د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۱۳

افغانستان

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د چرګانو ۶ زره فارمونه جوړوي

د هېواد په کچه د چرګ پالنې څه باندې نهه زره فارمونه فعالیت لري

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې سږکال د هګیو د چرګانو نږدې شپږ زره فارمونه جوړوي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د غويي ۲مه) ازادي راډیو ته وویل، د خلکو په ګډون د کرنې او مالدارۍ پروژې په مرسته به په یو شمېر ولایتونو کې پنځه زره او ۸۰۴ مېرمنو ته پنځه زره او ۸۰۴ د هګیو چرګانو ۳۰ او ۶۰ قطعه یي فارمونه جوړ کړي.

نوموړی زیاتوي چې د شمېرو له مخې اوس مهال د هېواد په کچه د غوښینو، هګیو او تکثیري چرګ پالنې نهه زره او ۲۴۷ لوی او واړه فارمونه فعال دي.

په دغو فارمونو کې د هګیو چرګانو درې زره او ۵۲۰ فارمونه، د غوښینو چرګانو پنځه زره او ۷۲۳ فارمونه او د چرګانو څلور تکثیري فارمونه شامل دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د اقتصاد وزیرې د سوداګرۍ لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ ونډه اړینه وبلله

د اقتصاد وزیره کریمه حامد فاریابي

د اقتصاد وزیرې نن سې شنبه (د غويي ۲۷مه) د 'CSTD' په ناسته کې د اقتصادي ودې او سوداګرۍ لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ ونډه اړینه وبلله.

د دغه وزارت ویاند صبور نریمان ازادي راډیو ته وویل چې د اقتصاد وزیرې کریمه حامد فاریابي، د ساینس، ټکنالوژۍ او ودې کمېسیون د نړیوال سازمان په ۲۴ مه ناسته کې په انلاین ډول ګډون وکړ.

میرمن فاریابي د افغانستان اقتصادي وده له ټکنالوژۍ سره تړلې وګڼله او په دې برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.

معلوماتي ټکنالوژي چې بنسټیزه برخه یې د انټرنیټي شبکو شتون دی، په نړۍ کې د اقتصادي ودې، کارموندنې، د بشري سرچینو د ظرفیت جوړولو، د سوداګرۍ پروسې په ګړندي کولو او د دولتونو په برېښنایي حکومتوالۍ کې مرسته کولی شي.

بغلان چارواکي: مرکزي بغلان کې د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي

ارشیف، بغلان کې امنیتي سرتیري د عملیاتو پر مهال

طالبانو نن سې شنبه (د غويي ۲۷مه) سهار د څلورو بجو خوا ته د مرکزي بغلان پر ولسوالي له څو لوریو بریدونه وکړل.

د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوېد بشارت ازادي راډیو ته وویل چې د طالبان برید شاته تمبول شوی دی: "د دښمن د بریدونو په ترڅ کې د دوی تر پنځه ویشت ډېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي چې یو شمېر یې سرګروپان دي او اوس زموږ عملیات د مرکزي بغلان په ولسوالي کې ادامه لري."

د ښاغلي بشارت په وینا په ټپیانو کې د زرقاوي په نوم یو سرګروپ هم شامل دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په هرات کې ۳ توليدي کارخانې پرانیستل شوې

هرات کې پرانیستل شوې کارخانې

په هرات کې درې توليدي کارخانې پرانیستل شوې چې سلګونو کسانو ته يې د کار زمینه هم برابره کړې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند فواد احمدي نن سې شنبه (د غويي ۲۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغو درې توليدي کارخانو نن د هرات په صنعتي ښارکوټي کې په توليداتو پيل وکړ.

نوموړي وویل په دغو کارخانو نږدې ۱۰ میليونه امريکايي ډالره پانګونه شوې ده.

د یادو کارخانو په پرانيستلو سره ۵۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شوه.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، هڅه یې روانه ده څو په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته کار خانې جوړې شي.

دغه فابرېکې د ایسکریمو جوړولو، بيسكويټونو او لبنياتو په برخو کې فعالیت کوي.

حنیف اتمر خپل ترکمني سیال سره پر ټاپي پروژې وغږېد

د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران، حنیف اتمر او رشید مریدوف

د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ټاپي پروژې د ګازو د نللیکې د رغونې د راتلونکو پړاوونو په اړه خبرې کړي.

د افغانستان د بهرنیو چار وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن سې شنبه (د غویي په ۲۸مه)وختي خپره شوه ویلي چې محمد حنیف اتمر او رشید مریدوف پرون دوشنبه په ټیلیفوني خبرو کې د سیمه ییز اتصال د لویو پروژو، په تېره د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد د نل لیکې د تطبیق پر اهمیت او همدا راز د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په نورو برخو کې د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړي.

بیان زیاتوي چې ښاغلي مریدوف ښاغلي اتمر ته د ټاپي د پروژې د راتلونکو پړاوونو د کار د پرمختګ لپاره د ترکمنستان د تیاریو په اړه معلومات ورکړل.

د افغان مېرمنو په اړه د بشري حقوقو د څار د ټولنې خبرداری

ارشیف، افغان مېرمنې

د بشري حقونو د څار ټولنې خبرداری ورکړی چې د امریکا سنا ته یوه وړاندې شوې لایحه ښايي د افغان مېرمنو او نجونو لپاره د مالي ملاتړ د بندېدو باعث شي.

په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب په نوم د دواړو ګوندونو له خوا جوړه شوې لایحه چې تېره اوونۍ سنا ته وړاندې شوه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر موظفوي چې په کال کې دوه ځلي د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو په اړه کانګرس ته راپور ورکړي.

دا لایحه د افغان ښځو د خوندیتوب په هدف جوړه شوې، خو په عین حال کې دا خبرداری هم ورکوي چې که د افغانستان راتلونکی حکومت د دې حقونو له تضمین څخه ډډه وکړي، نو امریکا به خپلې مرستې پرې بندې کړي.

د بشري حقونو د څار ټولنې په یو بیان تازه کې ویلي چې د افغانستان له اوسني او راتلونکي حکومت سره د ښځو د حقونو په مسئله کې حساب کتاب مهم دی ، خو دا ټولنه پر مرستندویو هېوادونو غږ کوي څو دا یقیني کړي چې که د افغانستان له راتلونکي حکومت سره د احتمالي سرغړونې له کبله خپلې مرستې کموي نو باید په داسې طریقه یې کمې کړي چې افغان ښځې زیانمنې نه شي.

ملي اردو: فاریاب کې د ۳ پاکستانیانو په ګډون ۱۹ طالبان وژل شوي

ارشیف، فاریاب کې امنیتي سرتیري د عملیاتو پرمهال

ملي اردو ادعا کوي چې په فاریاب ولایت کې د درېیو پاکستاني وګړو په ګډون نولس وسله والو طالبان وژل شوي دي.

۲۰۹ شاهین قول اردو نن سې شنبه (د غويي ۲۸مه) سهار په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا وسله وال تېره ورځ مازیګر د پښتون کوټ ولسوالۍ په خواجه ناموسي سیمه کې هغه مهال په یو هوايي برید کې په نښه شول چې په فاریاب ولایت کې د حملو لپاره یې پلان جوړاوه.

خبرپاڼه زیاتوي چې په وژل شویو کې پر ۳ پاکستانيانو سربېره د بالامرغاب او المار لپاره نومول شوی ولسوال او د طالبانو څو نور مهم کسان هم شامل دي.

طالبانو په فاریاب کې د خپلو وسله والو د وژل کېدو په اړه ادعا نه رد کړې او نه یې تایید کړې ده.

افغانستان: تیرکال سعودي ته صادرات دوه برابره زیات شوي

ریاض کې د افغانستان سفارت: د کرونا وبا محدودیتونو سربېره، د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۰ کال کې سعودي عربستان ته د افغانستان صادراتو له ۱۰۰ سلنې ډېره وده وکړه.

په ریاض کې د افغانستان سفارت وایي، سعودي عربستان ته تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې د افغان سوداګرو صادرات دوه برابره زیات شوي دي.

د سفارت د خبرپاڼې له مخې د سعودي رسمي شمېرې ښيي چې ۲۰۱۹ میلادي کال کې سعودي ته د افغانستان د صادراتو ارزښت څه باندې ۱۳ میلیونه ډالره وو.

د خبرپاڼې له مخې ۲۰۲۰ میلادي کال کې له کرونا وبا سره-سره د صادراتو ارزښت څه باندې ۲۸ نیم میلیونه ډالرو ته لوړ شو.

سعودي عربستان ته د افغانستان صادرات تر ډېره زعفران، وچه مېوه او قالینې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوایي دهلیز له لارې لېږدول شوي دي.

په ریاض کې د افغانستان سفارت اټکل کوي چې روان ۲۰۲۱ میلادي کال کې به دغه هېواد ته د صادراتو ارزښت څه باندې ۴۲ میلیونه ډالره وي.

ولسمشر غني په هلمند کې د داعي په نوم د څلور لاري نومول منظور کړل

لښکرګاه کې د داعي په نوم څلور لاری

د افغانستان ولسمشر په هلمند کې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال الیاس داعي په نوم د یوې څلور لارې نومول منظور کړل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې مطبوعاتي دفتر ویلي، دغه وړاندیز د هلمند د خبریالانو له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وسیله تر محمد اشرف غني رسیدلی و.

دغه دفتر وایي، ښاغلي غني پرون دوشنبه (د غويي ۲۷مه) دغه وړاندیز ومانه چې له مخې به یې لښکرګاه کې یوه څلور لارې د داعې په نوم شي.

هلمند کې د ازادي راډيو خبریال الیاس داعي شااوخوا ۷ میاشتې مخکې د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د فاریاب والي له اوږدو لانجو وروسته بالاخره په کار پیل وکړ

د فاریاب نوی ټاکل شوی والي محمد داوود د ځینو سیمه‌ییزو چارواکو په حضور کې معرفي شو

د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د فاریاب نوي والي له اوږدو لانجو وروسته بالاخره په کار پیل وکړ.

د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاندې نرګس مومند نن په یو وېډیويي پیغام کې ویلي چې د فاریاب نوي والي محمد داوود له یو څه ستونزو سره سره نن په کار پیل وکړ.

اغلې مومند زیاتوي: "که څه هم موږ په فاریاب ولایت کې مخکې ځینې ستونزې درلودې، خو له نېکه مرغه دا ستونزې حل شوي او د فاریاب نوی والي رسماً معرفي شوی او کار یې پیل کړی دی."

د فاریاب ولایت رسمي سرچینو ویلي چې ښاغلی داوود د فاریاب د ولایتي شورا د رئیس او نورو چارواکو په حضور کې معرفي شو.

د ښاغلي داوود له معرفي کېدو سره هم‌مهاله د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي جنبش سلګونه پلویان چې د نوموړي له ټاکنې سره‌یې مخالفت کاوه د اعتراض لپاره د مرکز میمنې لارو کوڅو ته راووتل.

یوې سیمه‌ییزې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله نه‌غواړي هویت‌یې افشا شي ازادي راډیو ته وویل چې محمد داوود د پراخو اعتراضونو له کبله د ولایت د مقام پر ځای د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه قرارګاه کې معرفي شو.

د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغان سولې خبرې وکړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د سولې په پروسه باندې خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یکشنبه ماښام په دې اړه اعلامیه ورکړې ده.

د اعلامیې له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خپل امریکايي سیال انتوني بلېنکن ته ډاډ ورکړی چې هېواد یې د افغانستان د سولې له پروسې کلک ملاتړ کوي.

هغه دا ټینګار هم کړی چې له سیاسي حل لارې سولې ته رسېدل د ټولو ښکېلو افغان خواوو، سیمې او نړیوالې ټولنې ګډ مسؤلیت دی.

په اعلامیه کې د قریشي په حواله زیاته شوې چې د پوځیانو مسؤلانه ایستل، د تاوتریخوالي کمښت، دایمي اوربند او د ټول‌شموله سیاسي جوړجاړي د ترلاسه کولو لپاره د شته موقع کارول خورا ارزښت لري.

لغمان ولایت کې تندر دوه تنه وژلي

د افغانستان عمومي نقشه کې لغمان ولایت

د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې تندر دوه تنه وژلي دي.

دا خبره د لغمان ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې کړې ده.

د اعلامیې له مخې، دا پېښه یکشنبه مازیګر مهال د قرغیو ولسوالۍ د چهارباغ په مفتي کلا سیمه کې شوې ده.

د تندر پرېوتو په دې پېښه کې د وژل شویو نومونه حسیب‌الله او نصیر یاد شوي.

بل چا ته په دې پېښه کې زیان نه‌دی اوښتی.

د ملا عبدالمنان نیازي زوی د هغه ځای ناستی وټاکل شو

د وسله‌والو طالبانو د انشعابي ډلې مخکېنی مرستیال ملا عبدالمنان نیازی

د وسله‌والو طالبانو د انشعابي ډلې د مرستیال ملا عبدالمنان نیازي مړی پرون په هرات کې خاورو ته وسپارل شو او زوی یې د هغه ځای ناستی وټاکل شو.

د راپورونو له مخې د ملا عبدالمنان نیازي د جنازې په مراسمو کې د طالبانو د انشعابي ډلې سلګونه پلویانو او غړو محمد خالد نیازی خپل مشر وټاکه.

خالد نیازي ازادي راډیو ته وویل چې د خپل پلار لار به تعقیبوي: "زه هم د حاجي صاحب هیلې پوره کوم. د هغه هیلې او اهداف یو امن افغانستان او ارامه او خوشحاله خلک و."

ملا عبدالمنان نیازی د طالبانو په دوره کې د بلخ او هرات والي پاتې شوی و. هغه د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر منصور تر وژل کېدو وروسته د ملا محمد رسول په مشرۍ د انشعابي ډلې مرستیال وټاکل شو.

د هرات والي عبدالوحید قتالي ازادي راډیو ته وویل ملا نیازی تېره چهارشنبه د ادرسکن او ګذرې ولسوالیو ترمنځ په یوه برید کې سخت ټپي شوی و.

دی د درملنې لپاره کابل ته انتقال شوی و چې همالته‌یې ساه ورکړه او مړی یې یکشنبه هرات ته یوړل شو.

له افغانستانه به د امریکایي ځواکونو وتل تر 'ټاکلې نېټې مخکې' بشپړ شي

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر

له افغانستانه به د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر تر ټاکلې نېټې مخکې بشپړ شي.

دا خبره یوه غربي چارواکي چې د ځواکونو د وتلو د بهیر په اړه معلومات لري، د خپل نوم نه‌ښودلو په شرط اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته کړې او ویلي یې دي چې ښایي د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر د جولای تر لومړیو پورې بشپړ شي.

دغه چارواکي په دې اړه نور جزئیات نه‌‍دي ورکړي ځکه د ځواکونو د وتلو څرنګوالی تر ډېره نه‌دی رسنیز شوی.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې له مخې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره د سپټبر ۱۱مه وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده.

په عین حال کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له افغانستانه په بېړه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو په اړه اندېښنه ښودلې.

د اسوشیټډ پرس د راپور له مخې نوموړي له خپل پاکستاني ساري د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره پرون شنبې په ټیلیفوني خبرو کې خبرداری ورکړ چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو په بېړه وتل به د سولې پرروان بهیر ډېره بده اغېزه او هم به د سیمې پر امنیت منفي تأثیر وکړي. وانګ یي له ملګرو ملتونو غوښتي چې په دې برخه کې پراخ رول ولوبوي.

د افغانستان دفاع وزارت: کندز کې د طالبانو د استخباراتو مسؤل ونیول شو

د افغانستان دفاع وزارت له لوري محمد حسن ته منسوب خپور شوی انځور

د افغانستان دفاع وزارت د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو د مسؤل د نیولو خبر ورکوي.

دې وزارت نن په خپره کړې خبرپاڼه کې یوازې دومره ویلي چې کمانډو ځواکونو د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ لپاره د طالبانو استخباراتي مسؤل "محمد حسن" نن له یوه ټوپک او یوې تومانچې سره ونیو.

دفاع وزارت د دې پېښې په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي، خو له دې مخکې یې دې ولسوالۍ ته د طالبانو په وړاندې د جګړې د پیاوړي کېدو لپاره د کمانډو د نویو ځواکونو د استولو خبره کړې وه.

د پامیر۲۱۷ قول اردو هم له دې مخکې ویلي و چې طالبانو تر کوچني اختر مخکې پر دې ولسوالۍ بریدونو ته زور ورکړی و.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت: اختر کې نږدې ۴۰۰ کسان په کرونا اخته شوي

ارشیف، د کابل افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته شوي ناروغان او یو مړ شوی کس

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، رسمي شمېرې یې ښیي چې د اختر په درې ورځو کې نږدې ۴۰۰ کسان پر 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوي دي.

د دې وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي ازادي راډیو ته وویل: "د اختر په درې ورځو کې کوم ارقام چې زموږ لاس ته راغلي، له ۲،۳۰۰ زیاتو هېوادوالو چې د کرونا ویروس باندې مشکوک و، د پي سي ار ټست لپاره لابراطوارونو ته مراجعه کړې ده. له دې ډلې ۳۹۶ یې مثبت دي، یعنې پر کرونا اخته شوي. همدارنګه پر کرونا اخته شوي ۹۳ کسان رغېدلي او په خواشینۍ سره ۱۷ کسانو هم ژوند له لاسه ورکړی دی."

له دې مخکې د عامې روغتیا او د حج او اوقافو وزارتونو له خلکو غوښتي و چې د اختر په شپو ورځو کې دې روغتیایي لارښوونې په پام کې ونیسي ترڅو د کرونا ویروس د چټک سرایت مخه ونیول شي.

په افغانستان کې د رسمي شمېرو له مخې په کرونا ۶۳ زره او ۵۹۸ کسان اخته شوي او له امله‌یې ۲،۷۴۵ کسان هم مړه شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG