د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۴۹

خبرونه

د لوګر په امنیه قوماندانۍ توغندي توغول شوي

ارشیف، لوګر کې د یوې پېښې په سیمه کې راټول شوي پولیس

د لوګر په امنیه قوماندانۍ پنځه توغندي توغول شوي.

د لوګر د پولیسو ویاند ګل حیدر احمدي وایي چې نن له غرمې وروسته د مرکز اړوند له یوې سیمې د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ په قرارګاه او ودانۍ د (بي اېم یک) پنځه توغندي توغول شوي چې یو یې په قرارګاه او څلور نور یې ودانۍ ته څېرمه لګېدلي دي.

حیدري وایي، د وسله‌والو طالبانو له لوري په توغول شویو دغه توغوندیو کې یو سرتېری ټپي شوی چې وروسته‌یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

دی وایي، په دې برید کې نور مالي او ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د دې برید مسؤلیت نه‌دی منلی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان عامې روغتیا وزارت: اختر کې نږدې ۴۰۰ کسان په کرونا اخته شوي

ارشیف، د کابل افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته شوي ناروغان او یو مړ شوی کس

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، رسمي شمېرې یې ښیي چې د اختر په درې ورځو کې نږدې ۴۰۰ کسان پر 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوي دي.

د دې وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي ازادي راډیو ته وویل: "د اختر په درې ورځو کې کوم ارقام چې زموږ لاس ته راغلي، له ۲،۳۰۰ زیاتو هېوادوالو چې د کرونا ویروس باندې مشکوک و، د پي سي ار ټست لپاره لابراطوارونو ته مراجعه کړې ده. له دې ډلې ۳۹۶ یې مثبت دي، یعنې پر کرونا اخته شوي. همدارنګه پر کرونا اخته شوي ۹۳ کسان رغېدلي او په خواشینۍ سره ۱۷ کسانو هم ژوند له لاسه ورکړی دی."

له دې مخکې د عامې روغتیا او د حج او اوقافو وزارتونو له خلکو غوښتي و چې د اختر په شپو ورځو کې دې روغتیایي لارښوونې په پام کې ونیسي ترڅو د کرونا ویروس د چټک سرایت مخه ونیول شي.

په افغانستان کې د رسمي شمېرو له مخې په کرونا ۶۳ زره او ۵۹۸ کسان اخته شوي او له امله‌یې ۲،۷۴۵ کسان هم مړه شوي دي.

داعش د کابل په شکردره ولسوالۍ کې پر یوه جومات د حملې مسؤلیت واخیست

د کابل شکردره کې پر جومات له چاودنې وروسته د قربانیانو د کورنیو یو شمېر غړي

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د کابل په شکردره ولسوالۍ کې پر یوه جومات د حملې مسؤلیت اخیستی.

د حاجي بخشي پر جومات د اختر په دوهمه د جمعې په ورځ په چاودنه کې لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۵ نور ټپیان شوي وو.

په وژل شویو کې د دې جومات ملا مفتي نعمان هم شامل و. د جرمني د ډې پې اې خبري اژانس د راپور له مخې په هغه خبرپاڼه کې چې د داعش اړوند ناشر نیوز خبري رسنۍ پرون شنبه خپره کړې دغې ډلې ویلي وسله‌والو یې چاودېدونکې وسیله په دغه جومات کې خښه کړې وه.

طالبانو چې د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی و هم دغه حمله غندلې او ویلي و چې په‌کې لاس نه‌لري.

د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ درې ورځنی اوربند تېره نیمه شپه پای ته ورسېد او افغان چارواکي د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د نښتو د بیا پیلېدو خبر ورکوي.

د درې ورځني اوربند پای؛ هلمند کې بیا نښتې پیل شوي

ارشیف، هلمند کې د افغان ځواکونو عملیات

د درې ورځني اوربند له پای ته رسېدو سره سم له هلمند څخه د نښتو د بیا پیلېدو راپورونه ورکول کېږي.

د اختر په مناسبت اعلان شوی اوربند تېره شپه ۱۲ بجې پای ته ورسېد.

د فرانسپرس اژانس د راپور له مخې د هلمند د مرکز لښګرګاه په لمنو کې د وسله‌والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې بیا پیل شوې دي.

د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاالله افغان دې اژانس ته وویل چې نښتې نن سهار پیل شوې او تر اوسه دوام لري. هغه وویل، طالبانو د لښکرګاه په لمنو کې او یو شمېر نورو ولسوالیو کې پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي دي.

د افغان پوځ یوه ویاند چې نوم‌یې نه‌دی ښودل شوی هم د جګړو د پیلېدو خبره تأیید کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد فرانسپرس ته ویلي چې جګړې مقابل لوري پیل کړي، خو افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

نتانیاهو: د فلسطیني سخت‌دریځو ضد اوسنی کمپاین به د اړتیا تر وخته دوام وکړي

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وایي، د فلسطیني سخت‌دریځو په وړاندې به اوسنی کمپاین تر هغو دوام وکړي چې اړتیا یې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو د وضعیت د کرارېدو غوښتنه کړې ده.

بنیامین نتانیاهو پرون شنبه دغه خبرداری داسې مهال ورکړ چې د اسرائیل پوځ په غزه کې د جګپوړو چارواکو او د حماس د قوماندانانو پر څو ځایونو هوایي بریدونه وکړل.

د اسرائیل صدراعظم د حماس ډلې مشرانو ته وویل چې نه به د ځمکې پر سر او نه به هم تر ځمکې لاندې پټ پاتې شئ. له دې مخکې اسرائیل پرون په هوایي بریدونو کې په غزه کې د حماس ډلې د یوه سیاسي مشر او یوه جګپوړې ودانۍ چې د نړیوالو رسنیو دفترونه په‌کې و، په نښه کړي و.

فلسطیني چارواکي وایي د مې له ۱۰مې راهیسې چې نښتې پیل شوي لږترلږه ۱۴۵ کسان وژل شوي. ۴۱ یې ماشومان ښودل شوي او دغه‌راز ۱،۱۰۰ تنه هم ټپیان شوي دي.

اسرائیل خپل لور ته د ۱۰ کسانو وژنه تأیید کړې چې دوه په‌کې ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د ملکي تلفاتو په اړه خفګان او د رسنیو پر دفترونو یې د اسرائیل د هوایي بریدونو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن هم پرون د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو او د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره خبرې وکړې او دواړه‌یې د وضعیت کرارېدو ته وهڅول.

بریتانیا کې د کرونا ویروس د هندي بڼې مثبت موارد ثبت شول

د کرونا ویروس د ازموینې ټیوب

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون خبرداری ورکړی چې له هند څخه د کرونا ویروس بدله شوې بڼه‌یې په هېواد کې ثبت شوې ده.

جانسون پرون شنبې وویل چې بریتانیا ته د دغه ویروس د نوې بڼې سرایت هغه هڅې له خنډ سره مخامخ کوي چې په دې هېواد کې یې له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ څخه د خلاصون لپاره پیل کړې دي.

جانسون وویل، د لګول شویو محدودیتونو د لیرې کولو بله مرحله له سبا د مې له ۱۷ پیلېږي، خو خبرداری ورکوي چې ښايي د ویروس د دغې نوې بڼې سرایت د ټول محدودیتونو لیرې کول د جون تر۲۱مې پورې شا ته وغورځوي.

د بریتانیا روغتیایي چارواکو د انګلستان په دوو ښارونو کې کور په کور کې د کرونا ویروس ازموینې پیل کړې دي.

د بریتانیا د بالغو وګړو دوه درېیمه برخه‌یې لږترلږه د کرونا یو دوز واکسین اخیستی، خو بیا هم په ټول هېواد کې د دغه ویروس د خپریدو خطر له‌منځه نه‌دی تللی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو شمېر اروپایي هېوادونو ته سفر پیلوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن یو شمېر اروپایي هېوادونو ته خپل پنځه ورځنی سفر پیلوي.

دی به په دې سفر کې ډڼمارک، ایسلنډ او ګرینلنډ ته ولاړ شي او په ترڅ کې به‌یې د ارکتېک شورا په غونډه کې برخه واخلي.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ادارې له پیل راهیسې په لومړي ځل ښاغلی بلېنکن په دې غونډه کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره مخامخ ګوري.

دغه شورا چې اته غړي لري د مې پر ۱۹مه خپله دوه ورځنۍ غونډه په ریکیاویک ښار کې پیلوي.

د بلېنکن د سفر په اجنډا کې د ارکتېک شورا د غړو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره دوه اړخیزې لیدنې شاملې دي. په دې کې روسیه هم شته چې تمه ده د راتلونکو دوو کلونو لپاره د دې شورا دوره‌یي مشري وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوې اعلامیې وړاندې ویلي وو چې د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران به د مې پر ۲۰مه پر متقابلو اړیکو او نړیوالو مسایلو خبرې وکړي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې وروستیو کې تشنج بیا ډېر شوی دی.

د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قوماندان: د حماس ډلې ملاتړ ته دوام ورکوو

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواکونو قوماندان اسماعیل قاآني

د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د جګړو په دوام، د ایران یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې په بشپړ ډول د حماس ملاتړ ته دوام ورکوي.

د ایران د دولتي ټلوېزیون د راپور له مخې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواکونو قوماندان اسماعیل قاآني پرون د حماس د ډلې له مشر اسماعیل هنیه سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال له دې ډلي خپل ملاتړ ښودلی دی.

بل‌خوا د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د اسرائیل له صدراعظم نتانیاهو او د فلسطین له مشر محمود عباس سره خبرې کړي او د وضعیت د کرارېدو غوښتنه‌یې کړې ده.

ولسمشر بایډن د تاوتریخوالي د دوام په اړه اندېښنه ښودلې.

پرون اسرائیلي ځواکونو بیا پر غزې تړانګې سخت بریدونه وکړل.

فلسطین مني چې د تېرو شپږ ورځنیو جګړو پر مهال د دوی له لوري ۱۴۵ تنه وژل شوي چې ماشومان هم په‌کې دي.

اسرائیل هم د حماس په راکټي بریدونو کې د خپلو ۱۰ وګړو د وژل کېدو خبر تأییدوي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي، ترهغو چې اړتیا یې وي پر غزې به بریدونو ته دوام ورکړي.

محب: د دښمن هدف قدرت ته د طالبانو رسول نه، بلکې د خپلې جغرافیې پراخول دي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، د "دښمن" هدف قدرت ته د طالبانو رسول نه، بلکې د خپلې جغرافیې پراخول دي.

حمدالله محب دغه خبرې پرون شنبه د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د وینا پر مهال وکړې.

د ملي امنیت شورا وايي، ښاغلي محب یوې ولسي غونډې ته وویل چې د ګوشتې ولسوالۍ ټولو اوسېدونکو د امن او سولې لپاره له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري کړې ده.

ښاغلي محب ویلي چې د ولس په ویښتیا کې د ډیورند "فرضي" کرښې په دواړو غاړو کې د دیني عالمانو او ځوانانو نقش مهم دی.

ښاغلي محب تر دې مخکې هم په خپلو خبرو کې له طالبانو د پاکستان د ملاتړ په اړه تندې څرګندونې کړې وې.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت: د برېښنا پایو ویجاړول ترورېستي عمل دی

د کابل کلکان ولسوالۍ کې د برېښنا په بمونو الوځول شوې پایه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د برېښنا پر ستنو یا پایو حمله او د هغوی ویجاړول "ترورېستي" عمل دی.

د دغه وزارت مرستیال ویاند سید حامد روشن پرون رسنیو ته وویل، پولیسو ته د دغو پایو د تخریبوونکو په وړاندې د جدي اقدام سپارښتنه شوې ده.

ښاغلی روشن زیاتوي: "د برق د پایو په نښه کول او تخریبول یو ترورېستي عمل دی. د دغه جنایت له ترسره کوونکو سره به کلک قانوني چلند وشي. تېر کال هم په ورته تاکتیکونو سره د برېښنا پایې په نښه او تخریب شوې وې چې موږ په دې تړاو ۶ کسان نیولي وو چې دوی په خپلو اعترافونو کې د طالبانو غړیتوب منلی و."

برښنا شرکت پرون وویل چې په وروستیو دوو اوونیو کې د برېښنا ۱۳ پایې په بمي چاودنو کې تخریب یا هم چپه کړای شوې دي.

وړمه شپه هم د کابل په ۱۷مه ناحیه کې د برېښنا یوه پایه والوځول شوه چې له امله‌یې د مرکز کابل او ځينو ولایتونو برېښنا پرې شوه.

ملګرو ملتونو د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د کړکېچ کمولو غوښتنه وکړه

د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د شخړو دوام

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې یوې مشرې، له ټولو هغو اړخونو چې د اسرائیل او په غزه کې د حماس ډلې ترمنځ د جګړې سبب شوي، د کړکېچ کمولو غوښتنه وکړه.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرې میشل باشله (Michelle Bachelet) پرون شنبه له جنیوا په یوه اعلامیه کې وویل: "داسې ښکاري چې د ښکېلو لورو پاروونکو خبرو د کړکېچ د کمولو پر ځای، کړکېچ زیات کړی دی."

د مېرمن باشله تر دغو څرګندونو څو ساعته وروسته د اسرائیل هوايي حملې په غزه ښار کې هغه دنګه ودانۍ وویشتله چې د اسوشیټډ پرس اژانس او نورو رسنیو دفترونه په‌کې وو.

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې خبرداری ورکړی چې د فلسطیني وسله‌والو ډلو له‌خوا پر اسرائیل راکټي حمله له نړیوالو بشري قوانینو څرګنده سرغړونه ده.

داسې اندېښنې هم شته چې د اسرائیل د پوځ له‌خوا پر غزه په ځینو حملو کې ملکي اهداف په نښه شوي دي.

یو اوکراینی چارواکی: روسیې سره د پارلمان د یوه غړي تبادله نا ممکنه نه‌ده

ارشیف، د روسیې او اوکراین بیرغونه

د اوکراین یوه لوړ رتبه چارواکي له روسیې سره د پارلمان د یوه غړي تبادله له امکانه لیرې ونه‌بلله.

د اوکراین د ملي امنیت او دفاعي شورا سکرتر الکسي دانیلوف پرون په یوه مرکه کې وویل، که فرصت برابر شي، کیف به "په پوره لېوالتیا" د اوکراین د پارلمان غړی، ویکټور مید-وید-چوک روسیې ته وسپاري، په بدل کې د اوکراین هغه وګړي تسلیم کړي چې به روسیه کې بندیان دي.

د اوکراین دغه چارواکي زیاته کړه، دغه پرېکړه باید د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي له‌خوا وشي.

د اوکراین لویې څارنوالۍ د مې میاشتې پر ۱۱مه، د اوکراین د عمده سیاسي مخالف ګوند مخکښ غړی ویکټور مید-وید-چوک په خیانت تورن کړ چې اوس په کور کې نظربند دی.

دی چې له روسیې سره د نږدې اړیکو پلوی دی، د خیانت تورونه ردوي.

روسیه د اوکراین په ختیځ کې د روس‌پلوه جګړه‌مارو ملاتړ کوي. په دې ساحه کې له ۲۰۱۴م کال راهیسې په شخړو کې تر ۱۳،۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

چین وايي پر مریخ د دوی د فضايي بېړۍ کېناستل سخت کار و

د چین د فضايي ساینس او ټکنالوژۍ ادارې له لوري د مریخ سطحې خپور کړی انځور

د چین د فضايي ساینس او ټکنالوژۍ اداره وايي، پر مریخ د دوی د فضايي بېړۍ کېناستل سخت کار و.

د تیانوین-یو (Tianwen-1) مأموریت قوماندان هی رونګوی پرون شنبه پر مریخ د چین د فضايي بېړۍ تر کېناستو وروسته په پیکېنګ کې وویل: "دا ګران کار و. لومړی وار دی چې په دې مسیر کې ګام ږدو. موږ له زیانو پېچلتیاوو سره مخامخ شولو، خو زیاتې هڅې مو وکړې. د دې بریالۍ ناستې لیدل چې له پلان او هدف سره سم ترسره شول، په ژوره فضا کې د چین د تحقیقاتو مهم څرک دی. ځکه چین د لومړي وار لپاره له ځمکې پرته په بله سیاره کې یوه پلټونکې وسیله ښکته کړله."

دا د چین لومړنۍ فضايي بېړۍ ده چې د مریخ سیارې پر سطحه راښکته کېږي.

دغه وسیله به له هغه روباټ سره چې د لمر په انرژۍ چلېږي درې میاشتې د مریخ د سطحې نمونې د نورې څېړنې لپاره راټولې کړي.

اسراییل پر غزې بمبارۍ وکړې؛ حماس یې په ځواب کې پر دوی توغندي وتوغول

غزه کې نننۍ برید

اسراییلي الوتکو نن سهار بیا پر غزې بمبارۍ وکړې او د حماس ډلې وسله والو په ځواب کې د اسراییل پر لور توغندي وویشتل.

په یوه برید کې یوه نهه پوړې ودانۍ چې د اسوشیټېډ پریس خبري اژانس او څو نورو رسنیو دفترونه په کې وو، نړول شوې ده.

فلسطیني روغتیاپالان وایي په یوه هوایي حمله کې لږ تر لږه ۱۰ کسان چې ټول د یوې لویې کورنۍ غړي وو، د غزې په شمال کې او په لویدیځه غاړه کې په پرونیو نښتو کې ۱۱ کسان وژل شوي دي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون ماښام په یوه ویډیويي پیغام کې د حماس او نورو فلسطیني ډلو پر ضد د حملو د دوام ګواښ وکړ: "ما ویلي چې موږ به د حماس او نورو تروریستي ډلو پر ضد حملې ډېرې سختې کړي او موږ به دې کار ته دوام ورکړو. حماس فکر کاوه چې پټېدای شي خو دا ډله هلته ځان نه شي پټولای."

د فلسطین د روغتیایي چارواکو په وینا په غزه کې له دوشنبې ورځې راهیسې د ۳۹ ماشومانو او ۲۲ ښځو په ګډون ټول ۱۳۹ کسان وژل شوي دي.

د فلسطینیانو په راکټي حملو کې نن یو تن په تل ابیب کې ووژل چې له دې سره د ټولو وژل شویو اسراییلیانو شمېر نهو ته لوړ شو.

د دوستم پلویان: د فاریاب د نوي والي په توګه د محمدداوود ټاکنه نه منو

د دوستم پلویان

د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي جنبش ګوند لسګونه پلویانو نن شنبه (د غويي ۲۵مه) د فاریاب لپاره د نوي والي د ټاکلو په غبرګون کې د ولایت د ودانۍ دروازه بنده کړه.

مظاهره چیانو چې د والي د دفتر مخې ته یې د پرلت خېمې وهلي، خبرداری ورکړی چې خپل اعتراض ته به تر هغه دوام ورکړي چې غوښتنې یې ومنل شي.

دوی وايي چې د فاریاب د نوي والي په توګه د محمدداوود ټاکنه نه مني.

اعتراض کوونکي همدا راز وايي چې په پام کې وه نن ښاغلی داوود خپلې دندې ته حاضر شي خو الوتکې ته یې د کېناستو اجازه ورنه کړل شوه.

دولتي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ابراهیم رییسي د ایران د ولسمشریزو انتخاباتو ته ځان کاندید کړی

د قضا مشر ابراهیم رییسي

د ایران د ولسمشرۍ په را روانو انتخاباتو کې، د دې هېواد د قضا مشر چې له تُندلارو روحانیونو څخه دی، ځان کاندید کړی.

ابراهیم رییسي چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي سره نژدې اړیکي لري نن شنبې د احتمالي کاندیدانو د ثبت په وروستۍ ورځ اعلان وکړ چې د جون د اتمې په انتخاباتو کې به ودرېږي.

احتمالي کاندیدان شورای نګهبان تاییدوي او تمه ده چې دا شورا د روانې مې میاشتې په ۲۷مه نېټه د کاندیدانو وروستی فهرست اعلان کړي.

د احتمالي کاندیدانو په فهرست کې د پارلمان پخوانی رییس علي لاریجاني چې له مخکښو محافظه کارانو څخه دی، د پخواني ولسمشر علي اکبر هاشمي رفسنجاني مشر زوی محسن هاشمي رفسنجاني او ځینې نور کسان چې د سپاه پاسداران په انقلابي ځواک کې د کار سابقه لري هم شامل دي.

پخواني ولسمشر محموداحمدي نژاد هم د چهارشنبې په ورځ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د سیالۍ لپاره خپل نوم ثبت کړ.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG