افغانستان
برېښنا شرکت: تخنیکي ستونزو پر کابل او څو ولایتونو برېښنا پرې کړې
د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، د ازبکستان د وارداتي برېښنا په ځینو پایو کې د تخنیکي ستونزو له کبله د کابل او څو نورو ولایتونو برېښنا قطع شوې.
برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې دا تخنیکي ستونزه د ایبک ښار د برېښنا د سب سټیشن په۵۸ کیلومترۍ کې د بغلان پر لور د برېښنا په پایو کې رامنځ ته شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې شرکت تخنیکي ټیم سیمې ته رسېدلی او هڅه کوي چې دا ستونزه ژر تر ژره حل کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اوچا: ۲۰۲۵ کال کې وچکالي په افغانستان کې ۳،۴ ملیونه وګړي اغیزمن کړي دي
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وايي چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې وچکالۍ په دولسو ولایتونو کې ۳،۴ ملیونه وګړي اغیزمن کړي او د ځمکې لاندې اوبو کچه ترټولو ټیټې یعنې دیرش سلنې ته راکښته شوې چې د خلکو پرمعیشت یې سخت اغیزکړی دی.
اوچا د یکشنبې په ورځ د چنګاښ په اومه پرخپله ایسکپاڼه کې لیکلي چې د دې کال بارانونو یو څه ښه والی راوستی، خو یو ښه فصل د پنځو کلونو وچکالۍ نه شي جبرانولای. د اوچا په خبره په ټول افغانستان کې ټولنې لا هم د اوبو د سرچینو له کمښت، د اقلیمي فشارونو له زیاتوالي او د راتلونکي فصل له ناڅرګندتیا سره مخ دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت، یوناما تیره میاشت پرافغانستان د اقلیم د بدلون اغیزو ته په اشاره ویلي و چې د اوبو کمی او وچکالي د دې هیواد په وړاندې ترټولو لوی ګواښ دی. د یوناما په خبره د افغانستان د نفوس نیمايي برخه د وچکالي او د اوبو د کموالي تر اغیزلاندې دي او دوامداره وچکالي به پرکرنې چې په کلیوالي سیمو کې د ژوند د ملا تیر ګڼل کیږي، سخت اغیز وکړي.
د هندوکش په غرو نو کې زلزلې پاکستان کې زیانونه پیښ کړي دي
د افغانستان د هندوکش په غرونو کې د شنبې د ورځې زلزلې د پاکستان په بلوچستان کې ایالت کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه رسولي دي.
دغې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۲ درجې او مرکز یې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالي کې د مځکې له سطحې ۸۱ کیلومتره لاندې و، د افغانستان ترڅنګ پاکستان، منځنۍ اسیا او د هند شمالي برخې ولړزولې.
د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، تر اوسه د مرګ ژوبلې یا مالي زیان رسمي راپور نه دی ترلاسه شوی، خو ارزونې روانې دي.
د رویترز د راپورله مخې د پاکستان د بلوجستان ایالت په موسي خیل ولسوالۍ کې د دې زلزلې له امله تر ۲۰ ډېر کسان ټپیان شوي او شاوخوا ۱۲۵ کورونه زیانمن شوي دي.
په افغانستان کې په ځانګړي ډول د هندوکش په غرونو کې ډیرې زلزلې کیږي.
په اپرېل میاشت کې په بدخشان ولایت د ریښترپه کچه د ۵،۸ درجې درجې زلزلې له امله ۱۲ کسان مړه شول. د ۲۰۲۵ کال په اګست کې د هېواد په ختیځ کې د ریښتر په کچه ۶ درجې زلزلې له امله له ۲۲۰۰ زیات کسان مړه او په سلګونو کورونه ویجاړشول او ترهغې څو اوونۍ وروسته، د ۶،۳ درجې بلې زلزلې د افغانستان په شمال کې کې لږ تر لږه ۲۷ کسان ووژل.
د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت د پناه غوښتونکو لپاره نوې قانوني او خوندې لارې اعلان کړې
د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت د پناه غوښتونکو لپاره نوې قانوني او خوندې لارې اعلان کړې.
د دغه وزارت په خبره، "پوهنتونونه، ټولنیز ډلې او سوداګریز شرکتونه کولی شي هغه کډوال مالي ملاتړ کړې چې بریټانیا ته راتلو غوښتنه کوي".
د سپانسر له لارې بریټانیا ته تګ هغه تګلاره ده چې له دې وړاندې کاناډا د پناه غوښتوونکو لپاره کارولې ده.
د بریټانیا د کورنیو چارو وزیره شبانه محمود وايي، "نوی سیستم به اصلي او رښتني کډوال وساتي".
محمود د همدې روان کال په پیل کې د ډنمارک له تجربې په استفادې د پناه غوښتنې په سیستم کې لوی بدلونونه راوستل چې له مخې يې د کډوالۍ د اسنادو د ترلاسه کیدو موده دوه برابره شوه.
د کورنیو چارو وزارت په خبره، دغه نوی لارې به راتلونکی کال پرانستل شي.
له دې وړاندې بریټانیا افغان کډوالو ته د هر ډول ویزې ورکړه بنده کړې وه.
لا معلومه نه ده چې افغان کډوال د دغه نوي سیتسم له لارې بریټانیا ته راتلی شي او کنه.
د تمدن ټلویزیون چارواکي ادعا لري چې طالبانو يې دوه کارکوونکي نیولي
په کابل کې د تمدن ټلویزیون ادعا لري چې طالبانو يې دوه کارکوونکي محمد رحمتي او رضا احساني نیولي.
دغه ټلویزیون د شنبې په ورځ پر خپلې فېسبوک پاڼې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې،" دغه دوه کسان د طالبانو د عدلیه وزارت په امر شپږ ورځې وړاندې نیول شوي".
تراوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه ویلي نه دي.
تمدن ټلویزیون له دې وړاندې اعلان کړی و چې طالب چارواکو يې پر دفتر برید کړی او د دغه ټلویزیون نشرات يې بند کړې دي.
د دې ټلویزیون مشر جواد محسني مخکې ویلي و چې د تمدن ټلویزیون قضیه په دولتي ځمکو کې په ودانیو پورې اړه لري او په ځانګړې محکمه کې تر څیړنې لاندې ده.
د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د بریټانیا د وسله والو ځواکونو ښځینه کرکټ لوبډلې څخه ماتې وخوړه
د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د بریټانیا د وسله والو ځواکونو ښځینه کرکټ لوبډلې څخه ماتې وخوړه.
دغه لوبه چې د شنبې په ورځ په فینرز لوبغالی کې ترسره شوه، افغان لوبډله ونه توانیده ورکړل شوی هدف پوره کړې.
د بریټانیا د وسله والو ځواکونو ښځینه کرکټ لوبډلې په شلو اورونو کې ۱۴۹ منډې وکړې.
خو افغان ښځینه لوبډلې په شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۹۷ منډې وکړې چې له ورکړل شوي هدف لیرې وې.
د افغان ښځینه کرکټ بل لوبه د کمبریج پوهنتون د لوبډلې په وړاندې ده.
دغه لوبې په بریټانیا کې د افغان ښځینه لوبډلې د روزنیز سفر یوه برخه ده.
طبیعي پېښو په تیرو دوو ورځو کې پنځه کسان مړه کړي
له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي،" د طبیعي پېښو له کبله په څو ولایتونو پنځه کسان مړه شوي".
د دغه ادارې ویاند یوسف حماد د شنبې په ورځ د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي،" په تیرو دوو ورځو کې په کابل، کندهار، زابل، سمنګان، تخار، ننګرهار، لغمان او کونړ کې د سیلابونو، توپان او د شدیدو بارانونو له کبله خلکو ته مالي او ځاني زیان اوښتی دی".
د هغه په ټکو، دغه وروښتونو په زرهاوو جریبه کرنیز ځمکه هم ویجاړې کړې ده.
د روان کال له پیل راهیسې وروښتونو او سیلابونو افغانان سخت زیانمن کړې دي.
یوې شدیدې زلزلې افغانستان او شاوخوا هیوادونه ولړزول
یوې نسبتاً شدیدې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۲ درجې و، د افغانستان ترڅنګ پاکستان، منځنۍ اسیا او د هند شمالي برخې ولړزولې.
د دې زلزلې مرکز د افغانستان د هندوکش په غرونو کې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالي کې د مځکې له سطحې ۸۱ کیلومتره لاندې و.
د دې زلزلې ټکانونه په چین، تاجکستان، ازبکستان قرغیزستان او ترکمنستان کې هم احساس شوي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام: ۱۳.۸ میلیونه افغانان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخامخ دي
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې دا مهال ۱۳.۸ میلیونه افغانان د خوړو د ناامنۍ له بحراني یا بېړنۍ کچې سره مخامخ دي، او که د پاکستان لارې تړلې پاتې شي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به دا شمېر ۲.۳ میلیونه نور هم زیات شي.
دغه پروګرام پرون (جمعه) په یوه راپور کې ویلي، د پاکستان له لوري د لارو تر تړل کېدو وروسته، ایران د افغانستان د سوداګرۍ پر اصلي لارې بدل شوی او اوس شاوخوا ۶۰ سلنه سوداګري د ایران له لارې ترسره کېږي.
د خوړو نړیوال وایي، د بدیلو لارو د اوږدوالي او لوړ لګښت له امله په افغانستان کې د خوراکي توکو، سونګ او کرنیزو توکو بیې لوړې شوې دي.
د ملګروملتو دې ادارې همداراز خبرداری ورکړی چې د بودجې د سخت کمښت له امله به سږ کال د شدیدې خوارځواکۍ له ۳.۷ میلیونه ماشومانو څخه یوازې د درېیمې برخې درملنه وکړای شي.
قزاقستان افغانستان ته د متخصصو ډاکټرانو طبي پلاوی واستاوه
قزاقستان وايي، د بشري مرستو د دوام په ترڅ کې یې افغانستان ته د متخصصو ډاکټرانو یو پلاوی استولی، څو د افغانستان په روغتونونو کې ناروغانو ته طبي او جراحي خدمتونه وړاندې کړي.
د قزاقستان د روغتیا وزارت پرون (جمعه) وویل، په دې پلاوي کې د ارتوپېډۍ، ټراما، زړه، ماشومانو، عمومي جراحۍ، یورولوژۍ، سږو او وبا پېژندنې متخصصان شامل دي.
دغه وزارت زیاته کړې چې قزاقستان له دې سره هممهاله افغانستان ته ۳۱۸.۸ مټریک ټنه بشري مرستې هم استولې دي، چې د روغتیايي او بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره ځانګړې شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د اعتیاد د درملنې ملاتړ ته دوام ورکوو
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي چې په افغانستان کې به د نشهیي توکو د روږدو کسانو د مخنیوي، درملنې او بیارغونې د پروګرامونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
دغه سازمان د جمعې په ورځ له مخدرو موادو سره د مبارزې په نړیواله ورځ په یوه بیان کې وویل، دا مهال په ۱۰ ولایتونو کې د روږدو کسانو د درملنې د ۱۱ مرکزونو او ۱۱ ګرځنده روغتیايي ټیمونو ملاتړ کوي. د سازمان په وینا، دغه مرکزونه د اعتیاد درملنه، د رواني روغتیا خدمتونه او د بیارغونې پاملرنه وړاندې کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې په کابل، کندهار او هلمند کې هم د درملنې مرکزونه او ګرځنده طبي ټیمونه فعال دي او د روغتیايي کارکوونکو د روزنې له لارې د درملنې پروګرامونه هم پیاوړي کوي.