونو د والیبال سیالیو کوربه دی.
دغه سیالۍ سبا چهارشنبه پیلږي.
ایران په بحرین کې د امازون شرکت پر یو معلوماتي مرکز برید کړی
پرون پرله پسې لسمه شپه وه چې امریکا په ایران کې یو شمیر مهمې سیمې وویشتي.
ایراني رسنیو نن سهار وختي په چابهار بندر او کنارک سیمو کې د څو چاودونو راپورونه ورکړل.
تراوسه د دغو بریدونو له کبله د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی.
ایران پر امریکا په ځوابي بریدونو کې ادعا کړې چې په بحرین کې يې د امازون شرکت د مرکزي معلوماتو ودانۍ "ډیټا سنټر" ویشتی دی.
د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب ځواکونو نن سهار په یو بیان کې ادعا وکړه چې په کویټ او بحرین کې يې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي.
تراوسه بحرین او کویټ دغې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.
بل پلو، اردن وايي، پنځه ایراني بې پیلوټه الوتکې يې نسکورې کړي دي.
د امریکا دفاع وزارت: د ایران په بریدونو کې نژدې سل امریکايي سرتیري ټپیان شوي
د امریکا دفاع وزارت وايي، د ایران په بریدونو کې نژدې سل امریکايي سرتیري ټپیان شوي.
د دغه وزارت ویاند شان پارنل پرون دوشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي،" په تیرو دوو اوونیو کې نژدې سل امریکايي سرتیري په سرسري توګه ټپیان شوي دي".
د هغه په ټکو،" د دغو سرتیرو نژدې ۹۶سلنه بیرته خپلو دندو ته ستانه شوي".
امریکا له دې مخکې د ایران په بریدونو کې د دوو امریکايي سرتیرو وژل کیدل تایید کړي وو.
په نورستان کې د سیلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمیر ۲۳ ته پورته شو
په نورستان کې د سیلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمیر ۲۳ ته پورته شو.
د طالبانو د حکومت پېښو سره د مبارزې ادارې مرستیال ویاند تاج محمد همت نن سه شنبې په یو ویډيو پیغام کې وویل،" د نورستان په مرکز پارون او شاوخوا سیمو کې د سیلابونو له کبله ۲۳کسان مړه، ۸۰ تنه ټپیان او له سلو ډیر لا هم تري تم دي".
د همت په ټکو، دغو سیلابونو په پراخه کچه خلکو ته مالي زیان اړولی دی.
پرون دوشنبې په نورستان کې له شدیدو بارانونو وروسته سیلونه راووتل.
پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډيوګانو کې ښکاري چې سیلابونه په مرکز پارون او نورو سیمو کې ودانۍ لاندې کوي او سخت زیانونه اړوي.
بل پلو، د هوا پیژنې ریاست نن سه شنبې په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو کې د شدید باران او له کبله يې د سیلابونو د جاري کیدو اټکل کړی دی.
خیبرپختونخوا ایالت کې سېلابونو د افغان کډوالو یو موټر وړی
پاکستاني رسنیو د مرستندویو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ یو موټر چې افغان کډوال پهکې سپاره وو، سېلاب په مخه کړ او د ورځې تر پایه یوازې د درېیو کسانو مړي وموندل شول.
پېښه لنډي کوتل کې شوې او چارواکي وايي د موټر د نورو سورلیو د موندلو لپاره هلې ځلې روانې دي.
تر اوسه دا معلومه نهده چې موټر کې څو کسه سپاره و، خو راپورونه وايي دغه کډوال افغانستان ته د ستنېدو په لار و.
د پاکستان حکومت د جولای له ۱۰مې راهیسې د هغو افغان کډوالو د نیولو لپاره نوی کمپاین پیل کړی چې د دوی په وینا پاکستان کې د اوسېدو لپاره د اعتبار وړ اسناد نهلري.
په منځني ختیځ کې د کړکېچ دوام؛ د نړۍ د نفتو بیې یو ځل بیا لوړې شوې
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دوشنبې په ماښام د ایران د شېراز ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
سپاه پاسداران ته نږدې فارس خبري اژانس ویلي، لومړني راپورونه ښيي چې د شېراز ښار په شمال لوېدیځه برخه کې پر یوې سیمې هوايي برید شوی دی.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) تر دې دمه د دغه برید په اړه کومه اعلامیه نهده خپره کړې.
د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې نوی پړاو له نهو ورځو راهیسې روان دی او ایراني رسنیو د دوشنبې په سهار د ختیځ او لوېدیځ اذربایجان او بوشهر ولایتونو پر ځینو سیمو د بریدونو خبر ورکړی و.
بلخوا د کوېټ پوځ د دوشنبې په ماښام، وروسته له هغې چې په دغه هېواد کې د چاودنو د غږونو راپورونه خپاره شول، اعلان وکړ چې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو د نوې څپې پر وړاندې دفاع کوي.
د کوېټ پوځ په یوه اعلامیه کې دا بریدونه ایران ته منسوب کړي دي.
د امریکا او ایران ترمنځ د روانې جګړې په ترڅ کې، د ایران وسله والو ځواکونو په وروستیو ورځو کې پرلهپسې کوېټ او بحرین په نښه کړي دي.
کویټي چارواکو ویلي چې دغو بریدونو ځینو ملکي تأسیساتو ته زیان رسولی دی.
په عین حال کې راپورونه وایي چې د عمان اوبو ته نږدې دوه د نفتو ټانکرونه هم تر برید لاندې راغلي دي.
د یونان د کښتۍ چلونې شرکت "ډایناکام ټانکرز" ویلي چې د دغه شرکت تر مدیریت لاندې دوه د نفتو ټانکرونه د دوشنبې په ورځ د عمان ساحلي اوبو څخه د تېرېدو پر مهال تر برید لاندې راغلل.
د امریکا او ایران ترمنځ د نهمې پرلهپسې شپې متقابلو بریدونو له دوام وروسته، د خامو نفتو نړیواله بیه د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره هر بېرل له ۹۰ ډالرو واوښته.
د افغانانو لپاره د کډوالۍ غمیزه؛ د نیمروز په دښتو کې لا هم ۱۴ کسان ورک دي
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سی ار) وايي چې د نیمروز ولایت په دښتو کې لا هم ۱۴ افغانان ورک دي.
یادې ادارې د دوشنبې په ورځ «د سرطان په ۲۹مه» په خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې د هغو پنځو ځوانانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي چې مړي یې په دغو دښتو کې موندل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې د خپلو سیمهییزو همکارانو په مرسته د زیانمنو شویو کورنیو د ملاتړ لپاره په سیمه کې حضور لري.
تر دې مخکې نیمروز کې د طالبانو حکومت چارواکو ویلي و چې د هغو پنځو ځوانانو جسدونهیې موندلي چې ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال د دغه ولایت په دښتو کې مړه شوي وو او د نورو ورکو شویو کسانو د موندلو هڅې لا هم روانې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دا پېښه یوه غمجنه فاجعه بللې او ټینګار یې کړی چې د خلکو د خوندیتوب او د خوندي فرصتونو د برابرولو اړتیا شته، څو خلک اړ نهشي چې د ښه ژوند په لټه کې خپل ژوند له خطر سره مخ کړي.