د زهرو کاروان
غزني کې نږدې څلور زره کيلوګرامه بنګ او قاچاق کوونکي یې ونيول شول

په غزني ولایت کې نږدې څلور زره کيلوګرامه بنګ ونيول شول.
د غزني ولایت د امنيه قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي چې له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د نشهيي موادو پر يوه زېرمه عمليات کړي چې په نتيجه کې يې ۳،۹۰۰ کيلوګرامه بنګ نيول شوي او د دې موادو د ساتلو په تور درې تنه هم نيول شوي دي.
د نشهيي موادو دې قاچاق کوونکو غوښتل چې دا بنګ پر بزګرو باندې وپلوري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
کابل او بلخ کې ۸ تنه د نشه يي توکو قاچقچیان ونیول شو

اته قاچاق کوونکي په داسې حال کې ونيول شول چې نشه يي مواد يې د هوايي ډګرونو له لارې له هېواده بهر قاچاق کول.
شپږ تنه چې غوښتل يې نژدې اته کيلوګرامه هيروئين په خپلو خېټو کې کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر له لارې هند ته قاچاق کړي، له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت د تحقيقاتو کار کوونکو له نشه يي موادو سره یو ځای ونيول.
له نشه يي موادو سره د مبارزې معينیت د رسنیو دفتر ازادي راډيو ته وويل، په دوهم اقدام کې دوه تنه چې يو نیم کيلوګرام هيروئين يې په خپلو خېټو کې پټ کړي وو او غوښتل يې له هېواده بهر يې قاچاق کړي، د بلخ ولایت په مولانا جلال الدین بلخي هوايي ډګر کې ونيول شول.
کابل کې پولیسو تر ۴۰ کيلوګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول

پولیسو د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې تر څلوېښتو کيلوګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول.
د کابل د امنيې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډيو ته وويل، پولیسو په شکردرې ولسوالۍ کې د استوګنې پر يوه کور عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۴۰ کيلوګرامه چرس او نژدې دوه کيلوګرامه تارياک ونيول شول.
د دې نشه يي موادو د ساتلو په تور یو تن له يوې تفنګچې سره هم نيول شوی دی.
زابل کې ۲۰ کیلوګرامه هیروئین ونیول شول

په زابل ولایت کې شل کيلوګرامه هيروئين ونيول شول.
د زابل امنیه قوماندان ويس صميمي رسنیو ته وويل، د زابل پولیسو د وري د مياشتې په ۲۴ مه نېټه په کلات ښار کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال په یوه موټر کې ۲۰ کيلوګرامه هيروئين ونيول.
په پام کې وه چې دا هيروئين د افغانستان له لويدیځو ولايتونو څخه کابل ته قاچاق کړل شي.
د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور د موټر چلوونکي په ګډون پنځه تنه هم نيول شوي دي.
پکتیا او خوست کې تر ۱۰ کيلوګرامو ډېر نشه يي توکي ونيول شول

په پکتیا او خوست ولايتونو کې تر لسو کيلوګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول شول.
لومړي عمليات د خوست ولایت په مرکز کې د نشه يي موادو د خرڅلاو پر يوه مرکز وشول چې په نتيجه کې يې څلورنيم کیلوګرامه ښیښه ونیول شوه.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین ازادي راډيو ته وويل، دوهم عملیات د پکتیا ولایت په احمد ابا ولسوالۍ کې وشول چې په نتیجه کې يې د استوګنې په یوه کور کې ۱۱ کيلو او ۷۰۰ ګرامه چرس ونيول شول.
د دې نشه يي موادو د ساتلو په تور دوه تنه هم نيول شوي دي.
د نشهيي موادو ۴۰ خرڅوونکي عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شول

د یوه قاچاق کوونکي په ګډون د نشهيي موادو ۴۰ خرڅوونکي تر نيول کېدو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې معينيت د رسنيو دفتر ازادي راډيو ته وويل، له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د افغانستان په ۲۲ ولايتونو کې عمليات کړي چې په نتيجه کې يې د نشهيي موادو ۳۹ خرڅوونکي نيول شوي دي.
له دوی سره ۳۰ کيلوګرامه نشهيي مواد هم نيول شوي دي. په دې نشهيي موادو کې هيروئين، ښیښه، نشهيي ګولۍ، چرس او شراب شامل دي.
په يوه بل اقدام کې د ننګرهار پولیسو د نشهيي موادو يو داسې قاچاق کوونکی ونيو چې نږدې درې کيلو ګرامه هيروئينيې د وچې مېوې په يوه لرګين قاب کې پټ ایښي او غوښتليې له هېواده دباندې يې قاچاق کړي.
هرات کې نږدې ۴۰۰ لیتره شراب او نور نشهیي مواد ونیول شول

په هرات ولايت کې نږدې ۴۰۰ لیتره شراب او نور نشهيي مواد ونيول شول.
د هرات ولایت له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په هرات ښار کې د استوګنې پر يوه کور عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې د شرابو جوړولو لپاره چمتو شوي ۳۷۰ کيلوګرامه وراسته شوي کشمش او ۱۰ لیتره شراب ونيول شول.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده ازادي راډيو ته وويل، په دوهم ګام کې پولیسو یو بل نفر په هرات ښار کې له ۱۱ کيلوګرامو چرسو سره ونيو. دې سړي غوښتل چې دا چرس د پرچون په بڼه پر معتادينو باندې وپلوري.
ننګرهار کې له ۱۰۰ جریبو ډېرې ځمکې کوکنار واړول شول

په ننګرهار ولایت کې تر ۱۰۰ جريبو ډېرې ځمکې د کوکنارو له بوټو څخه پاکې شوې.
د افغانستان په ګرمو ولايتونو کې د کوکنارو اړولو په لړ کې د ننګرهار پولیسو په خوګياڼو ولسوالۍ کې ۹۱ جريبه، په سپين غر ولسوالۍ کې ۱۹ جريبه او روداتو ولسوالۍ کې شپږ جريبه ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکې کړې.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي ازادي راډيو ته وويل، دوی هڅه کوی چې د خلکو په همکارۍ دا کمپاين پسې وغځوي او د دې ولايت په نورو سیمو کې هم د کوکنارو بوټي واړوي.
پکتیا کې له يوه کوره تر ۹۰ کيلوګرامو ډېر نشهيي مواد ونيول شول

د پکتیا ولایت د استوګنې په يوه کور کې تر ۹۰ کيلوګرامو ډېر نشهيي مواد ونيول شول.
د پکتيا د امنيه قوماندانۍ وياند لعل محمد ازادي راډيو ته وویل، له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د حمل مياشتې پر ۱۷مه نېټه د استوګنې پر يوه کور عملیات وکړل چې په نتيجه کې يې ۹۳ کيلوګرامه چرس ونيول شول.
د دې نشهيي موادو د ساتلو په تور تر اوسه پورې څوک نهدي نيول شوي.
تخار کې پولیسو ۱۰۷ بوتله شراب نیولي

په تخار ولايت کې تر سلو بوتلو ډېر شراب ونيول شول.
د تخار ولايت امنيه قوماندان اکرام الدین سريع ازادي راډيو ته وويل چې ۱۰۷ بوتله شراب چې خواجه بهاالدین ولسوالۍ ته قاچاق شوي او په پام کې وه له هغه ځايه رُستاق ولسوالۍ ته يووړل شي، پولیسو ونيول.
د دې نشه يي موادو په تور دوه تنه نيول شوي او موټر يې هم ضبط شوی دی.
ننګرهار کې د نشه يي توکو يوه فابريکه ويجاړه شوه

په ننګرهار ولایت کې د نشه يي موادو يوه فابريکه ويجاړه شوه.
له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د وري میاشتې پر ۱۱مه نېټه د هوايي ځواکونو په همکارۍ د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې د هيروئینو يوه کارخونه تخريب شوه.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین ازادي راډيو ته وويل چې له دې کارخونې ۲۵۷۵ کيلو ګرامه تارياک، ۲۴۰ لېټره مورفين، سل کيلو ګرامه کېمياوي مواد او نور هغه وسايل تر لاسه شول چې د هيروئينو په جوړولو کې کار ځینې اخېستل کېده.
دا نشه يي او کېمياوي مواد تر نيولو وروسته همالته وسوځول شول، خو د دې کارخونې د ملکيت په تور تر اوسه پورې څوک نه دي نيول شوي.
پکتیا چارواکي: څمکنیو کې د وسلو ډېپو له منځه ولاړه چرس هم ونیول شول

د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، پولیسو د وسلو د یوې ډېپو د له منځه وړلو سربېره هغه چرس هم نیولي چې وسله والو طالبانو غوښتل له کرښې یې هغې غاړې ته د پلور لپاره واړوي او په پیسو یې وسلې راونیسي.
د پکتیا د پولیسو ویاند محمد لعل امیري ازادي راډیو ته وویل چې ۲۰۵ کیلوګرامه دغه چرس یې د پنجشبې (د وري ۱۲مه) په ورځ د دې ولایت څمکنیو ولسوالۍ کې له یوه موټر سره یو ځای نیولي او په تړاو یې دوه شکمن کسان هم نیول شوي دي.
امیري زیاتوي، د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یې د وسله والو طالبانو د وسلو یو ستره ډیپو هم له منځه وړې چې په کې د ځانمرګو بریدګرو پنځه سوه واسکټونه، د هاوان سل مرمۍ، د راکټ ۸۰ مرمۍ، ۳۲ مرمۍ سکربیست ۸۵ ملي متري توپ د دې توپ شپږ مرمۍ، زیکویک او ګڼې نورې درنې او سپکې وسلې له منځه وړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
ننګرهار کې نږدې ۲۰۰ کيلو ګرامه چرس ونيول شول

د ننګرهار پولیسو نږدې ۲۰۰ کيلو ګرامه چرس ونيول.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين ازادي راډيو ته وويل، په لومړيو عملياتو کې چې له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په غنيخېلو ولسوالۍ کې وکړل، په نتيجه کې يې ۱۷۴ کيلو ګرامه چرس ونيول شول.
دوهم عمليات په جلالاباد ښار کې وشول چې په نتيجه کې يې ۱۹ کيلوګرامه چرس ونيول شول.
په پام کې وه چې دا چرس د پرچون په بڼه پر معتادينو باندې وپلورل شي.
د لومړيو عملياتو په تړاو يو قاچاق کوونکی هم نيول شوی، خو د دوهمې قضيې په تور تر اوسه څوک نهدي نيول شوي.
خوست کې سلګونه لیټره ايتانول تېراب ونيول شول

په خوست ولايت کې تر ۲۰۰ لیټره ډېر ايتانول تېراب ونيول شول.
له نشهيي موادو سره د مبارزې معينيت په خبرپاڼه کې راغلي چې ۲۸۵ لیټره ايتانول تېزاب چې له بهر څخه خوست ته د نشهيي موادو د جوړولو لپاره قاچاق شوي و، د خوست ولايت په مرکز سبزي منډيي سيمه کې د پولیسو د عملياتو په نتيجه کې ونيول شول.
تورن کس تر لومړنيو تحقيقاتو وروسته خپل جرم منلی او ويلي يې دي چې دا تېزابيې د نشهيي موادو د جوړولو لپاره خوست ولايت ته قاچاق کړي و.
له بدخشانه تخار ته د هيروئينو د قاچاق مخنیوی وشو

له بدخشان څخه تخار ولايت ته د هيروئينو د قاچاقو مخه ونيول شوه.
۱۹ کيلو ګرامه هیروئين چې د بدخشان له کِشم ولسوالۍ څخه په يوه موټر کې بار شوي او په پام کې وه تخار ولايت ته قاچاق کړل شي، د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيول شول.
د بدخشان ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند ثناالله روحاني ازادي راډيو ته وويل چې د دې نشهيي موادو په تور موټر چلوونکی هم نيول شوی دی.
ارزګان کې د سلګونه کيلوګرامه بنګو د خرڅولو مخه ونيول شوه

د ارزګان پولیسو د سلګونه کيلوګرامه بنګو د خرڅولو مخه ونيوله.
له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پوليسو د حمل مياشتې پر څلورمه نېټه د ترينکوټ ښار په منار چوک کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ۱،۳۱۶ کيلوګرامه بنګ له يوه موټر څخه ترلاسه کړل او موټر چلوونکی يې هم ونيو.
له نشهيي موادو سره د مبارزې معينيت د رسنیو دفتر ازادي راډيو ته وويل، په پام کې وه چې دا بنګ ترينکوټ ښار ته قاچاق او بيا پر بزګرو باندې وپلورل شي.