نړۍ
امریکا اوکراین سره د ۱۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پوځي مرسته کوي
د امریکا دفاع وزارت له اوکراین سره د ۱۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پوځي مرسته اعلان کړه.
پنټاګون په یوه بیان کې وايي، په دې مرستو کې په وسلو سمبالې د ګزمې دوه کښتۍ هم شاملې دي څو اوکراین له هغو په کار اخېستو سره له خپل سمندري قلمرو څخه دفاع وکړای شي.
اوکراین د کریمیا د ټاپو وزمې پرسر له روسیې سره اختلاف لري.
مسکو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې کریمیا اشغال کړه او له هغه وخته تراوسه د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوو بېلتونپالو ملاتړ کوي.
د اوکراین په جګړه کې چې ۷ کاله پرې اوښتي، تر اوسه له ۱۴ زرو زیات کسان وژل شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ایران: له امریکايي چارواکو سره د مذاکراتو لپاره هېڅ برنامه نه لرو
د منځني خیتځ لپاره د امریکا د ولسمشر ځانکړی استازی سټیف ویتکاف د قطر پلازمینې دوحې ته روان شوی دی.
ایران بیا اعلان کړی چې امریکايي چارواکو سره د خبرو اترو هیڅ برنامه نه لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون دوشنبې پر خپلې ټولنیزې پاڼې تروت سوشېل لیکي و، "امریکا د سه شنبې په ورځ له ایراني چارواکو سره په دوحه کې ګوري".
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب ابادي هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې ایراني او امریکايي چارواکي روانه اوونۍ سره ګوري.
ټاکل شوې وه چې د جون په ۲۸مه امریکايي او ایراني چارواکي د سویس د مذاکراتو په دوام په دوحه کې خبرې اترې وکړي، خو پر ایران د امریکا وروستیو بریدونو دغه خبرې وځنډولې.
نن د جون ۳۰مه د ټولنیزو رسنیو نړیواله ورځ ده
نن د جون ۳۰مه د ټولنیزو رسنیو نړیواله ورځ ده.
دغه ورځ له کورنیو، ملګرو او په نړیواله کچه د اړیکو، سوداګرۍ او د ټولنو په نښلولو کې د ډیجیټلي پلاټفورمونو رول ته ځانګړې شوې ده.
هره ورځ نژدې پنځه میلیادره خلک په نړۍ کې ټولنیزې رسنۍ کاروي.
فیسبوک، ټیک ټاک، انسټاګرام، وټساپ، یوټیوب، ټویټر او لینکډن د ټولنیزو رسنیو مشهور پلټفارمونه دي.
د ټولنیزو رسنیو ورځ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۰کال کې د یوې امریکايي ویب پاڼې له لورې رامنځته شوه.
وینزویلا کې د ریښتر په کچه ۴.۶ درجې یوه بله زلزله وشوه
په داسې حال کې چې وینزویلا کې د ژغورنې ډلو د څلورمې ورځې لپاره د تېرې اوونۍ د زورورو زلزلو په زیانمنو شویو سیمو کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړ، د امریکا د ځمکپوهنې ادارې (USGS) وویل چې د پلازمینې کاراکاس په شمال کې د ریښتر په کچه ۴.۶ درجې یوه بله زلزله وشوه.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د وینزویلا د ملي شورا مشر، خورخه رودریګز، په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې تر اوسه د دې نوې زلزلې له امله د کوم زیان راپور نه دی ترلاسه شوی.
د تېرې چهارشنبې د دوه زلزلو د مړو شمیر ۱۵۰۰ کسانو ته رسیدلی او سلګونه ودانۍ نړېدلې دي.
نړیوالې ټولنې د وینزویلا لپاره پراخې مرستې پیل کړي دي.
د وینزویلا د چارواکو په وینا، تر اوسه ۲۴ هېوادونو څه دپاسه ۵۰۰ ټنه مرستندوی مواد ، ۲۷۰۰ د ژغورنې او ملاتړ ځواکونه، او شاوخوا ۸۶ د لټون او ژغورنې سپي دغه هېواد ته استولي دي.
کورنیو او نړیوالو ژغورونکو ډلو د شپې له خوا هم خپلو هڅو ته دوام ورکړترڅو مړي او ټپیان له خاورو را وباسي.
د لبنان د پوځ قوماندان او سیمه کې د امریکا لوړپوړي پوځي چارواکي د درې اړخیز تړون د عملي کېدو په اړه خبرې کړي
د لبنان پوځ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد د پوځ قوماندان او سیمه کې د امریکا لوړپوړي پوځي چارواکي د هغه درې اړخیز تړون د عملي کېدو په اړه خبرې کړي دي چې تېره اوونۍ د امریکا، لبنان او اسرائیل ترمنځ لاسلیک شو.
د لبنان د پوځ اعلامیه وايي، د پوځ قوماندان رودولف هیکل د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) د قوماندان امیرالبحر براد کوپر سره د لبنان او سیمې د وروستیو حالاتو په اړه خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې د لبنان دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې اسرائیل د تړون له لاسلیک دوه ورځې وروسته پر لبنان خپل بریدونه بیا پیل کړي دي.
د اسرائیلو پوځ هم ویلي چې د حزبالله غړي یې خپلې امنیتي سیمې ته نږدې په نښه کړي دي؛ هغه سیمه چې د لبنان خاوره کې دننه شاوخوا ۱۰ کیلومتره غځېدلې ده.
د جمعې په ورځ، لبنان او اسرائیل د امریکا په ملاتړ یو درې اړخیز تړون لاسلیک کړ چې موخه یې د جګړو پای ته رسول دي.
لبنان ژمنه کړې چې د غیر دولتي وسلهوالو ډلو د بېوسلې کولو او د هغوی د اړوندو جوړښتونو د له منځه وړلو له لارې به پر خپلې ټولې خاورې خپل حاکمیت بېرته ټینګ کړي، هغه اقدام چې د اسرائیلي ځواکونو د تدریجي وتلو لپاره به زمینه برابره کړي.
اسرائیل او امریکا حزبالله یوه ترهګره ډله بولي، خو اروپایي ټولنې یوازې د دې ډلې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې. د حزبالله استازي د لبنان په پارلمان کې هم حضور لري.
ټرمپ: سبا سې شنبې به په دوحه کې له ایران سره غونډه وشي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي له ایران سره غونډه به چې دې هیواد یې غوښتنه کړې وه، سبا سې شنبې د قطرپه پلازمینه دوحه کې جوړه شي. هغه دا خبر نن دوشنبې پرخپلې ټولنیزې شبکې تروټ سوشال ورکړ خو نور جزیات یې ورنکړل.
خو د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب آبادي د رسنیو هغه راپورونه ردکړل چې ګواکې تهران او واشنګټن به روانه اوونۍ تخنیکي خبرې اترې ترسره کړي. د غریب آبادي په خبره که څه هم د مقابل لوري د ژمنو د پلي کېدو د تعقیب په ګډون له قطر سره د معمول له مخې سلا مشورې روانې دي خو په دوحه کې د کاري ډلو د تخنیکي خبرو د ترسره کیدو په اړه راپورونه د تایید وړندي.
پوتین ومنله چې روسیه د انرژۍ له کمښت سره مخ ده
د روسیې ولسمشرولادمیرپوتین ومنله چې روسیه د انرژۍ له کمښت سره مخ ده. پوتین د یکشنبې په ورځ د جون په ۲۸ د واکمن ګوند، متحدې روسیې، د لوړپوړو چارواکو یوې غونډې ته وویل: "تاسو ښه خبر یاست چې چلوونکي او کاروباریان تراوسه له ستونزو سره مخامخ دي." هغه زیاته کړه: "له بده مرغه، لا هم د تیلو په سټیشنونو کې کتارونه شته."
هغه زیاته کړه: "موږ باید د ترهګریزو بریدونو اغېز پر خپلو ملکي هدفونو او زیربناوو تر ټولو ټیټې کچې ته راولو،" چې په ښکاره اشاره یې د اوکراین د ډرون وروستیو بریدونو ته وه چې د روسیې په دننه کې یې د انرژۍ پرمهمو تاسیساتو ترسره کړي دي.
اوکراین په دغو بریدونو کې د تیلو ټرمینلونه، د تیلو تصفیې خونې او پایپ لاینونه په نښه کړي دي. لږ تر لږه ۱۷ سیمو کې د پټرولو او ډیزلو د پلور لپاره اجباري محدودیتونه لګول شوې او لسګونه نورو سیمو کې د سون توکو د کمښت یا محدودیتونو راپورونه ورکړل شوي دي.
چارواکي: امریکا او ایران منلې چې پریوبل بریدونه دروي او بیرته خبرو ته کښیني
امریکا او ایران هوکړه کړې چې پر یوبل بریدونه دروي، خبرې له سره پیلوي او اجازه ورکوي چې د هرمز تنګي له لارې د کشتیو تګ راتګ په خوندي ډول دوام وکړي. دا خبره یوه امریکايي چارواکي د ازادې اروپا - ازادي راډیو ته کړې او د اکسیوس راپور له مخې ټاکل شوې چې خبرې به د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شي.
امریکايي چارواکي د جون په ۲۸مه ناوخته وویل: "د تفاهم لیک د ټولو برخو په اړه تخنیکي خبرې به دوام ومومي. دواړه لوري به د اوس لپاره خپل پوځي اقدامات ودروي، او بېړۍ به وکولای شي د هرمز له تنګي څخه په ازاد او خوندي ډول تګ راتګ وکړي."
د اکسیوس د راپور له مخې، چې هغه هم د یوه امریکايي چارواکي له قوله خپور شوی، ټاکل شوې چې دواړه لوري د جون په ۳۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره وګوري.
د ې چارواکي ویلي: "موږ پرېکړه وکړه چې ټول پوځي یا جګړه ییز عملیات ودروو."
دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې ایران، د امریکا له خوا پر دغه هېواد د بریدونو او د خپلې ادعا له مخې د وروستي هوکړه لیک څخه د سرغړونو په غبرګون کې د جون په ۲۸مه له امریکايي مذاکره کوونکو سره له مخکې ټاکل شوې لیدنې ته له حاضرېدو ډډه وکړه.
د ایران د ستر مشر د دفتر چارواکي مهدي فاضلي وویل. " یو له لاملونو دادی چې موږ دې ته ځیریو چې ایا کنګل شویو پیسو ته لاسرسی لرو که نه. که لاسرسی نه وي، نو دا شرط نه دی پوره شوی." سمدستي نورجزییات ندي خپاره شوي.
اسراییلو له لبنان سره د تړون له لاسلیک دوه ورځې وروسته بیا بریدونه کړي
د لبنان دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ، راپور ورکړ چې اسراییلو له لبنان سره د تړون له لاسلیک دوه ورځې وروسته په دوی خپل بریدونه بیا پیل کړل.
دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه وشول چې د لبنان روغتیا وزارت وویل د هیواد په جنوب کې د اسراییلو په هوايي برید کې یو کس وژل شوی دی.
د اسراییلو پوځ وویل چې دوی د حزب الله غړی امنیتي زون ته نږدې په نښه کړی، هغه سیمه چې د لبنان خاوره کې ۱۰ کیلومتره غځیدلې.
حزب الله، چې د ایران ملاتړ لري، د متحده ایالاتو او اسراییلو لخوا یو ترهګریز سازمان ګڼل کیږي، مګر اروپایي اتحادیې یوازې د هغې پوځي څانګه په تور لیست کې شامله کړې.
د لبنان دولتي خبري اژانس هم د یکشنبې په ورځ د څو هوایی بریدونو راپور ورکړ.
د اسراییلو پوځ دا هم وویل چې د دوی یو عسکر د لبنان په جنوب کې وژل شوی دی.
په وینزویلا کې د مرګونو زلزلو د وژل شویو شمېر ۱۴۳۰ ته ورسېد
په وینزویلا کې د مرګونو زلزلو د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴۳۰ ته ورسېد.
د یکشنبې په ورځ تازه ارقام وروسته تر هغه خپاره شول چې د یو شمېر خلکو مړي له ورانیو او خاورو را وایستل شول.
زرګونه کسان لادرکه دي ځکه په بیلابیلو ښارونو کې ودانۍ نړېدلي دي.
تېره چهارشنبه د وینزویلا ګڼ ښارونه له هغې ډلې پلازمینه کاراکاس د ۷ اعشاریه ۲ او ۷ اعشاریه ۵ درجې زلزلو ولړزول.
په سعودي عربستان کې د یوې هیليکوپترې په لوېدو سره د ۱۴ کسانو وژل کېدل
د سعودي عربستان په ختیځ کې د یکشنبې په ورځ د یوې هیلیکوپترې په لوېدو سره ۱۴ کسان وژل شوي.
د سعودي د انرژۍ وزارت ویلي چې د تیلو د دولتي شرکت ارامکو اړوند دا هیلیکوپتره په راس تنوره کې لوېدلې ده.
د ورځې تر پایه معلومه نه شوه چې دا هیلیکوپتره د یوې پېښې په سبب لوېدلې که د ایران د احتمالي برید له کبله.
ایران په روانه جګړه کې څو واره د سعودي د تیلو چاڼځایونه هدف ګرځولي چې پکې د راس تنوره او شیبه چاڼځای او زیرمې هم شاملې دي.