افغانستان
کابل د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي څرګندونې رد کړې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوه روسي چارواکي له خوا په افغانستان کې د ائتلافي دولت د جوړېدو وړاندیز رد کړی دی.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر قبولوف تېره سې شنبې له سپوتنیک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې افغانستان په لومړي ګام کې یوه ائتلافي دولت ته چې د دواړو لورو د کنټرول توان او ځواک ولري اړتیا لري.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې نن جمعه (د کب ۱مه) خپور شو، د قبولوف دې او نورو څرګندونو ته د اشارې په ترڅ کې ویلي چې د نوموړي ویناوې د افغانستان له واقعیتونو سره سمون نه لري او په ځینو برخو کې د روسیې د دولت له رسمي دریځ سره هم په تناقض کې دي.
په بیان کې همدا راز راغلي، قبولوف د هغې ډلې د ځواک په اړه مبالغه کړې چې په روسیه کې هم ممنوع اعلان شوې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
حنیف اتمر خپل روس سیال ته د پوتین لپاره د افغان ولسمشر پيغام وسپاره

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر خپل روس سیال سرګي لاوروف ته هغه پیغام سپارلی چې افغان ولسمشر د روسیې ولسمشر ته استولی دی.
محمد حنیف اتمر نن په مسکو کې له خپل روس سیال سرګي لاوروف سره تر خبرو وروسته په ګډه خبري غونډه کې دا څرګندونې وکړې.
ښاغلي اتمر وویل، د ولسمشر اشرف غني په پیغام کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوستانه اړیکو او ملګرتیا لپاره هیله څرګنده شوې.
لاوروف په دې خبري غونډه کې، په افغانستان کې د ناامنیو په تېره د داعش ډلې د فعالیت او د مخدره موادو د قاچاق له کبله اندېښنه وښوده.
کرکټ بورډ: زېمبابوې سره لوبو کې به د راشد خان ګډون یا نهګډون روښانه شي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، تر راروانې یکشنبې به معلومه شي چې د هېواد د کرکټ ستوری راشد خان د افغانستان او زېمبابوې د ټېسټ لوبو په لړۍ کې ګډون کوي که نه.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د فبرورۍ تر ۲۸مې پورې به ډاکتران خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي چې ایا راشد خان کولای شي که نه چې په دې لوبو کې د افغانستان استازیتوب وکړي او که نه د ټپونو له کبله نهشي کولای په لومړۍ لوبه کې ګډون وکړي."
د راشد خان د ټپي کېدو علت تر اوسه معلوم نهدی.
افغانستان به راتلونکې اوونۍ په متحده عربي اماراتو کې له زېمبابوې سره د دوو ټېسټ لوبو کوربه وي چې د سې شنبې په ورځ د مارچ په دوهمه نېټه پیلېږي.
د تښتول شوي عبدالرؤف پلار: ولسمشر غني مې د زوی د ژر خوشې کېدو ډاډ راکړ

په بلخ ولایت کې د تښتول شوي ماشوم عبدالرؤف پلار وايي، ولسمشر اشرف غني ډاډ ورکړی چې زوی بهیې ډېر ژر خوشې شي.
د عبدالرؤف پلار محمد نبي ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر غني پرون، له ده سره په کتنه کې دا ژمنه وکړه.
ښاغلی نبي زیاتوي: "ما پرون پنجشنبه له ولسمشر سره ولیدل. ښه لیدنه وه. هغه ژمنې چې له موږ سرهیې وکړې هیله بخښونکې وې. راته ویېویل چې د دې ماشوم د ژغورنې لپاره عملیات روان دي او په نږدې راتلونکي کې به عبدالرؤف جان خوشې شي."
نهه کلن عبدالرؤف نږدې څلور میاشتې مخکې په مزار شریف کې وتښتول شو او که څه هم د هغه کورنۍ د لویو لارو تر بندولو پورې ډېر اعتراضونه وکړل، خو د دې ماشوم د برخلیک په اړه تر اوسه هېڅ معلومات نهشته.
د جرمني دفاع وزیره: د افغانستان د سولې بهیر ته ژمن یو

د جرمني دفاع وزیره وايي هېواد یې د افغانستان د سولې بهیر ته ژمن دی.
د جرمني د پوځ سرچینو په یوه بیان کې ویلي دي چې اناګیریت کرامپ کارېن باور «Annegret Kramp-Karrenbauer» نن افغانستان ته د ناڅاپي سفر پر مهال په مراز شریف کې جرمني سرتېرو ته په وینا کې وویل افغانستان سمدستي د سیالو ډلو ترمنځ سیاسي حل لارې ته اړتیا لري.
په بیان کې د مېرمن کارېن باور له قوله ویل شوي دي چې برلین له افغانستانه په تدریجي ډول د خپلو ځواکونو د ایستلو پر ژمنه ولاړ دی.
د جرمني کابینې وړمه ورځ په افغانستان کې د بل کال تر جنوري میاشتې پورې د جرمني ځواکونو د پاتې کېدو له وړاندیز سره رضایت څرګند کړ.
غور کې د وژل شوي خبریال بسمالله عادل د کورنۍ ۳ نور غړي ووژل شول

په غور کې د وژل شوي خبریال بسمالله عادل کورنۍ د خپلې کورنۍ د هغو درېیو غړو مړي د ولایت دروازې ته راوړي چې تېره شپه په یوه برید کې ووژل شول.
د عادل کورنۍ وايي تر هغه چې د دې وژنې مسؤل کسان د قانون پنجو ته ونهسپارل شي خپل مړي به له هغه ځایه لیرې نهکړي.
بسمالله عادل د غور غږ راډیو مسؤل مدیر او خبریال و چې څو اوونۍ مخکې په مرکز فېروزکوه کې د ناپېژانده وسلهوالو په ډزو ووژل شو او تېره شپه یوې وسلهوالې ډلې د هغه پر کور برید وکړ.
د کورنۍ پلار ګل محمد عادل ولسي پاڅونوال په دې برید ګرم بولي، خو د غور امنیه قوماندان عبدالقادر وليزاده وايي دا برید طالبانو کړی.
ښاغلی وليزاده زیاتوي: "درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د طالبانو له حملې وروسته دوی امنیتي ځواکونو ته زنګ وواهه. کله چې امنیتي ځواکونه هلته رسېږي ويني چې طالبان تښتېدلي دي."
ښاغلي وليزاده وویل چې د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.
د ولسي پاڅونوالو مشر امانالله بېګ او د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په دې برید کې د خپلو کسانو لاس لرل رد کړي دي.
نادر نادري: د سولې خبرو کې ځنډ د طالبانو پر ارادې شکونه راولاړوي

د دولت د مذاکراتي هیئت یو غړی وايي، په قطر کې د سولې په خبرو کې ځنډ شکونه ولاړوي چې ایا مقابل لوری یعنې طالبان د جګړې، که سولې اراده لري.
نادر نادري په هغه مرکه کې چې تېره شپه له ملي ټلوېزیون نه خپره شوه، وویل: "اوس چې دومره وخت تېرېږي او پر اصلي مسایلو په مذاکرو کې پرمختګ نهشته، نو واقعاً دا شک ولاړوي چې هاخوا د جګړې اراده لري، که د سولې؟"
ښاغلي نادري وویل چې د دولت هیئت به هڅه وکړي چې په راروانو مذاکرو کې تر ډېره په افغانستان کې د اوربند پر ټینګښت بحث وکړي، ځکه اوربند او په افغانستان کې د جګړې بندېدل د اکثرو افغانانو غوښتنه ده.
په قطر کې د طالبانو او افغان دولت مذاکره کوونکو هیئتونو د تماس ډلو تر یوې میاشتې ځنډ وروسته تېره دوشنبه په خپلو کې غونډه وکړه.
په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ختمېدو د اشرف غني بیاځلي ټینګار

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، یو وار بیا په هېواد کې د تاوتریخوالي پر ختمېدو ټینګار وکړ.
د جمهوري ریاست د پرونۍ اعلامیې له مخې، ولسمشر غني پرون مازیګر په ارګ کې د «سولې اعمار، دولت جوړونې او بازار جوړونې» په نوم ملي بحث کې ویلي چې اساسي غوښتنه په افغانستان کې د ۴۰ کلن تاوتریخوالي ختمېدل دي.
ولسمشر غني ویلي چې سوله یوه هیله نه، بلکې یو هدف دی چې د تحقق لپارهیې د لارې نقشه موجوده ده.
په دغه بحث کې د ځوانانو ځینو استازو هم د سولې، د اوربند د ټینګښت، ځوانانو ته د نورو فرصتونو د ایجاد په اړه خپلې غوښتنې مطرح کړې.
د غلام خان بندر له لارې د پاکستان لومړۍ صادراتي بسته تاجکستان ته ولېږدول شوه

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت تاجکستان ته، د غلام خان بندر له لارې د پاکستان د صادراتي مالونو د لومړۍ بستې د لېږد خبر ورکړ.
دغه وزارت پرون پنجشنبه په یوه اعلامیه کې وویل، په دغو مالونو کې ۳۰ ټُنه سبزیجات، د غلام خان بندر له لارې افغانستان ته راوړل شوي، بیا د کندز ولایت له شېرخان بندره تاجکستان ته لېږدول شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي، د خوست غلام خان بندر په وروستیو کې د تجارتي او ټرانزیني مالونو پر مخ پرانیستل شوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دغه بندر د پرانیستل کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د تورخم بندر ترڅنګ غلام خان بندر د تجارتي مالونو د لېږد رالېږد د ودې سبب کېږي.
د افغانستان په وړاندې چمتووالي لپاره د زېمبابوې کرکټ ملي لوبډلې تمریناتي کمپ

د زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې په ابوظبي کې د افغانستان په وړاندې د چمتووالي لپاره تمریناتي کمپ پیل کړی دی.
د زېمبابوې یوه خبري وېبسایټ زېمبابویان (Zimbabwean) پرون راپور ورکړی چې متحده عرب اماراتو ته د زېمبابوې ټیم له رسېدو سره سم د لوبغاړو د کرونا ټېسټونه شوي دي.
په پام کې ده د دواړو هېوادونو د کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان په کوربهتوب دوه ټېسټ لوبې او درې ۲۰ اووره مسابقې وکړي.
د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه راروانه سې شنبه (د مارچ دوهمه) پیلېږي او لومړۍ ۲۰ اووره مسابقه به د مارچ میاشتې پر ۱۷مه وشي.
د افغانستان د ټیم تکړه لوبغاړی راشد خان به د ګوټې د ټپ له کبله په لومړۍ ټېسټ لوبه کې برخه ونهلري.
جوزجان کې پولیسو د شرابو د تولید یو مرکز لهمنځه یووړ

د جوزجان ولایت پولیسو د شرابو د تولید یو مرکز لهمنځه یووړ.
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې معینیت وايي چې د جوزجان ولایت پولیسو د دې ولایت په مرکز کې د شرابو یوه کارخانه له ۱۵۰ لیټره تخمیر شويو کشمشو، ۴۰ لیټره شرابو او نورو وسائلو سره یوځای ویجاړه کړه.
د دې کارخانې مالک نهدی نیول شوی.
د افغانستان ۶ ولایتونو کې ۱۴ تنه د نشهيي موادو قاچاق کوونکي ونیول شول

د افغانستان په شپږو ولایتونو کې تر ۱۰ ډېر کسان د نشهيي موادو د قاچاق په تور ونیول شول.
له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په شپږو ولایتونو کې ۱۴ قاچاق کوونکي او د نشهيي موادو خرڅوونکي له ۲۷ کیلو ګرامه تاریاکو، ۲۰ کیلو ګرامه ښیښې، یو کیلو هیروئینو، دوو تومانچو او ۶۳ زره افغانیو سره یوځای نیولي دي.
نیول شوي کسان له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.
جلالاباد ښار کې څه د پاسه ۲۶ زره نشهيي ګولۍ ونیول شوې

د ننګرهار ولایت پولیسو په جلالاباد ښار کې څه د پاسه ۲۶ زره نشهيي ګولۍ ونیولې.
دغه ۲۶ زره ۲۵۵ نشهیي ګولۍ د موټرو د تلاشۍ پر مهال د جلالاباد ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې چې په یوه کرولا موټر کې پټ کړای شوي ول، نیول شوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته وویل چې په دوو نورو عملیاتو کې له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو په غنيخېلو او نازیانو ولسوالیو کې ۳۶ کیلو ګرامه تاریاک، اته کیلو ګرامه هیروئین او پنځه کیلوګرامه چرس نیولي دي.
د دې موادو د قاچاق په تور څوک نهدي نیول شوي.
کابل کې څه د پاسه ۳۰ کیلو ګرامه هیروئین او ښیښه ونیول شوه

په کابل ولایت کې څه د پاسه ۳۰ کیلو ګرامه هیروئین او ښیښه ونیول شوه.
په لومړۍ پېښه کې د کابل ولایت پولیسو د حوت میاشتې پر پنځمه نېټه د کابل ښار په شمالي دروازه کې ۱۷ کیلو ګرامه ښیښه ونیوله چې په یوه موټر کې پټ کړای شوي او د کابل ښار تهیې قاچاق کوله.
د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر پولیس وايي چې په دوهمه پېښه کې ۱۷ کیلو ګرامه هیروئین ونیول شول چې په سفري بکسونو کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې هند تهیې قاچاق کړي.
د دې دوو قضیو په تړاو پنځه کسان هم نیول شوي دي.
سرپل کې یو ورزشي جمنازیوم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په سرپل ولایت کې د ۵۰ ملیونو افغانیو په لګښت یو ورزشي جمنازیوم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د سرپل والي قربانمراد وویل، دغه جمانزیوم په ۱۹۵۰ متره مربع ځمکه کې په عصري ډول جوړ شوی چې په یو وار د ۱،۵۰۰ نندارچیانو ځای لري.
دغه جمنازیوم د جمهوري ریاست د ملي پراختیا برنامې له لوري جوړ شوی.
د اسیا ملتونو جام کې د افغانستان فوټبال ملي ټیم درېیو لوبو وختونه تغییر شول

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم درېیو لوبو وختونه د کرونا ویروس د ګواښونو له امله تغییر شول.
د افغانستان فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن ازادي راډیو ته وویل چې د اسیا فوټبال کنفدراسیون د پرېکړې له مخې د اسیا د ملتونو جام په سیالیو کې د افغانستان ملي لوبډلې لوبېدا انتخاب شاته ولوېد.
د ښاغلي مشعوف په خبره دغه سیالۍ به د مارچ میاشت کې نه، بلکې د جون په میاشت کې د (اې) ډلې په یوه هېواد کې وشي.
د (اې) ډلې اسیا ملتونو جام ۲۰۲۳ کال کې کېږي چې د قطر، عمان، افغانستان، هند او بنګلهدېش لوبډلې شاملې دي.