نړۍ
ترکیې د سوریې په شمال کې د کرد ملېشهوو تر کنټرول لاندې سیمه بمبار کړه
ترکیې پرون ناوخته د سوریې د شمال پر هغه ساحه چې د کرد ملېشهوو په کنټرول کې ده، هوايي حملې پیل کړې.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې نن وویل، د ترکیې یوې جټ الوتکې د سوریې د عین عیسی سیمې په سیده کلي کې د ډیموکراتیکو ځواکونو پوځي سنګرونه ویشتلي دي.
د دې څارونکې ډلې په خبره دا د «سولې پسرلي تر عملیاتو» وروسته لومړۍ حمله ده.
ترکیې دغه پوځي عملیات د ۲۰۱۹م کال په اکټوبر میاشت کې د خپلو سوریايي متحدانو په همکارۍ د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو پر ضد د سوریې په شمال کې پیل کړي وو.
د ترکیې عملیات وروسته له هغې وځنډول شول چې ترکیې له امریکا او روسیې سره تر مذاکرو وروسته پر دوو موافقو سلا وکړه.
له دې سره ترکیې ته زمینه برابره شوه چې په سوریه کې دننه د «خوندي ساحې» په نوم شاوخوا ۱۲۰ کیلومتره ساحه په خپل کنټرول کې ولري، خو د سوریې عین عیسی سیمه لا هم د کرد ځواکونو په کنټرول کې پاتې وه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
بریتانیا: په تهران کې یې خپل سفارت د لنډې مودې لپاره تړلی دی
بریتانیا پرون چهارشنبې د ورځې ناوخته اعلان وکړ چې د دې هېواد سفارت په تهران کې مؤقتاً تړل شوی دی.
د آزادې اروپا/ ازادي راډیو د فردا څانګې د راپورله مخې یوه بریتانوي چارواکي ویلي چې د بریتانیا سفیر او د قونسلګرۍ ټول کارکوونکي د امنیتي ارزونو پر اساس او د کارکوونکو د خوندیتوب د لومړیتوب لپاره ایستل شوي دي.
دا اقدام په داسې وخت کې کېږي چې ایراني چارواکي هڅه کوي د اسلامي نظام پر ضد پراخ او سراسري اعتراضونه کنټرول کړي او هغه هم داسې مهال چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله د مداخلې ګواښ کړی دی.
بریتانیا او متحده ایالاتو همدارنګه وروسته له هغې چې یوه لوړ پوړي ایرانی چارواکي اعلان وکړ چې تهران خپلو ګاونډیو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې که واشنګټن پرایران برید وکړي، په سیمه کې به امریکایي اډې په نښه کړي، په منځني ختیځ کې له پوځي اډو یوشمیرپرسونل ایستلي دي.
اروپایي ټولنې اوکراین ته د ۹۰ ملیارډه یورو پور تصویب کړ
اروپايي اتحادیې د اوکراین د بودیجې او پوځي اړتیاوو لپاره د ۹۰ ملیارډ یورو پور تصویب کړ.
اروپايي کمیسیون اعلان وکړ چې دغه پور په راتلونکو دوو کلونو کې د اوکراین د مالي اړتیاوو د زیاتې برخې د پوره کولو لپاره ورکوي.
دا اقدام په روانه جنوري میاشت کې وروسته لدې کیږي چې د اروپايي اتحادیې مشرانو تیرې دیسمبر میاشتې کې دا غوره کړه چې اوکراین ته د اتحادیې په هیوادونو کې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو په ضمانت د "جبراني پور" په ځای د اتحادیې د بودیجې څخه پور ورکړل شي.
تېر کال، نړیوال وجهي صندوق (IMF) اټکل وکړ چې اوکراین به د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره شاوخوا ۱۳۵ ملیارد یورو ته اړتیا ولري.
کیف وار دمخه د راتلونکي پسرلي په پیل کې په خپله بودجه کې د ۷۱.۷ ملیارډ یورو کسر سره مخ دی.
په داسې حال کې چې واشنګټن ویلي چې اوکراین سره خپلې مالي مرستې کموي،اروپايي اتحادیې ژمنه کړې چې د دغه کسر لویه برخه به پوره کړي.
د کرکټ د نولس کلنو کم عمره لوبډلو جام لوبې نن پنجشنې پيلیږي
د کرکټ د نولس کلنو کم عمره لوبډلو دجام لوبې نن د زیمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پيلیږي.
د دې سیالیو د لړۍ په لومړۍ ورځ به د هند او امریکا، زیمبابوې او اسکاټلنډ او تانزیا او ویسټ انډییز لوبډلې لوبې ترسره کړي.
د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو کشره لوبډله به خپله لومړۍ لوبه له جنوبي افریقا سره د جمعې په ورځ ترسره کړي.
افغانستان د دغو لوبو لپاره د تیاریو په ترڅ دوه تمریناتي لوبې، له آسټرالیا او سریلانکا سره ترسره کړې. د جام سیالیو پای لوبه به د فبرورۍ په شپږمه ترسره شي.
د کرکټ د نولس کلنو جام سبا پیلیږي. افغانستان لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ ترسره کوي
ټاکل شوې ده چې سبا پنجشنبې د کرکټ د نولس کلنو کم عمره لوبډلو جام د زیمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پيل شي.
د دې سیالیو د لړۍ په لومړۍ ورځ به د هند او امریکا، زیمبابوې او اسکاټلنډ او تانزیا او ویسټ انډییز لوبډلې لوبې ترسره کړي.
د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو کشره لوبډله به خپله لومړۍ لوبه له جنوبي افریقا سره د جمعې په ورځ ترسره کړي.
افغانستان د دغو لوبو لپاره د تیاریو په ترڅ دوه تمریناتي لوبې، له آسټرالیا او سریلانکا سره ترسره کړې. د دې سیالیو پای لوبه به د فبرورۍ په شپږمه ترسره شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: ایراني چارواکي د ترهګرو په توګه د معترضانو په نومولو سره نړۍ نشي غولولی
په ټول ایران کې د پراخو اعتراضونو د دوام په لړ کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزرات په فارسي ژبه خپله ایکسپاڼه کې د ایران د حکومت هغې هڅې ته غبرګون وښود چې غواړي معترضان د "ترهګرو" په توګه معرفي کړي.
دې وزارت په بیان کې لیکلي: "دا چې د اسلامي جمهوریت رژیم معترضان ‘ اخلالګر’ او ‘ترهګر’ بولي، نړۍ نشي غولولی." د دې وزارت په خبره " دا یوازې هغه ټاپې دي چې د تاوتریخوالي د توجیه لپاره کارول کېږي او له دې پرته بل څه نه دي."
د اعتراضونو له زیاتېدو سره، ایراني چارواکو د معترضانو په وړاندې خپل چلند لا سخت کړی او هغوی یې "ترهګر" بللي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم په تېرو ورځو کې د بهرنیو هېوادونو سفیران او ډیپلوماتیک استازي وربللي او د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي په وینا او د فلم د ښودلو له لارې یې هڅه وکړه چې د معترضانو پر ضد د بې ساري تاوتریخوالي اقدامات توجیه کړي.
په ټایلنډ کې په یوه پیښه کې ۲۲ کسان وژل شوي
د ټایلنډ په شمال ختیځ کې لږ تر لږه ۲۲ کسان هغه مهال ووژل شول چې یوساختماني جرثقیل د مسافر وړونکي اورګاډي پر سر ولوېد. په دې پیښه کې شاوخوا ۷۰ نور کسان ټپیان شول.
د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه د چهارشنبې په سهار، د جدې په ۲۴مه، د ناخون راچاسیما ولایت په سیکیو ولسوالۍ کې، چې د بنکاک څخه شاوخوا ۲۳۰ کیلومتره شمال ختیځ ته پرته ده، رامنځته شوه.
د ځايي رسنیو د وینا له مخې، هغه جرثقیل چې د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو لپاره کارول کېده، پر اورګاډي د تېرېدو پر مهال را ولوېده چې له امله یې څو واګونونه له پټلۍ څخه ووتل.
د تایلنډ د دولتي اورګاډي شرکت ویلي چې د پېښې پر مهال ۱۹۵ کسان په اورګاډي کې سپاره وو، او چارواکو د دې پېښې د علت په اړه څېړنې پیل کړې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان؛ پر خوږو او الکولي مشروباتو دې مالیات لوړ شي څو د چاغۍ مخه ونیول شي
د روغتیا نړیوال سازمان، WHO وایي، پر شیرینو او الکولي مشروباتو دې مالیه زیاته شي ځکه هغه له حده زیات ارزانه دي او دا د دې سبب شوي چې په خلکو کې د چاغي، شکرې او نورې ناروغۍ زیاتې شي.
د دې سازمان په وینا د غټانو پرتله ماشومان او ځوانان ډیراغیزمن کیږي. د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کوي چې پردغو مشروباتو دې مالیې ولګول شي یا دې پرېمالیې زیاتې شي، ترڅو بیې یې ورسره لوړې شي چې په نتیجه کې به یې مصرف کم او په عین حال کې د روغتیا د برخې لپاره عواید زیات شي.
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تیدروس ادهانم ګیبریسوس ویلي،" روغتیایي مالیې یوله هغو پیاوړو وسیلو څخه دي چې موږ یې د روغتیا د ودې او د ناروغیو د مخنیوي لپاره په لاس کې لرو."
ټرمپ ایراني لاریونوالو ته: «اعتراضونو ته دوام ورکړئ; مرسته په لار ده»
د متحدوایالاتو ولسمشر، دونالدټرمپ، دسه شنبې په ورځ وویل چې ایرانیان باید خپلو پراخو مظاهرو ته دوام ورکړي، دولتي تاسیسات ونیسي او د« ځپونکو عاملانو او قاتلانو» نومونه ثبت کړي.
ټرمپ په خپله خواله رسنۍ ،تروث سوشال کې ولیکل: «ایراني وطنپالو ! ،اعتراضونو ته دوام ورکړئ.»
ټرمپ زیاته کړه: « د معترضینو د بې معنی وژنې تر درولو پورې یې ایراني چارواکو سره ټولې لیدنې لغوه کړي، مرسته په لار ده.»
د امریکا ولسمشر وروستیو ورځو کې د ایراني لاریونوالو دملاتړلپاره ګڼ پیغامونه خپاره کړي دي. د شنبې په ورځ یې ولیکل چې« ایران ازادي ته سترګې په لار دی؛ کیدای شي تیر هروخت ته په کتو. متحد ایالات مرستې ته چمتودي. »
ښاغلي ټرمپ ایراني چارواکو ته څو ځلې خبرداری ورکړ که چیرې لاریونوال ووژني ، نو متحد ایالات به یې مرستې ته وردانګي.
په ورستیو ورځو کې دایران دامنیتي ځواکونو په لاس د لاریونوالو د وژنې ویروونکي رپوټونه خپاره شوي دي، ګڼو خلکو ددغو وژنو د درولولپاره د امریکا د عملي اقداماتو غوښتنه کړې.
ټرمپ ته نږدې مخکښ سناتور لیندسي ګراهام وویل اوس د عملي اقدام وخت رارسیدلی دی.
په اوکراین د روسیې د تیرې شپې بریدونو مرګ ژوبله اړولې او د ملیونو خلکو بريښنا یې پرېکړې
اوکرایني چارواکي وايي په دغه هیواد باندې د روسیې د تیرې شپې بریدونو کې ۴ کسه مړه او څو تنه نور ټپیان شوي دي.
ددغو بریدونو په نتیجه کې د برښنا او تودوخې شبکې هم زیانمنې شوي او په ملیونو خلک د ژمې په دې سړه هوا کې له برښنا او د تودوخې له خدماتو بې برخې شوي دي.
ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي وویل چې روسي ځواکونو داوکراین په اتو سیمو دغو بریدونو کې تقریبا ۳ سوه ډرون ، ۱۸ بالیستیک توغندي او ۷ کروز توغندي کارولي دي.
زیلنسکي په ټیلیګرام کې ولیکل چې په دغو بریدونو کې د انرژي او برښنا تاسیسات په نښه شوي دي.
روسي چارواکو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
په اوکراین کې د روسیې د جګړې د درولو لپاره خبرو تراوسه کومه نتیجه نه ده ورکړې.
لسګونه پاکستانیان له ایران خپل هیواد ته ستانه شوي
په ایران کې د حکومت ضد لاریونونو له کبله هلته مېشت لسګونه پاکستانیان خپل هېواد ته ستانه شوي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې نن (د جنورۍ پر ۱۳مه ) د تحقیقاتو د فډرالي ادارې (اېف ای اې) د یوه چارواکي بالاچ یعقوب له قوله لیکلي دي چې په تېرو دوو ورځو کې له ۱۰۰ زیات پاکستانیان له ایرانه بېرته پاکستان ته ستانه شوي دي.
د نوموړي په وینا دا هغه پاکستانیان دي چې یا یې د ایران په پوهنتونونو کې لوړې زدکړې کولې او یا هم د زیارت لپاره هلته تللي ول.
پاکستاني چارواکي تمه لري چې نن (د جنورۍ پر ۱۳مه ) به هم د ۵۰ زده کوونکو یوه بله ډله له ایرانه پاکستان ته ستنه شي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۱۰مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) پیغام کې ویلي وو چې له پاکستانه دې خلک ایران ته "غیر ضروري سفر" نه کوي او هلته مېشت پاکستانیان دې هم له "احتیاطه" کار واخلي.