د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۲۹

نړۍ

امریکا پر یو شمېر روسي چارواکو او ادارو بندیزونه لګوي

د امریکا او روسیې ملي بیرغونه

په پام کې ده چې د امریکا متحده ایالات نن پر یو شمېر روسي چارواکو او ادارو بندیزونه ولګوي.

روېټرز او بلومبورګ د ځینو سرچینو له قوله چې هویت‌یې نه‌دی په ډاګه شوی، ویلي، دغه بندیزونه به پر شاخوا ۳۰ هغو ادارو ولګول شي چې تېر کال د امریکا په انتخاباتو کې د لاسوهنې یا د امریکا د حکومت او لویو شرکتونو د کمپیوټرونو په هک کولو تورنې شوي.

په دغو بندیزونو کې به دغه‌راز د استخباراتي چارواکو په ګډون شاوخوا ۱۰ تنه هم په نښه شي.

د راپورونو له مخې تمه ده چې په دغه اقدام کې به ۱۰ روسي چارواکي او ډیپلوماتان هم له دې هېواده وایستل شي.

د ولسمشر جو بایډن ادارې له څو اوونیو راهیسې داسې نښې څرګندې کړې وې چې د روسیې سایبري حملو ته به سخت ځواب ورکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اسراییل په غزه کې هوایي بریدونه کړي

ارشیف، غزه کې لګیدلی توغندی

اسراییل په غزه کې هوایي بریدونه کړي دي او فلسطیني وسله والو له دې ګڼ میشتې سیمې تیره شپه توغندي وویشتل.

په غزه کې د فلسطینیانو روغتیایي چارواکي د ماشومانو په ګډون د ۲۴ کسانو د مړینې خبر ورکوي او وایي چې تر سلو ډېر ټپیان شوي دي.

اسراییلي پوځیان وایي، له تېرې شپې راهیسې یو سل او دیرش هدفه په نښه شوي دي او دا بریدونه د شااوخوا دوه سوه توغندیو د برید په ځواب کې ترسره شوي دي چې له غزې د حماس او نورو وسله والو ډلو له لوري د اسراییل په لور ویشتل شوي دي.

اسرائیل وایي چې ۱۵ وسله وال یې وژلي دي، د وسلو فابریکې یې په نښه کړي، د وسله والو د وسلو ډیپوګان یې له منځه وړي، د هغوی کینایستلي تونلونه یې وران کړي دي، همدا راز د وسله والو د قوماندې مرکزونه په نښه شوي دي.

له غزې اکثر ویشتل شوي توغندي د اسراییل دفاعي سیستم دفع کړي دي، خو شپږ تنه یې د اسراییل په جنوبي ښار عسقلان کې وروسته له هغه ټپیان کړل چې توغندي د خلکو پر کورونو ولګیدل.

امریکا:پر کوچنیانو دې د فایزر - بیو اېن ټیک واکسین پلی شي

ارشیف

د امریکا د صحي قوانینو ادارې د ۱۲ او ۱۵ کلونو ترمنځ کوچنیانو ته د کووېډ- ۱۹پر ضد د فایزر - بیو اېن ټیک کمپنیو د واکسین د تطبیق اجازه ورکړې.

د امریکا د خوړو او درملو د ادارې 'FDA' سرپرستې کمېشنرې جنیت ووډکوک دا اقدام د کرونا وبا د مخنیوي برخه کې یو مهم ګام بللی.

مېرمن ووډکوک پرون د مې په لسمه نېټه په یو بیان کې وویل چې دا پرمختګ به امریکایانو ته د عادي ژوند د بیا پیل او د دې وبا د پای ته رسېدو حس ورکړي.

په متحدو ایالاتونو کې د کرونا پر ضد د واکسین په شرایطو برابرو په سلو کې ۵۷ وګړو چې شمېر یې یو سل او اته پنځوس میلیونه ته رسېږي لږ تر لږه یو ډوز واکسین تر لاسه کړی دی.

'اوزیریس رېکس' څیړنیزه ستوربیړۍ به اسماني ګرد له ځان سره راوړي

اوزیریس رېکس تحقیقاتي سفینه

د ناسا هغې ستوربېړۍ چې د یو شهاب یا اسماني تېږې په اړه د څېړنې لپاره فضا ته استول شوې د دې فضايي ګَړنګ له نمونو سره، ځمکې ته د ستنېدو لپاره خپل څه باندې دوه کلن سفر پرون د مې په لسمه نېټه پیل کړ.

اوزیریس رېکس تحقیقاتي سفینه به د بېنو په نوم د اسماني تېږې ټوټې او ګرد له ځان سره راوړي.

د امریکا د فضايي تحقیقاتو د ادارې- ناسا کارپوهان هیله من دي چې د دې موادو د څېړنې په مرسته به د شمسي نظام د ترکیبي عناصرو او ان پر ځمکه د ژوند د پیل په اړه نور معلومات ترلاسه کړي.

د دې شهاب واټن له ځمکې سره دوه سوه اته اویا میلیونه کیلومتره دی او اوزیریس ستوربېړۍ به دوه ځلي د لمر پر مدار له تاوېدو او د ۲،۳ میلیارد کیلومتره واټن له بشپړولو وروسته ځمکې ته راستنه شي.

د یوه میني بوس په اندازه دا سفینه به د ۲۰۲۳ میلادي کال د سېپټمبر په ۲۴مه د امریکا د اوتا ایالت په یوه دښته کې راکښته شي او د بېنو د اسمان تېږې نمونې به له ځان سره راوړي.

د هندوستان کرکټ لوبډله سريلانکا ته ځي

د هند کرکټ لوبغاړي

د هندوستان کرکټ لوبډله د درېیو يو ورځنيو او درېیو شل اووريزو لوبو لپاره سريلانکا ته ځي.

د سريلانکا د کرکټ بورډ د اداري کمېټې رئيس ارجونا ډيسلوا ویلي دي، دغه لوبې به د ننداره کوونکو په نه شتون کې د کولمبو په پرماداسا لوبغالي کې ترسره شي.

نوموړي زیاته کړې چې يو ورځنۍ لوبې د جولای مياشتې په ۱۳ مه نېټه پيلېږي او دغه شان شل اووريزي لوبې به د همدې مياشتې په ۲۲مه نېټه پيل او تر ۲۷مې نېټې به دوام وکړي.

نتانیاهو : د توغندیو په توغولو حماس سره کرښه تر پښو لاندې کړې

ارشیف، پر بیت المقدس څو توغندي وتوغول شول

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو حماس ډلې ته خبرداری ورکړ چې پر بیت المقدس د توغندیو په ویشتلو سره یې سره کرښه تر پښو لاندې کړې ده.

پر بیت المقدس څو توغندي پرون دوشنبې (د غويي ۲۰مه) وروسته له هغې وتوغول شول چې د الاقصی جومات ته نژدې د اسراییل د پولیسو او د فلسطیني معترضانو ترمنځ اخ او ډب له څو ورځو راهیسې دوام لري.

په دغو له تاوتریخوالي ډکو اعتراضونو کې په سلګونو فلسطینیان ټپیان شوي دي.

د حماس له خوا د توغول شويو توغندیو په ځواب کې د اسراییل پوځ په غزه کې پر یو شمېر هغو ځایونو چې ګومان کېږي دغه توغندي به ترې توغول شوي وو، هوایي بریدونه وکړل.

د فلسطین روغتیایي چارواکو په غزه کې د ۹ ماشومانو په ګډون د شلو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

په وژل شوېو کې د درېیو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ لږ تر لږه ۷ تنه غړي ښودل شوي دي.

فرانس پرېس اژانس دغه راز د یوه سیمه ییز چارواکي له قوله خبر ورکړی چې وایي، د حماس یو جګ پوړی قوماندان هم په وژل شوېو کې شامل دی.

د اسراییل صدراعظم وویل، تروریستي ډلو له غزې د بیت المقدس د ورځې په ماښام پر دې ښار توغندي وویشتل او سره کرښه یې تر پښو لاندې کړه.

نتانیاهو زیاته کړه، اسراییل به ورته په پیاوړي ځواک ځواب ووایي.

هُرمز تنګي کې د امریکا پوځي کښتیو ایراني کښتیو ته د خبرداري ډزې کړي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا د ساحلي ګارډ یوې کښتۍ پرون دوشنبه (د غويي ۲۰مه) په هُرمز تنګي کې وروسته له هغې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د ګارډ کښتیو ته د خبرداري لپاره شااوخوا ۳۰ ډزې وکړې چې د دې ګارډ ۱۳ کښتۍ دغې امریکایي او نورو کښتیو ته ورنژدې شوې وې.

دا په تېره یوه میاشت کې دوهم ځل دی چې د امریکا پوځي کښتۍ هغو ایراني کښتیو ته د خبرداري ډزې کوي چې د خوندیتوب ټاکل شوی واټن نه مراعتوي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وویل، د خبرداري لپاره ډزې وروسته له هغې وشوې چې ایرانۍ ګړندۍ کښتۍ شپږو امریکایي کښتیو ته تر۱۵۰ مترو واټن پورې نژدې شوې وې.

کربي وویل، د ایرانیو کښتیو چې دا ځل ډېرې وې، چلند یرغلیز و.

ایران د عراق په کربلا ښار کې پر خپلې قونسلګرۍ برید وغانده

د ایران بیرغ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د عراق په کربلا ښار کې پر خپلې قونسلګرۍ برید غندلی دی.

د دغه وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده نن (د مې په ۱۰مه) په تهران کې خبریالانو ته وویل، هېواد یې له عراقه غواړي چې د ایران د ډيپلوماتیکو ځایونو د خوندیتوب ډاډ ورکړي.

ښاغلی خطیب‌زاده زیاتوي: "د ایران اسلامي جمهوریت په عراق کې پر خپلو ډیپلوماتیکو ځایونو برید په کلکو ټکو غندي. د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت تهران کې د عراق سفارت ته اعتراضي یادښت سپارلی دی."

د راپورونو له مخې پرون یوه ډله عراقي مظاهره‌چیانو کربلا کې د ایران پر قونسلګرۍ هجوم وروړ او یوه برخه‌یې وسوځوله.

بریتانیا د کرونا ویروس له کبله لګول شوي محدودیتونه نور هم کموي

بریتانیا کې پولیس د محافظتي جامو او له کرونا ویروس څخه د ځان ساتلو لپاره د ماسک کارولو پر مهال

بریتانیا اعلان وکړ چې په انګلستان کې د کرونا ویروس له کبله لګول شوي محدودیتونه نور هم کموي.

د بریتانیا حکومت پرون یکشنبه وویل، د کرونا ضد واکسین د تطبیق بریالی کمپاین په دغه هېواد کې په کرونا ویروس د خلکو د مړه کېدو پېښې کمې کړې دي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون به په دې اړه نن دوشنبه نور جزئیات ورکړي.

بریتانیا په څلورو مرحلو کې لګول شوی قرنطین په تدریجي ډول راکم کړ.

په بریتانیا کې په ټوله کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له څلورو ملیونو او څلورنیمو لکو اوښتی دی.

د وزني وژنه؛ کربلا کې مظاهره‌چیانو د ایران قونسلګرۍ ته د اور اچولو هڅه وکړه

عراقي مظاهره‌چیان کربلا کې د ایران قونسلګرۍ ته د اور اچولو هڅه کوي.

د عراق په کربلا کې د یوه وتلي فعال تر وژل کېدو وروسته عراقي مظاهره‌چیانو پرون هڅه وکړه چې د شیعه‌ګانو په دغه سپېڅلي ځای کې د ایران قونسلګرۍ ته اور واچوي.

ایهاب وزني چې د ۲۰۱۹م کال په اکټوبر میاشت کې په عراق کې د حکومت ضد اعتراضونو د تنظیموونکي په توګه مشهور و، وخت ناوخت‌یې پر اداري فساد، په ایران پورې د تړلو ملېشه‌وو او په عراق کې یې د ایران د نفوذ په اړه انتقادونه کول.

دی د شنبې ناوخته له خپل کور دباندې د نامعلومو موټرسایکل سپرو وسله‌والو په حمله کې ووژل شو.

د عراق د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په وینا، دا دېرشم فعال دی چې د ۲۰۱۹م کال له اکټوبر میاشتې راهیسې په هدفي حملو کې وژل کېږي.

په دې موده کې شااوخوا ۶۰۰ مظاهره‌چیان هم تر ډېره د مظاهرو پر مهال وژل شوي چې فعالانو دا قتلونه د ایران پلوه ملېشو کار بللی دی.

د وزني وژنه پرون په کربلا کې د مظاهرو سبب شوه چې برخه‌والو یې سړکونه او پلونه وتړل او ټایرونو ته‌یې اور واچاوه.

ځینو مظاهره‌چیانو چې د وزني جنازه‌یې لېږدوله، شعار ورکاوه، "ایران دې له مخې لیرې شي" او "خلک د رژیم نسکورېدل غواړي".

انتونیو ګوترش له اسرائیل د زغم او سوله‌ییزو غونډو ته د درناوي غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش

د ملګرو ملتونو سرمنشي له اسرائیل غوښتنه وکړه چې تر ډېره حده له زغم څخه کار واخلي او د سوله‌ییزو غونډو د ازادۍ حق ته درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو یوه ویاند پرون یکشنبه وویل چې سرمنشي انتونیو ګوترش په اشغال شوي ختیځ بیت‌المقدس او له خپلو کورونو د فلسطیني کورنیو د احتمالي اخراج په اړه ژوره اندېښنه ښوولې ده.

د فلسطیني مظاهره‌چیانو او اسرائیلي پولیسو په نښتو کې لږترلږه ۱۰۰ تنه فلسطینیان ټپيان شوي دي.

دا خبره د فلسطین د سره صلیب کمېټې چارواکو پرون یکشنبه رسنیو ته کړې ده.

نښتې د مسلمانانو د درېیم تر ټولو سپېڅلي ځای او پر هغه ځمکه د فلسطینیانو د کورونو خالي کولو پر سر پیدا شوې چې یهودان‌یې د ملکیت دعوه کوي.

پولیسو د زرګونه فلسطینیانو پر ضد ربړي مرمۍ، اوښکې بهوونکی ګاز او ګنګسوونکي لاسي بمونه کارولي دي.

د اسرائیل پولیسو بیا ویلي چې د دوی ۱۷ تنه هم ټپیان شوي دي.

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو رهبر پاپ فرانسېس یکشنبه هیله وښوده چې په بیت‌المقدس کې روانې لانجې او نښتې پای ته ورسېږي.

د فلسطیني مظاهره‌چیانو او اسرائیلي پولیسو نښته؛ ۱۰۰ فلسطینیان ټپيان شوي

اسرائيلي پولیس له فلسطیني مظاهره‌چیانو سره د اخ‌وډب پر مهال

د فلسطیني مظاهره‌چیانو او اسرائیلي پولیسو په نښتو کې لږترلږه ۱۰۰ تنه فلسطینیان ټپيان شوي دي.

دا خبره د فلسطین د سره صلیب کمېټې چارواکو پرون یکشنبه رسنیو ته کړې ده.

نښتې د مسلمانانو د درېیم تر ټولو سپېڅلي ځای او پر هغه ځمکه د فلسطینیانو د کورونو خالي کولو پر سر پیدا شوې چې یهودان‌یې د ملکیت دعوه کوي.

پولیسو د زرګونه فلسطینیانو پر ضد ربړي مرمۍ، اوښکې بهوونکی ګاز او ګنګسوونکي لاسي بمونه کارولي دي.

د اسرائیل پولیسو بیا ویلي چې د دوی ۱۷ تنه هم ټپیان شوي دي.

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو رهبر پاپ فرانسېس یکشنبه هیله وښوده چې په بیت‌المقدس کې روانې لانجې او نښتې پای ته ورسېږي.

ځینو عرب هېوادونو بیا د اسرائیلي ځواکونو له‌خوا د زور زیاتي کارول غندلي دي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون وویل هېڅ تُندلاري ته اجازه نه‌ورکوي چې د بیت‌المقدس/اورشلیم ثبات ګډوډ کړي.

د شنبې شپې دا بې‌سارې نښتې داسې وخت شوي چې له یوې خوا شاوخوا ۹۰،۰۰۰ فلسطینیان د قدر شپې لمونځ لپاره الاقصا جومات ته ورغونډ شوي و او له بلې خوا یهودانو د یکشنبې ماښام لپاره د بیت‌المقدس ورځې د لمانځنې په هدف تابیاوې نیولې وې.

د مې په ۷مه هم په نښتو کې لږ تر لږه ۲۰۵ فلسطینیان او ۱۸ اسرائیلي سرتېري ټپيان شول.

د سعودي د کورنیو چارو وزارت د ښځو حقونو مخکښه فعاله لجين الهذلول احضار کړې

د سعودي عربستان د ښځو د حقونو مخکښه فعاله لجين الهذلول

د سعودي عربستان د ښځو د حقونو مخکښه فعاله لجين الهذلول د کورنیو چارو وزارت د پوښتنو لپاره احضار کړې ده.

د لجین خور په خپل ټویټر دا خبر ورکړی دی.

لجین درې میاشتې مخکې له زندانه خوشې شوې وه.

لجین الهذلول په سعودي کې د ښځو لپاره د موټر چلونې د حق لپاره پراخه مبارزه کړې ده او هم‌یې په دغه هېواد کې ښځو ته په لږه ونډه نیوکې کړي.

دا مخکښه فعاله په ۲۰۱۸ کال کې له ګڼو نورو ښځو سره په ګډه زنداني شوې وه.

د برازیل ولسمشر د مور ورځې په درنښت د موټرسایکل چلونې یوه سیالۍ کې ګډون وکړ

د برازیل ولسمشر ژایر بولسونارو

د برازیل ولسمشر ژایر بولسونارو د مور د ورځې په درنښت د موټرسایکل چلونې په یوه سیالۍ کې ګډون وکړ.

دا سیالي په پلازمېنه برازیلیا کې پرون ترسره شوې.

ولسمشر بولسونارو له ولسمشرۍ ماڼۍ الوورادا ووت او د سلګونه موټرسایکل چلوونکو په ملتیا یې د ښار په منځ کې شاوخوا یو ساعت موټرسایکل وچلاوه.

د برازیل په ولسمشر د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې تُندې نیوکې کېږي ځکه هلته د کرونا له لاسه د مړو شمېر نږدې څلور لکه او ۲۰ زرو کسانو ته پورته شوی دی.

خو د راپورونو له مخې ولسمشر بولسونارو د موټرسایکل چلونې په دې سیالۍ کې په ګډون سره وغوښتل د خلکو ملاتړ جلب کړي.

د امریکا سمندري ځواکونو له یوې بیړۍ د وسلو یوه محموله ضبط کړې

د امریکا سمندري ځواکونه

د امریکا سمندري ځواکونو په عرب سمندرګي کې له یوې بیړۍ د وسلو یوه محموله ضبط کړې ده.

دغو ځواکونو نن یکشنبه (د غويي ۱۹مه) ویلي، دا ارزوي چې دا وسلې له کومه ځایه بیړۍ کې بار شوې وې او چېرته لېږدېدلې.

له دې وړاندې امریکايي ځواکونو په عرب سمندرګي کې هغه پرمختللې ایراني وسلې ضبط کړې وې چې د یمن حوثي سخت دریځو ته لېږدول کېدې.

په نوېو ترلاسه شوېو وسلو کې لسګونه د ټانک ضد روسي توغندي، زرګونه میله چینایي ټوپک او سلګونه مېله 'پي.کې.اېم' ماشیندارې شاملې دي.

ویل شوي دا وسلې څو ورځې وړاندې له یوې بادي بیړۍ ترلاسه شوي چې په کوم هېواد پورې تړاو نه لري.

د بېلاروس مشر لوکاشینکا د واک د لېږد لپاره نوی فرمان لاسلیک کړ

د بېلاروس ځواکمن مشر الکساندر لوکاشینکا

د بېلاروس ځواکمن مشر الکساندر لوکاشینکا ویلي، که دی وژل کېږي یا له دندې د پر مخ بیولو وړتیا له لاسه ورکوي، د ولسمشرۍ واکونه دې د دغه هېواد امنیت شورا ته وسپارل شي.

لوکاشینکا د واک د دغه ډول لېږد فرمان نن (د مې په نهمه) لاسلیک کړی دی.

له دې وړاندې تګلاره دا وه چې که ولسمشر وژل کېږي یا د واک وړتیا له لاسه ورکوي، د نوي ولسمشر تر لوړې پورې به واک صدر اعظم ته سپارل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ډېرو حکومتونو د بېلاروس د تېر کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د لوکاشینکا بریا غیر مشروع بللې ده.

له دې ټاکنو وروسته د بېلاروس سیاسي مخالفانو اعتراضونه پيل کړي چې په سخت ډول ځپل کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG