د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

واشنګټڼ پوسټ: افغانستان بایډن ته د بهرنۍ پالیسۍ لومړنی لوی سرخوږی دی


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن
  • واشنګټڼ پوسټ

واشنګټڼ پوسټ ورځپاڼې بیا تردې سرلیک لاندې چې «افغانستان د جوبایډن لپاره د بهرنۍ پالیسۍ لومړنی لوی سرخوږی دی» لیکلي:

ولسمشربایډن د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته لاړ او په خپل دې لومړني سفر کې یې وویل چې امریکا بېرته میدان ته راووته، ډیپلوماسي یې بېرته فعاله شوه.

د دې لیکنې د لیکوال ډیوېد ایګناتیوس په باور یو بل شی هم بیا مطرح دی او هغه دا پوښتنه ده چې ایا د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان جګړه هم په داسې ډول پای ته رسولی شي چې د منلو وي؟

بایډن له ولسمشر کېدو وروسته د بهرنۍ پالیسۍ په اړه وینا وکړه، خو ده د افغانستان په اړه د خپلې پالیسۍ یادونه ونه کړه.

د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده چې له تېرو درېيو ولسمشرانو بایډن ته په میراث ورسېږي.

د واشنګټن پوسټ د لیکنې لیکوال باورلري چې په راتلونکو څو میاشتو کې به د افغانستان په اړه پرېکړه د بایډن لپاره تر ټولو سخته پرېکړه وي چې ایا امریکا په دې هېواد کې حضور ته دوام ورکړي او که ورڅخه ووځي؟

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې په افغانستان کې د جګړې په لړ کې د مرګ ژوبلو راپور خپور کړی دی.

د دې ورځپاڼې پراساس په وروستۍ یوه اوونۍ کې لږ تر لږه ۶۴ امنیتي ځواکونه او ۲۶ ملکي افغانان وژل شوي دي.

ورځپاڼه وايي، ښايي تلفات تردې ډېر وي، خو دا هغه شمېر دی چې دوی یې تاییدولی شي.

د نیویارک ټایمز پر اساس، تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په ننګرهار کې په چاودونکو موادو د بار هاموې زغرګاډي په حمله کې واوښته.

په دې برید کې چې د شېرزاد ولسوالۍ په ګندمک سیمه کې د عامه نظم پر اډې وشوه، لږ تر لږه ۱۴سرتېري ووژل شول او ۴ نور ژوبل شول.

ورځپاڼې د هرې پېښې جلا جلا یادونه کړې او د تلفاتو شمېر یې په ګوته کړی دی.

  • بروکېنګ پوسټ

بروکېنګ پوسټ ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د مخورو او پوهانو د هدفي وژنو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼې په پیل کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ د مشر یوسف رشید د وژل کېدو پېښه په تفصیل څرګنده کړې او لیکلي یې دي چې نوموړي غوښتل د ګڼو نورو افغانانو په شان په لنډ وخت کې خپله کورنۍ ترکیې ته ولېږدوي.

یوسف رشید غوښتل د ګڼو نورو افغانانو په شان په لنډ وخت کې خپله کورنۍ ترکیې ته ولېږدوي.
یوسف رشید غوښتل د ګڼو نورو افغانانو په شان په لنډ وخت کې خپله کورنۍ ترکیې ته ولېږدوي.

بروکېنګ پوسټ د چارواکو په قول لیکلي چې رشید په دسمبر میاشت کې ووژل شو، خو د سېپټمبر له میاشتې د طالبانو له لوري لږ تر لږه ۱۸۰ تنه افغانان په ورته ډول په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

طالبان عموماً د دې ډول بریدونو مسوولیت په غاړه نه اخلي.

XS
SM
MD
LG