افغانستان
جنرال سکاټ مېلر: د افغان ځواکونو لاسته راوړنې به له لاسه ونه وځي
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قوماندان وايي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې به له لاسه ونه وځي.
جنرال سکاټ مېلر پرون شنبه(د کب ۹مه په یوه ویډیويي پیغام کې افغان ځواکونو ته د دوی د ملي ورځې د مبارکۍ په پيغام کې کړې ده.
نوموړي وویل: "زه غواړم ستاسې له هغو هڅو مننه وکړم چې د افغانستان اسلامي جمهوریت لپاره او په تېره بیا د افغانستان د خلکو لپاره یې کوی، ستاسې قربانۍ به له لاسه ونه وځي، د هېواد شاوخوا ته د سفر پر مهال اکثره اورم چې خلک پر تاسو څومره ویاړ کوي."
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان ویلي، دوی به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.
پرون د کب پر نهمه د کابل په ګډون د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د سرتیري ملي ورځ ولمانځل شوه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان په ګډون د کرکټ د نړیوال جام لوبې په هند او سریلانکا کې پیلېږي
نن د کرکټ د شل اووریزو لوبو نړیوال جام چې افغانستان هم پکې دی پیلېږي. د سږني نړیوال جام سیالۍ په هند او سریلانکا کې ترسره کېږي.
دا لړۍ په دریو لوبو پیلېږي؛ د کابل په وخت د ورځې په لسو بجو په کولمبو کې د پاکستان او هالنډ، د ماسپښین په یوه بجه په کلکته کې د سکاټلنډ او ویست انډیز او د مازیګر په ۶ بجو په مومبی کې د هند او امریکا لوبډلې لوبې سره کوي.
د افغانستان لومړۍ لوبه به سبا یکشنبې د کابل د ورځې په ۱۰ بجو له نیوزیلنډ سره د هند په چینای ښار کې وي.
په سږني جام کې ۱۶ هېوادونه په څلورو ګروپونو کې د فبروري له اوومې څخه د مارچ تر اتمې پورې سیالي کوي. افغانستان له کاناډا، نیوزیلنډ، جنوبي افریقا او متحده عربي اماراتو سره په ډي ګروپ کې دی.
اروپايي ټولنه خپل هېواد ته د هغو افغانانو د ایستلو پلان عملی کوي چې نه دي منل شوي
اروپايي ټولنه وايي، د هغو افغان وګړو د ایستلو پلان عملي کوي چې د ټولنې په غړو هېوادونو کې د استوګنې حق یې نه دی ترلاسه کړی.
د اروپايي ټولنې ویاند مارکوس لامرت اوس اوس ویلي دي چې د دې ټولنې چارواکي افغانستان ته دوه تخنیکي سفرونه وکړل څو خپل هېواد ته د افغان کډوالو د احتمالي ستنولو د تنظیم چارې وڅېړي.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې دې اعلان د کډوالو لپاره د ملګروملتو د لوبې کمیشنرۍ UNHCR اندېښڼې پارولې دي. د UNHCR ویاند عرفات جمال ویلي، دا د ډېرې اندېښنې وړ خبره ده ځکه داسې ښکاري چې دا پالیسي د واقعي پوهې نه بلکې د غبرګون او احساساتو پربنسټ ولاړه ده
د احصاییو له مخې په ۲۰۲۵ کال کې په اروپا کې د سیاسي پناه په غوښتونکو کې د افغانانو شمېر تر ټولو ډېر و، او له افغانانو وروسته د وینزویلا او سوریې کډوال وو.
بریښنا شرکت وايي د ازبکستان د وارداتي بریښنا پرې شوي مزي یې بېرته وصل کړي دي
د افغانستان د بریښنا شرکت وايي چې له ازبکستان څخه د وارداتي بریښنا مزي یوځل بیا وصل شوي دي.
بریښنا شرکت چې طالبان یې اداره کوي پرون وویل د ازبکستان د وارداتي بریښنا بهیر چې د پنجشنبې په ورځ د سخت توپان له کبله د تخنیکي ستونزو په نتیجه کې پرې شوی و، پرون جمعه له غرمې وروسته بېرته وصل شو.
د ازبکستان د ۲۲۰ ولټه وارداتي بریښنا مزی چې ۱۳ ولایتونو ته بریښنا ورکوي، د تاشقرغان د تنګي په سیمه کې د تخنیکي ستونزو له کبله پرې شوی و.
د ازبکستان له وارداتي بریښنا څخه تر ډېره د سمنګان، بغلان، پروان، کاپیسا، پنجشیر، کابل، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګو او غزني ولایتونو اوسېدونکي کار اخلي.
افغانستان خپله د اړتیا وړ ډېره برخه بریښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه واردوي چې جریان یې کله ناکله د تخنیکي ستونزو له کبله یا په افغانستان او یا په ګاونډیو هېوادونو کې دننه په موقت ډول پرې کېږي.
د ازبکستان د وارداتي برېښنا د لیږد مزي بیا پرې شوي؛ ګڼو سیمو کې برق نشته
د برېښنا شرکت اعلان کړی چې د ازبکستان د وارداتي برېښنا مزی یو ځل بیا د تخنیکي ستونزې له امله پرې شوی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه شرکت ویلي چې د نایب آباد - پلخمري لارې په تنګي تاشقرغان سیمه کې د برېښنا د لیږد ۲۲۰کیلو ولټه مزی شوی دی.
تر دې ستونزې وروسته، د سمنګان او بغلان ولایتونو ځینې برخې، او همدارنګه د پروان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګ، غزني، ننګرهار او لغمان ولایتونو ګڼې سیمې له برېښنا بې برخې شوي دي.
د برېښنا شرکت ویلي چې تخنیکي ټیمونه د ستونزې د حل لپاره سیمې ته لیږل شوي؛ خو د سختو طوفانونو له امله، د ترمیم کار لا نه دی پیل شوی.
دا لومړی ځل نه دی چې له ازبکستان څخه وارد شوی بریښنا د واورې او طوفانونو له امله قطع کیږي.
د جنوري په وروستیو کې هم د برېښنا د لیږد مزي د درنو واورو او توپانونو په سبب پرې شوي وو.
په خوست کې د ګاز ډبې چاودنې درې ښځې وژلې دي
په خوست کې د ګاز ډبې چاودنې درې ښځې وژلي دي.
د خوست امنیتي چارواکي وایي، چې تېر ماښام د ازادۍ مینې په یو کور کې د ګاز ډبې چاودنه شوې، چې د کور درې میرمنې په کې وژل شوي او یو نارینه په کې ټپي شوی دی.
د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند طاهر احرار ازادي راډیو ته وویل، له پيښې وروسته امنیتي کسان او د اطفايې منسوبین د پيښې ځای ته د څېړنې او ژغورنې لپاره رسیدلي دي.
په افغانستان کې ډیری خلک په ژمي کې د کوټو د تودولو او پخلي لپاره د ګازو ډبې کاروي، چې د خوندیتوب د لازمو وسایلو د نشتون له کبله یادې ډبې، ځینې وختونه د اور لګیدلو او د کورنیو د غړو د مرګ ژوبلې لامل ګرځي.
د سالنګونو لار بنده شوه
د سالنګ لویه لار د موټرو پرمخ په موقتي ډول وتړل شوه.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس د پنجشنبه په ورځ ناوخته پر ایکسپاڼه ولیکل چې دا لویه لار د واورې د ورښت، توپان، د لید ساحې د محدودیت او د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په دلیل د هر ډول مسافر وړونکو او بار وړونکو موټر پرمخ تر بلې خبرتیا پورې تړل شوې ده.
تر تیر ماښام پورې په شمالي سالنګ کې تر څلویښت سانتي متره او په جنوبي سالنګ کې تر پنځوس سانتي مترو پورې واوره وریدلې وه چې تر دې وروسته د دې لارې د بندیدو اعلان وشو.
د سالنګ لویه لار د افغانستان له مهو لارو څخه ده چې د شمال نهه ولایتونه له مرکز او جنوب سره نښلوي.
اریانا هوایي شرکت هند ته الوتنې ډيروي
اریانا هوایي شرکت د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د کارګو او مسافرو د الوتنو شمیر زیات کړی دی.
اریانا هوایي چلند په ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې د پنجشنبې ( د جنوري ۵ مه) ولیکل چې د اوس لپاره د کابل او نوي ډیلي ترمنځ په اونۍ کې شپږ کارګو او دوه مسافر وړونکې الوتنې ترسره کیږي. په دې بیان کې دا نه دې ویل شوي چې تر دې وروسته به د دې الوتنو شمیر څومره زیاتیږي.
د اریانا هوایي شرکت په وینا، له هند سره د الوتنو له زیاتیدو سره به د افغانستان او هند ترمنځ تجارتي اړيکي پسې پراخ شي او د افغانستان صادرات به دغهَ هیواد ته ډیر شي.
د ښځو او ماشومانو د حقونو فعالې زرقا یفتلي، د “ زاید د انساني ورورولي د ۲۰۲۶” نړيواله جایزه ترلاسه کړه
د ښځو او ماشومانو د حقونو فعالې زرقا یفتلي، د “ زاید د انساني ورورولي د ۲۰۲۶” نړيواله جایزه ترلاسه کړه.
د “زاید د انساني وروولي د ۲۰۲۶” نړيواله جایزه پرون چهارشنبې د رسمي مراسمو په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو د دولت د مشر شیخ محمد بن زائد لخوا زرقا یفتلي، د آذربایجان او ارمنستان د سولې تړون او یوه فلسطیني سازمان ته ورکړل شوه.
د زاید د انساني ورورولۍ جایزې ویلي چې دغه افراد او سازمانونونه په ټولنیزو مهمو مسایلو، د سولې او همغږۍ په ټینګولو اوپرخپلو ټولنو او همدارنګه په نړيواله کچه یې د اغیز ښیندلو په برخه کې د پام وړ ونډې په خاطر، د دې جایزې مستحق ګڼل شوي دي.
زرقا یفتلي د جایزې له تر ترلاسه کولو وروسته په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې د معتبرو او نړيوالو بنسټونو پاملرنه او ملاتړ د هغو هڅو د پیاوړي کیدو لپاره ټاکونکي دي چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره پرمخ وړل کیږي او هم د دې مخه نیسي چې د ښځو غږ په سیمه او نړۍ کې غلی نشي.
میرمن یفتلي زیاته کړې چې دغه جایزه ټولو هغو ښځو ته ډالۍ کوي چې په افغانستان او ټوله نړۍ کې د فشارونو، ګواښونو او محدودیتونو سره سره د ښځو د حقونو او د نجونو د زده کړې لپاره هڅې کوي.
د طالبانوحکومت په ملګروملتونو کې د افغانستان د امنیت په اړه اندیښنې بې ځایه وبللې
د طالبانوحکومت وایي، په ملګروملتونو کې د افغانستان د امنیت په اړه اندیښنې بې ځایه دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنجشنبې په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې وویل " دا انديښنې ځکه مطرح کیږي چې افغانستان په دغه ناسته کې حضور نه لري ترڅو خپل مستند دريځ او حقیقت وړاندې کړي او ځینې هیوادونه له همدې خلا څخه په استفادې د افغانستان د امنیت په باره کې پروپاګند کوي او تشویشونه اچوي."
"نړیوالې سولې او امنیت ته د تروریستي اعمالو د ګواښونو" ترعنوان لاندې د ملګروملتونو د امنیت شورا د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې
په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګه د سیمې د هیوادونو لپاره یوجدي ګواښ وبلل شوه.
په دې غونډه کې وویل شول چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګه، سره لدې چې بریدونه یې کم شوي دي خو بیاهم سېمې او له سېمی اخوا ته یوجدي ګواښ جوړوي.
خو ښاغلي مجاهد یوځل بیا ټینګاروکړچې افغانستان امن دی او په دې هیواد کې هیڅ بهرنۍ او خپلسرې ډله حضورنه لري. د هغه په خبره داعش چې په افغانستان کې یې ماتې خوړلې، زموږ په ګاونډ کې یې ځاله جوړه کړې.
د اسلامي دولت ډلې داعش د خراسان څانګې په دې وروستیو کې په کابل کې پریوه چینایي رسټورانټ د برید مسولیت واخیست چې د یوه چینایي وګړي په ګډون اوه تنه پکې ووژل شول. دې ډلې له دې مخکې د افغانستان په یوشمیرنورو سیمو کې او همدارنګه د افغانستان او تاجکستان د پولې په اوږدو کې د یوشمیر بریدونو مسولیت اخیستی.
له قزاقستانه افغانستان ته د غلو صادرات نږدې دوه برابره شوي
له قزاقستان څخه افغانستان ته د غلو صادرات د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر او د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ تر ۳۱ مې نېټې پورې نږدې دوه برابره شوي دي.
د استانه ټایمز ورځپاڼې د راپورله مخې افغانستان ته په دې موده کې د غلو صادرات ۱،۹ برابره زیات شوي او ۴۱۶ زره ټنو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې وړم کال په همدې موده کې دا کچه ۲۱۶ زره ټنه وه.
د قزاقستان د اورګاډي د ملي شرکت د معلوماتو له مخې، قزاقستان ټولټال ۵،۸ میلیونه ټنه غله صادرکړې چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله یو میلیون ټنه زیاتوالی ښيي او زیاتوي چې دا چاره په مرکزي او جنوبي اسیا کې د غلو د یوه مهم عرضه کوونکي په توګه د دغه هېواد مخ پر زیاتېدونکی رول ښي.