د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۵۴

نړۍ

ایران له امریکا او اروپایي قدرتونو سره د خبرو لپاره د غونډې وړاندیز رد کړ

د تهران ښار یوې څنډه کې د ایران بیرغ
د تهران ښار یوې څنډه کې د ایران بیرغ

ایران پرون د امریکا له متحده ایالاتو او له اروپایي قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د تړون د احیا پر سر د خبرو لپاره د غیر رسمي غونډې وړاندیز رد کړ.

تهران ټینګار وکړ چې واشنګټن دې لومړی ټول یو اړخیز بندیزونه لیرې کړي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده وویل، هغو وروستیو اقداماتو او ویناوو ته په پام چې متحده ایالاتو او درې اروپایي قدرتونو کړي، ایران داسې نه‌انګېري چې اوس دې له دغو هېوادونو سره د غیر رسمي غونډې لپاره چې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر یې وړاندیز کړی، مناسب وخت وي.

ایراني چارواکو له دې مخکې ویلي چې تهران د جوزف بورېل پر دغه وړاندیز غور کوي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ خپل هېواد په ۲۰۱۸ کال له دغه تړونه وایست او پر تهران‌یې بېرته بندیزونه ولګول.

ایران او د امریکا د ولسمشر جو بایډن نوې اداره په دې اړه چې د دغه تړون د احیا لپاره څوک باید لومړی ګام پورته کړي، سره اختلاف لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کویټ د ایران سفیر احضار کړ

ارشیف، د ایران او کویټ بیرغونه
ارشیف، د ایران او کویټ بیرغونه

د کویټ د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ «د لړم په پنځمه» په دغه هېواد کې د ایران د سفیر د احضار خبر ورکړ.

وزارت وویل چې د ایران د سفیر د احضار پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د ایران سفارت یوه اعلامیه خپره کړه.

کویټي چارواکو دغه اعلامیه د کویټ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼلې ده.

کویټ د سې‌شنبې په ورځ درې کسان چې یو یې د عبدالرضا حیدر دهقاني په نوم د ایران تبعه دی، د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره د جاسوسۍ، د لبنان له حزب‌الله ډلې سره د همکارۍ او د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر د ترور د پلان جوړولو په تور په اعدام محکوم کړل.

د دې پرېکړې په غبرګون کې، د ایران سفارت په یوه اعلامیه کې د کویټ په امنیتي مسائلو کې د دغه ایراني وګړي لاس لرل رد کړل او دا موضوع‌یې "د کویټ په کورنیو چارو کې د ایران د لاسوهنې په اړه د بې‌بنسټه او زړو سناریوګانو تکرار» وبلله.

په وروستیو میاشتو کې د تهران او کویټ اړیکې وروسته له هغې لا ترینګلې شوې چې ایران د امریکا او اسرائیل د بریدونو په ځواب کې پر کویټ د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.

پر ایران د احتمالي برید په اړه د ټرمپ تازه خبرداری: "هر څه ممکن دي"

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ، پر ایران د احتمالي بریدونو د بیا پیلولو په اړه چې ښايي د امریکا له منځ‌مهالو ټاکنو وروسته ترسره شي، ویلي دي چې «هر څه ممکن دي».

ټرمپ دا څرګندونې د چهارشنبې په سهار، د ټکزاس ایالت څخه د ستنېدو پر مهال، خبریالانو ته وکړې.

هغه زیاته کړه: "هغوی غواړي یوې هوکړې ته ورسېږي، خو مخکې یې هم غوښتل چې هوکړه وکړي، مګر دوی غواړي موضوع وځنډوي. ښايي د ټاکنو یا ورته څه شي په تمه وي، خو دا به ورسره مرسته ونه‌کړي. ټاکنې به ورسره مرسته ونه‌کړي."

ټاکل شوې ده چې د امریکا منځ‌مهالې ټاکنې د نومبر په درېیمه ترسره شي.

اسپانیه کې د دوو چټکو اورګاډو د ټکر له امله ۶۸ کسان مړه شول

په اسپانیه کې د دوو چټکو اورګاډو ټکر
په اسپانیه کې د دوو چټکو اورګاډو ټکر

په اسپانیه کې د چهارشنبې په ورځ «د اکټوبر په ۲۸مه» د دوو چټکو اورګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه ۶۸ کسان مړه شول.

دا پېښه په روان کال کې د اسپانیې د اورګاډي په پټلۍ کې دوهمه خونړۍ پېښه بلل شوې او له ۲۰۱۳ کال راهیسې په اروپا کې د اورګاډي تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل شوې ده.

د اسپانیې د ترانسپورټ وزیر وویل چې پېښه د پلازمېنې مادرید په سوېل کې هغه مهال رامنځته شوه چې یوه اورګاډي ته پر خپل مسیر د حرکت د دوام اجازه په داسې حال کې ورکړل شوه چې د هغه مخې ته د بل اورګاډي د درېدلو له امله د تم کېدو سور څراغ لا هم روښانه و.

د اسپانیې چارواکو تر اوسه د ټپیانو د شمېر په اړه کره معلومات نه‌دي خپاره کړي، خو د دغه هېواد د روغتیا وزیرې، مونیکا ګارسیا، پر اېکس‌پاڼه له خلکو غوښتي چې د ټپیانو د مرستې لپاره وینه ورکړي.

ټرمپ: ډیر ژر به زیلینسکي او پوتین سره وګوري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ به ډېر ژر کتنه وشي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د لړم په شپږمه خبریالانو ته د دې کتنې وخت او ځای مشخص نه کړ، خو ویې ویل چې په دې کتنه کې د پام وړ پرمختګونه کېدای شي.

کییف او مسکو په دې اړه تراوسه رسماً د کوم توافق پخلی ندی کړی.

ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټوب او د ناروې صدراعظم یوناس ګر ستوره د اوکراین د جګړې په اړه له پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

ټاکل شوې چې د نومبر میاشتې په لومړۍ نیمایي کې په متحده عربي اماراتو کې د تخنیکي کارپوهانو په کچه درې اړخیزې خبرې اترې هم وشي.

پوتین: د اسلام اباد هوکړه لیک لا هم د خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره معتبر اساس دی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل ایراني سیال مسعود پزشکیان سره په کتنه کې د سیمې د وضعیت او د ایران اړوندو وروستیو تحولاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

پوتین د سې شنبې په ورځ د لړم په پنځمه په مسکو کې د ګازو صادرونکو هېوادونو د ټولنې د غونډې په څنډه کې له پزشکیان سره وکتل.

هغه د دواړو مشرانو ترمنځ خصوصي خبرو ته په اشارې وویل چې همدا اوس یې د سیمې د وضعیت په اړه خبرې وکړې او طبیعي ده چې روان وضعیت د اندېښنې وړ دی، په ځانګړې توګه د روسیې لپاره چې له ایران سره نږدې همکاري لري.

د روسیې د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، پوتین د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره په جلا کتنه کې هم د ایران د کړکېچ د سیاسي او ډیپلوماتیک حل پر اړتیا ټینګار وکړ.

پوتین ویلي چې د اسلام‌ اباد هوکړه‌ لیک، چې د جون په میاشت کې د قطر او پاکستان په منځګړیتوب لاسلیک شوی و، لا هم د ایران د کړکېچ د هواري لپاره د خبرو اترو د بهیر معتبر اساس دی.

په اوکراین کې د بشري مرستو رسولو لپاره د اوربند ساحه پراخه شوې

د امریکا په منځګړیتوب د اوکراین په جنوبي خرسون ولایت کې د بشري مرستو رسولو لپاره د اعلان شوي اوربند ساحه نورو سیمو ته هم غځول شوې ده.

دغه اوربند لومړی د خرسون ولایت په اولېشکي ښار کې اعلان شوی و، چې اوسېدونکي یې د جګړې له امله د خوراکي توکو، درملو او پاکو اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.

د امریکا لومړۍ مېرمن میلانیا ټرمپ، چې د دغه اوربند منځګړیتوب یې کړی، ویلي چې اوربند د اکتوبر په ۲۷مه، له ټاکلي وخت دوه ورځې مخکې پیل شو او اوس یې ساحه پراخه شوې، څو بشري مرستې په خوندي ډول اړمنو خلکو ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په تازه هوايي بریدونو کې، چې د پوهنتون یوه لیلیه او نورې ملکي ودانۍ یې په نښه کړې، لږترلږه یو کس وژل شوی دی.

قطر: ایران دې د منځګړو د هڅو د بریا لپاره خپل ښه نیت ثابت کړي

قطر له ایران څخه غوښتي چې د منځګړیتوب د هڅو د بریالیتوب لپاره د فارس خلیج عربي هېوادونو ته ګواښونه ودروي او د هرمز تنګی د بېړیو د تګ راتګ پر مخ پرانیزي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې ‌شنبې د ورځې ناوخته وویل چې ایران باید د دغو ګامونو په پورته کولو خپل ښه نیت څرګند کړي.

قطر او پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب کوي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د قطر یو پلاوی تهران ته تللی و او د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان لوړپوړو چارواکو هم له ایراني چارواکو سره د سیمه ‌ییزو کړکېچونو د کمولو په موخه خبرې کړې وې.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته د بیا برید خبرداری ورکړی، چې ورسره د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ نور هم زیات شوی دی.

د اسراییل په پارلماني ټاکنو کې د نتنیاهو ائتلاف له خپلو سیالانو مخکې دی

د اسراییل د پارلماني ټاکنو د څه باندې ۵۰ سلنې رایو له شمېرل کېدو وروسته، د صدراعظم بنیامین نتنیاهو په مشرۍ ائتلاف له خپلو سیاسي مخالفانو مخکې شوی دی.

د اسراییل د ټاکنو مرکزي کمېټې د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ۵۰،۱ سلنې رایو له شمېرل کېدو وروسته، اټکل کېږي چې د نتنیاهو ائتلاف به د پارلمان له ۱۲۰ څوکیو څخه ۵۶، مخالف ائتلاف ۴۹ او عربي ګوندونه ۱۵ څوکۍ وګټي.

خو دا لومړنۍ پایلې ښايي بدلون ومومي. د رایې ورکولو له پای ته رسېدو وروسته څو نظرپوښتنو ښودلې چې د نتنیاهو او مخالفانو ائتلافونه سره نږدې دي او هېڅ یو یې د پارلمان د اکثریت څوکیو په ترلاسه کولو نه دی بریالی شوی.

د ایران ولسمشر او د قطر امیر په روسیه کې سره وکتل

په روسیه کې د ګازو صادروونکو هېوادونو د ټولنې د مشرانو د اتمه سرمشریزه
په روسیه کې د ګازو صادروونکو هېوادونو د ټولنې د مشرانو د اتمه سرمشریزه

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني د سې شنبې په ورځ «د لړم/ عقرب په پنځمه» په روسیه کې د ګازو صادروونکو هېوادونو د ټولنې د مشرانو د اتمې سرمشریزې په څنډه کې سره وکتل.

د ازادې اروپا راډیو/ازادي راډیو د ایران څانګې، راډیو فردا، د ایران د «ایرنا» خبري اژانس په حواله راپور ورکړی چې دواړو مشرانو په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو او د انرژۍ په برخه کې د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

مسعود پزشکیان د دوشنبې په ورځ په تهران کې د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره په څلور اړخیزه غونډه کې تر ګډون وروسته، د همدې ورځې په ماښام له ایران څخه روسیې ته ولاړ.

له سړو خونو د ګازونو کچه بې‌ساري لوړې کچې ته رسېدلې

ارشیف
ارشیف

د هوا پېژندنې نړیوال سازمان وايي، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د ځمکې په اتموسفیر کې له سړو خونو د خپرو شویو ګازونو کچه تر بل هر وخت لوړه شوې ده.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه سازمان د سې شنبې په ورځ «د لړم/ عقرب» په پنځمه، په یوه راپور کې ویلي چې د دغو ګازونو زیاتوالی ښايي د ځمکې د لا تودېدو او د سختو اقلیمي پېښو د ډېرېدو لامل شي.

د راپور له مخې، د کاربن ډای‌اکسایډ، میتان او نایتروجن‌اکسایډ ګازونو زیاتوالی د ځمکې د تودوخې د لوړېدو او د سختو اقلیمي پېښو د شدت سبب کېږي.

د هوا پېژندنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په اتموسفیر کې د دغو ګازونو زیاتوالی ښايي د سختې ګرمۍ څپې، استوايي توپانونه، سخت ورښتونه او سېلابونه لا زیات کړي.

سږ کال هم د اروپا په ګډون د نړۍ په یو شمېر سیمو کې اوړی ډېر تود او سوځوونکی و.

همدارنګه د افغانستان په ګډون د اسیا او د نړۍ په نورو برخو کې ویجاړوونکي سېلابونه هم راوتلي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG