د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۱۰

نړۍ

چین پر ۲ امریکایانو، یوه کاناډایي او پر یوې ډلې بندیزونه ولګول

د چین او امریکا ګډ بیرغونه

چین پر دوو امریکایانو، یوه کاناډایي او د بشري حقونو پر یوې ملاتړې ډلې بندیزونه ولګول.

دې کسانو د چین په شېنجېن کې له ایغور مسلمانانو سره د چینایي چارواکو پر کړنو نېوکې کړې وې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، د چین دا ګام به یوازې د ده په ټکو " نسل وژنې" او د ایغورویانو او نورو مسلمانانو د حقونو تر پښو لاندې کولو ته د خلکو پام واړوي.

چین دا اقدام وروسته تردې کوي چې اروپایي ټولنې، بریتانیا، کاناډا او د امریکا متحده ایالاتو د شېنجین د سیاسي او اقتصادي ډلو پر څو غړو د بشري حقونو د سرغړونو په خاطر بندیزونه ولګول.

د چین له خوا د غچ اخېستونکو بندیزونو هدف په نړۍ کې د امریکا د مذهبي ازادیو د کمېسیون دوه غړي، د کاناډا د پارلمان یو غړی او د دغه هېواد د پارلمان یوه کمېټه ده.

د کاناډا صدر اعظم جسټن ټروډو د چین دا اقدام د بیان پر ازادۍ او شفافیت برید بللی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

نړۍ کې د کرونا له کبله د مړه شويو کسانو شمېر له درې ملیونو واوښت

ارشیف، برازیل کې د کرونا ویروس له امله د مړه شویو کسانو قبرونه

د نړۍ په کچه د هغو کسانو شمېر له درېیو ملیونو واوښت چې د کرونا له کبله مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په برازیل، هند او فرانسه کې د کرونا څپه ګړندۍ ده او مسؤلین‌یې د کابو کولو هڅه کوي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې تېره اوونۍ په اوسط ډول هره ورځ د نړۍ په کچه ۱۲ زره کسان په کرونا مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، دا داسې وضعیت نه‌دی چې د وبا له پيل ۱۶ میاشتې وروسته‌یې دوی وړاندوینه کړې وه.

په اکثرو هېوادونو کې لا هم د ویروس د مخنیوي محدودیتونه پر خپل ځای دي.

د بلاروس مشر: د امریکا په ملاتړ د ترور د یوې طرحې هدف وم

د بلاروس مشر الکساندر لوکاشینکا

د بلاروس مشر الکساندر لوکاشینکا ادعا کړې چې دی د امریکا په ملاتړ د ترور د یوې طرحې هدف و.

لوکاشینکا پرون (د اپرېل په ۱۷مه) په دې اړه د خبرو پر مهال ډېر جزئیات ورنه‌کړل، خو ویې‌ویل، دی او ماشومان‌یې د دې ترور هدف و.

امریکایي چارواکو هم سملاسي په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

د بلاروس د اصلي امنیتي ادارې (کې.جي.بي) مشر تېر اوړي کې د یوې انلاین غونډې پر مهال چې د دغه هېواد له کارپوهانو او د قانون حاکمیت له چارواکو سره‌یې درلوده، د دې طرحې یادونه کړې ده.

د روسیې د کورني امنیت ادارې ویلي، وروستیو ورځو کې یې مسکو کې دوه تنه بلاروسیان توقیف کړي چې د ترور همدې طرحه کې په لاس لرلو تورن دي.

لوکاشینکا چې له شاوخوا درې لسیزو راهیسې پر بلاروس واکمن دی له دې وړاندې هم داسې ادعاوې کړي چې لوېدیځ هېوادونه‌یې د پرځولو په هڅه کې دي.

چک جمهوریت له خپلې خاورې د ۱۸ روسي ډیپلوماتانو د ایستلو برېکړه وکړه

د چک جمهوریت د کورنیو چارو وزیر یان هاما چیک

چک جمهوریت له خپلې خاورې د ۱۸ روسي ډیپلوماتانو د ایستلو اعلان وکړ.

دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې د چک جمهوریت چارواکو روسان په جاسوسۍ او په ۲۰۱۴ کال کې د پلازمېنې پراګ جنوب ختیځ ته په زلین ښار کې د مهماتو په یوې زېرمه کې په یوه چاودنه کې په لاس درلودلو تورن کړل. روسیې په یادې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

په هغې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي وو.

د چک جمهوریت د کورنیو چارو وزیر یان هاما چیک چې د دې هېواد د بهرنیو چارو سرپرستي هم کوي، پرون په پراګ کې یوې خبري غونډې ته وویل: "د چک د بهرنیو چارو وزیر په توګه ما پرېکړه وکړه چې په پراګ کې د روسیې د سفارت ټول هغه کارکوونکي وباسم چې زموږ د استخباراتي ادارې له‌خوا په ښکاره د روسیې د استخباراتي ادارې افسران پېژندل شوي دي. د روسیې د سفارت ټول ۱۸ غړي دې په ۴۸ ساعتونو کې له چک جمهوریت څخه ووځي."

مسکو د خپلو ډیپلوماتانو د ایستلو د عواقبو په اړه خبرداری ورکړی دی.

امریکا له چاپېریالي بحران سره د مبارزې په برخه کې موافقه وکړه 

د امریکا او چین بیرغونه

د امریکا متحده ایالاتو او چین د چاپېریالي بحران پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له یو بل او نورو هېوادونو سره د همکارۍ موافقه وکړه.

دا موافقه شانګهای ته په اقلیمي چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي جان کري د سفر پر مهال پرون شوې ده.

دواړو لورو په یوې ګډه اعلامیه کې ویلي چې دا موضوع دې په جدې او بېړني ډول تعقیب شي.

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره د اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په اړه له هغه تړونه ووته چې په ۲۰۱۵ کال کې په پاریس کې شوی و، خو د ولسمشر جو بایډن اداره په جنورۍ کې واک ته له رسېدو سره سم بېرته دغې موافقې ته شامله شوه.

تمه ده د اپرېل پر ۲۲مه او ۲۳مه ولسمشر بایډن د اقلیم په اړه د یوې انلاین غونډې کوربه وي.

د ښاغلي کري تر سفر دمخه د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اشاره کړې وه چې هېواد به‌یې په سرمشریزه کې کومه نوې ژمنه ونه‌کړي.

جان کري له شانګهای څخه جنوبي کوریا ته ولاړ.

بنګله‌دېش کې پر مظاهره‌چیانو د پولیسو ډزو کې ۵ تنه ووژل شول

د بنګله‌دېش په جنوب کې مظاهره‌چیان

د بنګله‌دېش په جنوب کې پر مظاهره‌چیانو د پولیسو د ډزو په نتیجه کې لږترلږه پنځه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د بنګله‌دېش د پولیسو یوه چارواکي عزیزالاسلام پرون د اپرېل په ۱۷مه نېټه وویل نښتې هغه مهال پیل شوې چې پولیسو د برېښنا د یوې فابریکې د معترضو کارګرانو پر ضد له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست. د چین په مرسته د دې جوړېدونکې نیمګړې فابریکې کارګرانو د خپلو پاتې تنخواګانو غوښتنه کوله.

پولیس وايي معترضو کارګرانو او د سیمې اوسېدونکو د کوتکو په وسیله پر دوی حمله وکړه او دوی د خپل ځان د دفاع لپاره ډزو ته اړ شول.

راپورونه وايي چې واړه پنځه وژل شوي کسان کارګران وو.

په ۲۰۱۶ کال کې هم په دې سیمه کې د برېښنا د تولید د دې فابریکې د ځمکې د پېرېدلو پر ضد د مظاهرو په ترڅ کې څلور کسان وژل شوي وو.

د روسیې اپوزېسیون مشر د 'زړه د سکتې له جدي ګواښ' سره مخ دی

د روسیې د اپوزېسیون مشر الکسي ناوالنۍ

ډاکترانو خبرداری ورکړی چې د روسیې د اپوزېسیون مشر الکسي ناوالنۍ د زړه د سکتې له جدي ګواښ سره مخامخ دی.

ډاکترانو د کرملېن د دې منتقد سیاستوال د سمدستي علاج غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د نوموړي صحي وضعیت په خرابېدو دی او هره شېبه امکان لري چې د زړه سکته وکړي.

دا ادعا د ناوالنۍ شخصي ډاکټرې اناستازیا واسیلیوا «Anastasia Vasilyeva» او د زړه د ناروغیو د یوه متخصص په ګډون درېیو نورو ډاکترانو په هغه لیک کې کړې چې د روسیې د زندانونو د فدرال ادارې چارواکو ته‌یې استولی دی.

په لیک کې چې مېرمن واسیلیوا پرون شنبه پر ټویټر خپور کړ، یادونه شوې چې د ناوالنۍ یوه معاینه ښيي چې د نوموړي د وینې د پټاشیم اندازه بحراني کچې ته رسېدلې.

الکسي ناوالنۍ په تېره جنوري میاشت کې له جرمني څخه د راستنېدو پر مهال د مسکو په هوايي ډګر کې ونیول شو. د جرمني ډاکترانو په وینا ناوالنۍ په روسیه کې د نوویچوک په نوم د زهري مادې په وسیله مسموم شوی و.

ویانا کې د ایران د لانجمن اټمي پروګرام په اړه مذاکراتو کې پرمختګ شوی

ویانا کې د ایران د لانجمن اټمي پروګرام په اړه مذاکرات

ویل کېږي چې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د ایران د لانجمن اټمي پروګرام په اړه مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی.

دا له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې د ژغورنې په مقصد د مذاکراتو دوهم پړاو دی. په پرونیو خبرو کې د امریکا پلاوی حاضر نه‌و، ځکه تهران له واشنګټن سره مستقیمې خبرې رد کړې دي.

د دې مذاکراتو منځګړیتوب اروپايي ټولنه کوي. چین، روسیه، فرانسه، بریتانیا او جرمني له ایران سره د دې موافقې نور لاسلیکوونکي هېوادونه دي.

له پرونیو خبرو وروسته د اروپايي ټولنې استازي انریک مورا په ځینو برخو کې د پرمختګ خبر ورکړ، خو ویې‌ویل چې لاهم نور دقیق کار ته اړتیا شته.

امریکا په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیز ډول د ایران له اټمي موافقې وتل اعلان کړل او ایران هم له هغه مهال په پرله‌پسې ډول له دې موافقې سرغړونه کړې.

د دې موافقې د احیا هڅې د ایران له هغه اعلان وروسته لا پېچلې شوې چې ویې‌ویل په سلو کې د ۶۰ تر کچې د سوچه یورانیمو تولید یې پیل کړی دی.

ایران: پر اټمي تأسیساتو د حملې د مشکوک طراح هویت په ډاګه شو

د ایران د نطنز اټمي تأسیسات

د ایران دولتي ټلوېزیون د نطنز پر اټمي تأسیساتو د تېرې یکشنبې د حملې د یوه مشکوک طراح هویت په ډاګه کړ.

هغه حمله د دې لامل شوه چې په دغو اټمي تأسیساتو کې د یورانیمو د غني کولو لپاره تازه لګول شوي سنټریفیوژونه تخریب شي.

د ایران دولتي ټلوېزیون نن شنبه (د وري ۲۸مه) راپور ورکړ چې دغه مشکوک کس رضا کریمي نومېږي چې ۴۳ کلن او په اصل کې د ایران د کاشان اوسېدونکی دی.

په راپور کې نه دي ویل شوي چې کریمي څنګه وتوانېد د ایران تر ټولو خوندي اټمي تاسیساتو نطنز ته لار پیدا کړي.

راپورونه وايي، کریمي له ایرانه وتلی او دولتي ټلوېزیون وايي، تهران هڅه کوي له قانوني چنلونو هغه بېرته ایران ته ستون کړي.

ایران په هغه حمله کې خپل سرسخت دښمن اسرائیل دخیل بللی او د هغې د غچ اخېستو خبرداری یې ورکړی دی.

اوکراین وايي، روسیه کې نیول شوی ډیپلومات یې خوشې شو

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت وايي، یو ډیپلومات یې په روسیه کې تر نیول کېدو وروسته خوشې او د اوکراین قونسلګرۍ ته ستون شوی دی.

نن شنبه(د وري ۲۸مه) تر دې مخکې د روسیې د امنیتي خدماتو فډرال ادارې ویلي و چې د اوکراین یو ډیپلومات الکساندر سوسونیَک په سنټ پټرزبرګ ښار کې د پټو معلوماتو د ترلاسه کولو د هڅې په شک نیول شوی دی.

دغې ادارې په خپله اعلامیه کې ویلي و، سوسونیَک هڅه کړې چې له یوه نامعلوم روسي وګړي سره د کتنې پرمهال د روسیې د قانون د تنفیذ ادارو د معلوماتو له زېرمې محرم معلومات ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین په سرحد او اشغال شوې کریمیا سیمه کې د روسیې پوځي تحرکاتو د مسکو او کییف ترمنځ کړکېچ زیات کړی دی.

روسیې کریمیا سیمه په ۲۰۱۴میلادي کال کې اشغال او له خپلې خاورې سره الحاق کړله.

مسکو د اوکراین په ختیځ کې د بېلتونپالو اقتصادي او پوځي ملاتړ کوي.

۲ روسي او یوه امریکايۍ ستورمزلې له نړیوال فضايي تمځایه راستانه شول

مېرمن کتلین روبینز 

دوه روسي او یوه امریکايۍ ستورمزلې له نړیوال فضايي تمځای څخه په خوندي ډول په قزاقستان کې راستانه شول.

د روسیې د فضايي ادارې ټلوېزیون راپور ورکړ چې سرګي ریژیکوف، کود سویرچکوف او مېرمن کتلین روبینز نن شنبه (د وري ۲۸مه) سهار ځمکې ته ستانه شول.

دغو ستورمزلو شپږ میاشتې په نړیوال فضايي تمځای کې تېرې کړې.

په همدې حال کې د سپېس اکس په نوم خصوصي فضايي شرکت په پام کې لري چې د امریکا، فرانسې او جاپان څلور ستورمزلي را روانه پنجشنبه نړیوال فضايي تمځای ته ولېږي.

د روسیې د امنیتي خدماتو ادارې یو اوکراینی ډیپلومات نیولی

د روسیې او اوکراین ګډ بیرغونه

د روسیې د امنیتي خدماتو فډرال اداره وايي، نن یې په سنټ پټرزبرګ ښار کې یو اوکراینی ډیپلومات د محرمو معلوماتو د ترلاسه کولو د هڅې په شک نیولی دی.

دغې ادارې په خپله اعلامیه کې ویلي، الکساندر سوسونیَک هڅه کړې چې له یوه نامعلوم روسي وګړي سره د کتنې پرمهال د روسیې د قانون د تنفیذ له ادارو محرم معلومات ترلاسه کړي.

د روسیې د ولسي جرګې د بهرنیو چارو کمېټې مشر دمیتري نوویکوف انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي، ډېر احتمال شته سوسونیَک چې سنټ پټرزبرګ کې یې د اوکراین په قونسلګرۍ کې هم کار کړی، له روسیې اخراج شي.

بل خوا رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت د دې موضوع په اړه تر اوسه د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

امریکا کې هغه وسله وال چې ۸ تنه یې وژلي د فېډکس پخوانی کار کوونکی و

انډیانا

امریکايي چارواکي وايي، هغه وسله وال کس چې د امریکا د انډیانا ایالت د انډیاناپولیس د فیډکس په یوه ساحه کې یې د ځان تر وژلو مخکې په ډزو ۸ کسان ووژل د فېډکس پخوانی کار کوونکی و.

چارواکو پرون جمعه (د وري ۲۷مه) وویل، دغه کس چې ۱۹ کلن ښوول شوی، د ذهني ناروغۍ سابقه هم درلوده او تېر کال یو وار نیول شوی هم و.

دغه پېښه د پنجشنبې ناوخته وشوه چې له تېرې میاشتې په امریکا کې په ډزو د ډله ییزو وژنو د لړۍ وروسته پېښه ګڼل کېږي.

دغو پېښو د کانګرس د استازو جرګې پر غړو فشار راوستلی چې د دغه ډول تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

ولسمشر جو بایډن ویلي، کانګرس باید هغه وسلې چې زیات ظرفیت لري او په پوځي ډوله حملو کې کارول کېدای شي، منع کړي.

ناسا غواړي دې لسیزه کې انسان تر سپوږمۍ پورې ولېږدوي

ارشیف

د امریکا فضایي تحقیقاتي مرکز ناسا د شخصي کمپنۍ سپېس اېکس په مرسته غواړي چې په دې لسیزه کې انسان تر سپوږمۍ پورې انتقال کړي.

ناسا پرون وویل چې له سپېس ایکس سره یې د دوه اعشاریه نهه اتیا میلیارډه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و چې تر دوه زره ۲۴م کال پورې به خلک تر سپوږمۍ پورې ورسوي خو اوس ناسا نېټه مشخصه کړې نه ده او وایي چې دا نېټه یو هدف دی.

سپېس اېکس شرکت چې له ناسا سره له نژدې همکاره دی د سټارس شیپ په نوم سپوږمکۍ یې جوړه کړې ده چې په دې کې به خلک سپوږمۍ ته لیږدوي.

روسي څارنوالان: د ناوالنۍ اړوند ادارو سیاسي وضعیت بې ثباته کړی

الکسي ناوالنۍ

روسیې څارنوالانو د مسکو له یوې محکمې غوښتي چې د زنداني شوي سیاسي مخالف الکسي ناوالنۍ د فساد ضد اداره او سیمه ییز دفترونه یې د 'سخت دریځو' ارګانونو په توګه وپېژني.

دغو څارنوالانو پرون جمعه (د وري ۲۷مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د ناوالنۍ اړوند دغو ادارو ټولنیز او سیاسي وضعیت بې ثباته کړی دی.

که محکمه دا غوښتنه تایید کړي، د ناوالنۍ متحدان او فعالان به په کلکه له اعتراضونو منعه شي او دغه ډول حرکتونه به یې جرم وګڼل شي.

د روسیې منتقد ناوالنۍ دا مهال په بند کې دی او په دې وروستیو کې یې د نه خوړو له کبله روغتیایي وضعیت هم د اندېښنې وړ وبلل شو.

ناټو او اروپایي ټولنې تور سمندرګي کې د روسیې پلانونه غندلي

د ناټو او اروپايي ټولنې ګډ بیرغونه

ناټو او اروپایي ټولنې د تور سمندرګي د ځینو برخو د تړلو په خاطر د روسیې پلانونه غندلي دي.

روسیې ویلي، د پوځي مانور لپاره په تور سمندرګي کې تر شپږو میاشتو پورې د سمندري وسایطو په تګ راتګ بندیزونه لګوي.

ناټو پرون جمعه (د وري ۲۷مه) د روسیې له خوا دا پوځي ننداره بې دلیله او بې ثباته کوونکې وبلله.

دغه سازمان له روسیې وغوښتل چې تورسمندرګي کې د اوکراین سمندري وسایطو ته د تګ راتګ اجازه ورکړي.

د روسیې دا ګام د اروپایي ټولنې او اوکراین له خوا هم غندل شوی دی.

د روسیې او اوکراین ترمنځ وروسته له هغه اړیکې خرابې دي چې روسیې ۲۰۱۴ میلادي کال کې د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه خپلې خاورې سره یوځای کړه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG