د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۲۳

نړۍ

کولهانیک: چک او روسیه به خپلو سفارتونو کې د ۳۵ کسانو اجازه ولري

د چک د بهرنیو چارو وزیر یاکوب کولهانیک
د چک د بهرنیو چارو وزیر یاکوب کولهانیک

د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وایي، چک او روسیه به په خپلو سفارتونو کې یوازې د ۳۵ کسانو اجازه ولري.

د دغو دواړو هېوادونو اړیکې وروسته تر هغې خړې پړې شوې چې چکي چارواکو د ۲۰۱۴ کال په یوه چاودنه کې روسیه په لاس درلودو تورنه کړه.

په پراګ کې به د روسیې سفارت او مسکو کې به د چک سفارت ۷ دیپلوماتان او ۲۵ اداري او تخنیکي کارکوونکي ولري.

دا خبره د چک د بهرنیو چارو وزیر یاکوب کولهانیک د چک یوې ورځپاڼې سره مرکه کې کړې ده.

له دې یوه ورځ وړاندې دغه چکي چارواکي ویلي و، دوی مسکو کې د خپل سفارت دننه ۳۵ کسان لري، نو روسیه هم باید پراګ کې د سفارت همدومره کسان ولري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په نړۍ کې د تېلو د یوه بیرل بیه له ۹۰ ډالرو څخه واوښته

په داسې حال کې چې متحده ایالاتو او ایران د پرله ‌پسې نهمې شپې لپاره پر یو بل بریدونو ته دوام ورکړ، د برېنټ اومه تیلو د یوه بیرل بیه له ۹۰ ډالرو واوښته. د امریکا د اومه تېلو بیه هم څه باندې ۲ سلنه لوړه اود هر بېرل بیه یې څه باندې ۸۴ ډالرو ورسیده.

هغه راپورونه چې وایي چې د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو بېړیو شمېر کم شوی هم په نړۍ کې د تېلو د بیو د لوړېدو لاملونه ګڼل کیږي.

د جولای په ۲۰مه، د اسیا په بازارونو کې د امریکا ډالر هم د ډېرو مهمو نړیوالو اسعارو پر وړاندې یوڅه پیاوړی شو.

امریکایي ډالر د جاپاني ین پر وړاندې ۱ سلنه لوړ شو چې دا په تېرو ۱۱ ورځو کې تر ټولو لوړه کچه ده. د جیوپولیټیکي کړکچ د زیاتېدو له امله اکثره پانګه ‌وال خوندي شتمنیو ته مخه کوي.

په ټوله کې د اسیا د ونډو بازارونو هم نن دوشنبې خپله کاري اوونۍ د ارزښتونو په کمېدو سره پیل کړه.

په عراق کې یو امریکایي سرتیری د ایران په برید کې ووژل شو

د امریکا پوځ په ایران کې د بریدونو د یوې بلې لړۍ د ترسره کیدو او په عراق کې د یوه امریکایي سرتیري د وژل کیدو خبر ورکوي.

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ، سینټکام وویل چې په عراق کې د ایران د یوې بې ‌پیلوټه الوتکې په برید کې یو امریکایي سرتېری ووژل شوچې په دې سره د ایران او امریکا ترمنځ د لنډمهالې هوکړې راهیسې په تازه بریدونو کې د وژل شویو امریکایي سرتیرو شمیردریو ته ورسید. دغه راز د څلورم امریکایي سرتیري چې په اردن کې د دوو وژل شویو امریکایي سرتیرو ترڅنګ یې د بې درکه کیدو راپورورکړل شوی و، هم د مړینې احتمال زیات شوی دی. سنټکام د جولای په ۱۹مه په خبرپاڼه کې وویل چې په عراق کې امریکايي سرتیری هغه مهال ووژل شول چې د ایران د یوې راپرځېدلې بې ‌پیلوټه الوتکې ناچاودې مهماتو ته یې په کنټرول شوې بڼه چاودنه ورکوله. د پوځ په خبره په دې پيښه کې یو بل سرتیری برسیرن ټپي شوی چې اوس تردرملنې لاندې دی. سینټکام دغه راز وویل چې پرایران یې د نهمې پرله پسې شپې بریدونه پای ته رسولي دي. پوځ ویلي چې د ایران پر ځینو پوځي ځایونو دغه بریدونه د دې لپاره ترسره شول چې په هرمزتنګي کې په تیریدونکو سوداګریزو کشتیو د ایران د بریدونو وړتیا نوره هم کمزورې کړي.

په عین حال کې سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو ویلي چې په کویټ، بحرین او سوریه کې یې د امریکا پراډو بریدونه کړي دي.

هسپانیا د ۲۰۲۶ کال د فوټبال د نړیوال جام اتلولي وګټله

هسپانیا د دې جام په پایلوبه کې چې تیره شپه د امریکا د نیوجرسي په لوبغالي کې ترسره شوه، ارجنټاین ته یوـ صفر ماتې ورکړه.

دواړو ټیمونو د لوبې په عادي وخت، نوي دقیقو کې کوم ګول ونه واهه خو د اضافي وخت په ۱۰۶ دقیقه کې د هسپانیا لپاره یوازنی ګول فیران توریز وواهه او د خپلې لوبډلې لپاره یې د دې جام اتلولي خپله کړه. هسپانیا تردې مخکې په ۲۰۱۰ کال کې د فوټبال نړیوال جام ګټلی و.

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ویلي چې د ایران په دارخوین اټومي تاسیساتو د برید راپورونه څېړي

د امریکا د یوه برید شیبه
د امریکا د یوه برید شیبه

د راپورونو له مخې ایراني چارواکو ویلي چې امریکا د یکشنبې په سهار په خوزستان کې د دارخوین د اټومي تاسیساتو په یوه سایټ چې تر کار لاندې وو مرمۍ توغولي دي.

د ایران اټومي انرژۍ ادارې د امریکا دا حمله غندلې او د نړیوالو قوانینو سرغړونه یې بللې.

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ویلي چې د ایران دا تاسیسات د بیارغونې په لومړنیو مراحلو کې و او د پخواني تفتیش له مخې لا پکې اټومي مواد نه و ځای شوي.

واشنګتن سمدستي د دغو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

دارخوین یوه ملکي اټومي زیربنا ده چې ایران په ۲۰۲۲ کال کې پیل کړې.

د ایران د نورو مشهورو اټومي بټیو نطنز او فردو په خلاف چې له بډایه شویو یورانیمو سره تړلې دارخوین به چې کله بشپړه شي د بریښنا د تولید په نیت به کار ترې اخیستل کېږي.

پر ایران د امریکا د بریدونو پرله پسې اتمه شپه؛ د ایران په ځوابي بریدونو کې دوه امریکايي سرتیري وژل شوي

پر ایران د امریکا د بریدونو پرله پسې اتمه شپه؛ د ایران په ځوابي بریدونو کې دوه امریکايي سرتیري وژل شوي.

په منځني ختیځ کې د امریکا مرکزي قومندانۍ سنټکام وايي، د ایران په جنوبي ښارونو په بریدونو کې يې پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.

د سنټکام په ټکو،" د ایران هوايي مدافع سیسټمونه، د سواحلو څارونکي سیسیټمونه، سمندري وړتیا او د توغندیو زیرمې په نښه شوي دي".

ایران بیا تیره شپه په اردن کې د امریکا پر یوې پوځي د توغندیو او ډرونونو بریدونه وکړل چې دوه امریکايي سرتیري په کې وژل شوي او یو بل نادرکه دی.

دا اتمه پرله پسې شپه چې امریکا د ایران پر بیلابیلو ښارونو بریدونو کوي.

دغه بریدونو کې خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د فوټبال نړیوال جام پایلوبه به د یکشنبې ناوخته د ارجنټاین او هسپانیا ترمنځ ترسره شي

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام په پایلوبه کې به د یکشنبې په ورځ د ارجنټاین او هسپانیا ملي لوبډلې د اتلولۍ د ګټلو لپاره سره مخامخ شي.

دا لوبه به د افغانستان پر وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجو پیل شي.

د نیمه پایلوبې په پړاو کې ارجنټاین په یوې حساسه لوبه کې، چې تر ۸۵ مې دقیقې پورې له انګلستان څخه د ۱-۰ په وړاندې شاته و، په وروستیو دقیقو کې دوه ګولونه ووهل او پایلوبې ته یې لاره وموندله.

تر دې وړاندې، هسپانیا هم د فرانسې ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړې وه.

تمه ده چې د امریکا په نیوجرسي لوبغالي کې د لسګونو زره نندارچیانو ترڅنګ دغه لوبه په نړۍ کې د فوټبال میلیونونه مینه ‌وال د ټلوېزیونو په پردو وګوري.

ایران د فارس خلیج هېوادونو ته د پوځي غبرګون خبرداری ورکړ

پر ایران د امریکا د بریدونو له اوومې پرله‌ پسې شپې وروسته، د ایران سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو خبرداری ورکړی چې د فارس خلیج ګاونډي هېوادونه باید د "ناڅاپي او متناسب" پوځي غبرګون لپاره چمتو وي.

تسنیم خبري اژانس د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې سپاه پاسداران په خپلې اعلامیې کې هغو هېوادونو ته چې د امریکا پوځي اډې پکې شته، خبرداری ورکړی چې خپل ملکي دفاعي واحدونه فعال کړي او ملکي وګړي له احتمالي پوځي هدفونو څخه لرې وساتي.

د سپاه پاسداران دا خبرداری سمدستي وروسته له هغې خپور شو چې د امریکا په پوځي ستراتیژۍ کې څرګند بدلون راغی. د دې ستراتیژۍ له مخې، بریدونه چې مخکې د هرمز تنګي ته نږدې سیمې پکې په نښه کیدې، د جولای په ۱۸مه د ایران د مرکزي او جنوبي سیمو څو ځایونو ته هم وغځېدل.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) د جولای په ۱۷مه ویلي وو چې دغه نوي بریدونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر د ایران د پوځي وړتیاوو د لا کمزوري کولو لپاره پلان شوي دي.

ګوتریش: د ایران پر ملکي تاسیساتو بریدونه د منلو نه دي

د ملګروملتونو سرمنشي انتویوګوتریش
د ملګروملتونو سرمنشي انتویوګوتریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتویوګوتریش د ایران پر ملکي تاسیساتو د امریکا د بریدونو په اندېښنه ښودلې ده.

د ګوتریش ویاند سټفین دوجاریک رسنیو ته ویلي،" دغه بریدونه د منلو نه دي".

امریکا په وروستیو څو ورځو کې د ایران پر ملکي تاسیساتو او پلونو بریدونو وکړل.

د نړیوالو اړیکو کارپوهان وايي،"پر ملکي تاسیساتو بریدونه د جګړې له قوانینو سرغړونه ده".

بل د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ته نژدې خبري اژانس تسنیم خبر ورکړی چې د امریکا په تازه بریدونو کې د بندرعباس کې دوه پلونه وویشتل شوي دي.

ایران په ځوابي بریدونو کې په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو راتلونکې اوونۍ فیلیپین ته ځي

مارکو روبیو
مارکو روبیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو راتلونکې اوونۍ فیلیپین ته ځي څو د جنوب خیتځي اسیا هېوادونو له چارواکو سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخې، روبیو به د جنوب ختیځې اسیا د غړو هېوادونو د ټولنې له ناستې سربیره په دوو نورو ناستو کې ګډون وکړي.

تمه ده هغه به د دې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره هم وګوري.

د جنوب خیتځې اسیا یا (اسه ان)ه ېوادونو ناسته د جولای له ۲۱مې تر ۲۳مې د فیلپین په پلازمینه مانیلا کې ترسره کیږي.

د ایران او امریکا ترمنځ روانه شخړه د ناستې د اجنډا یوه مهمه برخه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روبیو د سفر موخه په سیمه کې د چین د نفوذ مخنیوی او په د ایران په مسله کې د امریکا د ښکلیتا سربیره جنوب خیتځې اسیا ته د امریکا پاملرنه یاده کړې ده.

سنټکام په سوریه کې د امریکا پر پوځي اډو د بریدونو ادعاوې رد کړي

سنټکام په سوریه کې د امریکا پر پوځي اډو د بریدونو ادعاوې رد کړي.

په منځني ختیځ کې د امریکا مرکزي قومندانۍ سنټکام د جمعې په ورځ (د جولای ۱۷مه) پر خپلې ایکس پاڼه لیکي،" په وروستیو ورځو کې په سیمه کې د امریکا پر هیڅ یوې پوځي اډې برید نه دی شوی او نه هم کوم امریکايي سرتیری وژل یا نیول شوی دی".

د ایران د سپاه پاسدارن ځواکونو ادعا کړې وه چې په سوریه کې يې د امریکا پر التنف پوځي اډې بریدونه کړي او یو شمیر امریکايي سرتیري يې وژلي دي.

دا ادعاوې په داسې حال کې دي چې په وروستیو شپږو ورځو کې په دوامداره توګه امریکا د ایران پر بیلابیلو ښارونو بریدونه کوي.

ایران بیا په منځني خیتځ کې هغه هېوادونه په نښه کوي چې د امریکا د پوځي اډو کوربه دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG