خبرونه
افغان چارواکو د خرما د معیاري مارکیټونو په جوړولو ټینګار وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په هېواد کې د خرما د معیاري مارکیټونو په جوړولو ټینګار وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند نن شنبه (د کب ۲۳مه) ازادي راډیو ته وویل چې دوی په دې اړه د خرما له واردوونکو سره هم لیدلې دي.
نوموړي وویل چې د خرما له واردونکو سره د لیدلو تر څنګ د خرما واردوونکو شرکتونو د شتو ستونزو او د باکیفیته خرما په واردولو خبرې کړي دي.
که څه هم د خرما واردوونکي په سعودي عربستان کې د ویزو او برېښنایي پېژندپاڼو برخه کې ستونزې لري، خو د سوداګرۍ خونه وایي، هڅه کوي چې دا ستونزه هواره شي.
ښاغلي مومند، د روژې په مبارکه میاشت کې سوداګر د کیفیت لرونکي خرما واردولو ته وهڅول او د دولت د اړوندو ارګانونو له لارې يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
تر دې وړاندې د افغانستان د کرنې او اوبو لګونې وزارت ویلي چې د را روان مالي کال لپاره یې دغه هېواد کې د خرما د ونو کېنولو او ترویج لپاه ملي طرحه جوړه کړې ده چې افغانستان به د خرما په تولید کې په ځان بسیا شي.
دغه وزارت په وینا، یوازې راتلونکی کال به پر ۲۷۰۰ هکټاره ځمکې د خرما د ونو نوي بڼونه جوړ او د خرما د کیفیت معلومولو لپاره لابراتوارونه جوړ شي.
ننګرهار، هلمند، فراه، لغمان، نیمروز، خوست او کندهار هغه ولایتونه دي چې په تېرو څو کلونو کې د خرما ونو په کې ښه وده کړې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
جلالاباد ښار کې دوو جلا جلا پېښو کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي

په جلالاباد ښار کې تېر ماښام په دوه جلا جلا پېښو کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د ځایي سرچینو په وینا لومړنۍ پېښه د جلالاباد ښار څلورمې ناحيې اړوند د چهل مترې سړک په سیمه کې پرون ماښام هغه مهال رامنځته شوه چې ناپېژانده وسلهوالو د ملي امنیت یو کارکوونکی په ډزو وواژه او د پېښې له ځایه وتښتېدل.
تقریباً هممهاله د جلالاباد ښار د سپینې ماڼۍ هوټل ته څېرمه یوه چاودنه کې دوه تنه ټپیان شول.
که څه هم امنیتي چارواکو منلې چې دغه پېښې رامنځته شوي او نور جزئیاتیې نهدي ورکړي، خو د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهر عادل ازادي راډیو ته وویل چې د لومړۍ پېښې له ځایه یو مړی او د دوهمې پېښې له ځایه دوه تنه ټپیان روغتون ته وروړل شوي دی.
تر اوسه د دغو پېښو مسؤلیت چا یا کومې ډلې نهدی اخیستی.
د پاکستاني پولیسو او د تحریک لبیک ډلې پلویانو نښتو کې ۳ تنه ووژل شول

پاکستاني چارواکي د پولیسو او د یوې اسلامي ډلې د پلویانو ترمنځ په تازه نښتو کې د لږترلږه درې تنو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د پاکستان د تحریک لبیک سخت دریځې ډلې چې په دې هېواد کې یې پر فعالیت بندیز لګول شوی، پلویان له څو ورځو راهیسې مظاهرې کوي او د پاکستان له حکومته غواړي چې د هغو کاریکاتورونو په خاطر دې چې تېر کال په فرانسه کې خپاره شوي او هغه حضرت محمد ته سپکاوی بلل شوی، د فرانسې سفیر دې له دې هېواده وباسي.
د لاهور ښار د پولیسو ویاند رانا عارف وویل، پرون یکشنبه د تحریک لبیک پلویانو په دې ښار کې د پولیسو پر مأموریت برید وکړ، د امنیتي پرسونل شپږ غړي یې برمته کړل. هغه زیاته کړه چې په دغو نښتو کې د ۱۱ پولیسو په ګډون ۲۰ تنه ټپیان شول.
دغې سخت دریځې ډلې بل سبا د اپرېل ۲۰مه حکومت ته وروستی مهلت ټاکلی چې د فرانسې سفیر له دې هېواده وباسي.
د اپرېل په ۱۵مه په اسلاماباد کې د فرانسې سفارت په وړاندې مظاهرو په لړ کې د دوو پولیسو په ګډون لږترلږه پنځه تنه وژل شوي و.
بغداد کې د امریکایي پوځي ټېکهدارانو پر یوې اډې توغندي ویشتل شوي

د عراق امنیتي چارواکي وایي، د پلازمېنې بغداد په شمال کې پر هغې هوایي اډې چې امریکایي پوځي ټېکهداران پهکې اوسي، پرون څو توغندي ویشتل شوي دي.
چارواکو وویل، په دغو راکټي بریدونو کې د عراق د امنیتي ځواکونو دوه غړي ټپیان شوي دي.
دا په عراق کې د هغو بریدونو وروستۍ بېلګه ده چې په دې وروستیو اوونیو کې پر هغو تأسیساتو چې امریکایان ورڅخه ډېر کار اخلي، زیات شوي.
د دغو بریدونو مسؤلیت تر اوسه چا یا کومې ډلې نهدی اخیستی، خو امریکایي چارواکي په عراق کې د ایران ملاتړې ملېشې تورنوي چې د ځواکونو، په بغداد کې د امریکا سفارت او هغو کاروانونو په ګډون چې بهرنیو ځواکونو ته اکمالات کوي په دې هېواد کې د امریکا پر ګټو په منظم ډول د توغندیو بریدونه کوي.
په تېره مارچ میاشت کې د عراق په لوېدیځ کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو او ټېکهدارانو پر یوې اډې ۱۰ توغندي ولګېدل چې یو ټېکهدار پهکې ووژل شو.
له ایران سره تړلې ملېشه ډلو له عراقه د ټولو امریکایي ځواکونو چې شمېر یې دوهنیم زرو ته رسېږي، د وتلو غوښتنه کړې او د هغوی حضور یې د عراق اشغال بللی دی.
مسکو ته د واشنګټن خبرداری: که الکسي ناوالنۍ ومري، نو ناوړه نتیجې به ولري

واشنګټن خبرداری ورکړی چې که په زندان کې د کرملېن سرسخت منتقد الکسي ناوالنۍ ومري، نو ناوړه نتیجې به ولري.
ناوالنۍ چې د ډوډۍ نهخوړولو اعتصاب کړی، د ډاکترانو یوې ډلې یې روغتیایي وضعیت خطرناک بللی دی.
له زندانه د ناوالنۍ د خوشې کېدو لپاره پر کرملېن د مخ په زیاتېدونکو فشارونو په لړ کې د هغه پلویانو پراخې مظاهرې رابللې دي.
روسي چارواکو تر اوسه له دې ډډه کړې چې یوه خپلواک ډاکتر ته اجازه ورکړي چې ۴۴ کلن ناوالنۍ له نږدې معاینه کړي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان پرون یکشنبه له سياېناېن ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، د روسیې حکومت تهیې ویلي هر هغه څه چې له ناوالنۍ سره پېښېږي، د نړیوالې ټولنې لهخوا بهیې مسؤل دوی وي ځکه نوموړی د دوی په زندان کې دی.
هغه زیاته کړه دا چې دوی به څه ډول اقدام کوي اوس په ښکاره په دې اړه څه نهشي ویلی، خو دا یې د روسیې حکومت ته واضح کړې چې که په ښاغلي ناوالنۍ څه وشي نو ناوړه عواقب به ولري.
ناوالنۍ د جنوري له میاشتې راهیسې له کله چې له جرمني بېرته روسیې ته ستون شوی، نیول شوی او مسکو ته نږدې په یوه زندان کې ساتل کېږي.
بلېنکن: له افغانستانه تر وتلو وروسته به هم د ترهګرۍ ګواښ ضد اقدام امکانات ولرو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، د امریکا متحده ایالات به له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته بیا هم د دې امکانات ولري چې له دې هېواده د ترهګرۍ د احتمالي ګواښ په وړاندې په خپل وخت اقدام وکړي.
بلېنکن له یوې امریکایي رسنۍ سره په مرکه کې چې پرون یکشنبه خپره شوه، دا هم وویل چې القاعده چې نږدې ۲۰ کاله مخکې یې پر متحده ایالاتو ترهګریز برید کړی و، ډېره ځپل شوې او نور د دې وړتیا نهلري چې بیا ورته برید وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغهراز وویل، طالبان هم مسؤل دي چې القاعده او نورو نړیوالو ترهګرو ته په دې هېواد کې ځای ورنهکړي، هغه ژمنه چې د ده په وینا طالبانو د دوحې د تېر کال په تړون کې له امریکا سره کړې او ویلې یې دي چې پرې به نهږدي چې د افغانستان له خاورې بیا د متحده ایالاتو یا متحدانو په وړاندې یې د ترهګریزو بریدونو لپاره کار واخیستل شي.
اشرف غني: د دولت د سقوط اوازې ناسمې دي

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې افغان ولسمشر وایي، د دوی د دولت د سقوط اوازې ناسمې دي.
محمد اشرف غني دا خبرې دوه ورځې وړاندې د نظامي ګنجوي نړیوال مرکز په ناسته کې کړې، خو د خبرو دا برخهیې نن ارګ پر خپلو ټولنیزو رسنیو خپره کړې ده.
ښاغلي غني زیاته کړې ځواکونهیې هره ورځ ۳۰ تر ۴۰ پورې عملیات مخته وړي او تر ډېره په خپلواکه توګه.
ښاغلی غني وايي: "موږ د سقوط په خطر کې نهیو، دا روایت ناسم دی چې د افغانستان دولت به وپرځېږي، موږ یوازې ۴۰ زره کمانډو، ځانګړي او هوايي ځواکونه لرو چې ښه پياوړي او ښه روزنهیې شوې ده، تر هغو چې دا ځواکونه وي د دولت د سقوط خطر نهشته."
له دې وړاندې د افغانستان دفاع وزارت هم ویلي چې د دوی ځواکونه د بهرنیو له حضور پرته هم د دغه هېواد او افغانانو د بشپړې دفاع وړتیا لري.
له افغانستانه په بېقید او شرطه ډول د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ځیني تحلیلیونه دا دي چې طالبان به ډېرې سیمې لاندې کړي.
د امریکا استخباراتو هم ورته اندېښنه ښودلې ده.
نړۍ کې د کرونا له کبله د مړه شويو کسانو شمېر له درې ملیونو واوښت

د نړۍ په کچه د هغو کسانو شمېر له درېیو ملیونو واوښت چې د کرونا له کبله مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په برازیل، هند او فرانسه کې د کرونا څپه ګړندۍ ده او مسؤلینیې د کابو کولو هڅه کوي.
د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې تېره اوونۍ په اوسط ډول هره ورځ د نړۍ په کچه ۱۲ زره کسان په کرونا مړه شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، دا داسې وضعیت نهدی چې د وبا له پيل ۱۶ میاشتې وروستهیې دوی وړاندوینه کړې وه.
په اکثرو هېوادونو کې لا هم د ویروس د مخنیوي محدودیتونه پر خپل ځای دي.
د بلاروس مشر: د امریکا په ملاتړ د ترور د یوې طرحې هدف وم

د بلاروس مشر الکساندر لوکاشینکا ادعا کړې چې دی د امریکا په ملاتړ د ترور د یوې طرحې هدف و.
لوکاشینکا پرون (د اپرېل په ۱۷مه) په دې اړه د خبرو پر مهال ډېر جزئیات ورنهکړل، خو ویېویل، دی او ماشومانیې د دې ترور هدف و.
امریکایي چارواکو هم سملاسي په دې تړاو څه نهدي ویلي.
د بلاروس د اصلي امنیتي ادارې (کې.جي.بي) مشر تېر اوړي کې د یوې انلاین غونډې پر مهال چې د دغه هېواد له کارپوهانو او د قانون حاکمیت له چارواکو سرهیې درلوده، د دې طرحې یادونه کړې ده.
د روسیې د کورني امنیت ادارې ویلي، وروستیو ورځو کې یې مسکو کې دوه تنه بلاروسیان توقیف کړي چې د ترور همدې طرحه کې په لاس لرلو تورن دي.
لوکاشینکا چې له شاوخوا درې لسیزو راهیسې پر بلاروس واکمن دی له دې وړاندې هم داسې ادعاوې کړي چې لوېدیځ هېوادونهیې د پرځولو په هڅه کې دي.
خوست کې هم درمل پلورونکو کاري اعتصاب وکړ

د افغانستان د یو شمېر نورو ولایتونو په څېر خوست کې هم درمل پلورونکو کاري اعتصاب کړی چې خلکو تهیې ستونزې پیدا کړي.
دوی د دولت د هغې پرېکړې په وړاندې اعتراض کړی چې غواړي د درملو واردات په پنځو شرکتونو پورې منحصر کړي.
د خوست د درملتونونو د ټولنې مرستیال سلطان افغان ازادي راډیو ته وویل: "موږ خپل اعتصاب د تېرې پنجشنبې له ورځې پیل کړی او تر هغې به جریان لري چې موږ خپل حقه حقوقو ته لاسرسی نهوي شوی، موږ په خوست کې ۴۲۳ دواخانې او د درملو د شرکتونو نمایندهګۍ لرو چې دا ټول په مطلق ډول تړلي دي."
د افغانستان دولت ویلي، غواړي د درملو واردات په پنځو شرکتونو منحصر کړي او دغه شرکتونه بهیې بیا په زنځیري ډول په درملتونونو وېشي.
له دې وړاندې په کابل، هرات او ګڼو نورو ولایتونو کې د درملو کاروباریانو ورته اعتراضونه کړي دي.
حنیف اتمر او شاه محمود قریشي د سولې بهیر پر ګړندیتوب خبرې وکړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سرهیې د سولې بهیر پر ګړندیتوب خبرې کړې دي.
ښاغلي قریشي نن (د اپرېل ۱۸) پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، هیلهمن دی چې په استانبول کنفرانس کې له ښاغلي اتمر سره وګوري او بیا یې اسلاماباد کې کوربهتوب وکړي.
د قریشي په خبره، دی او ښاغلی اتمر به له استانبول کنفرانس وروسته په پاکستان کې د همدې کنفرانس د لارو چارو په اړه خبرې وکړي.
ټاکل شوې د استانبول کنفرانس د همدې اپرېل میاشتې په ۲۴مه پیل شي، افغان دولت وایي د ګډون کوونکو نوملړ یې بشپړ کړی، خو طالبانو لا په کنفرانس کې د ګډون یا نهګډون په اړه په څه نهدي ویلي.
طالبانو دومره ویلي، تر هغه چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ونهوځي، دوی به داسې کنفرانسونو کې ګډون ونهکړې چې د دې هېواد په اړه پرېکړه پهکې کېږي.
د ننګرهار د پچیراګام او هسکې مېنې لپاره د 'داعش ډلې نوی مسؤل' ووژل شو

د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې د پچیراګام او هسکې مېنې ولسوالیو لپاره د داعش ډلې نوی مسؤل ووژل شو.
د ملي امنیت ریاست په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا عملیات تېره شپه د کوز کونړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوي چې په نتیجه کې د داعش ډلې یو مسؤل کمین چې په حکیمالله مشهور دی، د تېښتې پر مهال ووژل شو.
خبرپاڼه زیاتوي په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نهدی رسېدلی.
چک جمهوریت له خپلې خاورې د ۱۸ روسي ډیپلوماتانو د ایستلو برېکړه وکړه

چک جمهوریت له خپلې خاورې د ۱۸ روسي ډیپلوماتانو د ایستلو اعلان وکړ.
دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې د چک جمهوریت چارواکو روسان په جاسوسۍ او په ۲۰۱۴ کال کې د پلازمېنې پراګ جنوب ختیځ ته په زلین ښار کې د مهماتو په یوې زېرمه کې په یوه چاودنه کې په لاس درلودلو تورن کړل. روسیې په یادې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.
په هغې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي وو.
د چک جمهوریت د کورنیو چارو وزیر یان هاما چیک چې د دې هېواد د بهرنیو چارو سرپرستي هم کوي، پرون په پراګ کې یوې خبري غونډې ته وویل: "د چک د بهرنیو چارو وزیر په توګه ما پرېکړه وکړه چې په پراګ کې د روسیې د سفارت ټول هغه کارکوونکي وباسم چې زموږ د استخباراتي ادارې لهخوا په ښکاره د روسیې د استخباراتي ادارې افسران پېژندل شوي دي. د روسیې د سفارت ټول ۱۸ غړي دې په ۴۸ ساعتونو کې له چک جمهوریت څخه ووځي."
مسکو د خپلو ډیپلوماتانو د ایستلو د عواقبو په اړه خبرداری ورکړی دی.
امریکا له چاپېریالي بحران سره د مبارزې په برخه کې موافقه وکړه

د امریکا متحده ایالاتو او چین د چاپېریالي بحران پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له یو بل او نورو هېوادونو سره د همکارۍ موافقه وکړه.
دا موافقه شانګهای ته په اقلیمي چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي جان کري د سفر پر مهال پرون شوې ده.
دواړو لورو په یوې ګډه اعلامیه کې ویلي چې دا موضوع دې په جدې او بېړني ډول تعقیب شي.
د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره د اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په اړه له هغه تړونه ووته چې په ۲۰۱۵ کال کې په پاریس کې شوی و، خو د ولسمشر جو بایډن اداره په جنورۍ کې واک ته له رسېدو سره سم بېرته دغې موافقې ته شامله شوه.
تمه ده د اپرېل پر ۲۲مه او ۲۳مه ولسمشر بایډن د اقلیم په اړه د یوې انلاین غونډې کوربه وي.
د ښاغلي کري تر سفر دمخه د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اشاره کړې وه چې هېواد بهیې په سرمشریزه کې کومه نوې ژمنه ونهکړي.
جان کري له شانګهای څخه جنوبي کوریا ته ولاړ.
د جرمني دفاع وزیرې له خپل حکومت له دوی سره د کارکوونکو افغانانو منل غوښتي

د جرمني دفاع وزیره انګریت کارنبایر وایي له حکومت څخهیې غواړي هغه افغانان چې د افغانستان په جګړو کې یې په هغه هېواد کې له دېره جرمني پوځیانو سره مرسته کړې او دا مهالیې ژوند په خطر کې دی، ومني.
نوموړي د جرمني ډي پي اې خبري اژانس ته وویل چې په حکومت کې دننه د یوې اسانه او چټکي حللارې لپاره کار روان دی.
مېرمن کارنبایر زیاته کړه، کله چې جرمني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، دا د جرمني مسؤلیت دی چې له دوی سره همکار افغانان په ناخوندي ډول یوازې پرې نږدي.
په افغانستان کې له دېره ۱،۰۰۰ جرمني سرتېرو ترڅنګ ۳۰۰ افغان کارکوونکي په دندو بوخت دي.
جلالاباد کې د یوې کورنۍ ۸ غړي ووژل شول

د یوې کورنۍ ۸ غړي تېر ماښام په جلالاباد ښار کې ووژل شول.
د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وایي دا پېښه د جلالاباد ښار د ۹مې ناحیې اړوند سیمه کې داسې مهال شوې چې دغه کسان د تراوېح پر لمانځه ولاړ ول.
ښاغلی امرخېل زیاتوي چې پنځه تنه وژل شوي د حاجي عبدالوهاب په نوم یوه کس زامن او درې نور یې ورېرونه ول.
د والي په خبره لومړني معلومات ښیي چې دا پېښه د ځمکو پر سر د شخصي دښمنۍ له کبله شوې ده.