د زهرو کاروان
"په ۱۵ ولايتونو کې د نشه يي موادو یو شمېر خرڅوونکي او قاچاق کوونکي نیول شوي"

پولیسو په پنځلسو ولايتونو کې د نشه يي موادو تر شلو ډېر خرڅوونکي او قاچاق کوونکي ونيول.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین ازادۍ راډيو ته وويل: دا عملیات د کابل امنیه قوماندانۍ له خوا شوي چې په نتيجه کې يې د نشه يي موادو (۲۸) قاچاق کوونکي او خرڅوونکي تر پنځوسو کيلوګرامو ډېرو نشه يي موادو سره نيول شوي دي.
له دې نيول شوو خلکو سره هيرويين، ښیښه، چرس، تاریاک او نشه يي ګولۍ نيول شوي او دوسيې يې له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته لېږل شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان ۶ ولایتونو کې ۱۴ تنه د نشهيي موادو قاچاق کوونکي ونیول شول

د افغانستان په شپږو ولایتونو کې تر ۱۰ ډېر کسان د نشهيي موادو د قاچاق په تور ونیول شول.
له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په شپږو ولایتونو کې ۱۴ قاچاق کوونکي او د نشهيي موادو خرڅوونکي له ۲۷ کیلو ګرامه تاریاکو، ۲۰ کیلو ګرامه ښیښې، یو کیلو هیروئینو، دوو تومانچو او ۶۳ زره افغانیو سره یوځای نیولي دي.
نیول شوي کسان له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.
جلالاباد ښار کې څه د پاسه ۲۶ زره نشهيي ګولۍ ونیول شوې

د ننګرهار ولایت پولیسو په جلالاباد ښار کې څه د پاسه ۲۶ زره نشهيي ګولۍ ونیولې.
دغه ۲۶ زره ۲۵۵ نشهیي ګولۍ د موټرو د تلاشۍ پر مهال د جلالاباد ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې چې په یوه کرولا موټر کې پټ کړای شوي ول، نیول شوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته وویل چې په دوو نورو عملیاتو کې له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو په غنيخېلو او نازیانو ولسوالیو کې ۳۶ کیلو ګرامه تاریاک، اته کیلو ګرامه هیروئین او پنځه کیلوګرامه چرس نیولي دي.
د دې موادو د قاچاق په تور څوک نهدي نیول شوي.
کابل کې څه د پاسه ۳۰ کیلو ګرامه هیروئین او ښیښه ونیول شوه

په کابل ولایت کې څه د پاسه ۳۰ کیلو ګرامه هیروئین او ښیښه ونیول شوه.
په لومړۍ پېښه کې د کابل ولایت پولیسو د حوت میاشتې پر پنځمه نېټه د کابل ښار په شمالي دروازه کې ۱۷ کیلو ګرامه ښیښه ونیوله چې په یوه موټر کې پټ کړای شوي او د کابل ښار تهیې قاچاق کوله.
د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر پولیس وايي چې په دوهمه پېښه کې ۱۷ کیلو ګرامه هیروئین ونیول شول چې په سفري بکسونو کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې هند تهیې قاچاق کړي.
د دې دوو قضیو په تړاو پنځه کسان هم نیول شوي دي.
۵۰ تنه د قاچاق په تور عدلي او قضايي مرکز ته ور وپېژندل شول

امنیتي ادارو د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ۵۰ کسان عدلي او قضايي مرکز ته ور وپېژندل.
له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېرو شپږو ورځو کې د افغانستان له پنځلسو ولایتونو څخه ۵۰ کسان د نشه يي موادو د ۳۹ قضیو په تړاو له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.
د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد ازادي راډیو ته وویل چې په نیول شوېو کسانو کې داسې خلک هم شته چې د حامد کرزي د هوايي ډګر له لارې یې نشه يي مواد په خپلو خېټو کې هند ته قاچاق کول.
لوګر کې ۳۶۰ کیلوګرامه نشه يي توکي نیول شوي

د لوګر ولایت پولیسو ۳۶۰ کیلوګرامه نشه يي توکي ونیول.له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د لوګر ولایت په مرکز پل عالم کې ۳۶۰کیلوګرامه خام چرس ونیول چې د استوګنې په یوه کور کې پټ کړای شوي وو.
د دې موادو د ساتنې په تور څوک نه دي نیول شوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په یوه بله پېښه کې په بلخ، پروان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې د نشه يي موادو ۹ خرڅوونکي نیولي او عدلي او قضايي مرکز ته یې معرفي کړي دي.
بدخشان کې پولیسو د نشه يي توکو د قاچاق مخه ونیوله

په بدخشان ولایت د څه دپاسه لس کیلوګرامه نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونیول شوه.
د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناء الله روحاني ازادي راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په فیض اباد ښار کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ۱۴ کیلوګرامه هیروئین ونیول چې په یوه موټر کې پټ کړای شوي او په پام کې وه چې یوه ګاونډي ولایت ته یې قاچاق کړي.
د دې موادو په تور دوه کسان هم نیول شوي دي.
ننګرهار کې ۹۱ کیلوګرامه چرس او ۱۹ کیلوګرامه تاریاک ونیول شول

په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه سل کیلوګرامه تاریاک او چرس ونیول شول.
د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ وايي چې د دې ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د سلواغې د میاشتې په ۲۹ نېټه په نازیانو ولسوالۍ کې ۹۱ کیلوګرامه چرس او ۱۹ کیلوګرامه تاریاک ونیول چې د استوګنې په یوه کور کې ساتل شوي وو.
د دې موادو د ساتنې او قاچاقو په تور دوه تنه هم نیول شوي دي.
د افغانستان په ۴ ولایتونو کې د نشه يي موادو خرڅوونکي نیول شوي

د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د نشه يي موادو شل خرڅوونکي ونیول شول.
له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د افغانستان په لسو ولایتونو کې عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې د معتادینو د را ټولېدلو له مرکزونو څخه د نشه يي موادو (۲۰) خرڅوونکي نیولي او عدلي او قضايي مرکز ته یې معرفي کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ازادۍ راډیو ته وویل، له نیول شویو کسانو څخه څو کیلوګرامه هیرویین، ښیښه، تاریاک، چرس او نشه يي ګولۍ نیول شوې دي.
په نیمروز کې د نشه يي موادو د قاچاقو مخه نيول شوې

په نیمروز ولایت کې د څه د پاسه دیرش کیلوګرامه نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونیول شوه.
د نیمروز ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي مواد سره د مبارزې مدیر پرویز سیستاني ازادۍ راډیو ته وویل، پولیسو دوه کسان له دوو توپ نچو سره یوځای نیولي چې (۳۰) کیلوګرامه ښیښه، شپږ کیلوګرامه هیرویین او یو نیم کیلوګرام چرس یې په یوه موټر کې د نیمروز ولایت له یوې ولسوالۍ څخه د زرنج ښار ته قاچاق کول.
په یوه بله پېښه کې د فاریاب ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو (۴۱۰) کیلوګرامه بنګې نیولې چې د دې ولایت پر بزګرو یې خرڅولې.
په پکتیا او ننګرهار کې د تاریاکو او چرسو د قاچاقو مخه نيول شوې

پولیسو په پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې د څو کیلوګرامه تاریاکو او چرسو د قاچاقو مخه ونیوله.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ازادۍ راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د دلوې د میاشتې پر (۲۲) نېټه دوه عملیات وکړل، چې په لومړیو عملیاتو کې یې به ننګرهار کې (۸۰) کیلوګرامه تاریاک او په دوهمو عملیاتو کې یې په پکتیا ولایت کې (۴۵) کیلوګرامه چرس ونیول.
د دې موادو د قاچاقو او ساتلو به تور دوه تنه هم نیول شوي دي.
د نشه يي موادو لسګونه قاچاق کوونکي او خرڅوونکي په بند محکوم شول

عدلي او قضايي مرکز د نشه يي موادو څه د پاسه ۳۰ قاچاق کوونکي او خرڅوونکي په بند باندې محکوم کړل.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه او استیناف محکمو د نشه يي موادو (۲۶) قضیې څېړلې چې په نتیجه کې یې (۳۴) قاچاق کوونکي او د نشه يي موادو خرڅوونکي له دریو څخه نیولې بیا تر (۲۹) کالو پورې په بند باندې محکوم کړل.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادۍ راډیو ته وویل، له نیول شویو کسانو څخه څه د پاسه (۴۴) کیلوګرامه هیرویین، اووه کیلوګرامه مورفین، (۶۰) کیلوګرامه تاریاک، دیارلس کیلوګرامه ښیښه، (۶۴۰) ګرامه نشه يي ګولۍ او څه د پاسه (۳۰۰) کیلوګرامه بنګې نیول شوې دي.
امریکا 'UNODC' سره له ۳ میليونو ډالرو زیاته مرسته وکړه

د امريکا متحده ايالاتونو د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې سره له درې میليونو ډالرو ډېره مرسته وکړه.
په کابل کې د امريکا سفارت په اعلاميه کې راغلي چې د امریکا متحده ايالاتونو د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې يا 'UNODC'سره ۳ اعشاریه څلور میليونه ډالره مرسته وکړه، د دې مرستو هدف دا دی چې له افغان دولت سره په همکارۍ له نشه يي موادو سره مبارزې په برخه کې ولګول شي.
دا پيسې به د هرات په هوايي ډګر، حيراتان، تورخم، شيرخان، اسلام کلا، اقينه او زرنج پولو باندې ولګول شي، په دې ډول به د کنټرول سيسټم پياوړی او د نشه يي او کېمياوي موادو د قاچاقو مخه ونيول شي.
هند ته د هيروئینو د قاچاق پر مهال ۲ تنه ونيول شول

دوه تنه هند ته د هيروئینو د قاچاق پر مهال ونيول شول.
له نشه يي موادو سره د مبارزې معينیت د رسنيو دفتر ازادي راډيو ته وويل، دوه قاچاق کوونکي چې تر يو نیم کيلوګرام ډېر هيروئين يې د کېپسولونو په بڼه په خپلو خېټو کې پټ کړي وو او غوښتل يې چې په کابل کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر څخه يې هند ته قاچاق کړي، په هوايي ډګر کې د تلاشۍ پر مهال ونيول شول.
ننګرهار او پنجشېر کې له ۱۰۰کیلوګرامه ډېر چرس او تاریک ونیول شول

په ننګرهار او پنجشير ولايتونو کې پولیسو تر سلو کيلوګرامو ډېر چرس او تاریاک ونيول.
د کورنيو چارو وزارت د رسنيو دفتر وايي، لومړي عملیات چې د سلواغې د میاشتې په ۱۳مه نېټه له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په ننګرهار ولايت کې وکړل، په نتيجه کې يې ۶۰ کيلوګرامه چرس ونيول شول.
په دوهم اقدام کې د پنجشېر ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پوليسو د موټرو د تلاشۍ پر مهال په يوه موټر کې ۴۹ کيلوګرامه چرس او ۹ کيلوګرامه تارياک ونيول.
د دې دوو پېښو په تړاو درې تنه نيول شوي هم دي.
نیمروز چارواکي: د نشه يي توکو د قاچاقو مخه ونیول شوه

په نيمروز ولايت کې تر دوه سوه کیلوګرامو ډېرو نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونيول شوه.
د نيمروز ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو مدير پروېز سيستاني ازادي راډيو ته وويل، د دوی پولیسو ۸۳ کيلوګرامه ښیښه، ۱۱۰ کيلوګرامه تاریاک، ۲۱ کیلوګرامه کرسټال، ۱۳ کیلوګرامه هيروئين، ۲۵ کيلوګرامه کېمياوي مواد او ۱۹ کیلوګرامه چرس ونيول.
دا مواد له کنګ ولسوالۍ څخه په يوه موټر کې بار شوي وو او په پام کې وه چې د نیمروز ولایت مرکز زرنج ته قاچاق کړل شي.
د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی هم نيول شوی دی.