د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۷

نړۍ

ایراني چارواکو یو بلوڅ وګړی اعدام کړ

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

ایراني چارواکو نن شنبه (د سلواغې ۱۱مه) یو بلوڅ وګړی چې د ایران د امنیتي ځواکونو په وژنه محکوم شوی و، اعدام کړ.

دا اعدام په داسې حال کې عملي شو چې ملګرو ملتونو د دې او نورو اعدامونو د بندولو غوښتنه کړې وه.

د ایران د قضایيه قوې رسمي وېب سایټ راپور ورکړی چې جاوېد دهقان په سیستان بلوچستان ولایت کې، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د دوو غړو د پنځو کلونو مخکې د وژنې په تور اعدام شو.

په وېب سایټ کې اعدام شوی کس د جېش العدل په نوم د یوې سُني افراطي ډلې رهبر بلل شوی دی.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ د جمعې په ورځ له ایرانه غوښتنه کړې وه چې د دهقان د قریب الوقوع اعدام مخه ونیسي او د مرګ د نورو سزاګانو قضیې د بشري حقونو له قوانینو سره سمې وارزوي.

په جنیوا کې دېره دغې کمېشنرۍ ویلي، دوی د ډسمبر له نیمايي په ایران کې لږ تر لږه د ۲۸ اعدامونو لړۍ غندي چې په اعدام شوېو کې د اقلیت ډلو غړي هم شامل وو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د سوریې ولسمشر: له نورو هیوادونو سره په همکارۍ هڅه کوي چې له اسراییل سره یوې امنیتي هوکړې ته ورسیږي

د سوریې ولسمشر احمد الشرع وایي چې دمشق له څو نورو هېوادونو سره په همکارۍ هڅه کوي چې له اسرائیل سره یوې امنیتي هوکړې ته ورسېږي.

الشرع له الجزیرې شبکې سره په خبرو کې هیله څرګنده کړې چې د دې ډول یوې هوکړې بریا به د یوې هر اړخیزې سولې لپاره لاره هواره کړي، پرته له دې چې د جولان پر لوړو سیمو د سوریې حق له پامه وغورځول شي.

هغه همدارنګه خبرداری ورکړی چې که لبنان کې ګډوډي وي، نو دا به پر سوریې مستقیم او سمدستي اغېز ولري. نوموړي زیاته کړې چې د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیل د جګړې پراخېدل هم د ټولې سیمې لپاره درنې پایلې لرلای شي.

د سوریې ولسمشر ټینګار کړی چې دمشق په لبنان کې د پوځي مداخلې نیت نه لري او د وسلو د انحصار او همدارنګه د جګړې او سولې په اړه د لبنان د حکومت د پرېکړې د حق ملاتړ کوي.

د نړۍ په بازارونو کې نن دوشنبې د تیلو بیې را ولویدې

د ایران او امریکا ترمنځ پریوبل د بریدونو د دریدو وروسته نن دوشنبې د نړۍ په بازارونو کې د اومه تیلو بیې شاوخوا اوه سلنه را ولویدې.

د دغو بریدونو له دریدو سره دا هیلې زیاتې شوې چې ښايي دواړه هېوادونه بېرته اوربند ته وګرځي او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه خبرې اترې پیل شي. د برینټ او ټکزاس اومه تیلو بیې د دوشنبې په ورځ ډیرې راولویدې او د هربیرل بیه یې شاوخوا ۹۰ ډالرو ته ورسیده.

د برېنټ اومه تېلو د هربیرل بیه تېره اوونۍ له ۱۰۰ ډالرو څخه پورته شوې وه چې دا د مې له میاشتې راهیسې د تیلو ترټولو لوړه بیه وه.

امریکا په ایران کې پر اهدافو د ۱۳ ورځو له بریدونو وروسته د شنبې په ورځ خپل پوځي عملیات ودرول. په ملګروملتونو کې د امریکا دایمي استازي وویل چې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ "خبرو اترو ته لږ فرصت ورکوي."

د اوکراین ولسمشر به نن دوشنبې په لندن کې د بریتانیا له نوي صدراعظم سره وګوري

ټاکل شوې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي نن دوشنبې د جولای په ۲۷مه په لندن کې د بریتانیا له نوي صدراعظم انډي برنهم سره وګوري. دغه کتنه داسې مهال ترسره کیږي چې پر اوکراین د روسیې په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

زیلنسکي به لومړنی بهرنی مشر وي چې برنهم یې د دندې له پیلیدو وروسته کوربه‌ توب کوي. نوموړي یوه اوونۍ وړاندې وروسته له هغې د صدراعظم په توګه دنده پیل کړه چې د خپل کارګر ګوند غړي او پخواني صدراعظم کير سټایرمر استعفا ورکړه.

برنهم له زیلنسکي سره ترکتنې مخکې وویل: "بریتانیا له اوکراین سره اوږه په اوږه ولاړه ده او زموږ ملاتړ به ټینګ او نه بدلېدونکی پاتې شي."

نوموړي له زیلنسکي سره د جولای په ۲۰مه، یوازې څو ساعته وروسته له هغې چې د صدراعظم په توګه یې دنده پیل کړه، پرټیلفون هم خبرې کړې وې.

تمه ده چې برنهم به د دې سفر په ترڅ کې اعلان وکړي چې بریتانیا به د خپلې نوې "سټون کلوک" برېښنايي جګړې د سیسټم فکري ملکیت (Intellectual Property) له اوکراین سره شریک کړي، څو دا هیواد وکولای شي چې دغه ټکنالوژي په خپله تولید او پراخه کړي.

چارواکو ویلي، دغه د برېښنايي مداخلې (جمینګ) وسایل، چې د ټابلیټ کمپیوټر په اندازه دي، د ډرونونو له بدنې سره نښلول کېږي او د روسیې د هوايي مدافعې سیسټمونه له دې څخه منع کوي چې ډرونونه تعقیب او په نښه کړي.

ولسمشرټرمپ هغه راپورونه ردکړل چې ګواکې د امریکا پوځ د مهماتو له کمښت سره مخ دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د امریکا پوځ د مهماتو له کمښت سره مخ دی. هغه کورنیو رسنیو ته ویلي چې د امریکا د مهماتو زېرمې ډېرې پراخې دي او له اړتیا څخه هم زیاتې دي. تردې مخکې یوشمیرامریکایي رسنیو د یوشمیرسرچینو له قوله ویلي چې امریکا پرایران بریدونه د دې لپاره درولي چې د مهماتو د کمېدو اندېښنو د جګړې د لا پراخېدو په اړه د واشنګټن پلانونه محدود کړي دي.

د ایران د پوځ ویاند محمد اکرمي نیا هم د یکشنبې په ورځ ومنله چې تیرو دووشپو کې امریکا خپل بریدونه درولي او دوی هم په خلیج کې د امریکا پرمتحدینو "غچ اخیستونکي" بریدونه ځنډولي دي.

په عین حال کې په ملګروملتونو کې د امریکا سفیر ویلي چې ولسمشر ټرمپ له ایران سره روانو ډیپلوماتیکو هڅو ته چې په وروستیو ورځو کې چټکې شوې دي، "د پرمختګ لپاره لږ وخت او فرصت" ورکړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم د دغو هڅو پخلۍ کړی او ویلي یې دي، سره له دې چې امریکا پرخپلو ژمنوعمل ندی کړی خو تهران او واشنګټن لا هم د منځګړو له لارې یو بل ته پیغامونه لېږي.

ګوتیریش: پرسوریې لګول شوي ټول بندیزونه باید لیرې شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د ټولو هغو بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه وکړه چې د بشارالاسد د واکمنۍ په موده کې پرسوریه لګول شوي دي.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، ګوتیریش دغه غوښتنه د یکشنبې په ورځ سوریې ته د خپل دوه ورځني سفرپه پای کې وکړه.

د امریکا په ګډون لوېدیځو هېوادونو تر دې وړاندې پرسوریې لګول شوي یوشمیربندیزونه لیرې کړي خو د فرانس پرېس په وینا، پانګه‌ وال لا هم له احتیاط څخه کار اخلي. نړیوال بانک اټکل کړی چې له جګړې وروسته د سوریې د بیارغونې لپاره شاوخوا ۲۱۶ میلیارډه ډالرو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په دمشق کې یوې خبري ناستې ته وویل:

"زه د هغو اقداماتو هرکلی کوم چې د بندیزونو د کمېدو او د اقتصادي پرمختګ لپاره د نویو فرصتونو د رامنځته کېدو لامل شوي دي، خو ټول دغه بندیزونه باید ژر تر ژره لغوه شي."

ګوتیریش د شنبې په ورځ سوریې ته تللی و چې دا د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې دمشق ته د ملګرو ملتونو د یوه سرمنشي لومړنی سفر بلل کېږي.

ایران وایي، د امریکا د بریدونو له درولو سره یې پرخلیج هیوادونو بریدونه درولي دي

ایران وایي له تیرو دووشپو راهیسې چې امریکا بریدونه درولي، په منځني ختیځ کې یې د امریکا پر متحدینوخپل غچ اخیستونکي بریدونه درولي دي.

د فرانسپرس آژانس د راپورله مخې د ایران د پوځ ویاند محمد اکرمي نیا د یکشنبې په ورځ وویل: "دې بریدونو تر دوو شپو مخکې دوام درلود، خو په تېرو دوو شپو کې امریکایانو خپل بریدونه درولي دي." د نوموړي په خبره دې ته په پام چې د ایران دریځ "غچ اخیستونکی دی" نو دوی هم هم خپل غچ اخیستونکي عملیات درولي دي.

د راپورله مخې د امریکا له خوا په وروستیو بریدونو کې چې نژدې دوو اونیو کې یې هره شپه پرایران ترسره کول، دغه ځند، د هغو راپورونو له خپریدو وروسته راغلی چې وایي، د مهماتو د کمېدو اندېښنو د واشنګټن له خوا د جګړې د لا پراخېدو پلانونه محدود کړي دي.

CNN د پنټاګون د یوې سرچینې له قوله چې هویت یې ندی افشاکړی، راپور ورکړی چې د ایران پر ضد د امریکا عملیات "درول شوي" دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د دوو چارواکو له قوله چې له موضوع خبردي ویلي چې د عملیاتو د پراخولو پلانونه تر یوه حده د مهماتو د کمېدو له امله ځنډول شوي دي.

دې ورځپاڼې ویلي چې ولسمشر ټرمپ له دې خطر سره هم مخ دی چې که جګړه په منځني ختیځ کې لا پراخه شي، د خلیج له زیانګالو متحدینو سره ښایي اړیکې ترینګلې شي او د نړۍ اقتصاد له نورو ستونزو سره مخامخ شي.

په برلین کې د همجنسپالو په یوه پرېډ باندې برید سره ۱ کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان دي

په برلید کې تر برید وروسته شېبې
په برلید کې تر برید وروسته شېبې

د جرمني په پلازمینه برلین کې یوه بریدګر خپل موټر د همجنسپالو په یوه جشن وروستی یو کس یې وژلی او ۱۶ نور یې ټپيان کړي.

پېښه شنبه ناوخته د همجنسپالو د کلني جشن پرمهال د برلین په تیرګارټن سیمه کې شوې.

د جرمني صدراعظم فریردیش مرتڅ دا پېښه غندلې او د المان په ټولنه یې برید بللی.

هغه ویلي چې دا برید به په ډېر جدي ډول وڅېړل شي.

پولیسو د هغه بریدګر د لټون هڅې کوي چې خپل موټر یې په خلکو ور وستی دی.

پولیس وایي چې دوی د عبدل.ب په نوم په یوه کس چې ۲۱ کلن دی شکمن دي او د هغه د نیولو هڅې کوي.

په فرانسه او هسپانیه کې پراخې اورلګېدنې; سلګونه زره کسان له خپلو کورونو بیځایه شول

مادرید ، هسپانیه
مادرید ، هسپانیه

د شنبې تر ورځې د فرانسې په سوېل لوېدیځ او د هسپانیې د مادرید ښار شاوخوا سیمو کې د پراخو اورلګېدنو له امله تر ۲۶۷ زرو ډېر کسان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

په فرانسه کې شاوخوا ۱۹۷ زره کسان د بوردو ښار او نږدې سیاحتي سیمو څخه ایستل شوي او حکومت د اور د مخنیوي لپاره پوځي ځواکونه هم سیمې ته استولي دي.

په هسپانیه کې هم د مادرید لوېدیځو کلیو څخه شاوخوا ۷۰ زره کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.

د دواړو هېوادونو چارواکو ویلي چې سلګونه اوروژونکي د اور د مهارولو هڅې کوي. که څه هم د ځینو اورلګېدنو شدت کم شوی، خو خطر لا هم پر ځای دی.

د فرانسوي چارواکو د معلوماتو له مخې، اورلګېدنو تر اوسه نږدې ۹۸ زره هکټاره ځمکه سوځولې ده. په هسپانیه کې هم شاوخوا ۲۵ زره هکټاره ځمکه د اور ښکار شوې ده.

کارپوهان وایي، د اقلیمي بدلون له امله د تودوخې څپې او وچکالۍ د دغو اورلګېدنو شدت زیات کړی دی.

اروپایي ټولنې هم د اور وژنې الوتکو په استولو سره د دغو اورلګېدنو د مهار په هڅو کې مرسته کړې ده.

په سوریه کې د دوو بسونو ټکر؛ ۳۵ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان

د دیرالزور- دمشق په لویه لار د شوې پیښې یو انځور
د دیرالزور- دمشق په لویه لار د شوې پیښې یو انځور

په سوریه کې د دوو بسونو د ټکر له امله لږ تر لږه ۳۵ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) د روغتیايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دا پېښه د شنبې په ورځ، د دمشق او د دېرالزور ولایت ترمنځ پر لویه لاره رامنځته شوې ده.

د سوریې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې یو بس امنیتي ځواکونه لېږدول او بل بس ملکي کسان انتقالول.

د پېښې خپاره شوي انځورونه ښيي چې له ټکر وروسته یو بس اور اخیستی دی.

د رپوټ په اساس د ټپیانو د لېږد او د ژغورنې د عملیاتو لپاره پوځي چورلکې هم د پېښې ځای ته استول شوې دي.

د سوریې چارواکو تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی څرګند کړی. دغه لویه لاره د پرله‌پسې ټرافیکي پېښو له امله د «مرګ سړک» په نوم هم پېژندل کېږي.

سوریه چې کلونه په کې کورنۍ جګړه روانه وه، د سړکونو په شمول یې پراخې زېربناوې زیانمنې شوي دي.

د هند د پوهنې وزیر له پراخو اعتراضونو وروسته استعفا وکړه

نوي ډیلي کې د محصلینو او د «CJP» غورځنګ دځوانانو د لاریون یو انځور
نوي ډیلي کې د محصلینو او د «CJP» غورځنګ دځوانانو د لاریون یو انځور

د هند د پوهنې وزیر، دهرمندرا پرادان، د کانکور ازموینو د ګډوډۍ پر ضد د محصلینو او ځوانانو له پراخو اعتراضونو وروسته د شنبې په ورځ استعفا وکړه.

په وروستیو ورځو کې زرګونو مظاهره‌چیانو په نوي ډیلي او د هند په نورو ښارونو کې د تعلیمي نظام د اصلاح او د پوهنې د وزیر د ګوښه کېدو غوښتنه کوله.

پرادان د شنبې په ورځ په اېکسپاڼه ولیکل چې خپله استعفا یې صدراعظم نریندرا مودي ته سپارلې ده.

د «CJP» په نوم اعتراضي غورځنګ د وزیر له استعفا وروسته د اعتراضونو د پای اعلان وکړ او ویې ویل چې د مظاهره چیانو اساسي غوښتنې پوره شوې دي.

دغه اعتراضونه په پیل کې د کانکور د ازموینو د پوښتنو د افشا کېدو له امله پیل شوي وو، خو وروسته د ځوانانو د بېکارۍ او د ښوونیز نظام د اصلاح غوښتنو ته هم وغځېدل چې د نریندرا مودي د حکومت لپاره یوه ستره ننګونه وګڼل شول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG