د ازادي راډیو '' د دې اوونۍ د خپرونې موضوع 'پر نجلۍ له مرکه کوونکو سره د هغې د کورنۍ ناسم چلند' دی.
په افغانستان کې له ناوړه دودونو څخه یو هم پر انجلۍ د مرکه کوونکو سره د هغې د کورنۍ ناسم چلند دی، یو شمېر افغانې کورنۍ لکه څنګه چې د لور په زوکړې خفه کېږي، همدا شانیې د لور غوښتونکي هم ورته ښه نهښکاري او په ورین تندي یې هرکلی نهکوي.
ولې یو شمېر افغان نارینه د لور، خور او نورو ښځینهوو قریبانو له مرکه کوونکو سره ناسم چلند کوي؟
که د یوې انجلۍ کورنۍ د هغې له غوښتونکو سره ناسم چلند وکړي، نو د لور په راتلونکي ژوند بهیې بدې اغېزې څه وي؟
څنګه کېدای شي چې په افغاني ټولنه کې ناوړه دودونه لهمنځه یوسو؟
په دغې خپرونه کې د ټولو پاس پوښتنو د ځوابولو هڅه شوې ده، دا خپرونه نوریې جبارخېل جوړه کړې ده او تاسو یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلای شئ: