د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۷ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۵۵

نړۍ

هانګ کانګ د چين وروستیو نيوکو ته غبرګون وښود

د هانګ کانګ د عدلیې وزیرې د چینايي چارواکو د مخکنیو انتقادونو په دوام وویل، بریتانیا د خپلې پخوانۍ مستعمرې هانګ هانګ د کومې ځانګړې څارنې حق نه لري.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې پر هانګ کانګ، د چین د شدید امنیتي کنټرول پر سر کړکېچ زیات شوی دی.

چنايي چارواکو ویلي، په پام کې لري هغه زړه پالیسي ختمه کړي، چې له مخې یې د هانګ کانګ د وګړو لپاره هغه پاسپورټونه رسمیت لري، چې د بریتانیا له خوا جاري شوي دي.

د هانګ کانګ د عدلیې وزیرې تیرزا چینګ د خپل بلاګ په یوه لیکنه کې د هانګ کانګ به تړاو د چین د بهرنیو چارو د وزیر شي فنګ مخکنۍ څرګندونې تکرار کړې.

فنګ ویلي وو، تر ۱۹۹۷م کال وروسته هانګ کانګ چین ته سپارل شوی او بریتانیا د دې سیمې پر حاکمیت کوم قضایي یا د څارنې حق نه لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

سیمه کې پر امریکايي شرکتونو د برید په اړه د تهران تازه خبرداری

د ایران د پارلمان رئیس او له امریکا سره د مذاکراتي پلاوي مشر محمد باقر قالیباف
د ایران د پارلمان رئیس او له امریکا سره د مذاکراتي پلاوي مشر محمد باقر قالیباف

د ایران د پارلمان رئیس او له امریکا سره د مذاکراتي پلاوي مشر محمد باقر قالیباف، امریکا ګواښلې چې که د ایران د تېلو او ګازو پر تأسیساتو برید وکړي، ایران به په سیمه کې د تېلو او ګازو امریکايي شرکتونه په نښه کړي.

قالیباف د دوشنبې په ورځ د «سپټمبر ۷مه» په اېکس‌پاڼه ولیکل چې "موضوع ساده ده: دلته د تېلو او ګازو د تولید ځنځیر پراخ، د لاسرسي وړ او زیانګالی دی. په ټوله سیمه کې د تېلو او ګازو امریکايي شرکتونه او د هغوی تأسیسات هم په همدې کچه له خطر سره مخ دي".

هغه زیاته کړې چې "که زموږ پر تأسیساتو برید وکړئ، موږ به هم تاسو په نښه کړو. موږ دا کار مخکې هم کړی دی. له هغو اډو څخه پوښتنه وکړئ چې نور د کارونې وړ نه‌دي".

د قالیباف دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا د دفاع وزیر پیت هګست ایران ته خبرداری ورکړی چې په امریکايي بېړیو دې برید نه‌کوي.

هګست ایران ته ویلي و "موضوع ساده ده: که ایران پر امریکايي بېړیو ډزې وکړي، موږ به د هغوی تېل‌وړونکې بېړۍ له‌منځه یوسو او ډوبې به‌یې کړو. هغوی باید پر امریکايي سمندري ځواکونو ډزې ونه‌کړي".

په جرمني کې د کډوالو ضد ښي اړخی ګوند د ډیرو رایو په ګټلو سره په ختیځ ایالت کې د حکومت د جوړولو هڅه کوي

د جرمني لپاره بدیل ګوند (AfD) د دوشنبې په ورځ د صدراعظم فریدریش مېرڅ له محافظه‌ کارو وکیلانو وغوښتل چې د جرمني په ختیځ ساکسوني-انهالت ایالت کې د حکومت د جوړولو لپاره د دې ګوند ملاتړوکړي. دا غوښتنه وروسته له هغه کېږي چې دغه ښي اړخي افراطي ګوند د جرمني په دغه ایالت کې په ټاکنو کې تر ټولو ډېرې رایې ترلاسه کړې.

د انتخاباتو د رسمي نتیجو له مخې دې د کډوالو ضد او روسیې پلوي ګوند نږدې ۴۴ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.

خو دغه ګوند چې غواړي کډوال له هېواده وباسي، د اوکراین ملاتړ پای ته ورسوي او له یورو لاس واخلي، په ایالتي پارلمان کې مطلق اکثریت ته نه دی ترلاسه کړی. دې ګوند د ۸۳ څوکیو له ډلې ۳۹ څوکۍ ګټلې دي او هڅه کوي چې د محافظه ‌کارو انفرادي وکیلانو ملاتړ ترلاسه کړي. د کډوالو ضد دغه ګوند په دې ایالت کې داسې مهال بریا خپلوي چې د جرمني حکومت له مخکې له دې هیواد څخه د هغو افغان کډوالو د ایستلو بهیرګړندی کړی چې په هغه هیواد کې یې درانه جرمونه ترسره کړي یا یې د پناه غوښتنلیکونه رد شوې دي.

ایران جنوبي کوریا ته په هرمز تنګي کې د احتمالي ځواکونو د ځای پرځای کیدو په وړاندې خبرداری ورکړ

ایران جنوبي کوریا ته په هرمز تنګي کې د احتمالي پوځي ځواکونو د ځای پرځای کولو یا د امریکا په عملیاتو کې د ګډون په وړاندې خبرداری ورکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوشنبې په ورځ، د وږي ۱۶مه، په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې دا ډول اقدام به د هغه لوري مستقیم ملاتړوبلل شي چې د ده په خبره د تیري مسول دی او "جدي پایلې" به ولري.

جنوبي کوریا د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په هرمز تنګي کې د امنیتي هڅو په برخه کې له امریکا سره د "مرستې" امکان ارزوي. خو ویلي یې دي چې په دې اړه تراوسه وروستۍ پریکړه نده شوې.

د ترکیې د ښځو والیبال لوبډلې د اروپا اتلولي وګټله

د ترکیې د ښځو والیبال ملي لوبډلې په استانبول کې د اروپا د ۲۰۲۶ کال د اتلولۍ په پایلوبه کې ایټالیا ته ۳-۲ ماتې ورکړه او د اروپا اتلولي یې خپله کړه. دواړو لوبډلو په یوه سخته او له هیجانه ډکه لوبه کې ښه سیالي وکړه، خو ترکیې په پنځم او وروستي دور کې ۱۵-۱۰ بریا خپله کړه.

دا د ترکیې لپاره د اروپا دویمه اتلولي ده. دې لوبډلې په ۲۰۲۳ کال کې هم د اروپا اتلولي ګټلې وه. د ترکیې او ایټالیا تکړه لوبغاړو ملیسا وارګاس او پائولا ایګونو هرې یوې ۲۸ امتیازونه ترلاسه کړل.

د امریکا د انرژۍ وزیر: له هرمز تنګي د تېلو لېږد زیات شوی

د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ وايي، د امریکا د سمندري عملیاتو له امله له هرمز تنګي څخه د تېلو د ټانکرونو تګ راتګ بېرته زیات شوی او د پایپ‌لاینونو په حسابولو سره د منځني ختیځ د تېلو لېږد د جګړې له پیل مخکې کچې دوه پر درېیمې برخې یا تر هغې ډېر شوی دی.

رایټ سي این این تلویزیون ته ویلي، اوس په منځني ډول هره ورځ له ۹ میلیون بېرلو ډېر تېل له هرمز تنګي تېرېږي.

د هغه په وینا، ایران لا هم ستونزې جوړوي، خو د امریکا سمندري ځواک په دې جګړه کې د بري په حال کې دی.

د امریکا د انرژۍ وزیر دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې امریکايي ځواکونو په خلیج او عمان سمندرګي کې د ایران د تېلو درې ټانکرونه په نښه کړل. د امریکا پوځ وايي، دغه بریدونه د سپاه پاسداران له خوا د امریکايي پوځي بېړیو پر لوري د توغندیو له توغولو وروسته شوي دي.

د ایران سپاه پاسدارن ځواکونه ادعا کوي چې د امریکا بې عملې پوځي کښتۍ يې په نښه کړې

د ایران سپاه پاسدارن ځواکونه ادعا کوي چې د امریکا هغه بې عملې پوځي کښتۍ يې په نښه کړې چې هڅه يې کوله د "هرمز تنګي خوندي سیمې" ته ننوځي.

د دې ځواکونو په اعلامیه کې چې ایسنا خبري اژانس خپره کړې، د پوځي کښتۍ د زیان د کچې په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

امریکا تراوسه د ایران د دې نوې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

دا ادعا څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې امریکا او ایران پر یو بل متقابل بریدونه وکړل.

له دې مخکې په منځني خیتځ کې د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) اعلان کړی و چې پرون يې پر درېو ایراني تیل وړونکو بیړیو بریدونه کړي دي.

ایران د دې بریدونو په ځواب کې دوه امریکايي جنګي بیړۍ وویشتې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پیټ هګسټ پرون پر خپلې ایکس پاڼې لیکي و،" که چیرته ایران پر امریکايي کښتو بریدونه وکړي موږ به د دوی تیل وړونکې کښتۍ ډوبې کړو".

د ایران په همدان ښار کې د تیلو په یوه ټانکر کې د اورلګېدنې له کبله ۱۱ کسان مړه شوي

د ایران په همدان ښار کې د تیلو په یوه ټانکر کې د اورلګېدنې له کبله ۱۱ کسان مړه او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د ایران ایسنا خبري اژانس ویلي چې پېښه پرون ماښام د همدان - سنندج په لویه لاره رامنځته شوې ده.

د ایسنا د راپور له مخې، د ټانکر له اور اخیستنې وروسته څو نورو موټرو هم اور اخیستی دی.

پولیس وايي، تراوسه د پېښې لامل معلوم نه دی خو په اړه يې څيړنې پیل شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان: په اګسټ کې ۸۲ کسان په ایران کې اعدام شوي دي

د ایران د بشري حقونو سازمان وایي چې په تیره اګسټ میاشت کې په ایران کې لږترلږه ۸۲ کسان اعدام شوي دي.

دې سازمان د شنبې په ورځ د سپټمبر په ۵ په خپله ویبپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې په دغو اعدام شویو کې ۴۰ کسان د وژنو، ۳۴ کسان د نشه ‌يي توکو اړوند جرمونو او اته کسان د امنیتي قضیو په جرم اعدام شوي دي. په اعدام شویو کسانو کې شپږ ښځې هم شاملې وې، چې د دې سازمان په خبره دا په ۲۰۲۶ کال کې په یوه میاشت کې د ښځینه وو د اعدام تر ټولو لوړه شمېره بلل کېږي. همدارنګه درې هغه معترضان چې د جنورۍ په میاشت کې د هېواد په کچه د ترسره شویو لاریونونو په تړاو نیول شوي وو، د اعدام شویو کسانو په ډله کې شامل وو. دې سازمان ویلي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې په دې هیواد کې ۵۲۸ اعدامونه ثبت شوي چې اتلس ښځې، شل بهرني اتباع او ۹۱ قومي لږکیو اړوند کسان پکې شامل وو. که څه هم د اعدام شویو بهرنیانو په اړه څه ندي ویل شوي خو تردې مخکې په ایران کې یو زیات شمیرافغانان اعدام شوي دي.

ملګروملتونو د کم عمره ماشومانو د اجباري ودونو پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ تصویب کړه

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ"د نوامبر۲۷مه د کم عمره ماشومانو د اجباري ودونو پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په توګه تصویب کړه".

دا پریکړه لیک پرون جمعه په دې اسامبلۍ کې تصویب شو.

د ملګروملتونو اسامبلې د دې پریکړه د تصویب موخه د کم عمره ماشومانو د اجباري ودونو مخینوی یاد کړی دی.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د جبري او کم عمره ودونو قضیې پکې راپور شوي دي.

 پنځه اروپايي هېوادونه غواړي بې اسناده کډوال له اروپايي ټولنې بهر د کډوالو مرکزونو ته وباسي

پنځه اروپايي هېوادونه غواړي بې اسناده کډوال له اروپايي ټولنې بهر د کډوالو مرکزونو ته وباسي.

جرمني، اتریش، یونان، ډنمارک او هالنډ هڅه کوي د روان ۲۰۲۶کال تر پایه له اروپايي ټولنې د باندې د بې اسنادو او غیرقانوني کډوالو د اخراج لپاره په یو شمیر هېوادونو کې د کډوالو د مرکزونو د جوړولو لپاره هوکړه وکړي.

دغو پنځو هېوادونو پرون جمعه په کوپنهاګ کې په یوه ناسته کې د کډوالو په اخراج هوکړه کړې خو د هغو هېوادونو نومونه يې نه دي یاد کړي چې د کډوالو د ساتنې مرکزونه به په کې وي.

د اروپا ټولنې شورا او د بشري حقونو یو شمیر نورو سازمانونو خبرداری ورکړی چې دغو مرکزونو ته د کډوالو اخراج د کډوالۍ قوانیو خلاف کار دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG