افغانستان
ننګرهار چارواکي: بټي کوټ کې ۴ وسلهوال طالبان وژل شوي
د ننګرهار چارواکي په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۴ وسله والو د وژلو ادعا کوي.
د ننګرهار رسنیو دفتر ازادي راډيو ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې د دغه ولایت د والي ضیاءالحق امرخېل له قوله ویلي، چې نن شاواخوا درې بجې او ۵۰ دقیقې د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو د هوایي برید په ترڅ کې ۴ وسله وال طالبان ووژل شول او طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.
د خبرپاڼې له مخې، په دغو بریدونو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د بټي کوټ په دوهم فارم سیمه کې د ځایي پاڅونوالو په پوستو بریدونه کړي چې له امله یې نښته رامنځته شوه او پکې ۴ پاڅونوال او ۸ وسله وال طالبان ووژل شول او ۴ پاڅونوال او ۶ وسله وال طالبان ټپیان شوي وو.
ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په دغه نښته کې ۶ افغان سرتېري وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د یوه بل خبر له مخې نن شااوخوا درې بجې د ننګرهار په سرخ دېوال سیمه کې چاودنه وشوه چې پکې د ځانګړو ځواکونو درې سرتېرې او دوه ملکي وګړي ټپیان شول.
چاودنه د ځانګړو پولیسو پر رنجر موټر شوې چې تر اوسه یې چا مسؤلیت نه دی منلی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان او پاکستان ترمنځ لنډ مهاله اوربند پای ته رسیدلی خو د لویو شخړو د پیلیدو راپورونه ندي ورکړل شوي
په داسې حال کې بیګا د شپې دولس بجې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لنډ مهاله اوربند پای ته ورسید، تراوسه په پراخه کچه د شخړو د بیا پیلیدو راپورونه ندي ورکړل شوي. خو د طالبانوحکومت ویلي چې پاکستان په دې موده کې له اوربند څخه سرغړونه کړې ده.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې پاکستانیو ځواکونو د کونړولایت د ناړۍ ولسوالیو پرځینو برخو بریدونو کړي چې په نتیجه کې یې یوکس وژل شوی او بل ټپي شوی دی. پاکستاني چارواکو تراوسه د دغې ادعا په اړه څه ندي ويلي.
په عین حال کې د نړیوال کړکیچ ډلې خبرداری ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو زیاتوالی د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوږدمهاله او خطرناکه تاوتریخوالي د دورې احمتال زیاتوي.
ریچارډ بینیټ: دا یوازې افغانستان دی چې د نوي ښوونیز کال له پیلیدو سره له ۶ ټولګي پورته نجونې پکې له زده کړو محرومې دي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورورنکي ریچارډ بینیټ د نوروز په مناسبت یوه پیغام کې ویلي چې دا یوازې افغانستان دی چې د نوي کال له پیلیدو سره له شپږم ټولګي پورته نجونې پکې ښوونځي ته له تلو محرومې دي. بینیټ د یکشنبې په ورځ ناوخته پرخپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې لیکلي چې
"نوروز دې ټولو هغو کسانو ته مبارک وي چې لمانځي یي! زه یادونه کوم چې دا یوازې په افغانستان کې د یوه بل ښوونیز کال پیل نښه کوي چې په ترڅ کې یې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه نه ورکول کېږي چې په ښوونځي کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او ښځې هم نه شي کولای پوهنتون ته ولاړې شي. دا د منلو وړ نه ده او باید بېرته بدل شي!"
د ملګروملتونو د شمیرو له مخې په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پلیدو سره په ملیونونو نجونې او ښځې نشي کولای چې منځنۍ، ثانوي او پوهنتوني زده کړې وکړي.
د طالبانو حکومت د (جرمني له تاییدۍ) پرته یو ډيپلومات برلین کې د سفارت مشرۍ ته ګمارلی
د جرمني رسنۍ وایي، د طالبانو حکومت د جرمني له تاییدۍ پرته په برلین کې د افغانستان سفارت مشرتابه ته خپل یو ډيپلومات ورمعرفي کړی دی.
دا خبره د شنبې په ورځ د جرمني ( اې. آر.ډی) رسنۍ راپور کړې، خو د طالبانو د معرفي شوي ډیپلومات نوم یې نه دی اخیستی.
په راپور کې راغلي، دا د هغو دوو قونسلي مامورانو له ډلې یو دی چې تېر کال جولای کې جرمني د دې لپاره ومنل چې د رد شویو افغان کډوالو په ستنولو کې مرسته وکړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، دوی د افغانستان په ډيپلوماتیکو استازولیو کې د دې ادلون بدلون په اړه معلومات نه لري.
د طالبانو حکومت هم د یکشنبې تر ماښامه په دې اړه تبصره نه وه کړې.
د ډيپلوماتیکو اړیکو په اړه د جینوا د ۱۹۶۱ کنوانسیون له مخې، مخکې له دې چې سفیر یا د سیاسي استازولۍ مشر یوه دنده واخلي، باید کوربه هېواد یې ټاکل تایید کړي.
جرمني یوازنی اروپایي هېواد دی چې د طالبانو ډيپلوماتیک استازي یې منلي دي.
د افغانستان او پاکستان لنډمهاله اوربند د دوشنبې د شپې په ۱۲ بجو پای ته رسیږي
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختر په مناسبت اعلان شوی اوربند، د پاکستان د اعلان له مخې ( دوشنبه د شپې ۱۲ بجې) پای ته رسیږي.
که څه هم تراوسه د اوربند د غځولو کوم خبر نه دی خپور شوی، خو د افغانستان لوري د اختر په ورځو کې څو ځله پاکستان د دغه لنډمهاله اوربند په ماتولو تورن کړ.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وویل چې پر کونړ ولایت د پاکستاني لوري په بریدونو کې د جمعې او یکشنبې په ورځو ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.
دغه اوربند له اختره مخکې لومړی د پاکستان له خوا اعلان شو او وروسته د طالبانو حکومت هم وویل چې د منځګړو په غوښتنه د اختر په مناسبت اوربند اعلانوي.
دواړو لورو ویلي چې سعودي عربستان، قطر او ترکیې منځګړیتوب کړی دی.
د سره صیلب نړیواله کمیټه :افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی یوه ورځنۍ ستونزه ده
د سره صیلب نړیواله کمیټه د اوبو دنړیوالې ورځې په مناسبت وايي افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی یوه ورځنۍ ستونزه ده او د اوبو کموالی په ورځني ژوند، معیشت او روغتیا تاثیر کوي.
دغه نړیواله اداره وايي اوږدمهالو ناورینونو او پخوانیو شخړو،او دغه راز وچکالیو،د نفوس چټکې ودې، د ګاونډیو هیوادونو څخه راستنیدونکو او د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټوالي، په کلیوالي سیمو کې د اوبو دودیز سیسټمونه، لکه څاګانې او کاریزونه تر فشار لاندې راوستي.
د سره صلیب نړیواله کمیټه د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د افغانستان د اوبو د وضعیت په اړه د بهترو معلوماتو، قوي سیسټمونو، او د روغتیا، معیشت او ثبات د ساتنې لپاره د همغږو اقداماتو په اړتیا ټینګار کوي.
په سږني ۲۰۲۶ کال کې د دې ورځې تمرکز پر «اوبو او جنسیت» دی او تردې شعار لاندې لمانځل کیږي چې «چېرته چې اوبه بهېږي، هلته برابري وده کوي.»
بلخوا، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) په دی وروستیو کې وویل چې په افغانستان کې وروستۍ واورې او بارانونه د دې هېواد اکثرو وچکالۍ ځپلو سیمو ته خورا ګټور وو خو ځینې سیمې لاهم د ګواښ لاندې دي.
د اوبو نړیواله ورځ هر کال د مارچ په ۲۲مه د څښاک د پاکو اوبو ارزښت ته د پاملرنې او د دغو اوبو د سرچینو د دوامدار مدیریت لپاره لمانځل کیږي.
کابل یوځل بیا اسلام اباد د اوربند په ماتولو تورن کړ
افغانستان کې د طالبانو حکومت اسلام اباد یوځل بیا د اوربند په ماتولو تورنوي او وايي چې پاکستان پرافغانستان بریدونه پيل کړي دي.
د طالبانو د حکومت مرستيال وياند، حمدالله فطرت نن یکشنبه (د مارچ پر ۲۲مه)، پر اېکسپاڼه ليکلي چې سهار مهال، پاکستاني پوځيانو د کونړ ولایت پر ناړۍ ولسوالۍ د هاوان مرمۍ ویشتلي چې له امله یې يو نارينه وژل شوی او يوه ښځه ژوبله شوې ده. د فطرت په وينا، پاکستاني پوځ د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي خلکو پر موټر ډزې کړې خو چاته زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه پاکستان په دې اړه څه نه دي ويلي خو مخکې یې د کابل یوه ورته ادعا رد کړې وه. په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان د اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړی . پاکستان د فبرورۍ د مياشتې له وروستيوو څخه په کابل، ننګرهار، پکتيکا، خوست او کونړ کې بمبارۍ کړې دي. په غبرګون کې یې افغان طالبانو هم د ډرون او د ځمکنیو ځواکونو د بریدونو له لارې ځواب ورکړی دی.
اسلام اباد ادعا کوي چې په افغانستان کې دننه بریدونه د هغو پاکستاني وسله والو د مرکزونو ویشتلو لپاره کوي چې پاکستان کې حملې کوي. خو ملګري ملتونه او د طالبانو حکومت وايي د پاکستان په حملو کې ولسي وګړي وژل شوي دي. افغان طالبان دا نه مني چې پاکستانۍ وسله والې ډلې په افغانستان کې موجودې دي اوپه تکرار یې ویلي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.
نن د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د وریا اټکل شوی دی.
نن د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د باران او واورې اټکل شوی دی.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورت وزارت د هوا پیژندنې ادارې په هرات ، فراه ، نیمروز ، بادغیس ، هلمند ، کندهار، زابل، روزګان ، دایکندي ، فاریاب ، جوزجان ،بلخ، سمنګان ، سرپل، بامیان ، میدان وردګ ، غزني ، پکتیکا ، خوست ، پکتیا ، لوګر، پروان ، بغلان ، ننګرهار ، نورستان ، تخار، او بدخشان ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی دی .
دغه راز د تیزو بادونو او د سیلابونو د راوتلو هم اټکل کړی دی.
د ملګرو ملتونو دبشری چارو د همغږۍ ادارې په خپل وروستي رپوټ کې وویل چې تیر ژمی د افغانستان په ځینو برخو کې د واورې پوښښ د مخکني کال د ورته مودې پرتله خورا ښه حالت کې وو.
د دې ادارې په ټکو، د واورې او بارانونو زیاتوالی ممکن د پسرلي موسم د غنمو په کښت او تر ټولو مهم، د نويو کرل شوي تخمونو په ځانګړې توګه په وچو یا للمو سیمو کې یې پر ودې مثبته اغیزه ولري.
کرکت؛ افغانستان او ایرلنډ ۵ یو ورځینۍ سیالۍ کوي
د ایرلنډ د کرکټ اداره، کرکټ آیرلنډ (CI) وايي چې سږ کال به د څو سیالیو لپاره د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلو کوربه شي.
د ایرلنډ د نارینهوو لوبډله به د اګست له ۵مې تر ۱۴مې پورې له افغانستان سره پنځه یو ورځنۍ (ODI) سیالۍ وکړي.
همداراز په پام کې ده چې آیرلنډ د افغان ښځو د کرکټ ملي لوبډله هم په بلفاست کې سیالیو ته وروبولي.
د افغانستان د ښځو د کرکټ ملي لوبډله په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته جلاوطنه شوې او تراوسه پورې یې په جلاوطنۍ کې څو سیالۍ کړي دي.
د پاکستان د صدراعظم سلاکار وايي، اسلام اباد پر افغانستان د جګړې د تپلو هڅه نه کوي
د پاکستان د صدراعظم ځانګړي سلاکار رانا ثناالله ویلي چې اسلاماباد پر افغانستان نه د جګړې د تپلو په لټه کې دی او نه د دې هیواد د کومې برخې د نیولو.
هغه د شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د پاکستان اساسي تمه دا ده چې افغانستان دې اجازه نه ورکوي چې له خاورې څخه یې وسله والې ډلې پر پاکستان بریدونه وکړي.
رانا ثناالله خبرداری ورکړ چې که دا ستونزه حل نه شي، نو پاکستان به اړ شي چې د دغو ډلو پر ضد پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.
په داسي حال کې چې اسلام اباد د طالبانو حکومت د پاکستان د وسله والو مخالفو ډلو په ملاتړ تورنوي، د طالبانو حکومت د پاکستان تورونه ردوي او وايي چې پاکستان د افغانستان پر ضد داعش ته پناهځایونه ورکړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نښتو کې، چې څلور اوونۍ پخوا پیل شوې وې، د کمکي اختر په مناسبت د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په منځګړتوب وقفه راغلې ده.
دا وقفه لږ وروسته له هغه اعلان شوه چې په کابل کې د معتادانو پر روغتون د پاکستان په برید کې سلګونه ملکي وګړي ووژل شول. خو پاکستان دا خبره نه تاییدوي چې د دوی په بمباري کې ملکیان وژل شوي.
اتحاد هوایي شرکت د کابل- ابوظبۍ ترمنځ الوتنې پيل کړې
د متحده عربي اماراتو اتحاد هوایي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پيل کړې.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ویلي چې د دغه شرکت لومړنۍ الوتکه پرون جمعه د کابل هوایي ډګر کې کیناسته.
دغه شرکت به په اونۍ کې څلور ځله د ابوظبۍ او کابل ترمنځ الوتنې کوي.
له العربیه او فلای دوبۍ وروسته اتحاد د متحده عربي اماراتو دریم هوایي شرکت دی چې د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته یې کابل ته الوتنې پيل کړي.