نړۍ
راپورونه: د روسیې د اپوزېسیون مشر الکسي ناوالنۍ په محبس کې ناروغ شوی
د ځینو راپورونو له مخې، د روسیې د اپوزېسیون مشر او د کرملېن منتقد الکسي ناوالنۍ په محبس کې ناروغ شوی دی.
د ښاغلي ناوالنۍ نږدې همکار لیونید وولکوف له دوژد ټلوېزیون سره په یوه وېډیويي مرکه کې وویل: "۱۲ ورځې پخوا، یو ۴۴ کلن روغ ځوان پوکروف زندان ته لاړ. دا حقیقتیې موږ ته نهوایه چې له ۱۲ ورځو وروسته الکسي ناوالنۍ ډېر ناروغ شوی. له ده سره څوک کتلی نهشي، ښکاره ده چې دی پټوي، دا حقیقت دی چې دا کار زموږ په ذهن کې غموونکي فکرونه پیدا کوي."
لیونید وولکوف همداراز ویلي چې ناوالنۍ له خپلو مدافع وکیلانو سره د لیدو حق لري، په تېره بیا په دې خاطر چې په غیر قانوني ډول بندي دی ځکه چې تر اوسه پورې محکمې د ده د استېناف د غوښتنې په اړه فیصله نهده کړې.
الکسي ناوالنۍ د جنورۍ په ۱۷مه له جرمني څخه تر ستنېدو وروسته د مسکو په هوايي ډګر کې ونیول شو.
دی جرمني ته د درملنې لپاره تللی و.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
چین او پاکستان په ګډه په منځني خیتځ کې د جګړې د سمدستي دریدو غوښتنه کړې
چین او پاکستان په یو ګډ بیان کې په منځني خیتځ کې دجګړې د سمدستي دریدو غوښتنه کړې ده.
دغه بیان چې پنځه مادې لري د سه شنبې په ورځ د (مارچ۳۱مه) په پیکنګ کې له خبرو اترو وروسته خپور شوی دی.
په بیان کې راغلي، "چین او پاکستان په فوري توګه په منځني خیتځ کې د جګړې د دریدو او د دې جګړې د پراخیدو د مخنیوي لپاره د پراخو هڅو غوښتنه کوي".
په عین حال کې د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره په پیکنګ کې کتلي څو په منځني خیتځ کې د جګړې د پایته رسولو او د سولې په بهیر کې د اسلام اباد د رول په اړه ورسره خبرې وکړي.
د بیان له مخې،"چین او پاکستان له ښکیلو لورو ملاتړ کوي څو د اختلافاتو سوله ییز حل ته ژمن پاتي شي او د خبرو اترو په بهیر کې د زور له کارولو ډډه وکړي".
په بیان کې دواړو هېوادونو د جګړې په جریان کې په هرمز تنګي کې د کښتو د امنیت، د ملکي کسانو او زیربناو پر ساتنې او امنیت هم تاکید کړی دی.
پاکستان د تیرې یکشنبې په ورځ اعلان کړی و چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو کوربتوب ته چمتو دی.
پیټ هګسیټ؛ راتلونکې څو ورځې د ایران د جګړې برخلیک ټاکي
د امریکا د متحده ایالاتونو د دفاع وزیر پیټ هګسیټ وايي، " راتلونکې څو ورځې د ایران د جګړې د برخلیک د ټاکلو ورځې دي".
هګسیټ د سه شنبې په روځ د (مارچ۳۱مه) په پنټاګون کې په یوې خبرې ناسته کې وویل،"د امریکا جګړه ییز قدرت په زیاتیدو دی".
د هغه په ټکو،" د ایران د جګړې توان د کمیدو په حال کې دی".
هغه وړاندې وویل،" د نړۍ ټول هېوادونه باید د هرمز تنګي د خلاصولو او امنیت په برخه کې ونډه واخلي".
د هغه په ټکو، "دا یوازې د امریکا مسولیت نه دی".
له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سي بي اس نیوز سره په خبرو کې ویلي،"تراوسه په بشپړه توګه چمتو نه دی چې د هرمز تنګي د خلاصولو لپاره د ایران د مجبورولو هڅې پریږدي".
د پاکستان امنیتي چارواکي د خپلو ۱۰ وسله والو مخالفانو د وژلو ادعا کوي
د خيبر پښتونخوا په خیبر ولسوالي کې د سرحدي ځواک چارواکي ادعا کوي چې د باړې په اکاخېلو کې پوځ د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ وسلوال وژلي دي.
د سرحدي ځواک (ایف سي) یوه چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، نن (د مارچ پر ۳۱مه) د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا بریدونه پرون ماښام شوي دي.
چارواکي ادعا کوي چې وسلوال له تېرو څو اوونیو راهیسې د خيبر په باړه سيمه کې ګرځېدل، پر یوه دولتي روغتون یې قبضه کړې وه او د پولیسو سرتېري او ولسي خلک یې په نخښه کول.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم خپلواکو سرچينو د دې دادعا پخلی کړی دی.
بل پلو، د باړې د سیاسي اتحاد مشران وايي چې د مارچ پر ۳۰مه د پوځ له لوري د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږه یو ولسي وګړی وژل شوی او درې ماشومان ژوبل شوي دي.
امریکا په اصفهان کې د مهماتو پر زېرمتون سنګرماتوونکي بمونه وغورځول
په داسې حال کې چې د اصفهان ولايت د امنيتي چارو مرستيال والي اعلان وکړ چې «امريکايي او اسرائيلي جنګي الوتکو» د اصفهان، نجفآباد، مبارکه، کاشان او شهرضا ښارونه د دوشنبې په ماښام بمباري کړي، په ټولنيزو رسنيو کې خپرو شوو ګڼو ويډيوګانو ښودلې چې بمبارۍ د سېشنبې په سهار وختي هم په اصفهان کې په شدت دوام درلود.
د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د بمباري شوي ځای ويډيو د سېشنبې په سهار له کوم وضاحت پرته په خپل ټولنيز پلاتفورم ټروت سوشل کې خپره کړه.
په همدې وخت کې، وال سټريټ ژورنال د سېشنبې په سهار راپور ورکړ چې «يوه رسمي چارواکي ويلي، امريکا د ۲۰۰۰ پونډه سنګر ماتوونکو بمونو په وسیله د ايران د اصفهان ښار د مهماتو یو لوی زېرمتون په نښه کړی دی.»
امریکا ډاډه نه ده چې ایراني مرکچیان دې پوره صلاحیت ولري
سيایناین تلویزیوني چاینل د ايران او متحدو ايالتونو ترمنځ د خبرو په اړه د څو امريکايي چارواکو او د خليج د هېوادونو له قوله راپور ورکړ چې امريکا «پوره ډاډه نه ده» چې هغه حکومتي څېرې چې د پاکستان او ترکيې له لارې پيغامونه ترلاسه کوي، د سولې د هر ډول تړون د تاييد يا نتیجې لپاره «وروستی صلاحيت» لري که نه.
په داسې حال کې چې د امريکا ولسمشر وايي خبرې په ښه ډول روانې دي او نوي مذاکره کوونکي نسبتاً «معقول» بولي، د يوې خبرې سرچينې په وينا، چې له وضعيت سره بلده ده، د ايران د حکومت ځينې کسان پر امريکا «باور نه لري»، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې د ديپلوماتيکو هڅو پخواني پړاوونه د امريکايي بريدونو له امله ناکام شول.
دا راپور زياتوي چې اوس مهال، د ايران د حکومت د «ډېرو برخو د غيرفعال کېدو» له امله دا روښانه نه ده چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هر ډول تړون وروستۍ پرېکړه به څوک کوي.
ترکیه وايي یو بل ایرانی توغندی یې هم شڼډ کړی
ترکیې ویلي چې څلورم ایراني توغندی یې شنډ کړی دی.
د ترکیې د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ د حمل په ۱۰مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې یو بالستیک توغندی چې له ایران څخه توغول شوی و، له منځه وړل شوی دی.
د اعلامیې له مخې، ددغه توغندي مخه د ناټو د هوايي او توغندیز دفاعي سیستم له لارې، چې د مدیترانې ختیځ کې ځای پر ځای دی، نیول شوې ده.
ترکیه د ناټو غړی هېواد دی.
دا څلورم ایراني بالستیک توغندی دی چې د ترکیې په فضا یا د هغې په لوري د تګ پر مهال شنډېږي.
تر دې مخکې، ترکي چارواکو د ایران له لوري د توغندیزو بریدونو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې وه او د هغو د بندېدو غوښتنه یې کړې وه.
تر اوسه د شنډ شوي توغندي د مسیر او د نسکوریدو د دقیق ځای په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي.
ټرمپ ګواښ کوي چې که خبرې نتیجه ورنکړي نو د ایران د انرژۍ تاسیسات به له مینځه یوړل شي
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که له ایران سره مذاکرات نتیجه ورنکړي ، نو واشنګټن به د هغه په وینا د ایران ټول برېښناکوټونه، د تېلو څاهګانې او د خارک ټاپو له منځه یوسي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ د وري په ۱۰مه په خپلې ټولنیزې شبکې «تروت سوشیل» کې لیکلي چې هغه د یو «نوې او معقول رژیم» سره ایران کې د پوځي عملیاتو د پای ته رسولو لپاره لګیا دی«جدي خبرې اترې» کوي.
خو ایراني چارواکو له امریکا سره د هر ډول خبرو اترو راپورونه رد کړي دي.
ټرمپ تر دې مخکې د یکشنبې په ماښام له «فایننشل ټایمز» سره په مرکه کې ویلي وو چې د خارک ټاپو د نیولو او د ایران د تېلو د کنټرول ترلاسه کولو احتمال ارزوي.
په همدې حال کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ له «ABC» ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې پرته له جزییاتو وویل چې د امریکا حکومت د هرمز په تنګي د ایران د دایمي کنټرول د مخنیوي لپاره څو لارې او وسایل لري.
وروستیو اونیو کې ځینو ایراني چارواکو ویلي وو چې غواړي د هرمز تنګي څخه تېرېدونکو نړیوالو بیړیو نه فیس واخلي، چې دا خبره د واشنګټڼ له سخت غبرګون سره مخ شوه.
ټرمپ؛ که وغواړم په ډیر اسانه د خارک ټاپو نیولی شم
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،" له ایران سره د مذاکراتو سربیره، د خارک ټاپو د نیولو پلان تر څیړنې لاندې دی".
هغه چې نن دوشنبې فایننشنال ټایمز ورځپانې سره خبرې کولې وویل،"کیدای شي خارک ټاپو ونیسو یا يې ونه نیسو، ډیر انتخابونه لرو، دا کار په دې مانا دی چې باید بیا هلته (خارک) د یو څه وخت لپاره پاتې شو".
ټرمپ د خارک ټاپو څخه د ایران د دفاع د پوښتنې په ځواب کې وویل،" فکر نه کوم چې هغوي (ایرانیان) د دفاع لپاره څه ولري، ډیر اسانه کولی شو چې خارک ونیسو".
د ټرمپ په ټکو،"غوره ګڼم چې د ایران د تیلو واک ترلاسه کړم". هغه دا احتمالي اقدام په ونزویلا کې د نیکلاس مادورو له نیول سره پرتله کړ او زیاته يې کړه چې اوس د ونزویلا تیل د امریکا د تیلو چانځایونو ته راځي.
ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې د ایران د تیلو د واک د ترلاسه کیدو خبره کوي چې د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې له پنځوس سلنه لوړې شوي دي.
اوسمهال د تیلو د یو بیرل بیه ۱۱۶ ډالرو ته پورته شوې ده.
ایران؛ د سمندري ځواکونو قومندان علیرضا تنګسیري وژل شوی
د ایران سپاه پاسداران د دې هېواد د سمندري ځواکونو قومندان علیرضا تنګسیري وژل کیدل تایید کړل.
سپاه پاسدارانو نن دوشنبې په یو بیان کې ویلي،" هغه د عملیاتو پرمهال هدف وګرځیده او له سخت ټپي کیدو وروسته يې ساه ورکړه".
امریکا او اسراییلو د تیرې پنجشنبې په ورځ د تنګسیري د وژلو ادعا کړې وه.
سپاه په خپل بیان کې د سمندري ځواکونو د قومندان د وژل کیدو او ځایناستي په اړه ډير جزیات ورکړې نه دي.
په منځني ختیځ کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سنټکام) مشر دریادار برد کوپر ویلي،" د تنګسیري وژل کیدل سره سیمه کې امن راوستلی شي".
د امریکا د خزانې وزارت په ۲۰۱۹کال کې تنګسیري د " ځانګړي نړیوال ترهګر" په توګه معرفي کړي و.
په تهران کې د العربیه ټلویزیوني شبکې ودانۍ د توغندي په برید کې لګېدلې ده
د قطر العربیه ټلویزیون خبر ورکړی چې د ایران په پلازمېنه تهران کې د نوموړې ټلویزیوني شبکې د دفتر ودانۍ د اسراییلو په یوه توغندي لګېدلې ده.
العربیه پرون (یکشنبې د وري ۹مه) وویل، له یوې بې پیلوټه الوتکې څخه ویشتل شوی توغندی د یوه ژوندي پروګرام په حال کې هلته لګېدلی دی.
د آزادۍ راډیو د ایران څانګې راډیوفردا خبر ورکړی چې په تهران کې د دې شبکې کارکوونکي نه دي زیانمن شوي خو د العربیه یوه خبریال ویلي دي چې په څېرمه ودانیو کې لس کسان ټپیان شوي دي.
تراوسه معلومه نه ده چې دې توغندي په تهران کې کوم هدف په نښه کړی و.
اسراییلو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.