نړۍ
د ایران پوځ په عمان خلیج کې پوځي تمرینات پیل کړل
د ایران پوځ په عمان خلیج کې د نژدې واټن ویشتونکو سمندري توغندیو پوځي تمرینات پیل کړل.
د ایران دولتي رسنیو داسې مهال دا راپور ورکړی چې د تهران او واشنګټن ترمنځ لانجې اوج ته رسیدلي دي.
په دغو راپورونو کې ویل شوي چې لوژستیکي جنګي بېړۍ ماکران چې د هلیکوپټرالوتکو د انتقال ظرفیت په درلودلو سره د ایران تر ټولو لویه پوځي کښتۍ بلل شوې او د توغندي ویشتونکي دستګاه وړونکې زرې هم په دې دوه ورځنیو تطبیقاتو کې ګډون کوي.
د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې له ۲۰۱۸ میلادي کال راهیسې وروسته له هغه لانجمنې شوې چې د امریکا متحده ایالات د ایران د اټمي تړونه ووت.
امریکا له هغه وروسته پر ایران نور اقتصادي بندیزونه ولګول چې تهران په غبرګون کې په دې وروستیو کې د یورانیمو د بډاینې سطح تر شلو فیصدو پورې لوړه کړې ده.
د ایران ولسمشرحسن روحاني نن د کابینې په غونډه کې وویل، د امریکا بندیزونه به ناکام شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ولسمشر ټرمپ: له ایران سره د اسلام اباد هوکړه د (وخت ضایع کول) و
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د متحده ایالتونو او ایران ترمنځ د اسلام اباد هوکړه د (وخت ضایع) وه او نشو کولی چې په ایراني چارواکو باور وکړو.
هغه پرون چهارشنبې د چین په شنجن ښار کې د فاکس نیوز خبریال سره په مرکه کې ایراني چارواکي تورن کړي چې په ځلونو له خپل دریځه په شا شوي او کړې ژمني یې نه دي عملي کړي.
خو د هغه په ټکو، د اسلام اباد هوکړې امریکا ته دا چانس په لاس ورکړ چې ایراني چارواکي ښه وپیژني او باور پرې ونه کړي.
واشنګټن او تهران د پاکستان په منځګړیتوب د روان کال په اپریل میاشت کې د جګړې د پایته رسولو لپاره هوکړه وکړه چې د اسلام اباد د هوکړې په نوم یادیږي.
ولسمشر ټرمپ د چین په شنجن ښار کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره درې اړخیزه غونډه کې ګډون کړی دی.
د ایران او امریکا ترمنځ جګړه او د هرمز په تنګي کې د کښتو ازاد تګ راتګ د دې غونډه د بحث مهمه موضوع ده.
پر عليالسالم پوځي اډه د ایران بریدونو ته د کوېټ غبرګون
د کوېټ د بهرنیو چارو وزارت پر دغه هېواد د ایران بریدونه غندلي او هغهیې «جنایتکارانه» بللي دي.
د راپورونو له مخې، ایراني ځواکونو د سې شنبې په ورځ د امریکا له لوري د قشم ټاپو د توغندیو د توغولو پر یوه مرکز تر برید څو ساعته وروسته، د کوېټ د عليالسالم پوځي اډه په نښه کړې ده.
ایران ویلي، په دغه برید کې یې د امریکا د پاتریوټ د دفاعي توغندیو سیستم او د بېپیلوټه الوتکو د توغولو مرکزونه ویشتي دي، خو د اوښتو احتمالي زیانونو په اړه لا معلومات نهدي خپاره شوي.
د کوېټ د بهرنیو چارو وزارت دا برید د جګړې خطرناکه پراختیا بللې ده.
بحرین او کوېټ هم ویلي چې د ایران هوايي بریدونهیې شنډ کړي دي.
د عربي ټولنې سرمنشي نبیل فهمي هم پر کوېټ او بحرین د ایران بریدونه او په هرمز تنګي کې د متحده عربي اماراتو د ادنوک شرکت پر یوې بېړۍ برید غندلی دی.
یو اسرائیلی وګړی د انسانانو د بدن د غړو د قاچاق په تور پر ۱۲ کاله بند محکوم شو
د مسکو یوې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) د بوریس وولفمن په نوم ۴۲ کلن اسرائیلی وګړی د انسانانو د قاچاق او د بدن د غړو د پلور په تور پر ۱۲ کاله بند محکوم کړ.
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، د مسکو څارنوالۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، وولفمن د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ ، د روسیې د اتباعو په شمول یو شمېر کسان، د ناقانونه جراحي عملیاتو لپاره کوسوو ته لېږدول.
د اعلامیې له مخې، د هر پښتورګې د پیوند لګښت لږ تر لږه ۸۰ زره یورو و.
وولفمن تېر کال په ترکیه کې نیول شوی و او وروسته روسیې ته سپارل شوی و.
د چین ولسمشر د شینجین په هوايي ډګر کې د ټرمپ هرکلی وکړ
د چین ولسمشر شي جینپینګ د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) د شینژن په هوايي ډګر کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هرکلی وکړ.
وروسته لدې چې ولسشمر ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ له ځانګړې الوتکې (ایرفورس ون) څخه ښکته شو او په داسې حال کې چې د شي جینپینګ ترڅنګ پر سره غالۍ ولاړ و، د تشریفاتو ګارډ ورته د هرکلي مراسم ترسره کړل.
ټرمپ د شینژن په ښار کې له درې اړخیزې غونډې یوه ورځ مخکې چین ته ورسیده. ټاکل شوې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.
سعودي ائتلاف وايي د حوثیانو یو توغندی یې شنډ کړی دی
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف وايي، د حوثي وسلهوالو یو توغندی یې شنډ کړی او له منځه وړی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې دیمن له حوثیانو سره د نښتو ددوام په ترڅ کې، د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) د سعودي عربستان د جنوبي ښارونو جازان، نجران او خمیس مشیط اوسېدونکو ته د احتمالي خطر خبرداری ورکړی دی.
په عین حال کې، د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، نن د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د یوې زورورې چاودنې غږ اورېدل شوی او یو شمېر اوسېدونکو د ریاض هوايي ډګر ته څېرمه د لوګي د لیدلو خبر ورکړی دی.
له پیښې مخکې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف اعلان وکړ چې د حوثیانو له خوا د ریاض ښار پر لور توغول شوی یو کروز توغندی یې نسکور کړی دی.
د ایران له ملاتړ برخمنو حوثیانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
روبیو: فکر نه کوم پر واشنګټن د «چټل بم» د برید نږدې ګواښ موجود وي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ، په واشنګټن کې د «چټل بم» په وسیله د برید لپاره د ایران د احتمالي پلان په اړه د سياېناېن د راپور په غبرګون کې ویلي، دی فکر نه کوي چې د امریکا پلازمېنه به له کوم سملاسي ګواښ سره مخ وي.
د«چټل بم» بم اصطلاح داسې وسلې ته کارول کیږي چې د عادي چاودېدونکو توکو په وسیله راډیواکټیف مواد په چاپېریال کې خپروي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، روبیو د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) د فلیپین په پلازمېنه مانیلا کې، پر واشنګټن د احتمالي برید په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: «د امریکا استخباراتي ادارې په دوامداره توګه امنیتي ګواښونه ارزوي.»
هغه زیاته کړه چې ځینې کسان داسې معلوماتو ته دلاسرسي ادعا کوي چې په حقیقت کې یې په اختیار کې نه دي خو یوازې د دې لپاره چې د دولتي ادارو برېښنالیک پته لري، د خبریالانو لخوا د اعتبار وړ ګڼل کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د هغه نیوکې په ځانګړې توګه د سياېناېن د یاد راپور په اړه نه دي، بلکې په عمومي توګه د رسنیو د استخباراتي سرچینو په اړه خبرې کوي.
د ټرمپ د ترور د توطیې په قضیه کې د سپاه پاسداران روزل شوی کس په ۲۷ نیم کاله بند محکوم شو
د امریکا د عدلیې وزارت اعلان وکړ چې د پاکستان تبعه او د ایران د سپاه پاسداران روزل شوی عامل، آصف مرچنت، د ډونالډ ټرمپ او نورو امریکايي چارواکو د ترور لپاره توطیه کې د لاس لرو له امله په ۲۷ نیم کاله بند محکوم شوی دی.
نوموړی تورن شوی و چې د پنځه زره امریکايي ډالرو په بدل کې د اجیرو قاتلانو د ګمارنې په هڅې سره یې په توطیه کې ګډون درلود.
د امریکا د عدلیې وزارت د هغې اعلامیې له مخې چې د سېشنبې په ورځ، د لړم په ۲۶مه خپره شوې، د نیویارک د یوې د فدرالي محکمې قاضي، اریک کومېټي، ۴۸ کلن آصف مرچنت د پولې هاخوا د ترهګریز اقدام د ترسره کولو د هڅې او د اجیرانه وژنې د توطیې په تور په ۳۳۰ میاشتو بند محکوم کړی دی.
د امریکا د عدلیې وزارت وايي، مرچنت په ۲۰۲۲ کال کې له سپاه پاسداران سره همکارۍ ته مخه کړې وه او د یوه خپلوان له لارې یې په دغو ځواکونو کې له خپل ارتباطي کس، "یوسف مرهرداد"، سره اړیکه ټینګه کړې وه.
د دې اعلامیې له مخې، مرچنت له ۲۰۲۳ کال راهیسې د شاوخوا یو نیم کال په موده کې نږدې ۱۵ ځله په تهران کې له خپل ارتباطي کس سره ولیدل او په دغو لیدنو کې یې د استخباراتي ضد فعالیتونو په برخه کې روزنه ترلاسه کړه. وروسته ورته دنده وسپارل شوه چې د امریکايي چارواکو د ترور د تنظیمولو لپاره امریکا ته سفر وکړي.
د امریکا د عدلیې وزارت په وینا، مرچنت ته لارښوونه شوې وه چې د عملیاتو د ترسره کولو لپاره له مجرمینو یا د مافیا له غړو څخه کسان وګوماري او امریکا کې په یوه سیاسي غونډه کې د ترور اقدام ترسره کړي.
امریکايي څارنوالانو ویلي، چې د دې توطیې اصلي هدف ډونالډ ټرمپ و، خو د هغه مهال د امریکا ولسمشر جو بایډن او د جمهوري غوښتونکي ګوند په لومړنیو ټاکنیزو سیالیو کې د ټرمپ سیاله نیکي هیلي هم د احتمالي هدفونو په توګه په پام کې نیول شوي وو.
د سعودي او پاکستان ترمنځ د ۳۰ میلیارده ډالرو د ګازي تأسیساتو د پروژې هوکړه
د سعودي عربستان د انرژۍ شرکت «ډېلټا انرژي» له یوه پاکستاني دولتي شرکت سره د شاوخوا ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د ګازو د نللیکو او نورو تأسیساتو د جوړولو د امکاناتو د څېړلو هوکړه لاسلیک کړې ده.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په هغې خبرپاڼه کې چې د دواړو شرکتونو لهخوا د سې شنبې په ورځ «د لړم په ۲۶مه» خپره شوې، ویل شوي چې په دې طرحه کې د افغانستان له پولې د پاکستان تر ګوادر بندر او د هند تر پولې د ګازو د نللیکو غځول هم شامل دي.
سعودي شرکت د افغانستان د کشک د ګازو زېرمې او نورې سرچینې د دغو نللیکو لپاره د ګازو د احتمالي تأمین کوونکو په توګه یادې کړې دي.
د روېټرز په وینا، دا پروژه د ټاپي له پروژې چې د ترکمنستان پر ګازو تکیه لري، جلا ده.
خو شرکتونو ټینګار کړی چې دا هوکړه یوازې د پروژو د امکاناتو د ارزونې لپاره ده او تر اوسهیې د پانګونې یا عملي کار وروستۍ پرېکړه نهده شوې.
جي ډي ونس: د ټرمپ اداره نه پریږدي چې له ایران سره جګړه په «بې پایه جګړې» بدله شي
د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس وايي، د ټرمپ اداره نه پریږدي چې له ایران سره جګړه په یوې «بې پایه جګړې» بدله شي.
ونس پرون دوشنبې فاکس نیوز سره په مرکه کې پر ایران د برید ننګه کړې او ویلي یې دي چې واشنګټن نه غواړي په اوږدمهاله جګړه کې ښکیل شي.
امریکا او اسراییلو په ګډه څه باندې اته میاشتې مخکې پر ایران برید وکړ.
که څه هم دواړه خواوې د جګړې د پایته رسیدو په اړه کومې هوکړې ته نه دي رسیدلي، خو د قطر په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ د سولې مذاکرات روان دي چې کومه پایله یې نه ده ورکړې.
د ایران سپاه ځواکونو پر بحرین د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي
د ایران سپاه پاسدارن ځواکونو نن سهار پر بحرین د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکړی او ادعا یې کړی چې په دې هېواد کې یې د شیخ عیسي پوځي اډه په نښه کړې ده.
خپلواکو سرچینو دغه ادعاوې نه دي تاییدې کړي.
بل پلو، د بحرین د کورنیو چارو وزارت د بریدونو د ګواښ خبرداری ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې امن ځایونو کې پناه واخلي.
ایراني ځواکونو دغه بریدونه د امریکا د بېپیلوټه الوتکو له خوا د "ایران د هوايي حریم د نقض" په ځواب کې کړي دي.
د دوی په خبره، "د ایران پر وړاندې د امریکا هیڅ برید به بې ځوابه پرېنږدي".
د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د تیرې جمعې او شنبې په ورځو هم پر بحرین بریدونه کړي وو.