نړۍ
ايران: د "قاسم سليماني" وژونکي خوندي نه شي پاتې کېداى
د ایران د قضايیه قوې مشر ابراهیم ریسي وايي، د دې هېواد د لوړ پوړي پوځي قومندان قاسم سلیماني وژونکي پر ټوله ځمکه خوندي نه شي پاتې کېداى.
ریسي چې نن یې په تهران کې خبرې کولې زیاته کړه، چې حتی د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم چې د ده په خبره د سلیماني د وژنې په چارو کې یې لاس درلود له عدالته خوندي نه دی.
د ایران د قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر ۳ په عراق کې د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
ایران د دې برید د غچ اخستلو ګواښ کړی و.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پولنډ په خپله خاوره کې د امریکايي پوځیانو د اډې د جوړېدو لپاره د امتیاز ورکولو وړاندیز وکړ
پولنډ د دې لپاره چې په خپله خاوره کې یې امریکايي ځواکونه دایمي پوځي اډه جوړه کړي، امریکا ته د مالي امتیازاتو وړاندیز کړی دی.
د پولنډ دفاع وزارت یوه مرستیال وزیر پاول زالېفسکي د ازادې اروپا/ ازادی راډیو ته ویلي، وارسا وړاندیز کوي چې په پولنډ کې هر مېشتېدونکي امریکايي سرتېري ته په کال کې ۱۵ زره ډالر ورکړي او د پوځي اډې د زیربناوو لګښتونه هم پر غاړه واخلي.
هغه ویلي، د واشنګټن او وارسا خبرې اوس د دې طرحې پر عملي کولو، د امریکايي ځواکونو پر شمېر، د هغوی پر وړتیاوو او د اډې پر احتمالي ځایونو متمرکزې دي.
د پولنډ حکومت مخکې هم ویلي چې غواړي په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو د دایمي حضور لپاره اډه جوړه کړي، او د دې پروژې د لګښت یوه لویه برخه به پولنډ ورکوي.
عراق د ایران د الوتنو د بیا پیل لپاره له امریکا سره خبرې کوي
د عراق حکومت وايي، له امریکا سره خبرې کوي چې د دغه هېواد ځینې هوايي ډګرونه له هغه بندیزه معاف کړي چې د ایران د هوايي شرکتونو پر الوتکو لګېدلی دی.
د عراق د صدراعظم دفتر ویلي، بغداد له واشنګټن سره په مستقیمو خبرو کې دی، څو د درملنې، زدهکړو او زیارتونو په ګډون د بشري موخو لپاره د ایران ځینې الوتنې بېرته پیل شي.
د ایران د هوايي شرکتونو الوتنې د سپټمبر له ۲۳مې بغداد او وروسته نجف، اربیل او سلیمانیې ته هم درول شوې دي. امریکا مخکې د ایران هوايي شرکتونه د بندیزونو په تور لېست کې شامل کړي او د هغوی خدمت کوونکو بهرنیو شرکتونو ته یې د بندیز خبرداری ورکړی دی.
د ډیره اسماعیل خان په چاودنه کې د ژغورنې دوه کارکوونکي وژل شوي
د پاکستان د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې د یوې مرګونې چاودنې د قربانیانو د لېږد پر مهال پر امبولانسونو وسلهوال برید شوی چې په کې د ژغورنې ادارې دوه کارکوونکي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د ژغورنې ۱۱۲۲ ادارې مشر عمران فیضي ازادي راډیو ته ویلي، وسلهوالو هغه مهال پر امبولانسونو ډزې وکړې چې د درازندې د «امن مېلې» پر پوسته د چاودنې ټپیان او مړي یې روغتون ته لېږدول.
د ژغورنې ۱۱۲۲ د درازندې ساحوي مشر هستي خان شیراني ویلي، امبولانسونه د درابن پر لاره وو چې وسلهوالو پرې مخامخ برید وکړ.
د چارواکو په وینا، د لومړنۍ چاودنې او وروسته وسلهوالو بریدونو په پایله کې ټولټال ۱۱ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي چې د ډیره اسماعیل خان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د ژغورنې ۱۱۲۲ ویاند د برید مسوولیت پر تحریک طالبان پاکستان اچولی، خو تر اوسه د دې ډلې له لوري په دې اړه کوم دریځ نه دی خپور شوی.
د خیبرپښتونخوا په ډیری اسماعیل خان کې چاودنې لږترلږه یولس کسان وژلي او تر ۳۰ ډیر يې ټپیان کړي
د خیبرپښتونخوا په ډیری اسماعیل خان سیمه کې نن مازیګر د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې په چاودنه کې لږترلږه یولس کسان وژل شوي او تر ۳۰ ډیر ټپیان شوي دي.
د پولیسو چارواکو په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال ته تایید کړې چې چاودنه درازنده سیمه کې امن میلې امنیتي پوستې ته نژدې شوې ده.
دا سیمه د خیبرپښتونخوا او بلوچستان ترمنځ لویه لار ده.
لومړني راپورونه ښيۍ چې له چاودونکو توکو ډک موټر د پولیسو پر پوسته ورغلی او چاودنه يې کړې ده.
دا پوسته په سیمه کې یو ګمرګ ته نژدې ده.
د ۱۱۲۲ په نوم د ژغورنې اداره وايي چې په وژل شویو کې د ګمرګ شپږ کارکوونکي، او پنځه ملکیان چې دوه تنه يې ښځې، دوه يې نارینه او یو ماشوم شامل دي.
دې ادارې ویلي چې ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.
په پاکستان کې د پخواني صدراعظم عمران په ملاتړ لاریونونه د یوې اوونۍ لپاره وځنډول شول
په پاکستان کې د پخواني صدراعظم عمران په ملاتړ لاریونونه د یوې اوونۍ لپاره وځنډول شول.
رویترز خبري اژانس نن شنبه د (سپټمبر۲۶مه) د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر او د تحریک انصاف ګوند (پي ټي ای) غړي سهیل افریدې په حواله ویلي،"د لاریونونو ځنډول زموږ د ستراتیژي یوه برخه ده، موږ باید د پاکستان فډرالي حکومت ستړی کړو".
افریدې وړاندې ویلي چې دغه لاریونونه د اکټوبر۴مې ته ځنډول شوي دي.
پي ټي ای د عمران په ملاتړ سبا یکشنبې د اسلام اباد په ګډون د پاکستان په لویو ښارونو کې پراخ لاریونونه پلان کړي وو.
پاکستاني چارواکو فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د دې لاریونونو لپاره يې په اسلام اباد کې ۲۲زره امنیتي ځواکونه او دوه پوړییز کانتیرونه ځای پرځای کړي دي.
د چارواکو په خبره، د پېښور او اسلام اباد ترمنځ ټولې لارې تړل شوي او د خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ دی.
۷۳کلن عمران خان له ۲۰۲۳کال راهیسې د مالي فساد، د حکومت ضد د خلکو پارولو او یو شمیر نورو قضیو په تور په زندان کې دی.
عمران خان پر ځان لګیدلي ټول تورونه ردوي او وايي چې دا قضیې سیاسي انګیزه لري.
سنټکام: په هرمز تنګي کې ۱۲۲ سوداګریزې بیړۍ اړ شوي چې خپل مسیر بدل کړي
په منځني ختیځ کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) پرون جمعه وویل، د ایران د سمندري محاصرې د دویم پړاو له پیل راهیسې يې ۱۲۲ سوداګریزې بیړۍ اړ کړي چې خپل مسیر بدل کړي.
د سنټکام دې اقدام د ایران د تیلو صادرات تقریبا په ټپه درولي دي.
امریکا د ایران د سمندري محاصرې دویم پړاو په تیره سرطان میاشت کې وروسته له هغه پیل کړ چې په هرمز تنګي کې د تیلو پر څو ټانګرونو بریدونه وشول.
په عین حال کې یو امریکايي چارواکي رویترز خبري اژانس ته ویلي چې د میزان له پیل راهیسې شاوخوا۶۰ سوداګریزې بیړۍ له هرمز تنګي تیرې شوي دي.
د دغه چارواکي په خبره، په وروستیو میاشتو کې دا لومړی ځل و چې په دې شمیر د خامو تیلو ډیرې سوداګریزې کښتۍ له دې تنګي تیرې شوې.
ایران او امریکا دواړه پر هرمز تنګي د کنټرول ادعا لري.
پر ایران د امریکا له بریدونو مخکې له تنګي د نړۍ نژدې یوه پر پنځمه برخه تیل تیریدل.
سعودي عربستان وايي د حوثي یاغیانو له خوا توغول شوي بېپیلوټه الوتکې او توغندي يې شنډ کړي
سعودي عربستان وايي، هوايي دفاعي ځواکونو يې نن شنبه د حوثي یاغیانو بېپیلوټه الوتکې او توغندي شنډ او له منځه وړي دي.
حوثیانو دا توغندي د ریاض پر سویل لوېدیځو سیمو توغولي وو.
د سعودي د حکومت په خبره، دوه بېپیلوټه الوتکو په ریاض کې یو شمیر سیمې هدف ګرځولي او دوه بالستیک توغندي د خمیس مشیط پر لور توغول شوي دي.
د حوثي یاغیانو سیاسي دفتر ویلي، دا بریدونه د "جګړې د پراخیدو لپاره لومړني اقدامات" دي.
د خلیج هېوادونو د همکارۍ د شورا منشي دغه بریدونه غندلي او هغه یې د سعودي عربستان د "حاکمیت ښکاره سرغړونه" او د ملکي وګړو امنیت او د سیمې ثبات ته ګواښ بللي دي.
په وروستیو کې حوثیانو د سعودي د تیلو پر تاسیساتو بریدونه زیات کړي دي.
د ایران له ملاتړه برخمنه د حوثي یاغیانو ډله په یمن کې سره سمندرګي ته څیرمه ټولې ساحلي سیمې کنټرولوي.
پزشکیان: تهران چمتو دی چې دخپلو یورانیمو د غنا کچه له ۶۰ سلنې راټیټه کړي
د ایران ولسمشر وايي چې تهران چمتو دی چې دخپلو یورانیمو د غنا کچه له ۶۰ سلنې راټیټه کړي او خپل اټومي پروګرام د څار او تصدیق لپاره پرانیزي.
مسعود پزشکیان دغه څرګندونې له فاکس نیوز شبکې سره په مرکه کې کړې دي چې د پنجشنبې په ماښام خپره شوه.
د یورانیمو د غني کولو کچه او د ایران د اټومي پروګرام د څار څرنګوالی د تهران او واشنګټن ترمنځ مهم اختلافي موضوعات دي. امریکا او متحدین یې اندېښمن دي چې له دې موادو څخه امکان لري د اټومي وسلو د جوړولو لپاره کار واخیستل شي.
فرانسه سعودي عربستان ته ځواکونه او پوځي تجهیزات استوي
د فرانسې ولسمشر د سعودي عربستان د نفتي تاسیساتو د ساتنې لپاره دغه هیواد ته د ځواکونو او پوځي تجهیزاتو د استولو خبر ورکړ.
ایمانویل مکرون د پنجشنبې په ورځ ( تلې دویمه) په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل چې پاریس دیمن د حوثیانو له بریدونو وروسته د ینبع د ستراتیژیک بندر د ساتنې لپاره عربستان ته ، «تجهیزات او ځواکونه» استوي.
هغه وویل :«مونږ ددغو تاسیساتو د ساتنې لپاره ، د ځواکونو ، رادار او دفاعي وسایلو په شمول تجهیزات استوو».
د فرانسې ولسشمر دا هم وویل چې دغه اقدام په نښته کې د ښکیلتیا په معنا نه دی بلکه یوازې «ددغه ځای د ساتلو لپاره دی».
ینبع بندر کې د سعودي عربستان د تیلو سترې ذخیرې او تفصیه خونې دي او ددغه هیواد د « ختیځ – لویدیځ» د پایپ لاین یوه برخه ګڼل کیږي.
د څه دپاسه ۱۲۰۰ کیلومیترو په اوږدوالي دغه پایپ لاین د ورځې د ۷ ملیون بوشکه تیلو د لیږد ظرفیت لري.
د یاد پایپ لاین فعالیت وروسته لدې چې دتیرې وږي میاشتې په شلمه د عراق له خاورې د ډرون برید ورباندې وشو په احتیاطي اقدام کې وځنډول شو.
د عمران خان د پلویانو لاریون؛ اسلاماباد کې ۲۲ زره سرتېري ځای پر ځای شوي
پاکستاني چارواکو لسګونه زره امنیتي ځواکونه اسلاماباد کې ځای پر ځای کړي دي.
پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ اسلاماباد ته د ننوتلو او وتلو مهمې لارې د کانټینرونو په وسیله وتړلې څو د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو د لاریون چې پلان لري د یکشنبې په ورځیې ترسره کړي، مخه ونیسي.
پاکستاني چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د امنیت لپارهیې ۲۲ زره امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي او له ګاونډي ایالت، خیبرپختونخوا سرهیې د تګ راتګ لارې هم تړلې دي.
خیبرپختونخوا کې د عمران خان ګوند واکمن دی.
د روانې اوونۍ په پیل کې د عمران خان د خویندو، علیمه خان، عظمیٰ خان او نورین نیازۍ، نیول کېدو وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.
هغوی تورنې شوې دي چې "د ټولنیزو رسنیو له لارې یې پلویان هڅولي او د دولتي ادارو پر ضد یې پارونې کړې دي".