خبرونه
کابل پولیس: بېلابېلو چاودنو ۳ تنه وژلي او ۱۲ یې ټپیان کړي

نن یکشنبه (د کب ۲۴مه) ماښام شپږ نیمې بجې په کابل کې دوو بېلابېلو چاودنو درې تنه وژلي او ۱۲ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته ویلي، دوه تونس ډوله موټر چې یو د دې ښار د درېیمې ناحیې سرکاریز سیمه کې او بله د شپږمې ناحیې په پل سوخته سیمه کې د ماین ښکار شوي دي.
دی وايي دواړه پېښې تر څېړنې لاندې دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښو پړه نه ده منلې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اشرف غني: د دولت د سقوط اوازې ناسمې دي

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې افغان ولسمشر وایي، د دوی د دولت د سقوط اوازې ناسمې دي.
محمد اشرف غني دا خبرې دوه ورځې وړاندې د نظامي ګنجوي نړیوال مرکز په ناسته کې کړې، خو د خبرو دا برخهیې نن ارګ پر خپلو ټولنیزو رسنیو خپره کړې ده.
ښاغلي غني زیاته کړې ځواکونهیې هره ورځ ۳۰ تر ۴۰ پورې عملیات مخته وړي او تر ډېره په خپلواکه توګه.
ښاغلی غني وايي: "موږ د سقوط په خطر کې نهیو، دا روایت ناسم دی چې د افغانستان دولت به وپرځېږي، موږ یوازې ۴۰ زره کمانډو، ځانګړي او هوايي ځواکونه لرو چې ښه پياوړي او ښه روزنهیې شوې ده، تر هغو چې دا ځواکونه وي د دولت د سقوط خطر نهشته."
له دې وړاندې د افغانستان دفاع وزارت هم ویلي چې د دوی ځواکونه د بهرنیو له حضور پرته هم د دغه هېواد او افغانانو د بشپړې دفاع وړتیا لري.
له افغانستانه په بېقید او شرطه ډول د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ځیني تحلیلیونه دا دي چې طالبان به ډېرې سیمې لاندې کړي.
د امریکا استخباراتو هم ورته اندېښنه ښودلې ده.
نړۍ کې د کرونا له کبله د مړه شويو کسانو شمېر له درې ملیونو واوښت

د نړۍ په کچه د هغو کسانو شمېر له درېیو ملیونو واوښت چې د کرونا له کبله مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په برازیل، هند او فرانسه کې د کرونا څپه ګړندۍ ده او مسؤلینیې د کابو کولو هڅه کوي.
د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې تېره اوونۍ په اوسط ډول هره ورځ د نړۍ په کچه ۱۲ زره کسان په کرونا مړه شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، دا داسې وضعیت نهدی چې د وبا له پيل ۱۶ میاشتې وروستهیې دوی وړاندوینه کړې وه.
په اکثرو هېوادونو کې لا هم د ویروس د مخنیوي محدودیتونه پر خپل ځای دي.
د بلاروس مشر: د امریکا په ملاتړ د ترور د یوې طرحې هدف وم

د بلاروس مشر الکساندر لوکاشینکا ادعا کړې چې دی د امریکا په ملاتړ د ترور د یوې طرحې هدف و.
لوکاشینکا پرون (د اپرېل په ۱۷مه) په دې اړه د خبرو پر مهال ډېر جزئیات ورنهکړل، خو ویېویل، دی او ماشومانیې د دې ترور هدف و.
امریکایي چارواکو هم سملاسي په دې تړاو څه نهدي ویلي.
د بلاروس د اصلي امنیتي ادارې (کې.جي.بي) مشر تېر اوړي کې د یوې انلاین غونډې پر مهال چې د دغه هېواد له کارپوهانو او د قانون حاکمیت له چارواکو سرهیې درلوده، د دې طرحې یادونه کړې ده.
د روسیې د کورني امنیت ادارې ویلي، وروستیو ورځو کې یې مسکو کې دوه تنه بلاروسیان توقیف کړي چې د ترور همدې طرحه کې په لاس لرلو تورن دي.
لوکاشینکا چې له شاوخوا درې لسیزو راهیسې پر بلاروس واکمن دی له دې وړاندې هم داسې ادعاوې کړي چې لوېدیځ هېوادونهیې د پرځولو په هڅه کې دي.
خوست کې هم درمل پلورونکو کاري اعتصاب وکړ

د افغانستان د یو شمېر نورو ولایتونو په څېر خوست کې هم درمل پلورونکو کاري اعتصاب کړی چې خلکو تهیې ستونزې پیدا کړي.
دوی د دولت د هغې پرېکړې په وړاندې اعتراض کړی چې غواړي د درملو واردات په پنځو شرکتونو پورې منحصر کړي.
د خوست د درملتونونو د ټولنې مرستیال سلطان افغان ازادي راډیو ته وویل: "موږ خپل اعتصاب د تېرې پنجشنبې له ورځې پیل کړی او تر هغې به جریان لري چې موږ خپل حقه حقوقو ته لاسرسی نهوي شوی، موږ په خوست کې ۴۲۳ دواخانې او د درملو د شرکتونو نمایندهګۍ لرو چې دا ټول په مطلق ډول تړلي دي."
د افغانستان دولت ویلي، غواړي د درملو واردات په پنځو شرکتونو منحصر کړي او دغه شرکتونه بهیې بیا په زنځیري ډول په درملتونونو وېشي.
له دې وړاندې په کابل، هرات او ګڼو نورو ولایتونو کې د درملو کاروباریانو ورته اعتراضونه کړي دي.
حنیف اتمر او شاه محمود قریشي د سولې بهیر پر ګړندیتوب خبرې وکړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سرهیې د سولې بهیر پر ګړندیتوب خبرې کړې دي.
ښاغلي قریشي نن (د اپرېل ۱۸) پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، هیلهمن دی چې په استانبول کنفرانس کې له ښاغلي اتمر سره وګوري او بیا یې اسلاماباد کې کوربهتوب وکړي.
د قریشي په خبره، دی او ښاغلی اتمر به له استانبول کنفرانس وروسته په پاکستان کې د همدې کنفرانس د لارو چارو په اړه خبرې وکړي.
ټاکل شوې د استانبول کنفرانس د همدې اپرېل میاشتې په ۲۴مه پیل شي، افغان دولت وایي د ګډون کوونکو نوملړ یې بشپړ کړی، خو طالبانو لا په کنفرانس کې د ګډون یا نهګډون په اړه په څه نهدي ویلي.
طالبانو دومره ویلي، تر هغه چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ونهوځي، دوی به داسې کنفرانسونو کې ګډون ونهکړې چې د دې هېواد په اړه پرېکړه پهکې کېږي.
د ننګرهار د پچیراګام او هسکې مېنې لپاره د 'داعش ډلې نوی مسؤل' ووژل شو

د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې د پچیراګام او هسکې مېنې ولسوالیو لپاره د داعش ډلې نوی مسؤل ووژل شو.
د ملي امنیت ریاست په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا عملیات تېره شپه د کوز کونړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوي چې په نتیجه کې د داعش ډلې یو مسؤل کمین چې په حکیمالله مشهور دی، د تېښتې پر مهال ووژل شو.
خبرپاڼه زیاتوي په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نهدی رسېدلی.
چک جمهوریت له خپلې خاورې د ۱۸ روسي ډیپلوماتانو د ایستلو برېکړه وکړه

چک جمهوریت له خپلې خاورې د ۱۸ روسي ډیپلوماتانو د ایستلو اعلان وکړ.
دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې د چک جمهوریت چارواکو روسان په جاسوسۍ او په ۲۰۱۴ کال کې د پلازمېنې پراګ جنوب ختیځ ته په زلین ښار کې د مهماتو په یوې زېرمه کې په یوه چاودنه کې په لاس درلودلو تورن کړل. روسیې په یادې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.
په هغې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي وو.
د چک جمهوریت د کورنیو چارو وزیر یان هاما چیک چې د دې هېواد د بهرنیو چارو سرپرستي هم کوي، پرون په پراګ کې یوې خبري غونډې ته وویل: "د چک د بهرنیو چارو وزیر په توګه ما پرېکړه وکړه چې په پراګ کې د روسیې د سفارت ټول هغه کارکوونکي وباسم چې زموږ د استخباراتي ادارې لهخوا په ښکاره د روسیې د استخباراتي ادارې افسران پېژندل شوي دي. د روسیې د سفارت ټول ۱۸ غړي دې په ۴۸ ساعتونو کې له چک جمهوریت څخه ووځي."
مسکو د خپلو ډیپلوماتانو د ایستلو د عواقبو په اړه خبرداری ورکړی دی.
امریکا له چاپېریالي بحران سره د مبارزې په برخه کې موافقه وکړه

د امریکا متحده ایالاتو او چین د چاپېریالي بحران پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له یو بل او نورو هېوادونو سره د همکارۍ موافقه وکړه.
دا موافقه شانګهای ته په اقلیمي چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي جان کري د سفر پر مهال پرون شوې ده.
دواړو لورو په یوې ګډه اعلامیه کې ویلي چې دا موضوع دې په جدې او بېړني ډول تعقیب شي.
د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره د اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په اړه له هغه تړونه ووته چې په ۲۰۱۵ کال کې په پاریس کې شوی و، خو د ولسمشر جو بایډن اداره په جنورۍ کې واک ته له رسېدو سره سم بېرته دغې موافقې ته شامله شوه.
تمه ده د اپرېل پر ۲۲مه او ۲۳مه ولسمشر بایډن د اقلیم په اړه د یوې انلاین غونډې کوربه وي.
د ښاغلي کري تر سفر دمخه د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اشاره کړې وه چې هېواد بهیې په سرمشریزه کې کومه نوې ژمنه ونهکړي.
جان کري له شانګهای څخه جنوبي کوریا ته ولاړ.
د جرمني دفاع وزیرې له خپل حکومت له دوی سره د کارکوونکو افغانانو منل غوښتي

د جرمني دفاع وزیره انګریت کارنبایر وایي له حکومت څخهیې غواړي هغه افغانان چې د افغانستان په جګړو کې یې په هغه هېواد کې له دېره جرمني پوځیانو سره مرسته کړې او دا مهالیې ژوند په خطر کې دی، ومني.
نوموړي د جرمني ډي پي اې خبري اژانس ته وویل چې په حکومت کې دننه د یوې اسانه او چټکي حللارې لپاره کار روان دی.
مېرمن کارنبایر زیاته کړه، کله چې جرمني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، دا د جرمني مسؤلیت دی چې له دوی سره همکار افغانان په ناخوندي ډول یوازې پرې نږدي.
په افغانستان کې له دېره ۱،۰۰۰ جرمني سرتېرو ترڅنګ ۳۰۰ افغان کارکوونکي په دندو بوخت دي.
جلالاباد کې د یوې کورنۍ ۸ غړي ووژل شول

د یوې کورنۍ ۸ غړي تېر ماښام په جلالاباد ښار کې ووژل شول.
د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وایي دا پېښه د جلالاباد ښار د ۹مې ناحیې اړوند سیمه کې داسې مهال شوې چې دغه کسان د تراوېح پر لمانځه ولاړ ول.
ښاغلی امرخېل زیاتوي چې پنځه تنه وژل شوي د حاجي عبدالوهاب په نوم یوه کس زامن او درې نور یې ورېرونه ول.
د والي په خبره لومړني معلومات ښیي چې دا پېښه د ځمکو پر سر د شخصي دښمنۍ له کبله شوې ده.
د غزني په قرهباغ ولسوالۍ کې چاودنې ۴ ملکيان ووژل

افغان چارواکي وايي چې د غزني ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې څلور ملکي وګړي د یوه ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
د قرهباغ امنیه قوماندان رمضان ځیرک تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه پرون مازیګر قرهباغ ولسوالۍ ته نږدې په لایق کلي کې وشوه.
ښاغلي ځیرک د پېښې په اړه زیاته کړه: "څلور کسان شهیدان شول. هغوی یې د دروازې مخې ته ماین ایښی و. د دوی موټر هم ټوټې ټوټې شوی و. وروسته د کلي خلک پسې راپاڅېدلي دي او طالبانیې وهلي او له کلي څخهیې په زور شړلي دي."
ښاغلی ځیرک وايي، د تېرې سې شنبې او چهارشنبې ترمنځ شپه کې چې طالبانو د قرهباغ پر مرکز برید وکړ او د ولسوالۍ بازار ته ننول، نو د بازار ټولې لارې یې په ماینونو وپوښلې چې د نوموړي په وینا پرون چاودلی ماین هم له همدې ډلې وو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
بنګلهدېش کې پر مظاهرهچیانو د پولیسو ډزو کې ۵ تنه ووژل شول

د بنګلهدېش په جنوب کې پر مظاهرهچیانو د پولیسو د ډزو په نتیجه کې لږترلږه پنځه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د بنګلهدېش د پولیسو یوه چارواکي عزیزالاسلام پرون د اپرېل په ۱۷مه نېټه وویل نښتې هغه مهال پیل شوې چې پولیسو د برېښنا د یوې فابریکې د معترضو کارګرانو پر ضد له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست. د چین په مرسته د دې جوړېدونکې نیمګړې فابریکې کارګرانو د خپلو پاتې تنخواګانو غوښتنه کوله.
پولیس وايي معترضو کارګرانو او د سیمې اوسېدونکو د کوتکو په وسیله پر دوی حمله وکړه او دوی د خپل ځان د دفاع لپاره ډزو ته اړ شول.
راپورونه وايي چې واړه پنځه وژل شوي کسان کارګران وو.
په ۲۰۱۶ کال کې هم په دې سیمه کې د برېښنا د تولید د دې فابریکې د ځمکې د پېرېدلو پر ضد د مظاهرو په ترڅ کې څلور کسان وژل شوي وو.
د روسیې اپوزېسیون مشر د 'زړه د سکتې له جدي ګواښ' سره مخ دی

ډاکترانو خبرداری ورکړی چې د روسیې د اپوزېسیون مشر الکسي ناوالنۍ د زړه د سکتې له جدي ګواښ سره مخامخ دی.
ډاکترانو د کرملېن د دې منتقد سیاستوال د سمدستي علاج غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د نوموړي صحي وضعیت په خرابېدو دی او هره شېبه امکان لري چې د زړه سکته وکړي.
دا ادعا د ناوالنۍ شخصي ډاکټرې اناستازیا واسیلیوا «Anastasia Vasilyeva» او د زړه د ناروغیو د یوه متخصص په ګډون درېیو نورو ډاکترانو په هغه لیک کې کړې چې د روسیې د زندانونو د فدرال ادارې چارواکو تهیې استولی دی.
په لیک کې چې مېرمن واسیلیوا پرون شنبه پر ټویټر خپور کړ، یادونه شوې چې د ناوالنۍ یوه معاینه ښيي چې د نوموړي د وینې د پټاشیم اندازه بحراني کچې ته رسېدلې.
الکسي ناوالنۍ په تېره جنوري میاشت کې له جرمني څخه د راستنېدو پر مهال د مسکو په هوايي ډګر کې ونیول شو. د جرمني ډاکترانو په وینا ناوالنۍ په روسیه کې د نوویچوک په نوم د زهري مادې په وسیله مسموم شوی و.
اتمر له خپل هندي سیال سره د امریکا د پوځي مأموریت پر پای ته رسېدو خبرې وکړې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل هندي سیال سره په افغانستان کې د امریکا د پوځي مأموریت د پای ته رسېدو په اړه خبرې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وايي چې محمد حنیف اتمر پرون شنبه له اس جې شنکر سره په ټیلیفوني خبرو کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په امنیتي، سیاسي او پراختیايي برخو کې له افغانستان سره د امریکا د همکاریو د نوي فصل په اړه خبرې وکړې.
بیان زیاتوي چې ښاغلي شنکر په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په مقصد د سیمهییزې همکارۍ د پیاوړي کولو په برخه کې د هند د فعالې ونډې ډاډ ورکړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له دې خبرو مخکې پرون په کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس وېلسن سره هم وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه جلا بیان کې وايي، ښاغلي وېلسن د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته له افغان دفاعي امنیتي ځواکونو سره د مرستو او همداراز په پراختیايي او بشري برخو کې د متحده ایالاتو د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
ویانا کې د ایران د لانجمن اټمي پروګرام په اړه مذاکراتو کې پرمختګ شوی

ویل کېږي چې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د ایران د لانجمن اټمي پروګرام په اړه مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی.
دا له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې د ژغورنې په مقصد د مذاکراتو دوهم پړاو دی. په پرونیو خبرو کې د امریکا پلاوی حاضر نهو، ځکه تهران له واشنګټن سره مستقیمې خبرې رد کړې دي.
د دې مذاکراتو منځګړیتوب اروپايي ټولنه کوي. چین، روسیه، فرانسه، بریتانیا او جرمني له ایران سره د دې موافقې نور لاسلیکوونکي هېوادونه دي.
له پرونیو خبرو وروسته د اروپايي ټولنې استازي انریک مورا په ځینو برخو کې د پرمختګ خبر ورکړ، خو ویېویل چې لاهم نور دقیق کار ته اړتیا شته.
امریکا په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیز ډول د ایران له اټمي موافقې وتل اعلان کړل او ایران هم له هغه مهال په پرلهپسې ډول له دې موافقې سرغړونه کړې.
د دې موافقې د احیا هڅې د ایران له هغه اعلان وروسته لا پېچلې شوې چې ویېویل په سلو کې د ۶۰ تر کچې د سوچه یورانیمو تولید یې پیل کړی دی.