د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

نکاح وخت کې د ناوې د مهر پر سر ناندرۍ؛ د نجلۍ مهر باید څوک وټاکي؟


ارشیف
ارشیف

د ازادي راډیو د مېرمنو لپاره ځانګړی پروګرام 'نیمه نړۍ' د دې اوونۍ خپرونه د نکاح په وخت کې د نجلۍ د مهر پر سر ناندریو ته ځانګړې شوې ده.

په ډېر شمېر کورنیو کې د نجلۍ مهر د هغې د کورنۍ له خوا ټاکل کېږي چې بیا دغه ټاکل شوی مهر د منلو لپاره د زوم کورنۍ ته د نکاح تړلو پرمهال وړاندې کېږي، تر ډېره بیا د زوم کورنۍ دغه وړاندیز په اسانۍ نه مني او د را کمولو هڅه یې کوي.

د زوم د کورنۍ هر یو سپین ږیری را مخې ته کېږي، د ناوې له کورنۍ غواړي چې د مهر یوه اندازه دې د هغه لپاره یا د هغه په مخ را کمه کړي.

د زوم د کورنۍ دغه غوښتنه په کراتو تکرارېږي او ورسره هرځل د ناوې له مهره یوه اندازه پرې ښودل کېږي یا کمېږي؛ خو دغه دود ډېر ځلي د ناوې د مهر په کمېدو پای نه مومي، بلکې کله ناکله د زوم د کورنۍ له خوا دغه ډول تکراري غوښتنې د ناوې د کورنۍ او خپلوانو د بې حوصله ګۍ سبب کېږي او په پای کې د دواړو خېښو کورنیو تر منځ د لفظي او ان فزیکي شخړې لامل ګرځي.

  • د نجلۍ مهر باید څوک وټاکي؟
  • د نجلۍ مهر باید څه وخت د زوم سره شریک کړای شي; څو د نکاح په وخت کې د خپلوانو د لاس وهنې لامل نه شي؟

دا خپرونه د لاندې لنک په کېکاږلو سره اورېدلای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:13:02 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG