د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې سبا جمعه د روانې شل اورېزې لوبلړۍ دوهمه لوبه ترسره کوي.
د دې سریز لومړنۍ لوبه پرون افغان لوبډلې د اته څلويښتو منډو په توپیر وګټله.
په ابوظبۍ کې د پرونۍ دې لوبې غوره لوبغاړی د افغانستان د پيل توپ وهونکی رحمان الله ګربز وپیژندل شو.
ګربز په ۴۵ توپونو ۸۷ منډې جوړې کړې چې دې کې یې ۷ شپږیزې او ۶ څلوریزې ووهلې.
توپ اچونه یا باولینګ کې بیا د تل په څېر راشد خان ښه وځلېد او وې کولای شول چې د زیمبابوې درې لوبغاړي وسوځوي.