د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۱۰

افغانستان

هرات کې د ملي اردو '۴ سرتېري' له طالبانو سره جګړه کې ووژل شول

ارشیف، هرات کې د افغان ځواکونو عملیات
ارشیف، هرات کې د افغان ځواکونو عملیات

د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملي اردو څلور سرتېري له طالبانو سره جګړه کې وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

د هرات یوه ځایي چارواکي چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته دا خبر تأیید کړ.

دغې سرچینې وویل، تېره شپه یوه بجه لسګونه طالبانو د شینډنډ ولسوالۍ د ودانۍ په څلور کیلومترۍ کې د ملي اردو پر پوستې ډله‌ییز برید وکړ.

د هرات والي عبدالوحید قتالي په شینډنډ کې شوې دغه جګړه تأییدوي، خو د مرګ‌ژوبلې په اړه‌یې څه نه‌وایي.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان د تنکیو ځوانانو د هندبال ټیمونه بنګله دیش ته ولاړل

د افغانستان د هندبال ټیمونه بنګله دیش ته دسفر په مهال
د افغانستان د هندبال ټیمونه بنګله دیش ته دسفر په مهال

د طالبانو ترکنټرول لاندې د افغانستان دبدنې روزنې او ورزش عمومي ریاست اعلان وکړ چې د هندبال د ۲۰ او ۱۸ کلونو څخه د کم عمر ټیمونه د اسیا د جنوب په سیالیو کې ګډون لپاره بنګله دیش ته ولاړل.

اعلامیه وايي چې د لسو هیوادونو د ټیمونو ترمینځ دغه سیالي د غبرګولې په ۲۰ مه پیلیږي.

اعلامیه زیاتوي چې د لوبو په لومړنۍ ورځ دافغانستان د شلو کلونو د کم عمر د هندبال ټیم دکوربه هیواد بنګله دیش په وړاندې او د افغانستان د هندبال د ۱۸ کلونو څخه د کم ټیم د مالدیف په وړاندې لوبې کوي.

افغانستان کې په روان لمریز کال کې لسګونه کسان په اوبو کې ډوب شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی

د افغانستان په جنوب کې د لامبو  یو انځور ، ارشیف
د افغانستان په جنوب کې د لامبو یو انځور ، ارشیف

افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي په روان لمریز کال کې ۷۵ تنه په هیواد کې په اوبو کې غرق شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د طبیعي پیښو په وړاندې د مبارزې د چمتوالي د ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد وايي په قربانیانو کې ۲۷ کسه نارینه ، ۷ ښځې او ۴۱ کوچنیان شامل دي .

د ازادي راډیو وروستیو رپوټونوهم وویل چې په افغانستان کې د لامبو په مهال د غرقیدو پیښې زیاتې شوي دي.

دقربانیانو ځینو خپلوانو ازادي راډیو ته وویل چې د څو ورځو په تیریدو سره یې هم د خپلو عزیزانو اجساد نه دي میندلي.

ځینې لامبوزن کسان وايي چې د غرقیدو ډیری پیښې د ناپوهۍ ، نه پاملرنې او بي احتیاطۍ څخه را مینځ ته کیږي.

بینت په هرات کې دنیول شویو ښځو د سملاسي خوشي کیدو غوښتنه کوي

د افغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی  ریچارد بینت
د افغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارد بینت

د افغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکی وايی په تیرو دریو ورځو کې لسګونه ښځې د طالبانو لخوا د وضع شوي حجاب د نه رعایت کولو له امله نیول شوي دي او دې له دې امله ډیر خواشینی دی.

ریچارد بینت د دوشنبې په ورځ (د غبرګولې په اتلسمه ) په خپله ایکسپاڼه دغه نیول خپلسري ، نا قانونه او نه منونکي وبلل.

هغه ددغو نیولو د درولو غوښتنه وکړه او ددغو ښځو د سملاسي خوشي کیدو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د حکومت چارواکو او لدې ډلې دامربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبرپه دې هکله دازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنکړ.

دهرات اوسیدونکو ازادي راډیو ته وویل په دې وروستیو د طالبانو له ویرې په ښار کې د ښځو تګ راتګ کې د پام وړ کمی لیدل کیږي .

د ملګروملتونو امنیت شورا نن دوشنبې د افغانستان په اړه غونډه کوي

د ملګروملتونو امنیت شورا نن دوشنبې د افغانستان په اړه غونډه کوي.

په دې غونډه کې به چې د کابل په وخت د ماښام شپږنیمې بجې پیلیږي، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیاله او د یوناما سرپرست مشره جورجیت ګانیون د افغانستان د وضعیت په اړه درې میاشتنۍ راپور وړاندې کړي. په پام کې ده چې امنیت شورا راتلونکې اونۍ په یوه بله غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت، یوناما د غځیدو په اړه بحث وکړي. دغه ماموریت د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې د څلورو میاشتو لپاره غځول شوی چې د اعتبارموده یې د روانې جون میاشتې په اولسمه نیټه پای ته رسیږي.

د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا د ننۍ غونډې په درشل کې د ملګروملتونو مرستندویه ادارو په دې هیواد کې د سخت بشري وضعیت ترڅنګ د اړو کسانو د لاسنیوي لپاره د کافي بودیجې د نشتوالي خبرداری ورکړی. د دغو ادارو په خبره په افغانستان کې لوږه او خوارځواکي بیساري حد ته رسیدلې ده.

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د څلور اړخیزو سیالیو پای لوبې ته ووت

د افغانستان د فوټبال ملي ټيم د څلوراړخیزو سیالیو پای لوبې ته ووت.

د مالدیف په کوربه توب په دې څلوراړخیزو سیالیو کې د افغانستان، پاکستان، بنګله دیش او مالدیف ټیمونو ګډون کړی دی.

افغانستان تردې مخکې مالدیف ته ماتې ورکړې او له بنګله‌ دېش سره یې لوبه مساوي کړې وه خو د یکشنبې په ورځ یې پاکستان ته لوبه صفر دوه وبایلله. خو له دې سره سره افغانستان د څلورو امتیازونو په ترلاسه کولو سره په جدول کې دوهم ځای غوره کړی او پایلوبې ته یې لار وموندله.

افغانستان به په پای لوبه یا فاینل کې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ له پاکستان سره مخامخ شي.

طالبان وايي فرشتې عمادي ځان زندۍ کړی؛ مخکې ویل کېدل چې وسله والو هغه وژلې

د ملګرو ملتونو یوه کارکوونکې چې کابل کې مړه شوې
د ملګرو ملتونو یوه کارکوونکې چې کابل کې مړه شوې

طالب چارواکو د ملګرو ملتونو د کارکوونکې فرشتې عمادي د مړینې په اړه تر لومړنیو پلټنو وروسته ویلي چې هغې ځان وژنه کړې ده.

په کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ یکشنبه ناوخته په یوه بیان کې ویلي چې : د لومړنیو څېړنو په اساس د پنځلسمې حوزې اړوند یوې سیمه کې فرشتې ځان زندۍ کړی.

هغه ویلي د پېښې نور جزییات د عدلي طب د تحقیقاتو تر بشپړېدو وروسته خپرېږي.

ځدراڼ ادعا کړې چې په ځینو رسنیو کې په دې اړه [آوازې] ناسمې دي.

فرشته عمادي د ملګرو ملتونو کارکوونکې وه چې د مرګ خبر یې یونسیف د جمعې په ورځ تایید کړ.

په رسنیو کې د ښځو د حقونو د ځینو فعالانو په حواله راغلي و چې فرشته عمادي د ناپېژاندو وسله والو په برید کې وژل شوې.

د افغانستان او هند یواځینۍ ټیسټ لوبه؛ افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې څه باندې ۴۵۰ منډې شاته دی

افغان لوبغاړي رحمت شاه او حشمت الله له هند سره د لوبې پر مهال
افغان لوبغاړي رحمت شاه او حشمت الله له هند سره د لوبې پر مهال

د افغانستان او هند په یواځینۍ ټیسټ لوبه کې افغان لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې ۴۵۱ منډې شاته ده.

هند په خپل اول دور کې چې شاوخوا یوه نیمه ورځ یې دوام وکړ د ۸ لوبغاړو په تاوان ۵۶۴ منډې وکړې.
افغانستان یکشنبه غرمه مهال لوبه پیل کړه چې د ورځې تر پایه یې ۱۱۳ منډې وکړې خو ۵ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې یواځې رحمت شاه ښه وځلېد چې ناسوځېدلی پاتې او ۴۳ منډې یې کړي. هغه یواځینی افغان لوبغاړی شو چې په ټیسټ کې یې ۱۰۰۰ منډې هم پوره شوې.

په بالنګ کې بیا چټک بالر محمد سلیم د هند شپږ لوبغاړي سوځولي.

سلیم په یواځې سر ۲۷ اورونه کړي او ۱۴۰ منډې یې هم ورکړي.

یوناما په هرات کې د طالبانو له خوا د ښځو په نیولو اندېښنه ښودلې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستنیدونه ماموریت یوناما په هرات ولایت کې د طالبانو له خوا د یو شمېر ښځو په نیولو او توقیف اندېښنه ښودلې ده.

یوناما نن یکشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" په هرات کې د حجاب د نه مراعاتولو په تور د یو شمیر ښځو نیول د بشري حقونو ضد جدي اندېښنې راپارولي دي".

په وروستیو کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر کارکوونکو په هرات ولایت کې د هغو ښځو د نیولو او توفیف لړۍ پیل کړې چې د دوی په ټکو "سم حجاب" نه مراعات کوي.

خو په دې ولایت کې یو شمیر ښځو ازادي راډیو ته وویل چې د مناسب حجاب او ماسک درلودو سربیره نیول او ځورول شوي دي.

د ښځو یوې فعالې فوزیه کوفي ادعا کړې چې تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه ۶۰ ښځې په هرات کې نیول شوې دي.

نیومن: اروپا ته د طالب پلاوي بلنه د بشري حقونو مبارزینو ته غلط پیغام ورکوي

د اروپا د پارلمان غړې هانا نیومن وايي، اروپا ته د طالب پلاوی بلنه هغو افغانانو ته غلط پیغام ورکوي چې د خپلو بشري حقونو لپاره مبارزه کوي.

نیومن پرون شنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکي، په افغانستان کې میلیونه نجونې او ښځې له زده کړو او کار راګرځول شوي دي.

تمه ده د اروپا کمیسیون په بروکسل کې د طالبانو د یوه پلاوی کوربتوب وکړي.

تراوسه د دغه پلاوي د تګ نیټه روښانه نه ده.

د اروپا کمیسیون وايي، د طالب پلاوی سره د افغان کډوالو د اخراج په اړه خبرې کوي.

له دې مخې طالب چارواکو تایید کړې وه چې د دوی یو پلاوی اروپا ته بلل شوی دی.

د افغانستان د کانکور ازموینې په څلورم پړاو کې هم نجونو ته د ګډون اجازه ورنه کړل شوه

کابل پوهنتون
کابل پوهنتون

د افغانستان د ازموینو ملي ادارې اعلان وکړ چې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې څلورم او وروستی پړاو به دا اونۍ ترسره شي.

د افغانستان د ازموینو ملي ادارې د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د تیرو دریو پړاوونو غیرحاضر زده کوونکي، د اقوام او قبایلو ښوونځیو فارغین، د کابل ولایت دیني مدرسو فارغین، د څوارلسم ټولګي زده کونکي او د شپې پوهنځي زده کوونکي په دې څلورم پړاو کې برخه اخیستلی شي.

د اعلامیې له مخې د کانکور د دې مرحلې د برخه والو د بایومیټریک معلوماتو د ثبت پروسه پيل شوې ده او د کانکور ازموینه به د جمعې په ورځ( د جون ۱۲ مه) په کابل پوهنتون کې ترسره شي.

د افغانستان د ازموینو ملي اداره زیاتوي چې د ننګرهار، لغمان، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو د څوارلسم ټولګي زده کونکو لپاره ځانګړې ازموینه به د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د څلورو پړاوونو له بشپړیدو وروسته په جلا توګه ترسره شي.

دا ځل هم د تیرو نژدې پنځو کلونو په څیر نجونو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د کانکور امتحان ورکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG