هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼې د ملي شورا د ۱۷مې دورې پرانیست غونډه کې د ولسمشر غني په هغو خبرو تمرکز کړی چې ویلي، د انتخاباتو له لارې د واک لېږد، ورته یو اصل دی او هېڅ ډول معامله پرې نهکېږي.
د لیکوال په اند چې د ولسمشر غني دا اشاره د سولې لپاره د امریکا نوې طرحې ته وه چې ولسمشر غني ورسره مخالفت کړی.
ورځپاڼې لیکلي چې د ولسمشر غني ظاهراً څرګندونې داسې وې چې هغه چمتو دی څو د سولې او په قدرت کې د طالبانو ډیمکراتیک مشارکت لپاره د خپل حکومت موده کمه او ټاکنې ترسره شي چې مدیریتیې د نړیوالۍ ټولنې په غاړه وي.
خو په وینا یې د غني خبرداری دا و چې نوموړی به د هرې هغې طرحې په وړاندې ودرېږي چې د قانوني بنسټونو د لغوه کېدو لامل شي.
ورځپاڼې د ولسمشر له دې څرګندونو هرکلی کړی، خو پوښتلې چې ایا طالبان به د نړیوالې ټولنې تر مدیریت لاندې په ټاکنو کې ګډون ته قانع شي؟
د لیکوال له انده د دغه پوښتنې ځواب ښايي نهوي، ځکه طالبانو تل ولسمشر غني د جګړې د دوام لامل یاد کړی.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې هم ټینګار کړی چې واک او اقتدار ته رسېدل د ملت په ارادو پورې تړاو لري.
وړاندې راغلي،که طالبان او يا هم بله هره ډله غواړي چې واک ترلاسه کړي او اقتدار ته ورسېږي، نو بيا هم اړ دي چې د ملت رايې خپلولو لپاره ملا وتړي او ملت ته رجوع وکړي.
ورځپاڼې د ولسمشر غني هغه خبرې هم اخیستي چې واک به له قانوني لارې خپل ځای ناستي ته پرېږدي چې د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې خوندي وساتل شي.
ليکوال ليکي د ښاغلي غني خبره سمه او پر ځای ده چې افغانستان يو ولسواک نظام لري چې د خلکو په رايه انتخاب شوی او راتلونکی حکومت او مشر به هم د پرديو د طرحې پر بنسټ نه، بلکې د اساسي قانون پر بنسټ او د خلکو په خوښه او رايه انتخابېږي.
- مسیر
مسیر ورځپاڼې بيا په خپله سرمقاله کې د سرپرستۍ لړۍ په ختمېدو ټینګار کړی.
وړاندې راغلي، سره له دې چې روان کال ولسي جرګې د افغان حکومت د کابینې اکثریت غړو ته د تأیید رایه ورکړه، خو لا هم ځينې ادارې او وزیران د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.
د لیکوال په وینا، نهیوازې په کابینه کې، بلکې د افغانستان په اکثریت ادارو کې د ولایتونو او مرستیالانو په کچه د سرپرستۍ دود لا هم پر خپل ځای دی او دې مسئلې نهیوازې دا چې پر حکومت د خلکو باور کم کړی، بلکې چارې يې هم ټکنۍ او سونزمنې کړې دي.
ورځپاڼې ټینګار کړی چې د سرپرستۍ دوام فساد او کمکارۍ ته هم زمینه برابره کړې ده.
د ورځپاڼې په وینا، که حکومت په رښتیا غواړي چې شفافیت رامنځته کړي، نو ښه به وي چې ژر تر ژره د سرپرستۍ دود ختم کړي او اجازه دې ورکړي چې ولسي جرګه رښتیني افغانانو، خدمتګارو او داسې کسانو ته رایه ورکړي چې په دې حساسو شرایطو کې د ملت درد دوا کړي.