- سټارز انډ سټرایپس
سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو په اړه مقاله خپره کړې ده.
په دې مقاله کې راغلي چې د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې د هر سرتېري په پرتله اووه قراردادیان استخدام کړي دي.
په مقاله کې راغلي چې په داسې حال کې تر ۱۸،۰۰۰ زیات قراردادیان په افغانستان کې شته، پنټاګون د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر دوو نیمو زرو ته کم شوی دی.
د پنټاګون د راپور له مخې په اکټوبر میاشت کې د قراردادیانو شمېر ۴،۳۰۰ ته کم شو چې دا د مخکې په پرتله ۲۰ فیصده کموالی ښيي.
مقاله یادونه کوي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف د رامنځته شویو بندیزونو له کبله ګڼ قراردادیان څو میاشتې په افغانستان کې بند پاته وو.
د سټارز انډ سټرايپس مقاله په پای کې لیکي چې دا ستونزه په ډسمبر میاشت کې هغه مهال حل شوه چې د امریکا له دفاع وزارت سرهیې غونډه جوړه کړه. دا خبره د دفاع وزارت د یوه راپور له قوله ویل شوې ده.
- ټلېګراف
بریتانیا چاپ ټلېګراف ورځپاڼې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د بېوزلۍ زیاتېدو ته پام کړی دی.
د مقالې لیکوال لیکلي چې په افغانستان کې سږ کال شااوخوا ۱۰ ملیونه کوچنیان د خوړو له کمښت سره مخامخ دي او د سېف دې چلډرن مؤسسې له قولهیې لیکلي چې د دې ستونزې د حل لپاره شااوخوا یو میلیارد پاونډ ته اړتیا ده.
په دې مقاله کې راغلي چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله ګڼې افغان کورنۍ له اقتصادي بحران سره په داسې حال کې مخامخ شوي چې د کار فرصتونه کم شوي او د خوړو بیې لوړې شوې دي.
وړاندې په مقاله کې لولو چې د سېف دې چلډرن خبرداری په داسې حال کې دی چې څو ورځې مخکې ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی چې روان کال تر پنځو کلونو کم عمره افغان کوچنیان د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ دي.
په ۲۰۲۰م کال کې نړیوال بانک اټکل کړی وو چې د کرونا ویروس وبا پر صادراتو منفي اغېز کړی چې په نتيجه کې يې د شیانو بیې لوړې شوې. د ټلېګراف مقاله لیکي چې د کرونا ویروس د وبا او روانې جګړې له کبله بشري وضعیت نور هم خراب شوی دی.
د مقالې په وینا د افغانستان نیمی نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.