نړۍ
په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه لویه غونډه پيل شوې
په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه لویه غونډه روانه ده.
د راپورونو په اساس د غونډې د ځای سره خوا او شا د موبايل فون سيګنلې او انټرنېټ پرې شوی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ايم) يو مشر او د پارلمان غړي، محسن داوړ نن د فبرورۍ په ۷مه، پر ټويټر ليکلي چې په بنو کې پولیسو هغه کسان نيولي چې غوښتل يې دې جلسې ته ورشي.
د پېښور پوليسو یوه مسوول صادق شاه د ازادې اروپا مشال راډیو ته وویل، چې دوی سره د پي ټي ايم د نیول شوو کسانو هيڅ راپور او نومونه نه شته.
پښتون ژغورنې غورځنګ د پېښور جلسه د ارمان لوڼي د دوهم تلين په مناسبت جوړه کړې.
لوڼی دوه کاله مخکې په بلوچستان کې د يوې مظاهرې په مهال مړ شوی وو.
هغه وخت پوليسو ويلي وو، چې په ده د زړه حمله راغلې خو پښتون ژغورنې غورځنګ ادعا کړې وه چې هغه پوليسو وهلی ځکه مړی شوی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
نتنیاهو خپل سیاسي رقیب ګادي ایزنکوت ته د دوره يي صدراعظمۍ وړاندیز کړی
د اسراییلو سرپرست صدراعظم بنیامین نتنیاهو، خپل سیاسي رقیب ګادي ایزنکوت ته د دوره يي صدراعظمۍ وړاندیز کړی دی.
ایزنکوت او نتانیاهو د یکشنبې په ورځ په تل ابیب کې د اییتلافي حکومت په جوړولو او د سیاسي مخالفتونو پر هواري خبرې کړي دي.
هغه وړاندې کړی چې ایزنکوت دې لومړی د صدراعظم په توګه کارو کړي او خپله به د صدراعظم ځای ناستی شي.
د نتنیاهو ځینو مخالفینو له هغې ډلې پخواني صدراعظم یائیر لاپید دا وړاندیز یو بل سیاسي چل ګڼلی دی.
نتنیاهو وروسته له هغه دا وړاندیز کړی چې د نومبر په لومړیو کې د انتخاباتو پر مهال هیڅ یو لوری ونه توانېد د اسراییلو د پارلمان اکثریت وګټي څو حکومت جوړ کړي.
ګادي ایزنکوت چې د اسراییلو پخوانی لوی درستیز و په ټاکنو کې ۴۸ څوکۍ وګټلې او د ولسمشر اسحق هرتزوګ له خوا ورته د نوي حکومت د جوړولو وړاندیز وشو.
په کراچۍ کې د ودانۍ د نړېدو له امله د وژل شویو شمېر ۱۵ ته ورسېد
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د یوې نیمګړې ودانۍ د نړېدو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵ ته لوړ شوی دی.
ځايي چارواکو نن (یکشنبه) د فرانسې خبري اژانس ته وویل، د ژغورنې ډلو د پېښې له ځایه ۱۵ کسان ژوندي ژغورلي او د ۱۵ نورو مړي یې راایستلي دي.
پېښه د چهارشنبې په ورځ د کراچۍ په بلوچ کالونۍ سیمه کې شوې ده. د ژغورنې مسوولان وايي، یو شمېر کسان لا هم ورک دي او د هغوی د موندلو هڅې روانې دي.
په پاکستان کې د ودانیو نړېدل ډېری وخت د ودانیزو چارو د خوندیتوب د معیارونو د نه مراعتولو او د ټیټ کیفیت موادو د کارولو له امله رامنځته کېږي.
ایران په هرمزتنګی کې د تېلو پر یوې بلې بېړۍ د برید خبر ورکړ
د ایران د پوځ سمندري ځواک وايي، د هرمز تنګي په ختیځه برخه کې د سمندري ماین د چاودنې له امله یوې تېل وړونکې بېړۍ اور اخیستی او له حرکته لوېدلې ده.
د ایران پوځ د شنبې په شپه، د نومبر په ۲۸مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې درې «سرغړوونکې» تېل وړونکې بېړۍ د هرمز تنګي د ختیځې برخې ممنوعه سیمې ته ننوتې وې. د پوځ په وینا، دوو نورو بېړیو له پېښې وروسته خپله لار بدله کړې ده.
په همدې حال کې، د ایران پوځ ویلي چې د یکشنبې په سهار د سیریک ولسوالۍ په ساحل کې د امریکايي یوه بېپیلوټه الوتکه د کب نیولو له یوې کښتۍ سره لګېدلې ده. د پوځ په وینا، د کښتۍ له درېیو سپرلیو دوه یې موندل شوي او روغتون ته لېږدول شوي، خو د کښتۍ خاوند لا هم بې درکه دی.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او د خپلې بېپیلوټه الوتکې د لوېدو یا برید راپور یې نه دی تایید کړی.
په غزه کې پر یوه کلینیک د اسرائیل برید؛ د بې پولې ډاکټرانو دوه کارکوونکي وژل شوي
د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وایي چې په غزې ښار کې پر یوه کلینیک د اسرائیل په هوايي برید کې د دې ټولنې دوه کارکوونکي وژل شوي دي. دا برید د جمعې په ماښام، د لیندۍ په شپږمه، په غزه کې له اوربند سره سره شوی دی.
د بې پولې ډاکټرانو ټولنې د شنبې په ورځ دغه برید وغانده او ویې ویل چې کلینیک د دې ټولنې په نښان مشخص شوی و او د موقعیت په اړه یې هم د اسرائیل پوځ ته معلومات ورکړل شوي وو.
بلخوا د اسرائیل پوځ ادعا کړې چې دوه وژل شوي کسان، احمد ابو حصیره او معاذ صبح، د حماس ډلې غړي وو او د دې ډلې په پوځي فعالیتونو کې یې هم ونډه لرله.
حماس د امریکا د متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې له خوا د یوه ترهګریز سازمان په توګه پېژندل شوی دی.
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریسوس په غزه کې پر روغتیايي مرکزونو او بشري مرستندویو کارکوونکو بریدونه «پارونکي او د نه منلو وړ» بللي او د دغو بریدونو د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.
د بېپولې ډاکټرانو ټولنې په وینا، د دغو دوو کارکونکو په وژل کېدو سره په غزه کې د جګړې له پیله د دې ټولنې د وژل شویو کارکوونکو شمېر ۱۷ ته رسېدلی دی.
سعودي وايي، پر ریاض د حوثیانو ویشتل شوی توغندی یې شنډ کړی
سعودي عربستان د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو یو کروز توغندی یې، چې د ریاض پر لور یې توغولی و، شنډ کړی دی.
په ورته وخت کې، د حوثیانو رسنیو ویلي چې د سعودي عربستان په هوايي بریدونو کې د یمن په پلازمېنه صنعا کې ۱۳ کسان ټپیان شوي دي. دغو رسنیو تر دې مخکې په تعز ولایت کې پر یوه کور د برید له کبله د ۱۱ کسانو، چې ډېری یې ماشومان وو، د وژل کېدو خبر هم ورکړی و.
دا بریدونه وروسته له هغه شوي چې حوثیانو د پنجشنبې په ورځ د سعودي عربستان په جنوب کې د جازان د تېلو پر چاڼځای برید وکړ. په هغه برید کې یو نیپالی کارکوونکی وژل شوی او څو نور ټپیان شوي وو.
له بلې خوا، د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو او پوځي قوماندانانو په اسلاماباد کې د یوې غونډې په ترڅ کې د حوثیانو بریدونه وغندل او د سعودي عربستان د امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ملاتړ لپاره یې د دفاعي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
په یوه بله پېښه کې، د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې ویلي چې وسلهوالو د یمن د جنوبي ساحل په ۱۲۰ کیلومترۍ کې یوه باروړونکې بېړۍ نیولې ده.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د یمن د کورنۍ جګړې له بیا پیل راهیسې تر اوسه څه باندې ۲۳۰۰ کسان وژل شوي او تر ۳۶۴ زره ډېر نور بېځایه شوي دي. سعودي چارواکي وايي، په دغه هېواد کې د حوثیانو په بریدونو کې ۲۷ کسان وژل شوي دي.
ایران او امریکا د قطر او پاکستان له لارې د پیغامونو تبادلې ته دوام ورکوي
په پاکستان کې د ایران سفیر رضا امیريمقدم ویلي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د قطر او پاکستان په منځګړیتوب د پیغامونو تبادله لا هم روانه ده.
نوموړي د شنبې په ورځ، د نومبر په ۲۸مه، له سياېناېن سره په مرکه کې وویل چې دواړه منځګړي هېوادونه وړاندیزونه کوي او تهران یې ارزوي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم په دغو خبرو کې ونډه لري.
امیريمقدم زیاته کړې چې د روان کال په جون کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د اسلاماباد تفاهملیک لا هم له امریکا سره د خبرو بنسټ دی.
هغه خبرداری ورکړی چې که امریکا یا اسرائیل پراخ بریدونه بیا پیل کړي، ایران به له «نورو د توقع خلاف لارو» څخه کار واخلي.
د ایران سفیر همداراز ویلي چې تهران لا هم د اتومي وسلو د نه خپرېدو له تړون (NPT) څخه د وتلو پرېکړه نه ده کړې، خو په ایران کې له دغه تړون څخه د وتلو لپاره د عامه افکارو فشار زیات شوی دی. د نوموړي په ادعا، دغه تړون ایران ته هېڅ ګټه نه ده رسولې او یوازې یې محدودیتونه او ژمنې پرې زیاتې کړې دي.
ټرمپ د عراق د صدراعظم د مرکزي حکومت د واک د پراختیا له هڅو ملاتړ وکړ
د امریکا ولسمشر د عراق د صدراعظم د هغو هڅو ملاتړ وکړ چې پر هېواد د مرکزي حکومت د واک پراختیا، د تېلو د قاچاق د مخنیوي او د مرکزي دولت په لاس کې د وسلو د انحصار لپارهیې ترسره کوي.
ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ «د لیندۍ په شپږمه» په خپله ټولنیزه شبکه «تروت سوشیال» کې لیکلي: "موږ د عراق د صدراعظم علي الزیدي د هغو هڅو ملاتړ کوو چې په ټول عراق کې د دولت د اقتدار د نافذولو، د تېلو د قاچاق د مخنیوي او د فساد د ختمولو لپارهیې ترسره کوي او ټولې وسلې د دولت تر انحصاري کنټرول لاندې راولي."
د ټرمپ دا پیغام څو ساعته وروسته له هغې خپور شو چې د عراق د حکومت ویاند حیدر العبودي وویل، د ۲۰۰۸ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د مرکزي حکومت له څارنې پرته د کردستان سیمې د تېلو د صادراتو له امله اوښتي زیانونه له ۱۰۰ میلیارده ډالرو اوښتي دي.
د نوموړي په وینا، د عراق حکومت، د دولتي «سومو» شرکت له مېکانیزم پرته د تېلو هر ډول صادرات، په ځانګړې توګه که عواید یې د دولت خزانې ته ونهسپارل شي، قاچاق ګڼي.
د عراق صدراعظم علي الزیدي د سېشنبې په ورځ امر وکړ چې د دغه هېواد په څلورو ولایتونو کې د کردي ځواکونو تر کنټرول لاندې د تېلو د ساحو مدیریت او د کردستان سیمې د ټولو سرحدي بندرونو کنټرول دې د مرکزي حکومت ادارو ته وسپارل شي.
د کردستان سیمې لومړي وزیر مسرور بارزاني د دغو پرېکړو مخالفت کړی او د کردستان سیمهییز حکومت هم ویلي چې دا پرېکړې د عراق له اساسي قانون سره په ټکر کې دي.
اردوغان له پاکستان او سعودي عربستان سره ګډ دفاعي تړون توشیح کړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له پاکستان او سعودي عربستان سره ګډ دفاعي تړون په رسمي توګه توشیح کړ.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې پارلمان د نومبر په پنځمه دغه تړون تصویب کړی و.
دغو درېیو هېوادونو د اګست په میاشت کې پر ایران د امریکا او اسراییل د جګړې د پراخېدو په اړه د اندېښنو په ترڅ کې په مکه کې دغه تړون لاسلیک کړ. د تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد برید پر ټولو غړو هېوادونو برید ګڼل کېږي.
ټاکل شوې چې د دغو درېیو هېوادونو استازي نن جمعه او سبا شنبه په اسلام اباد کې غونډه وکړي.
ترکیه په ناټو کې دوهم لوی پوځ لري، سعودي عربستان د نړۍ د تېلو یو ستر صادرونکی او پاکستان هم یوازینی اسلامي هېواد دی چې اټومي وسلې لري.
ټرمپ له پوتین څخه په اروپا کې د ټولو پوځي تهاجمي اقداماتو د بندولو غوښتنه وکړه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غوښتي چې په اروپا کې ټول تهاجمي پوځي اقدامات ودروي، څو د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې یوې هوکړې ته زمینه برابره شي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ په ۵ پر خپله ټروت سوشیل پاڼه لیکلي چې په چین کې یې له پوتین سره په وروستیو خبرو کې دا غوښتنه مطرح کړې ده.
نوموړي د اوکراین جګړه خونړۍ بللې چې هره میاشت په کې زرګونه کسان وژل کېږي.
په همدې حال کې واشنګټن په اروپا کې د خپلو پوځي ځواکونو د حضور په اړه د بیاکتنې د پایلو اعلان ځنډولی دی.
امریکايي چارواکو د ازادې اروپاـ ازادي راډیو ته ویلي چې پنټاګون په دې اړه پنځه بېلابېل انتخابونه نهايي کوي چې ډېر ژر به ولسمشر ټرمپ ته وړاندې شي.
امریکا دا مهال په اروپا کې شاوخوا ۸۰ زره سرتېري لري چې ډېری یې په جرمني، ایټالیا او بریتانیا کې مېشت دي.
بېپولې خبریالانو سازمان د فرانسې د «سينیوز» د یوې میاشتې تعلیق غوښتنه وکړه
د بېپولې خبریالانو سازمان د پنجشنبې په ورځ د فرانسې د رسنیو تنظیم کوونکي ادارې څخه وغوښتل چې د یوې میاشتې لپاره د «سينیوز» خبري شبکې فعالیتونه وځنډوي.
دې سازمان په یوه بیان کې ویلي چې د شبکې پوښښ د افراطي ښي اړخو په ګټه دی او د فرانسې د ولسمشرۍ ټاکنو په نږدې کېدو سرهیې ولسواکۍ ته ګواښ زیاتېږي.
د بېپولې خبریالانو سازمان ویلي چې «سينیوز» په ۲۰۱۷ کال کې د خپل تأسیس راهیسې ۱۲ اخطارونه او ۱۱ جریمې ترلاسه کړي چې ټولټال ۸۳۰ زره یورو ارزښت لري.
د دې سازمان څېړونکو وموندله چې د کډوالۍ، ناامنۍ، پر اسلامپالنې او په کیڼ اړخو او عامه رسنیو نیوکو په څېر موضوعات د شبکې د پروګرامونو دوه پر درېیمه برخه جوړوي.
د فرانسې د رسنیو تنظیموونکې ادارې ویلي چې «سينیوز» شبکه کې د سیاسي نظرونو د تنوع په اړه د مقرراتو احتمالي سرغړونې څېړي.
«سينیوز» د محافظهکار فرانسوي میلیاردر وینسنټ بولیرا ملکیت دی او تر اوسهیې د بېپولې خبریالانو سازمان غوښتنې ته ځواب نهدی ویلی.
د بېپولې خبریالانو سازمان وايي چې غوښتنهیې د مطبوعاتو د ازادۍ د دفاع او د خپلواک ژورنالیزم او هغه څه ترمنځ توپیر لپاره ده چې دا ډلهیې "مغز مینځل" بولي.