د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

د برما پولیسو د کودتا پرضد یو شمېر اعتراض کوونکي نیولي

په برما کې پولیسو د پوځي کودتا پرضد د اعتراض کوونکو د تیت او پرک کولو په خاطر تشدد کړی دی، له ربړي مردکیو یې ګټه اخیستې، د راپورونو پر بنسټ د دې هېواد په پلازمېنه نایپیداو کې څو تنه ټپیان شوي هم دي.

په برما کې پولیسو د پوځي کودتا پرضد د اعتراض کوونکو د تیت او پرک کولو په خاطر تشدد کړی دی، له ربړي مردکیو یې ګټه اخیستې، د راپورونو پر بنسټ د دې هېواد په پلازمېنه نایپیداو کې څو تنه ټپیان شوي هم دي.

اعتراضونه نن سې شنبه (د سلواغې ۲۱مه) د دې سربېره روان وو چې د نوي پوځي حکومت چارواکو خبرداری ورکړی و چې مظاهرې ثبات ګواښي، نو د دوی پرضد به لاس په کار شي.

نن څلورمه ورځ ده چې په برما کې مظاهرې دي. دغه هېواد کې منتخبه مشره انګ سان سوچي پوځیانو ونیوله او نظامي حکومت یې اعلان کړ.

اعتراض کوونکي غواړي چې واک بېرته ملکي حکومت ته وسپارل شي، انګ سان سوچي او نور هغه سیاسي مشران چې د فبروري په لومړۍ نېټه نیول شوي دي، بېرته خوشې شي چې دا کړنه یې د نړیوالو غوسه راپارولې ده.

د راپورونو له مخې پولیسو په پلازمېنه نایپیتاو، یانګون او د میانمار په اکثرو نورو ښارونو کې د مظاهره چیانو د خورېدو لپاره هوایي ډزې کړې دي او پر هغوی یې اوبه شیندلي دي.
پوځ په ښارونو کې تر پنځو تنو د زیاتو کسانو یوځای کېدل منع کړي دي او د شپې په مخه یې ګرځبندیز اعلان کړی دی.


XS
SM
MD
LG