د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

هدفي بریدونو دوام؛ په ښارونو کې څوک غیرې نظامي اشخاص په نښه کوي؟


یو شمېر خلک کابل کې په یو هدفي برید کې د وژل شویو دوو ښځینه قاضیانو څخه د یوې د جنازې مراسمو کې راټول شوي دي.
یو شمېر خلک کابل کې په یو هدفي برید کې د وژل شویو دوو ښځینه قاضیانو څخه د یوې د جنازې مراسمو کې راټول شوي دي.

د کابل په شمول د افغانستان په لویو ښارونو کې هدفي بریدونه لا هم دوام لري چې قربانیان یې ډیر کله داسې اشخاص او افراد وي چې نظامي اهداف نه شي ګڼل کیدای. افغان حکومت د وروستیو هدفي بریدونو مسول وسلوال طالبان او په دوی پورې تړلي ګروپونه بولي. طالبان بیا په غیرې نظامي اهدافو بریدونو کې لاس لرل ردوي او وايي ښايي حکومت پورې تړلې کړۍ په کې لاس ولري.

دواړه لوري د خپلو ادعاوو د سپناوي لپاره څه دلایل لري؟ ایا له افغان حکومت او طالبانو پرته نور کوم لوري شته چې ښايي ددې هدفي بریدونو تر شا وي؟

ددې اونۍ په پنځه ویشت دقیقي بحث کې پر دې او نورو پوښتنو له میلمنو سره غږیږو.

د بحث ګډونوال:

د افغانستان د جمهورریس د لومړي مرستیال د رسنیو او عامه اړیکو د دفتر ریس رضوان مراد

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د باختر خبري اژانس ریس عبدالحنان همت

او د امنیتي چارو څیړونکی ، محمد کبیر درویش

بحث له دې ځایه اوریدلی شئ.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:56 0:00
مستقیم لېنک

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG