- واشنګټن اګزمېنر
واشنګټن اګزمېنر ورځپاڼه لیکي، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مسؤل جنرال کېنت مککنزي په راتلونکو نږدې څلور نیمو میاشتو کې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو اساسي مسؤلیت لري.
ورځپاڼه وړاندې لیکي، د بل هر ښه چارواکي په څېر به جنرال مککنزي په ښه توګه خپل مأموریت ترسره کړي، خو ده روانه اوونۍ د امریکا استازو جرګې ته په یوې غونډه کې د خبرو پر مهال پر طالبانو شک وکړ چې د سولې په خبرو کې دې صادق وي.
ورځپاڼه څرګندوي چې په دې غونډه کې جمهوري غوښتونکي سناتور دوګ لیمبورن ترې پوښتنه وکړه چې ولسمشر تهیې دا مشوره نهده ورکړې چې پوځیان له افغانستانه مهباسه. د دې په ځواب کې جنرال مککنزي وویل چې څو ځلهیې په تفصیل له ولسمشر سره خبرې کړي، اما په دې برخه کې دی نور توضحیات نهشي ورکولای.
جنرال مککنزي د پنجشنبې په ورځ د امریکا د سنا د پوځي خدماتو کمېټې ته خبرې وکړې، واشنګټن اګزمېنر دې غونډې ته اشاره کړې ده او د جنرال مککنزي دا خبرهیې رااخیستې ده چې وایي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د ترهګرو د ګواښونو مخنیوی سخته کېږي، خو ناممکنه کېږي نه.
- فارین پالېسي
فارین پالېسي خپرونه لیکي، په افغانستان کې جګړه ختمېږي او واشنګټن د تېروتنې درس زده کوي.
خپرونه وړاندې لیکي، د ولسمشر جو بایډن تر دې اعلان وروسته چې د سپټمبر تر ۱۱مې به ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه وباسي، د بېانجامه جګړو انجام او د تل لپاره د جګړو د انجام عبارتونه د چارو د کتونکو ترمنځ تکرار شول.
په دې مطلب کې راغلي دي، له افغانستان د یوه پلان له مخې د ځواکونو ایستل د نړیوالې ټولنې لپاره یو سؤال پیدا کوي.
د فارین پالېسي د دې مقالې لیکوال په خپله دا پوښتنه کوي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته بیا د امریکا دا بهرنۍ پالېسي څه معنی لري؟
په مطلب کې وړاندې راغلي، هر څارونکی باید دې ته اندېښمن وي چې د طالبانو د بیا ظهور لپاره چې دا به د افغانانو لپاره او د بنسټپالو پر ضد د هڅو لپاره څه مفهوم ولري.
د طالبانو او متحده ایالاتو د سولې د تړون له مخې تمه وه چې ټول امریکایي سرتېري د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ووځي، البته په دې شرط چې طالبان د ترهګرو پر ضد د مبارزې ژمنې عملي کړي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو تر اعلان مخکې ویلي و چې تخنیکي ستونزو د دوی د ځواکونو د ایستلو مسئله ځنډنۍ کړې ده.
د امریکا د دفاع وزارت په وینا د اوس لپاره ۲،۵۰۰ امریکایي سرتېري په افغانستان کې شته چې د ولسمشر بایډن له ژمنې سره به د مې له لومړۍ نېټې ورو ورو دا ځواکونه له افغانستانه ووځي.