د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۲۴

افغانستان

افغانستان کې تېره اوونۍ نږدې '۴۰ ملکیان' وژل شوي

ارشیف، کابل کې په یوه چاودنه کې د یوه وژل شوي کس مړی

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي، تېره اوونۍ نږدې ۴۰ ملکیان په دې هېواد کې په جګړو او د ناامنیو په پېښو کې وژل شوي دي.

د دې کمېسیون د عامه اړیکو مشر ذبیح‌الله فرهنګ ازادي راډیو ته وویل: "د حمل له ۲۱مې نه د حمل تر۲۶مې پورې شاوخوا ۳۹ ملکي وګړي په افغانستان کې وژل شوي دي. په وژل شویو کې اته ماشومان او څلور ښځې شامل دي. د دغو وژنو مسؤل طالبان او ناپېژانده وسله‌وال دي."

د ښاغلي فرهنګ په وینا بم چاودنې او هدفي وژنې تېره اوونۍ د ملکي تلفاتو اصلي لامل بلل کېږي.

هغه د جګړې له ښکېلو اړخونو په تېره بیا له طالبانو وغوښتل چې د ملکي وګړو د ژوند د خوندیتوب لپاره دې اوربند وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

دفاع وزارت: تېرو څو ورځو کې زر طالبان وژل شوي او ټپیان دي

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر جنرال یاسین ضیا

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر وايي، په ټول هېواد کې د تېرو څو ورځو په جګړو کې نژدې زر تنه طالبان مړه او ټپیان شوي دي.

جنرال یاسین ضیا نن شنبه (د غويي ۱۸مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په وژل شوېو کې د طالبانو مشران هم شامل دي: "د دښمن نژدې زر تنه مړه او ټپیان شوي دي. په دې ډله کې د طالبانو یو شمېر مهم رهبران هم وژل شوي دي."

جنرال ضیا زیاته کړه چې تازه جګړې په کندهار، هلمند، غزني، بغلان، فراه او هرات ولایتونو کې شوې دي.

ښاغلي ضیا وویل دې جګړو کې افغان امنیتي دفاعي ځواکونو ته هم تلفات اوښتي خو ده یې شمېر ونه ښود.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا ادعا رد کړه او ویې ویل چې دا تشې ادعاوې دي.

د کابل ښار په یوه پلورنځي کې اورلګیدلی

آرشیف

د کابل ښار په څلورم مکروریانو سیمه کې نن شنبه (د غويي ۱۸مه) له غرمې وروسته په یوه پلورنځي کې اورلګېدلی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته وویل چې د اور وژنې ټیم د پېښې ځای ته رسیدلی او په وینا یې تر اوسه د اوښتو زیانونو په اړه جزئیات نه لري.

دی وايي، له اور وژنې وروسته به پېښه وڅېړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د کابل په شمالي دروازه کې د تیلو ټانکرونو اور اخیستی و چې ۹ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

کورنیو چارو وزارت: د کابل دشت برچي کې چاودنې ۲۵ تنه وژلي

ارشیف

د کابل ښار لویدیځ لور ته په دشت برچي سیمه کې یوې چاودنې ۲۵ تنه وژلي او ۵۲ نور یې ټپیان کړي دي.

دا چاودنه د کابل په ۱۳مه ناحیه کې د سیدالشهدا ښوونځي مخې ته شوې.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين رسنيو ته په استول شوي پیغام کې ويلي:"په نننۍ چاودنه کې تر دا مهاله ۲۵ کسه وژل شوي او ۵۲ نور ټپيان دي، خو د اوس لپاره د تلفاتو دا شمېرې د تغییر په حال کې دي."

هاخوا د روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري رسنیو ته ویلي چې تراوسه ۲۵ تنه ټپیان د چاودنې له سېمې څخه روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

په ځینو راپورونو کې راغلي دي چې په سیمه کې درې چاودنې شوي.

وسله والو طالبانو پېښه غندلې او دا یې د منحوسو کړیو کار بللی دی.

د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.

کاپیسا کې د چت د پرېوتو پېښې د یوې کورنۍ ۷ غړي مړه کړي

د افغانستان په نقشه کې د کاپیسا ولایت

په کاپیسا ولایت کې د یو کور د چت د پرېوتو په پېښه کې د یوې کورنۍ اووه تنه غړي مړه شوي دي.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند قیس قادري ازادي راډیو ته وویل چې پېښه نن شنبه (د غويي ۱۸مه) سهار وختي د نجراب ولسوالۍ په دره غوث سیمه کې د سختو ورښتونو په نتیجه کې شوې ده.

قادري زیاته کړه: "دا کور په بشپړ ډول اوار شوی او زموږ ۷ تنه هېوادوال چې ښځې، نجونې او هلکان ماشومان هم په کې دي، شهیدان شوي دي."

د افغانستان د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې ادارې ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په شلو ولایتونو کې د ورښتونو او ورپسې د سېلابونو په پېښو کې نژدې اویا کسان مړه او شل نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت بغلان کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو ډاډ ورکړ

ارشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په بغلان ولایت کې له درنو جګړو وروسته اوس د وضعیت د عادي کېدو خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته وویل چې د تېرې ورځې په جګړو کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي.

ښاغلي ارین د تلفاتو دقیق شمېر ونه ښود، خو زیاته یې کړه چې په دې سیمه کې د طالبانو پرضد د افغان ځواکونو عملیات روان دي: "زموږ ګډ امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې ټولو تروریستانو او طالبانو ته بیاهم سخت ځواب ورکړي، څو دا سیمه له طالبانو په بشپړ ډول پاکه شي."

له دې مخکې افغان چارواکو او طالبانو د بغلان په دهنه غوري، نهرین او د مرکزي بغلان ولسوالیو کې د درنو جګړو خبر ورکړ.

افغان چارواکو وویل چې دې جګړو کې یې شااوخوا سلو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او طالبانو وویل چې په دهنه غوري کې یې د دولتي ځواکونو پنځه قرارګاوې نیولې دي.

یو شمېر لویدیځ ډیپلوماتانو افغانستان کې د تشدد د بندېدو غوښتنه کړې

د یو شمېر لویدیځو هېوادونو ډيپلوماتانو پرون جمعه(د غويي ۱۷مه) یو ځل بیا په افغانستان کې د تشدد د بندېدو غوښتنه وکړه.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، بریتانیا، ناروې امریکا او همدا راز د ناټو ځانګړو استازو په برلین کې له پرونۍ غونډې وروسته په یوه اعلامیه کې چې شل مادې لري ویلي چې دوی په افغانستان کې د زور له لارې د یوه حکومت له جوړېدو سره مخالفت کوي.

له دې غونډې سره د طالبانو د قطر د دفتر پلاوی هم د ویډیو کنفرانس له لارې یوځای شوی و.

د طالبانو د مرکچي پلاوي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي طالبان د سولې پلوی غورځنګ وباله: "د افغانستان اسلامي امارت له کومه وخته چې تاسیس شوی تر اوسه یې تل په افغانستان کې د سولې لپاره ډېرې هڅې کړي او ګامونه یې اخیستي دي. زه په حقیقت کې ویلی شم چې د اسلامي امارت ابتدا د سولې په خاطر باندې وه."

خو د پرونۍ غونډې ګډونوالو په خپله ګډه اعلامیه کې د روان تشدد د دوام ډېره پړه پر طالبانو اچولې او له دې ډلې یې غوښتي دي چې نا اعلان شوي پسرلني عملیات ودروي او ژر تر ژره روغتونونو، ښونځیو، جوماتونو او نورو عامه ځایونو ته نژدې بریدونه پای ته ورسوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د تالک د ډبرو صادرات بیا پیل شوي

د تالک ډبرې

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې له ننګرهاره ولایت نه بهر ته د تالک ډبرې د صادراتو لړۍ بیا ځلي پيل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند فواد احمدي نن شنبه (د غويي ۱۸مه) ازادي راډيو ته وویل، دغه کاني ډبره هند، پاکستان، تاجیکستان، قزاقستان، ازبیکستان، ټایوان، جرمني، کولمبیا او سریلانکا ته صادریږي.

د نوموړي په وینا تېرو دوو میاشتو کې دغو ډبرو د زرګونه ټنه صادره شوې چې شااوخوا سل میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي.

د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ، شېرزاد او شینوارو ولسوالیو کې د تالک ډبرو کانونه شته چې ۷۰۰۰ زره کسانو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د تالک ډبرو کانونه په کابل ، کندهار ، میدان وردګ ، لوګر ، کونړ ، خوست ، کاپیسا ، پروان او ننګرهار ولایتونو کې تثبیت شوي دي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، د دغې ډبرې صادرات د قاچاق د مخنیوي او د تړونونو د نیوي کولو په هدف ځنډېدلي وو.

د اوبو د تنظیم اداره: د ارچي او شهروان کانالونو چارې بشپړې شوې

ارشیف

د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي، د ارچي او شهروان کانالونو چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.

د دغې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک نن شنبه (د غويي ۱۸مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه دوه کانالونه د تخار او کندز ولایتونو ترمنځ ګډې پروژې دي چې چارې یې په اساسي ډول بشپړې شوي دي.

ښاغلي خپلواک زیاته کړه: "دغه پروژې د اسیا پراختیايي بانک په مالي لګښت پلي شوي چې تر شپېته میلیونه امریکايي ډالرو زیات لګښت پرې راغی."

د ښاغلي خپلواک په وینا دغه کانالونه له ۵۰ زره هکتاره زیاته کرنیزه ځمکه خړوبوي او شااوخوا دوله لکه کسان به يې په مستقیم ډول له ګټو برخمن شي.

د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي چې نږدې راتلونکي کې به د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم دیته ورته پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

معصوم ستانکزی وایي، طالبانو په روژې میاشت کې ګڼ خلک ووژل

ارشیف

د افغان دولت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وایي، طالبانو په روژې میاشت کې ګڼ خلک ووژل.

ښاغلي ستانکزي پرون جمعه (د غويي ۱۷مه) پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، دا تاوتریخوالی داسې مهال روان دی چې د روژې له راتګ او د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم هیله دا وه چې طالبان به په جدیت سره د سولې لاره تعقیب کړي.

ده ویلي، ستره بریا په جګړه کې نه، بلکې په خبره یې د ولس په هوساینه کې ده.

له دې وړاندې د ملي امنیت شورا ویلي و چې طالبانو یوازې په یوه اوونۍ کې پر افغانانو ۸۷۰ اته سوه اویا بریدونه کړي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم بیا وایي، جګړه پر دوی تپل شوې. ده له ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د دوی دایمي موقف دا دی چې ستونزې باید د خبرو له لارې هوارې شي.

بغلان چارواکي: بېلابېلو سیمو کې د طالبانو خوځښتونه په شا تمبول شوي

ارشیف، بغلان کې افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د بغلان چارواکي وایي، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو خوځښتونه په شا تمبول شوي دي.

د بغلان مرستیال والي ذبیح الله احساس تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، وضعیت اوس د امنیتي او دفاعي ځواکونو په کنټرول کې دی: "بېلابېلو سیمو کې د وسله والو مخالفانو له خوا مزاحمتونه کېدل، دوی د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا په شا تمبول شوي دي، هم په مرکزي بغلان ولسوالۍ، هم په نهرین او هم په دهنه غوري کې."

ښاغلي احساس وویل، د عملیاتو پر مهال شااوخوا سلو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دا یې ونه ویل چې د دوی ځواکونه څه شمېر تلفات لري.

طالبانو د بغلان پر جګړې تازه څه نه دي ویلي، خو پرون جمعه (د غويي ۱۷مه) یې ادعا کړې وه چې په دهنه غوري ولسوالۍ کې ېې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پنځه قرارګاوې نیولي دي.

چارواکي: هلمند کې جګړو بې ځایه شوي کډوال بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

ارشیف، هلمند کې د جګړو یوه بې ځایه شوې کورنۍ

د هلمند چارواکي وایي، دغلته له تازه جګړې بې ځایه شوي کسان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د هلمند د کډوالو مشر سید محمد رامین ازادي راډیو ته وویل، دوی تراوسه یوازې له خپلو ولایتي سرچینو له بې ځایه شوېو سره مرسته کړې چې بسنه نه کوي.

د هغه په خبره، شااوخوا زر کورنۍ همدې شپو ورځو کې له خپلو مېنو بې ځایه شوي او د ولایت نسبتاً خوندي سیمو ته یې پنا وړې ده.

له دې وړاندې خپله یو شمېر بې ځایه شویو ازادي راډیو ته ویلي چې له اقتصادي او ټولنیز اړخه په سخت حالت کې ژوند کوي.

د هلمند د مرکز لښکرګاه په شااوخوا سیمو او څو ولسوالیو کې له تېرې شااوخوا یوې اوونۍ راهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د کابل کلکان ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا د الوزول شویو پایو جوړول پیل شوي

د کابل په کلکان ولسوالۍ کې الوزول شوې د برېښنا پايې

د افغانستان برېښنا شرکت وايي د کابل په کلکان ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا دوو نړول شویو پایو جوړول پیل شوي دي.

د دغه ریاست په وینا، دغه دوه پایې نن سهار وختي په میرزاخېل سیمه کې د ماینونو د چاودنې په نتیجه کې نړول شوي او درېیمه پایه یو څه تخریب شوې ده.

تر دې پېښې وروسته په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د برېښنا جریان تر ډېره پرې شوی دی.

د پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

چارواکي: میدان وردګ ولایت کې دوو نفوذي کسانو د ملي اردو ۷ سرتېري وژلي

ارشيف، د افغان ځواکونو يوه پوسته

چارواکي وايي په میدان وردګ ولایت کې دوو نفوذي کسانو د ملي اردو ۷ سرتېري وژلي دي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند اېمل خان مومند نن ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه تېره شپه په میدان ښار کې شوې.

ښاغلی مومند زياتوي: "د مرکز اړوند په پولاد خان سیمه کې زموږ په یوه پوسته کې دوو نفوذي کسانو له طالبانو سره لاس یو کړی، دغې پوستې ته ننوتلي او زموږ ۷ تنه سرتېري یې شهیدان کړي او یو تن ټپي کړی دی."

ښاغلی مومند زیاتوي چې نفوذي کسان تر پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي او د پوستې ټول تجهیزات، وسلې او وسایل‌یې له ځان سره وړي دي.

د دې حملې مسؤلت تر اوسه چا نه‌دی منلی.

د ملي اردو یو چارواکی: بغلان کې ۱۰۰ وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

ارشيف، بغلان کې د افغان ځواکونو عمليات

د ملي اردو یو چارواکی ادعا کوي چې په بغلان ولایت کې ۱۰۰ وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان په شمال کې د کمانډو لومړۍ لوا قوماندان، ډگروال صفي‌الله محمدي، نن رسنیو ته په یوه لېږلي وېډیويي پیغام کې وویل، وسله‌والو طالبانو ته په تېرو ۴۸ ساعتونو کې دغه مرګ‌ژوبله په نهرین، مرکزي بغلان او دهنه غوري ولسوالیو کې اوښتې ده.

ښاغلی محمدي زياتوي: "تر سلو ډېر تلفات لري. دوی له ملي پولیسو، ملي امنیت او ملي اردو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي. تېره شپه د تازه دمه ځواکونو له رسېدو سره د دوی مرګ‌ژوبله زیاته شوې ده. که خدای کول زموږ عملیات به دوام لري."

بل‌خوا دفاع وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په بغلان ولایت کې دفاعي او امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

په بغلان ولایت کې په وروستیو ورځو کې جګړې زیاتې شوي او تېره چهارشنبه بورکه ولسوالۍ هم د وسله‌والو طالبانو لاس ته ورغله.

د افغانستان ملي امنیت شورا: وسله‌والو طالبانو پر افغانانو بریدونه زیات کړي

ارشيف، يو شمېر وسله‌وال طالبان

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند وايي، وسله‌والو طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې پر افغانانو خپل بریدونه زیات کړي دي.

رحمت‌الله اندړ تېره شپه په یوه ټویټ کې ویلي، په تېر یوه کال کې په افغانستان کې یو امریکایي سرتېری هم نه‌دی وژل شوی، خو یوازې په یوه اوونۍ کې طالبانو پر افغانانو ۸۷۰ بریدونه کړي دي.

ښاغلي اندړ پوښتنه کړې، "دا کوم ډول جهاد دی چې يوازې د افغانانو پر خلاف روان دی؟"

د وسله‌والو طالبانو ویاندویانو که څه هم د ښاغلي اندړ د دغه بیان په اړه تبصره نه‌ده کړې، خو تر دې مخکې یې د بریدونو د زیاتېدو مسؤل افغان دولت بللی و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG