د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۳۳

د زهرو کاروان

د افغانستان ۶ ولایتونو کې ۱۴ تنه د نشه‌يي موادو قاچاق کوونکي ونیول شول

ارشیف

د افغانستان په شپږو ولایتونو کې تر ۱۰ ډېر کسان د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په شپږو ولایتونو کې ۱۴ قاچاق کوونکي او د نشه‌يي موادو خرڅوونکي له ۲۷ کیلو ګرامه تاریاکو، ۲۰ کیلو ګرامه ښیښې، یو کیلو هیروئینو، دوو تومانچو او ۶۳ زره افغانیو سره یوځای نیولي دي.

نیول شوي کسان له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کابل کې د نشه‌یي موادو ۹ قاچاق کوونکي ونیول شول

ارشیف، د افغان امنیتي ځواکونو له لوري یو شمېر نیول شوي کسان

په کابل ښار کې ۹ تنه د نشه‌يي موادو د قاچاق پر مهال ونيول شول.

له دې نهو تنو څخه اوو تنو يې نيت درلود چې نهه نيم کيلوګرامه هيروئين په سفري بکس او خېټو کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر له لارې هند ته قاچاق کړي.

دا قاچاق کوونکي له نشه‌يي موادو سره د مبارزې د حساسو تحقيقاتو کارکوونکو نيولي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز ازادي راډيو ته وويل: "په يوه بل اقدام کې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو څلور نيم کيلوګرامه هيروئين ونيول او دغه ډول‌يې د نشه‌يي موادو دوه پلورونکي هم نيولي دي."

د سرپُل په يوه کور کې تر ۲۰۰ کيلوګرامه ډېر نشه‌يي مواد ونيول شول

ارشیف، د افغان پولیسو له لوري نیول شوي نشه‌یي مواد

د سرپُل ولايت پولیسو په يوه کور کې تر ۲۰۰ کيلوګرامه ډېر نشه‌يي مواد ونيول.

د سرپل ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د استوګنې پر يوه کور عمليات وکړل چې په نتیجه کې يې ۱۵۳ کیلوګرامه هيروئين او ۶۹ کيلوګرامه ښیښه ونیول شول.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين ازادي راډيو ته وويل، د دې موادو د قاچاق او ساتنې په تور پنځه نفره نيول شوي او عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.

د نیمروز ولایت زرنج ښار کې ۲۸۶ کیلوګرامه تریاک ونیول شول

ارشیف، نیول شوي یو اندازه نشه‌یي مواد

په نيمروز ولایت کې تر ۲۸۰ کيلوګرامه ډېر ترياک ونيول شول.

د نيمروز ولایت له نشه‌يي موادو سره ځانګړو پوليسو د ثور مياشتې پر ۱۴مه نېټه په زرنج ښار کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۲۸۶ کيلوګرامه ترياک د پولیسو لاس ته ورغلل.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو مدير پروېز سيستاني ازادي راډيو ته وويل: "په پام کې وه چې دا ترياک يوه ګاونډي هېواد ته قاچاق کړل شي."

د يادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاق او ساتنې په تور څوک نه‌دي نيول شوي.

ارزګان کې د کوکنارو اړولو عملیات پیل شول

ارشیف، افغان ځواکونه د کوکنارو د له‌منځه وړلو پر مهال

په ارزګان ولایت کې د کوکنارو اړولو عمليات پيل شول.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينیت د رسنیو دفتر ازادي راډيو ته وويل، له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو د ثور میاشتې پر ۱۵مه نېټه په دې ولایت کې د کوکنارو اړولو عمليات پيل کړل چې د دې کمپاين په لومړۍ ورځ‌يې د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ (ده يک) سيمه کې ۵۰ جريبه ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه کړه.

د يادونې وړ ده چې د دې ولايت په ډېری سيمو کې کوکنار نېښ وهلو ته برابر او په ځينو ولسوالیو کې خو بېخي نېښ وهل پيل شوي دي.

ملګري ملتونه: تېرکال افغانستان کې د کوکنارو کرکېله ۳۷ سلنه زیاته شوې

ارشیف

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، تېر کال په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله ۳۷ فیصده زیاته شوې ده.

دا خبره د یاد سازمان له مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې'یو.اېن.او.ډي.سي' په یوه تازه راپور کې کړې چې پرون د مې درېیمه خپور شوی.

په راپور کې راغلي په دې سربېره چې ۲۰۲۰ میلادي کال د وړم کال په نسبت د کوکنارو کرکېله ۳۷ فیصده زیاته شوې شااوخوا ۶۳۰۰ ټنه تاریاک هم تولید شوي.

په افغانستان کې چې ۲۰۲۰ کال لر او بر جګړې روانې وې او هم کرونا ویروس خلک زیانمن کړي و له ۳۴ ولایتونو په ۲۲ هغو کې د کوکنارو د کرکېلو راپور ورکړل شوی دی.

د ملګرو ملتونو په دې راپور کې راغلي، د افغانستان له اویا فیصدو ډېر تاریاک په هلمند کې چې ګڼې سیمې د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې دي تولید شوي.

خوست کې ۴نيم جريبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوه

ارشیف

په خوست ولایت کې څلور نيم جريبه ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه شوه.

د خوست ولايت پولیسو د دې ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې درې عملیاتونه وکړل چې په نتيجه کې يې څلور نیم جريبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوه.

د خوست د امنيه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې تر دې عملياتو مخکې له محلي خلکو سره خبرې شوي دي او دوی په پام کې لري چې د خوست ولايت په نورو ولسوالیو کې هم د کوکنارو کښتونه واړوي.

بلخ او کندز کې له ۶۰۰ بوتلو زیات شراب نیول شوي

ارشیف

په بلخ او کندز ولايتونو کې تر ۶۰۰ بوتلو ډېر شراب د قاچاقو پرمهال ونيول شول.

په لومړي ګام کې ۱۵۰ بوتله شراب چې له حيرتان بندره په يوه موټر کې بار شوي او په پام کې وه چې سمنګان ولايت ته قاچاق کړل شي، د حيرتان بندر په دوراهي سيمه کې ونيول شول.

د کورنيو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت د رسنيو دفتر ازادي راډيو ته وويل چې په دوهم اقدام کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د ملي امنيت ریاست د کار کوونکو په همکارۍ په کندز ښار کې يو تن له۵۱۰ بوتله شرابو سره ونيو.

د دې دوو قضيو په تړاو دوه تنه هم نيول شوي دي.

ننګرهار کې تر سلو کيلو ګرامو ډېر نشه يي توکي ونيول شول

ارشیف

پولیسو په ننګرهار ولايت کې تر سلو کيلو ګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول.

په ننګرهار ولايت له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پوليسو د موټرو د تلاشۍ پرمهال په خوګياڼو، شېرزادو او مومنددرې ولسواليو کې ۸۲ کيلوګرامه چرس او ۴۰ کيلو ګرامه ترياک ونيول.

د کورنيو چارو وزارت ویاند طارق ارين ازادي راډيو ته وويل، دوهم عمليات چې په جلال اباد ښار کې وشول، په نتيجه کې يې ۱۶نيم کيلو ګرامه چرس، څه اندازه ښیښه او کېمياوي مواد هم ونيول شول.

د نشه يي موادو د دې څلورو قضیو په تړاو اته تنه هم نيول شوي دي.

د نشه يي توکو۳۰ قاچاق کوونکي په مجازاتو محکوم شول

ارشیف

د عدلي او قضايي مرکز محکمو د نشه يي موادو ۳۰ قاچاق کوونکي په مجازاتو محکوم کړل.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدائيه او استېناف محکمو ۳۰ قاچاق کوونکي چې د امنيتي ادارو له خوا د نشه يي موادو د قاچاقو د ۲۶ قضيو په تړاو نيول شوي وو، له درېيو څخه نيولی بیا تر اوو کالو پورې په بند باندې محکوم کړل.

د دې مرکز وياند خالد مؤحد ازادي راډيو ته وويل، له محکوم شوېو قاچاق کوونکو سره ۱۷۳کيلوګرامه هيروئين، ۱۵۳ کيلوګرامه تارياک، ۷۵ کيلوګرامه ښیښه، تر اوو کيلو ګرامو ډېر چرس او تر پنځو زرو ليټرو ډېر شراب نيول شوي دي.

د افغانستان هوايي ډګرونو کې د نشه‌يي موادو ۷ قاچاقبر ونيول شول

ارشیف، کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر

د افغانستان په هوايي ډګرونو کې د نشه‌يي موادو اووه قاچاق کوونکي ونيول شول.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت کارکوونکو د بلخ ولايت په جلال‌الدین محمد بلخي هوايي ډګر کې پنځه تنه په داسې حال کې ونيول چې تر دوو کيلوګرامو ډېر هيروئين‌يې په خپلو خېټو کې پټ کړي او غوښتل‌يې چې هند ته‌يې قاچاق کړي.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين ازادي راډيو ته وويل: "په دوهم اقدام کې تر دوو کيلوګرامو ډېر هيروئين د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې په داسې حال کې ونيول شول چې هند ته قاچاق کېدل."

کابل ښار کې ۷۰ معتادین د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته يووړل شول

ارشیف، له کابل ښاره د معتادینو راټولول

له کابل ښار څخه ۷۰ معتادین راټول او د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته يووړل شول.

په کابل کې د ابن سينا په نوم د معتادينو د زر بستريز روغتون رئیس محمد ظاهر سلطاني ازادي راډيو ته وويل: "د نشه‌يي موادو غوښتنې کمولو رياست د پولیسو په همکارۍ ۷۰ معتادين په اتمه ناحيه کې له مرنجان تپې څخه راټول او د درملنې لپاره‌يې د ابن سينا روغتيايي مرکز ته يووړل."

د يادونې وړ ده چې د روان شمسي کال له پيل څخه بيا تر اوسه پورې دا دوهم ځل دی چې معتادين د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته وړل کېږي.

پنجشېر کې د ۵۰ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق مخه ونیول شوه

ارشیف، افغانستان کې نیول شوي چرس

د پنجشېر ولایت پولیسو په دوو جلا جلا عملياتو کې د چرسو د قاچاقو مخه ونیوله.

په لومړیو عملياتو کې ۴۰ کيلو ګرامه چرس چې په يوه ټونس موټر کې بار شوي او په پام کې وه چې له پنجشېر ولايت څخه دباندې قاچاق کړل شي، د دې ولايت په مرکز کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيول شول.

د کورنيو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت ازادي راډيو ته وويل: "په دوهمو عملياتو کې ۱۰ کيلوګرامه چرس په يوه سراچه موټر کې داسې مهال ونيول شول چې په پام کې وه ګاونډي ولايت ته قاچاق کړل شي."

د دې نشه‌يي موادو د قاچاق په تور دوه موټر چلوونکي هم نيول شوي دي.

ننګرهار کې دوه تنه د ۶۴ کيلو ګرامه نشه‌يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول

ارشیف، ننګرهار کې دوه تنه نیول شوي کسان

په ننګرهار ولايت کې دوه قاچاق کوونکي داسې مهال ونيول شول چې تر ۶۰ کيلو ګرامو ډېر نشه‌يي مواد يې قاچاق کول.

د ننګرهار ولايت په سرخ رود ولسوالۍ کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۶۴ کيلو ګرامه چرس ونيول شول.

د ننګرهار امنیه قوماندان جمعه ګل همت رسنیو ته وويل چې دا مواد له يوه ګاونډي ولایت څخه ننګرهار ولايت ته راوړل شوي او په پام کې وه چې له هېواد څخه دباندې قاچاق کړل شي.

کابل او بلخ کې ۸ تنه د نشه يي توکو قاچقچیان ونیول شو

کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر

اته قاچاق کوونکي په داسې حال کې ونيول شول چې نشه يي مواد يې د هوايي ډګرونو له لارې له هېواده بهر قاچاق کول.

شپږ تنه چې غوښتل يې نژدې اته کيلوګرامه هيروئين په خپلو خېټو کې کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر له لارې هند ته قاچاق کړي، له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت د تحقيقاتو کار کوونکو له نشه يي موادو سره یو ځای ونيول.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معينیت د رسنیو دفتر ازادي راډيو ته وويل، په دوهم اقدام کې دوه تنه چې يو نیم کيلوګرام هيروئين يې په خپلو خېټو کې پټ کړي وو او غوښتل يې له هېواده بهر يې قاچاق کړي، د بلخ ولایت په مولانا جلال الدین بلخي هوايي ډګر کې ونيول شول.

کابل کې پولیسو تر ۴۰ کيلوګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول

ارشیف

پولیسو د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې تر څلوېښتو کيلوګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول.

د کابل د امنيې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډيو ته وويل، پولیسو په شکردرې ولسوالۍ کې د استوګنې پر يوه کور عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۴۰ کيلوګرامه چرس او نژدې دوه کيلوګرامه تارياک ونيول شول.

د دې نشه يي موادو د ساتلو په تور یو تن له يوې تفنګچې سره هم نيول شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG