د ازادي راډیو د زهرو کاروان په دې اوونۍ خپرونه کې د نشه يي موادو برخه کې د اوونۍ مهمو پېښو ته لنډه کتنه کړې ده.
په دې اړه راپور لرو چې ملګري ملتونه وايي، د کرونا له خپرېدو سره سم د نشه يي موادو له لارې انسان ته زيانونه هم ډېر شوي دي.
په يوه بل راپور کې به دا هم واورو چې هلمند ولايت ته د کوکنارو د نېښ وهلو لپاره له بېلابېلو ولايتونو څخه ځوانان ورغلي او ښوونځي يې پرې ایښي دي.
دا چې معتادې مېرمنې څومره له تاوتريخوالې سره مخ دي؟ په دې اړه له اروا پوه قندي ګلې الکوزۍ سره مرکه شته.
د يو معتاد سړي خاطره او د پروګرام په پای کې ډرامه هم اورېدلای شئ.
دا پروګرام د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ: