د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۴۱

خبرونه

ننګرهار کې د ملي امنیت ځواکونو د داعش یو غړی نیولی

په ننګرهار کې نیول شوی د داعش غړی
په ننګرهار کې نیول شوی د داعش غړی

د ننګرهار چارواکي وایي، د ملي امنیت ځواکونو د داعش هغه غړی نیولی چې یوازې پرون شنبه (د کب ۹مه) یې په جلال اباد کې د یوولسو چاودنو تابیا کړې وه.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل پر خپله ټویټرپاڼه د همدې نیول شوي کس انځور خپور کړی او ویلي یې دي، دې کس شپږ کړۍ ماینونه په یوې کراچۍ او پنځه نور یوه ګلدانۍ کې ځای پر ځای کړي وو.

امرخېل ویلي، نیول شوي کس غوښتل دغو ماینونو ته پرون د سرتیري د ملي ورځې په اوږدو کې چاودنه ورکړي چې د ده په خبره شپږ دا ماینونه شنډ شوي او پنځه یې امنیتي ځواکونو چوولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون په جلال اباد ښار کې یوې چاودنې د ولایتي شورا غړی عبدالقهار قدیر ټپی کړی او یو ملکی کس یې وواژه.

د هغې چاودنې مسولیت چا لا نه دی منلی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په کراچۍ کې د ځانګړیو ځواکونو پریوه مرکز په برید کې درې سرتیري وژل شوي

آرشیف
آرشیف

د پاکستان پوځ ویلي، د شنبې په ورځ په کراچۍ ښار کې د سند ایالت د ځانګړو ځواکونو پر یوې اډې په وسله وال برید کې درې سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

پوځ په یوه بیان کې ویلي چې د پاکستاني طالبانو یوې ډلې، جماعت الاحرار وسله ‌والو لومړی د کراچۍ د ګلستانِ جوهر سیمې د رینجرز کمپ په دروازه کې چاودېدونکي توکي وچاودول او وروسته یې پر سرتېرو ډزې پیل کړې.

د رویترز د راپورله مخې عیني شاهدانو ویلي، دوی لومړی د یوې زورورې چاودنې غږ واورید او ورپسې د ښار د یوې مهمې لارې ترڅنګ، چې څو پوهنتونونه او د پاکستان د هوا پېژندنې اداره هم پکې موقعیت لري، د ډزو غږونه واورېدل.

پوځ ویلي، په نښتو کې درې وسله ‌وال ووژل شول او څلورم کس، چې د افغانستان تبعه بلل شوی، ژوندی ونیول شو.

دا په کراچۍ کې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر راهیسې تر ټولو لوی برید بلل کېږي؛ هغه مهال د چینایي وګړو پر کاروان په چاودنه کې دوه چینایي اتباع وژل شوي وو.

په وروستیو کلونو کې د پاکستان په لویو ښارونو کې بریدونه کم شوي وو، خو د وسله‌ والۍ وروستي زیاتوالي دا اندېښنې راپارولي چې ښايي تاوتریخوالی یو ځل بیا ښاري مرکزونو ته ور وګرځي.

د هندوکش په سیمه کې زلزله شوې؛ بلوجستان ایالت کې لسګونه کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي دي

آرشیف
آرشیف

د افغانستان د هندوکش غرونو سیمه د شنبې په ورځ د ریښتر په کچه ۶ درجې زورورې زلزلې ولړزوله چې ټکانونه یې په کابل او د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې هم احساس شول. د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، تر اوسه د مرګ ‌ژوبلې یا مالي زیان رسمي راپور نه دی ترلاسه شوی، خو ارزونې روانې دي.

د رویترز د راپورله مخې د پاکستان د بلوجستان ایالت په موسي خیل ولسوالۍ کې د دې زلزلې له امله تر ۲۰ ډېر کسان ټپیان شوي او شاوخوا ۱۲۵ کورونه زیانمن شوي دي. د زیانمن شویو خلکو د لاسنیوي لپاره د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلې دي.

په افغانستان کې په ځانګړي ډول د هندوکش د غرونو په سلسله کې ډیرې زلزلې کیږي.

په اپرېل میاشت کې په بدخشان ولایت د ریښترپه کچه د ۵،۸ درجې درجې زلزلې له امله ۱۲ کسان مړه شول. د ۲۰۲۵ کال په اګست کې د هېواد په ختیځ کې د ریښتر په کچه ۶ درجې زلزلې له امله له ۲۲۰۰ زیات کسان مړه او په سلګونو کورونه ویجاړشول او ترهغې څو اوونۍ وروسته، د ۶،۳ درجې بلې زلزلې د افغانستان په شمال کې کې لږ تر لږه ۲۷ کسان ووژل.

امریکا د دویمې شپې لپاره پر ایران بریدونه وکړل؛ سپاه پاسداران هم ځواب ورکړ؛ ټرمپ ګواښ وکړ چې "کار به بشپړ کړو"

امریکایي ځواکونو د دویمې پرله ‌پسې شپې لپاره د ایران پر "ګڼو هدفونو" بریدونه وکړل. د واشنګټن په وینا، دا بریدونه د سوداګریزو کشتیوپر وړاندې د تهران د "تیري" په ځواب کې ترسره شول.

په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې نازک اوربند د ماتیدو له ګواښ سره مخ دی، ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ وکړ چې اسلامي جمهوریت به له منځه یوسي. هغه په خپلې ټولنیزې شبکې تروټ سوشال ولیکل:

" امریکایې الوتکو همدا اوس د ایران د توغندیو او بې‌ پیلوټه الوتکو د زېرمو او ساحلي رادارونو پر مرکزونو بریدونه وکړل، ځکه چې ایران بیا هم د اوربند هوکړه ماته کړه! ډېر امکان لري چې هغوی هېڅکله زده کړه ونه کړي!"

هغه زیاته کړه: "کېدای شي داسې وخت راشي چې موږ نور ونه شو کولای معقول واوسو او اړ شو چې هغه کار په پوځي ډول بشپړ کړو هغه چې موږ په ډېر بریالیتوب سره پیل کړی و. که داسې وشي، د ایران اسلامي جمهوریت به نور وجود ونه لري!"

څو ساعته وروسته، د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو اعلان وکړ چې د جون د ۲۸مې نېټې د سهار له ۲ څخه تر ۳ بجو پورې یې د غچ اخیستنې په توګه د امریکا اړوند هدفونو پر لور توغندي او بې ‌پیلوټه الوتکې توغولي دي. کویټ او بحرین هم راپورورکړی چې یوشمیرتوغندي یې هوایي قلمرو ته داخل شوي خو په دې اړه نور جزیات ندي ورکړل شوي.

سپاه پاسداران ویلي چې په کویټ او بحرین کې یې امریکایي پوځي اډې په نښه کړې دي.

سپاه پاسدراان همداراز خبرداری ورکړ چې د اوربند هر ډول "سرغړونه" به "ټولې روانې ډیپلوماتیکې هڅې په بشپړ ډول ودروي."

د امریکا مرکزي قوماندانۍ سینټکام د جون په ۲۷مه وویل چې ځواکونو یې دا بریدونه سوداګریزو بېړیو پر وړاندې د ایران د دوامدارو تېریو په مستقیم ځواب کې" ترسره کړي دي.

ایران سمدستي په دې اړه رسمي غبرګون ونه ښود. د سینټکام په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې کوم ځانګړي هدفونه په نښه شوي، خو د امریکا دفاعي چارواکو ویلي چې وروستي بریدونه پای ته رسېدلي دي.

د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت د پناه غوښتونکو لپاره نوې قانوني او خوندې لارې اعلان کړې

د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت د پناه غوښتونکو لپاره نوې قانوني او خوندې لارې اعلان کړې.

د دغه وزارت په خبره، "پوهنتونونه، ټولنیز ډلې او سوداګریز شرکتونه کولی شي هغه کډوال مالي ملاتړ کړې چې بریټانیا ته راتلو غوښتنه کوي".

د سپانسر له لارې بریټانیا ته تګ هغه تګلاره ده چې له دې وړاندې کاناډا د پناه غوښتوونکو لپاره کارولې ده.

د بریټانیا د کورنیو چارو وزیره شبانه محمود وايي، "نوی سیستم به اصلي او رښتني کډوال وساتي".

محمود د همدې روان کال په پیل کې د ډنمارک له تجربې په استفادې د پناه غوښتنې په سیستم کې لوی بدلونونه راوستل چې له مخې يې د کډوالۍ د اسنادو د ترلاسه کیدو موده دوه برابره شوه.

د کورنیو چارو وزارت په خبره، دغه نوی لارې به راتلونکی کال پرانستل شي.

له دې وړاندې بریټانیا افغان کډوالو ته د هر ډول ویزې ورکړه بنده کړې وه.

لا معلومه نه ده چې افغان کډوال د دغه نوي سیتسم له لارې بریټانیا ته راتلی شي او کنه.

د تمدن ټلویزیون چارواکي ادعا لري چې طالبانو يې دوه کارکوونکي نیولي

په کابل کې د تمدن ټلویزیون ادعا لري چې طالبانو يې دوه کارکوونکي محمد رحمتي او رضا احساني نیولي.

دغه ټلویزیون د شنبې په ورځ پر خپلې فېسبوک پاڼې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې،" دغه دوه کسان د طالبانو د عدلیه وزارت په امر شپږ ورځې وړاندې نیول شوي".

تراوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه ویلي نه دي.

تمدن ټلویزیون له دې وړاندې اعلان کړی و چې طالب چارواکو يې پر دفتر برید کړی او د دغه ټلویزیون نشرات يې بند کړې دي.

د دې ټلویزیون مشر جواد محسني مخکې ویلي و چې د تمدن ټلویزیون قضیه په دولتي ځمکو کې په ودانیو پورې اړه لري او په ځانګړې محکمه کې تر څیړنې لاندې ده.

 د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د بریټانیا د وسله والو ځواکونو ښځینه کرکټ لوبډلې څخه ماتې وخوړه

افغان ښځینه کرکټ لوبډله
افغان ښځینه کرکټ لوبډله

د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د بریټانیا د وسله والو ځواکونو ښځینه کرکټ لوبډلې څخه ماتې وخوړه.

دغه لوبه چې د شنبې په ورځ په فینرز لوبغالی کې ترسره شوه، افغان لوبډله ونه توانیده ورکړل شوی هدف پوره کړې.

د بریټانیا د وسله والو ځواکونو ښځینه کرکټ لوبډلې په شلو اورونو کې ۱۴۹ منډې وکړې.

خو افغان ښځینه لوبډلې په شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۹۷ منډې وکړې چې له ورکړل شوي هدف لیرې وې.

د افغان ښځینه کرکټ بل لوبه د کمبریج پوهنتون د لوبډلې په وړاندې ده.

دغه لوبې په بریټانیا کې د افغان ښځینه لوبډلې د روزنیز سفر یوه برخه ده.

طبیعي پېښو په تیرو دوو ورځو کې پنځه کسان مړه کړي

له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي،" د طبیعي پېښو له کبله په څو ولایتونو پنځه کسان مړه شوي".

د دغه ادارې ویاند یوسف حماد د شنبې په ورځ د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي،" په تیرو دوو ورځو کې په کابل، کندهار، زابل، سمنګان، تخار، ننګرهار، لغمان او کونړ کې د سیلابونو، توپان او د شدیدو بارانونو له کبله خلکو ته مالي او ځاني زیان اوښتی دی".

د هغه په ټکو، دغه وروښتونو په زرهاوو جریبه کرنیز ځمکه هم ویجاړې کړې ده.

د روان کال له پیل راهیسې وروښتونو او سیلابونو افغانان سخت زیانمن کړې دي.

یوې شدیدې زلزلې افغانستان او شاوخوا هیوادونه ولړزول

ارشیف. پخوانی تصویر
ارشیف. پخوانی تصویر

یوې نسبتاً شدیدې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۲ درجې و، د افغانستان ترڅنګ پاکستان، منځنۍ اسیا او د هند شمالي برخې ولړزولې.

د دې زلزلې مرکز د افغانستان د هندوکش په غرونو کې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالي کې د مځکې له سطحې ۸۱ کیلومتره لاندې و.

د دې زلزلې ټکانونه په چین، تاجکستان، ازبکستان قرغیزستان او ترکمنستان کې هم احساس شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام: ۱۳.۸ میلیونه افغانان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخامخ دي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې دا مهال ۱۳.۸ میلیونه افغانان د خوړو د ناامنۍ له بحراني یا بېړنۍ کچې سره مخامخ دي، او که د پاکستان لارې تړلې پاتې شي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به دا شمېر ۲.۳ میلیونه نور هم زیات شي.

دغه پروګرام پرون (جمعه) په یوه راپور کې ویلي، د پاکستان له لوري د لارو تر تړل کېدو وروسته، ایران د افغانستان د سوداګرۍ پر اصلي لارې بدل شوی او اوس شاوخوا ۶۰ سلنه سوداګري د ایران له لارې ترسره کېږي.

د خوړو نړیوال وایي، د بدیلو لارو د اوږدوالي او لوړ لګښت له امله په افغانستان کې د خوراکي توکو، سونګ او کرنیزو توکو بیې لوړې شوې دي.

د ملګروملتو دې ادارې همداراز خبرداری ورکړی چې د بودجې د سخت کمښت له امله به سږ کال د شدیدې خوارځواکۍ له ۳.۷ میلیونه ماشومانو څخه یوازې د درېیمې برخې درملنه وکړای شي.

د ملګرو ملتونو د سمندري چارو اداره: له هرمز تنګي ۱۱۵ کښتۍ او ۲۵۰۰ سمندري کارکوونکي ایستل شوي

د ملګرو ملتونو د سمندري چارو نړیوال سازمان (IMO) ویلي، د سې‌شنبې له ورځې راهیسې تر اوسه ۱۱۵ بېړۍ او شاوخوا ۲۵۰۰ سمندري کارکوونکي په خوندي ډول له هرمز تنګي وتلي دي.

د دې ادارې سرمنشي، ارسینیو دومینګز، ویلي چې دا بهیر د ملګرو ملتونو د خوندي تګ‌راتګ د پروګرام په چوکاټ کې پیل شوی و، خو د عمان په خلیج کې پر یوې کښتۍ له برید وروسته، د شاوخوا ۶۰۰ کښتیو او ۱۱ زره سمندري کارکوونکو د ایستلو عملیات په موقتي ډول ځنډول شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران پر یادې کښتۍ د بې‌پیلوټه الوتکې برید کړی او زیان یې وراړولی دی.

د ملګرو ملتونو د سمندري چارو ادارې په وینا، د بېړیو د خوندي تګ رسمي عملیات د عمان او ایران د ساحلونو ترڅنګ له دوو ځانګړو لارو ترسره کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG