افغانستان
په غزني کې وسله والو د سرې مياشتې ټولنې ٢ کارکوونکي ټپیان کړي

په غزني کې د سرې میاشتې د ټولنې پرکارکونکو په وسله وال برید کې د دې ټولنې دوه تنه کارکوونکي ټپیان شوي دي.
په سیمه کې د دغې ټولنې رييس سمیع الله صدیق نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه برید نن غرمه مهال د دوی د هغو کارکونکو د موټرو پر کاروان شوی چې په قره باغ ولسوالۍ کې د بشرپالنې د خدمتونو تروړاندې کولو وروسته بېرته راګرځېدل.
هغه زياتوي: "د کابل ـ کندهارپه عومي سړک باندې، غزني ښار ته څېرمه د نوغي په کلي کې پرې وسله وال برید شوی چې له بده مرغه زموږ دوه تنه همکاران ټپیان دي او موټرو ته هم زیان رسېدلی دی."
ښاغلی صدیق زیاتوي، چې کارکونکي یې سیمې ته له دواړو اړخونو، حکومت او طالبانو سره له همغږۍ وروسته تللي و او په دې اړه چې دغه برید چا یا کومې ډلې پرې کړی، پلټنه کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
څه باندې ۱،۰۰۰ افغان کمانډویان له پوځي زدهکړو فارغ شول

له زر تنو زیات کمانډویان له ۱۵ اوونیو پوځي زدهکړو وروسته فارغ شول.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، په دې سره د افغان کمانډو ځواکونو شمېر ۲۲ زرو ته ورسېد.
د دې وزارت د مسؤلانو له قوله، د دې ځواکونو د غوره عملیاتو له کبله اوسمهال د دې قوتونو جوړښت تر يوې قولاردو پورته شوی دی.
د دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان ازادي راډیو ته وویل: "۱،۰۱۵ تنه تازه د کمانډو له مکتب فارغ شول او فراغتيې د لوړپوړو چارواکو لهخوا ونمانځل شو. دې ځواکونو ۱۵ اوونۍ ځانګړې زدهکړې کړي. دوی اوسمهال د افغانستان او خپلو خلکو څخه هر ډول ساتنې او له ترهګرو ډلو سره مبارزې ته چمتو دي."
ښاغلی امان زیاتوي، د افغانستان کمانډویان په سیمه کې بېساری ځواک دی او د دښمن په ځپلو کې یې خپله وړتیا ښودلې ده.
د افغانستان جمهور رئیس د کمانډو ځواک د ښه وړتیاوو او عملیاتو له کبله د قول اردو تر کچې د دې ځواک د لوړېدو پرېکړه کړې ده.
ملي دفاع وزارت وایي، په ۲۰۰۲ کال کې د ناټو په مرسته د افغان اردو له بیاځلي جوړېدو وروسته، کمانډو ځواکونه د یوې ځانګړې قطعې په چوکاټ کې جوړ شوي.
په لومړیو کې دې ځواکونو ته بهرنیو عسکرو روزنه ورکوله، خو اوسیې د روزنې بهیر افغان لوري ته سپارل شوی دی.
د افغانستان او زېمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه پای ته ورسېده

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او زېمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ د ټېسټ سیالۍ لومړۍ ورځ پای ته ورسېده.
لومړی بېټنګ افغانستان وکړ چې د ۱۳۱ منډو له جوړېدو سرهیې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل. په ځواب کې زېمبابوې ۱۳۳ منډې وکړې او پنځه لوبغاړي یې وسوځېدل.
دا ټېسټ لوبه نن سهار په ابوظبي کې د افغانستان په کوربهتوب پیل شوه. پچه افغان کپټان اصغر ستانکزي وګټله او د بېټنګ پرېکړهیې وکړه.
د افغانستان په لوبډله کې څلور نویو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی دی، د سر لوبغاړی عبدالملک، د منځ بټسمین منیر احمد او ورو توپ اچوونکی عبدالواسع د راشد خان پر ځای لوبېږي. د راشد خان لاس ټپي شوی دی.
تمه ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه ټېسټ لوبه د مارچ په ۱۰مه د ابوظبي پر همدې لوبغالي کې وشي.
دفاع وزارت: کاپیسا کې د القاعده د ۴ غړو په شمول ۱۳ طالبان ووژل شول

افغان ځواکونه د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې د القاعده شبکې د څلورو غړو د وژل کېدو خبر ورکړ.
دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې چې ننیې خپره کړه، وویل چې د نجراب ولسوالۍ په افغانیه دره کې د عملیاتو په ترڅ کې د القاعده مربوط د څلورو پاکستاني ترهګرو په ګډون ۱۳ طالبان وژل شوي او ۱۱ تنهیې ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
پروان کې ۲ تنه د ۲ ډاکترانو د برمته کولو په جرم په بند محکوم شول

په پروان کې دوه تنه د دوو ډاکترانو د برمته کولو په جرم په ۱۵ کاله بند محکوم شول.
دا ډاکتران نږدې یوه میاشت مخکې برمته شوي وو او د غره په یوه غار کې ساتل کېدل چې له هغه ځایه تښتېدلي و او د ملي اردو یوې پوستې تهیې ځانونه رسولي وو.
د پروان د ښاري محکمې رئیس قضاوتیار فدا محمد عرفان ازادي راډیو ته وویل، عدلي بنسټونو د علني محاکمې په ترڅ کې قنداغا او دستګیر د بګرام په ولسوالۍ کې د سرصیاد اېمرجنسي کلینیک د دوو ډاکترانو د اختطاف په جرم په ۱۵ کاله بند محکوم کړل.
د عرفان په وینا، د دې دوو تنو د جرم د شریکانو په اړه حکم نهدی اعلان شوی، ځکه چې هغوی تښتېدلي دي.
ننګرهار کې د انعکاس سیمهییز ټلوېزیون درې ښځینه کارکوونکې ووژل شوې

په دوو جلا حملو کې، د انعکاس سیمهییز ټلوېزیون درې ښځینه کارکوونکې په جلالاباد ښار کې په ډزو ووژل شوې.
سیمهییز چارواکي ازادي راډیو ته وايي چې لومړۍ حمله نن مازیګر شاوخوا څلور بجې د افغانستان ختیځ د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار زرګرانو سیمه کې وشوه چې پهکې د دغه سیمهییز ټلوېزیون دوه کارکوونکې ووژل شوې.
کابو هممهاله، د دغه ټلوېزیون یوه بله کارکوونکې د قصبې په سیمه کې په نښه شوه.
تر اوسه چا د پېښې مسؤلیت نهدی منلی.
ډسمبر میاشت کې، د انعکاس ټلوېزیون یوه ویانده ملاله میوند ووژل شوه. د هغې پېښې مسؤلیت داعش ډلې منلی و.
بدخشان کې د پور او سپما ۵ کلیوالې ټولنې جوړې شوې

په بدخشان ولایت کې د پور او سپما کلیوالې ټولنې جوړې شوې.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند محمد رفیق جنبش نن سې شنبه (د کب ۱۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام، د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې د پور او سپما پنځه کلیوالې ټولنې جوړې کړې دي.
نوموړي دغه شان وویل چې په دې ولسوالۍکې یې درې ښځینه سپما ګروپونه د ۲۴کلیوالو مېرمنو په غړیتوب جوړ کړي دي.
دغه پروګرام ښځو ته فرصت برابروي، څو د سپما له لارې اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسېږي.
د یادونې وړ ده چې دې ولسوالۍکې ۱۵ سپما ګروپونو ته د ټولنو د تشکیل او د تولیدي ګروپونو د جوړولو په اړه هم روزنه ورکړل شوې ده.
ننګرهار کې د نِکلي لوښو تولید د پاکستاني تولید مخه نیولې

په ننګرهار ولایت کې د نِکلي لوښو تولید د پاکستاني تولید مخه نیولې ده.
د یادې فابریکې مسؤول خان ولي نن سې شنبه (د کب ۱۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې پر فابرېکه یې ۹۰ زره امریکایي ډالر پانګونه کړې او له شااوخوا پنځه کالونو راهیسې يې په فعالیت پیل کړی چې لسګونه تنه ورسره په فني او غیر فني توګه په کار بوخت دي.
د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ دو سرکې سیمه کې د نِکلي لوښو دغه تولیدي فابریکه۴۰ ډوله نِکلي لوښې تولیدوي چې په دې توګه یې د پاکستاني نِکلي تولیداتو مخه نیولې ده.
ښاغلی خان ولي زیاتوي چې پخوا به دا لوښي په ډېرې سختۍ له پاکستانه را واردېدل، خو اوس له نېکه مرغه دا لوښي دلته تولیدیږي او د ننګرهار د ۲۲ ولسوالیو په ګډون کونړ، لغمان، کابل، خوست، غزني او نورو ولایتونو ته هم خپل تولیدات صادروي.
د یادې فابریکي مسوول خان ولي امنیتي او برېښنایي ستونزې، د خامو موادو نشتوالی او د یو سم او مناسب ځای نشتوالی د ستونزو په توګه یادوي.
په ننګرهار کې یو شمېر نورې فابریکې هم شته چې د دېګ بخارونو یا نورو اړتیا وړ پخلي توکو د تولید برخه کې کار کوي او تولیدات یې د سیمې هېوادونو ته هم صادریږي.
سیګار: افغانستان کې د امریکا ۲٫۴ میلیارډه ډالره ضایع شوي

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د حکومت د ځانګړي سر مفتش دفتر یا سیګار وايي، د ۲،۴ میلیارد ډالرو په ارزښت په افغانستان کې د امریکا په پیسو له جوړو شوېو تاسیساتو یا کار نه اخېستل کېږي او یا ضایع شوي دي.
سیګار په یوه راپور کې چې پرون خپور شو ویلي، دا پروژې چې ښوونځي، سړکونه، محبسونه، روغتونونه، پلونه، یو هوټل او د افغان ځواکونو تاسیسات په کې دي او لګښت یې د امریکا دفاع وزارت، د امریکا د نړیوال پرمختګ ادارې USAID ، OPIC او د بهرنیو چارو وزارت ورکړی یا کار نه دی ترې اخېستل شوی، یا له ټاکلي هدف سره سمه استفاده نه ده ترې شوې، یا سم نه دي ساتل شوي او یا ګردسره ویجاړ شوي دي.
خو برعکس له ټولو لګېدلو ۷،۸ میلیارد ډالرو څخه د سیګار په وینا یوازې د څه باندې ۳۴۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د جوړو شویو تاسیسات وضعیت سم و.
د سیګار راپور زیاتوي چې له ډېری دې تاسیساتو یا سمه استفاده نه ده شوې، یا ترمیم شوي نه دي او یا پرېښودل شوې دي.
سیګار وايي چې د دې پروژو د رغونې پر مهال دې ته پاملرنه نه وه شوې چې ایا افغان حکومت دې تاسیساتو ته اړتیا لرله او ایا د هغو د ساتنې لپاره یې مالي او تخنیکي امکانات درلودل که نه؟
سیګار په افغانستان کې د امریکا د حکومت د بیارغونې د لګښتونو د څرنګوالي په اړه وخت ناوخت راپورونه خپروي.
ارګ: ولسمشر غني د لوی څارنوال فرید حمیدي استعفی ومنله

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د لوی څارنوال استعفی ومنله.
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه پال ازادي راډیو ته وویل، فرید حمیدي پرون دوشنبه (د کب ۱۱مه) د شخصي ملحوظاتو له مخې استعفی ورکړې ده: "ولسمشر د لوی څارنوال محترم فرید حمیدي استعفی ومنله. حمیدي صاحب د کورنیو او شخصي ستونزو له کبله خپله استعفی وړاندې کړه، ولسمشر یې د خدمتونو د درناوي تر څنګ استعفی ومنله."
فرید حمیدي د ۱۳۹۵لمریز کال د وري/ حمل میاشتې پر ۲۰مه له ولسي جرګې د ۱۱۳ رایو په ترلاسه کولو د باور رایې اخېستې وې او د لوی څارنوال په توګه ټاکل شوی و.
چارواکي: د کجکي بند د دوهم فاز د رغونې چارې ۲۷ سلنه مخته تللي

د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي، په هلمند کې د کجکي د برېښنا د تولید بند د دوهم فاز د رغونې چارې ۲۷ فیصده مخته تللي دي.
د دې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک پرون دوشنبه (د کب ۱۱مه) ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "اوسمهال د دغه بند د دوهم فاز د رغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي چې تر ۲۷ سلنو پورې یې چارې مخته تللي دي. پر دغه فاز به تر ۲۰۹ میلیون امریکايي ډالره لګښت راځي. دغه بند به په ټوله کې د ۱۵۱ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري."
ښاغلی نظام وايي، د کجکي د بند لومړی فاز د ۵۱ مېګاواټه او دوهم فاز چې کار یې روان دی د ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.
د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي، د کجکي بند به په ټوله کې د یو میلیارد متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا پیدا کړي.
د کجکي د برېښنا بند د دوهم فاز د رغونې تړون په ۱۳۹۵ لمریز کال کې لاسلیک شو چې باید په څلورو کلونو کې یې چارې بشپړې شوې وای.
چارواکي: د لوګر له مس عینکه ۲۵۰۰ قلمه اثار کابل ته راوړل شول

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوګر له مس عینک کان څخه شااوخوا ۲۵۰۰ قلمه موندل شوي لرغوني اثار کابل ته ولېږدول شول.
د دغه وزارت ویاند صابر مومند پرون دوشنبه(د کب ۱۱مه) ناوخته ازادي راډیو ته وویل:
"د لوګر له مس عینک څخه شاا و خوا ۲۵۰۰ قلمه اثار کابل ته انتقال شوي دي. په دغو اثارو کې ۵۰۰ یې هغه اثار دي چې خټین او مسي لوښي شامل دي او باقي یې ټولې سکې دي."
ښاغلی مومند وايي، موندل شوي لرغوني لوښي ملي موزیم ته لېږدول شوي او پاتې ۲۰۰۰ اثار چې زیاتره یې سکې دي، د لرغونپوهنې ریاست ته وړل شوي چې په لابراتوار کې تر مسلکي پاککارۍ وروسته ملي موزیم ته وسپارل شي.
د ولسمشر غني او خلیلزاد لیدنه؛ واشنګټن به د سولې پروسه کې اغېزمن رول ولوبوي

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې ډاډ څرګند کړ چې واشنګټن به د سولې په پروسه کې اغېزمن رول ولوبوي.
ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر او ښاغلي خلیلزاد په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې یې ترسره کړه، په دې اړه چې د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره وړاندې څه ډول ګامونه اوچت شي، خبرې وکړې.
ښاغلي خلیلزاد چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن له ادارې وروستهیې د لومړي ځل لپاره افغانستان، قطر او د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو ته نوی سفر پیل کړی، په کابل کې دغهراز د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره هم وکتل.
د ښاغلي عبدالله ویاند فریدون خوځون وویل چې ښاغلي عبدالله له خلیلزاد سره د سولې پر بهیر، د دوحې پر مذاکراتو، د دوحې پر تړون د امریکا پر روانې بیاکتنې او په هېواد کې د روان تاوتریخوالي د پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې وکړې.
خلیلزاد داسې مهال د سیمې له هېوادونو څخه د کتنې دغه نوې لړۍ پیل کړې چې پرون پر هغه تړون چې ده له طالبانو سره لاسلیک کړی، یو کال واوښت.
د دغه تړون له مخې باید ټول امریکایي ځواکونه د طالبانو له لوري د ځینو ضمانتونو په بدل کې تر مې میاشتې له افغانستانه ووځي، خو د بایډن ادارې ویلي چې طالبانو خپلې ژمنې نهدي پر ځای کړي او پر دې او په توله کې پر دغه تړون له سره کتنه کوي.
طالبانو د دغه تړون په بشپړ عملي کېدو ټینګار کړی دی.
روغتیا وزارت: له ۱۲ زرو زیات افغان روغتیا پالان د کرونا ضد واکسین شوي

د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، تر اوسهيې له ۱۲ زرو زیاتو روغتیا پالانو ته د کرونا ضد واکسین تطبیق کړی دی.
د دې وزارت ویاند او د کتلوي معافیت پروګرام مشر غلام دستګیر نظري روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې دغه روغتیا پالانیې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې واکسین کړي او دغه لړۍ دوام لري.
د افغانستان روغتیا وزارت ویلي چې د کرونا ضد واکسین د تطبیق په دې مرحله کې د استرازینیکا واکسین، روغتیا پالانو، د افغان امنیتي ځواکونو غړو او نورو هغو ته چې عمرونهیې زیات دي، یا د دغې ناروغۍ په وړاندې یې د بدن معافیت کم دی، لومړي دوزه تطبیق کوي.
هند د دې واکسین پنځه لکه دوزه افغانستان ته ورکړي دي.
د ښاغلي نظري په وینا چین هم ورسره د سینوفارم واکسین د دوه لکه نورو دوزو مرستې ژمنه پرون وکړه چې په دې سره له افغانستان سره د چین د واکسین د مرستو ژمنه څلور لکو دوزو ته رسېږي.
خو هغه وویل، تر اوسه دا نهده څرګنده چې چین به دغه واکسین چې د روغتیا نړیوال سازمان تأیید کړی، کله افغانستان ته ورکوي.
د وروستیو شمېرو له مخې په افغانستان کې د کرونا له امله د مړو شویو شمېر نږدې دوهنیم زرو او پرې د اخته شویو نږدې ۵۶ زره کسانو ته رسېږي.
زلمي خلیلزاد کابل کې له افغان چارواکو سره لیده کاته پيل کړل

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته رسېدلی او له افغان چارواکو سرهیې لیده کاته پيل کړي دي.
د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي، ده له خلیلزاد او د هغه له ټیم سره د سولې پر بهیر، د دوحې پر مذاکراتو، د امریکا پر روانې بیاکتنې او راتلونکو ګامونو خبرې کړې دي.
عبدالله څو شېبې وړاندې پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل "موږ د تاوتریخوالي د بېړني پای ته رسولو او د سولې خبرو ته د سرعت ورکولو غوښتنه بیا وکړه".
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلی خلیلزاد به دوحې او یو شمېر نورو پلازمېنو ته هم سفر وکړي.
خلیلزاد یو کال وړاندې له طالبانو سره په دوحه کې افغانستان ته د سولې راوستلو تړون لاسلیک کړ.
افغان دولت د دوحې هوکړه ګټوره نهبولي او ویلي یې دي، دغې هوکړې له وخت ضایع کولو پرته افغانانو ته بل څه نهدي ورکړي.
طالبان بیا دا هوکړه ګټوره بولي او وایي، امریکایي لوری باید پرې ودرېږي.
زلمی خلیلزاد دوحې، کابل او یو شمېر نورو ښارونو ته تازه سفر پيلوي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوحې، کابل او یو شمېر نورو ښارونو ته تازه سفر پيلوي.
دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې کړې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، خلیلزاد به له افغان چارواکو، مشرانو، طالب استازو او د هغو هېوادونو له چارواکو سره خبرې له سره پيل کړي چې د افغانستان په عادلانه او دوامداره سیاسي جوړجاړي او دایمي او هر اړخیز اوربند کې یې ګټې نغښتې دي.
خلیلزاد یو کال وړاندې په دوحه کې د طالبانو له مرستیال او د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره (افغانستان ته د سولې راوستلو) په نوم د دوحې هوکړه لاسلیک کړه.
د نوموړي دا سفر داسې مهال پیلېږي چې افغان دولت د دوحې هوکړه ګټوره نهبولي او ویلي یې دي، دغې هوکړې له وخت ضایع کولو پرته افغانانو ته بل څه نهدي ورکړي.
طالبان بیا دا هوکړه ګټوره بولي او وایي، امریکایي لوری باید پرې ودرېږي.