د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۸

افغانستان

د افغان ډيپلومات "عبدالحکیم دلیلي" جنازه خاورو ته وسپارل شوه

د افغان سفیر عبدالحکیم دلیلي مړى کابل ته له رالېږدولو وروسته خاورو ته وسپارل شو.
د افغان سفیر عبدالحکیم دلیلي مړى کابل ته له رالېږدولو وروسته خاورو ته وسپارل شو.

په دوحه کې د افغانستان د سفیر عبدالحکیم دلیلي جنازه په کابل کې د ولسمشر او نورو لوړ رتبه چارواکو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه.

د هغه مړی نن سهار له قطره په یوې ځانګړې الوتکه کې کابل ته ولېږدول شو.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې وزیر محمد حنیف اتمر، د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني او یو شمېر نور چارواکي دې مراسمو کې حاضر و.

عبدالحکیم دلیلي د تېرې سه شنبې په ورځ د زړه د حملې له امله ومړ.

افغان دولت وایي، دليلي د افغانستان او قطر تر منځ د اړيکو په ښه والي او د سولې په مذاکراتو کې فعال رول درلود.

په قطر کې د ده د سیاسي ماموریت پر مهال د طالبانو او امریکا هوکړه لاسلیک شوه او هملته بین الافغاني خبرې هم پیل شوې.

اته څلویښت کلن دلیلي د غزني اوسېدونکی و، خو جنازه یې په کابل کې خاورو ته وسپارل شوه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغانستان په شل اووریز نړیوال جام نیوزیلنډ ته د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه

ګلبدین نایب نن له نیوزیلنډ سره په لوبه کې په ۳۵ بالونو ۶۳ منډې وکړې (عکس د نننۍ لوبې)
ګلبدین نایب نن له نیوزیلنډ سره په لوبه کې په ۳۵ بالونو ۶۳ منډې وکړې (عکس د نننۍ لوبې)

د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام د لوبو په لړۍ کې د افغانستان د نیوزیلنډ سیالې لوبډلې ته د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او د بېټینګ یا توپ وهنې پرېکړه وکړه او ترپایه یې د ۶ لوبغاړو په زیان سره ۱۸۲ منډې جوړې کړې.

د ۲۰۲۶ کال د شل اووریز نړیوال جام لوبې چې پرون پیل شوې سږکال د هند او سریلانکا په کوربه توب ترسره کېږي او دا د افغانستان لومړۍ لوبه ده.

نړیوال جام کې افغانستان او نیوزیلنډ لوبه لري

د افغانستان او نیوزیلنډ د یوې پخوانۍ لوبې انځور
د افغانستان او نیوزیلنډ د یوې پخوانۍ لوبې انځور

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن د کرکټ په نړیوال شل اووریز جام کې خپله لومړۍ لوبه د نیوزیلنډ په وړاندې ترسره کوي.
دا لوبه د بنګلور په چینای سټډيوم کې ده چې د سهار له لسو پیلیږي.

افغانستان په شل اووریزو لوبو کې دوه واره له نیوزیلنډ سره مخ شوی. لومړی وار نیوزیلنډ ګټلې او وروستی وار چې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام وو افغان ټیم بریا خپله کړې وه.

د افغان لوبډلې کپټان راشدخان ویلي چې له سختو سیالانو سره مخ دي خو لوبغاړي او دی به په میدان کې دوه سوه فیصده هڅه کوي څو ښې لوبې وکړي.

افغان ټیم د کرکټ د نړیوال جام په ډي ګروپ کې پر نیوزیلنډ سربېره له جنوبي افریقا، متحده عرب امارات او کاناډا سره مخ دی.

اذربایجان ۱۴ افغان بندیان خوشې کړل

د اذربایجان بیرغ او د ولسمشر عکس
د اذربایجان بیرغ او د ولسمشر عکس

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اذربایجان جمهوریت له زندانونو څخه د ۱۴ افغان بندیانو د خوشې کیدو اعلان کړی دی.

دغه وزارت د شنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې لیکلي چې ۱۴ افغان بندیان د اذربایجان جمهوریت د مشرتابه په امر خوشې شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اذربایجان جمهوریت د دې اقدام څخه مننه څرګنده کړې خو دا یې نه دي لیکلي چې دا افغانان په کومو تورونو په اذربایجان کې بندیان وو.

د پنجشنبې په ورځ، د فبروري په شپږمه هم د بهرنیو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو له زندانونو څخه د ۱۰۸ افغان بندیانو د خوشې کیدو اعلان کړی وو.

ویل شوي چې دا بندیان د متحده عربي اماراتو د ملي ورځې په مناسبت د متحده عربي اماراتو د مشرتابه لخوا خوشې شوي دي.

متحده عربي اماراتو د تېر کال په لومړیو کې هم له ۴۰ څخه ډیر افغان بندیان خوشې کړي وو.

بدخشان کې مرګونې ټرافیکي پېښه؛ ۱۲ کسان مړه دي

بدخشان کې د یوې پخوانۍ ټرافیکي پېښې انځور
بدخشان کې د یوې پخوانۍ ټرافیکي پېښې انځور

په بدخشان ولایت کې په یوه ترافیکي پیښه کې دولس کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

په بدخشان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار ویلي چې د شنبې په ورځ یو فلانکوچ ډوله موټر په ارغنجخواه ولسوالۍ کې له سړک څخه ووت او یوې کندې ته ولوېد.

ماشومان او ښځې هم په قربانیانو کې شاملې دي.

د طالبانو د حکومت د ترافیکو ادارې ویلي چې په افغانستان کې د ترافیکي پیښو اصلي لاملونه بې احتیاطه موټر چلوونکي، د ترافیکي مقرراتو سره سم عمل نه کول، له حده زیات سرعت، له نورو موټرو څخه غیر ضروري اوښتل او د موټرو ترمنځ د خوندي واټن نه ساتل دي.

داعش د اسلام اباد د برید پړه په غاړه واخیسته

اسلام اباد ته څېرمه د شیعه و د هغه جومات مخه چې ځان مرګی برید پکې وشو-۰۲-۰۶-۲۰۲۶
اسلام اباد ته څېرمه د شیعه و د هغه جومات مخه چې ځان مرګی برید پکې وشو-۰۲-۰۶-۲۰۲۶

داعش خراسان څانګې په اسلام اباد کې د پروني برید مسوولیت ومانه او دا په داسې حال کې چې کابل د پاکستان دا ادعا رد کړه چې په دې برید کې افغانستان لاس درلود.

په دې حمله کې چې د جمعې د لمانځه پرمهال د اسلام اباد په لمن کې د شیعه و پر یوه جومات وشوه لږ تر لږه یو دیرش کسان وووژل شول او شاوخوا یوسل او اویا نور ټيان شول.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف تر پرونۍ حملې وروسته ادعا وکړه چې بریدګر له افغانستان سره اړیکې لري، خو کابل دا تور رد کړ.

د طالبانو دفاع وزارت وویل چې پاکستان ډیری وخت د شواهدو له وړاندې کولو پرته تر بریدونو وروسته افغانستان ملامتوي. د طالبانو دفاع وزارت په یوه بیان کې زیاته کړه چې دا ډول تورونه د پاکستان داخلي امنیتي ناکامۍ نه شي پټولی.

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې نن د یوشمیر هغو قربانیانو د جنازې مراسم ترسره کیږي چې په پروني برید کې ووژل شول.

خلیلزاد: طالبان باید امریکایي بندیان خوشي کړي

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې د امریکا او افغان طالبانو ترمنځ په اړیکو کې د پرمختګ مخه د بندیانو د خوشي کیدو مسالې ډب کړې ده.

زلمي خلیل زاد د هند ( این ډي ټي وي) ته وویل چې واشنګتن په افغانستان کې د لږ تر لږه دوو امریکایي اتباعو د خوشي کیدو غوښتنه کوي.

خلیلزاد له دې تلویزیون سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، زیاته کړه چې د طالبانو حکومت له داعش سره د مبارزې په برخه کې د امریکا رضایت ترلاسه کړی دی او د دوی د هڅو په لړ کې د داعش ډیر غړي له افغانستانه وتلي دي چې اوس په پاکستان کې ژوند کوي.

خلیلزاد دا یادونه هم وکړه چې په افغانستان کې د بشري حقونو او د هغو افغانانو د سیاسي رول په اړه اندیښنې په خپل ځای دي چې د طالبانو په حکومت کې نه دي.

د افغانستان په ګډون د کرکټ د نړیوال جام لوبې په هند او سریلانکا کې پیلېږي

د کرکټ د شل اووریزو لوبو د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام
د کرکټ د شل اووریزو لوبو د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام

نن د کرکټ د شل اووریزو لوبو نړیوال جام چې افغانستان هم پکې دی پیلېږي. د سږني نړیوال جام سیالۍ په هند او سریلانکا کې ترسره کېږي.

دا لړۍ په دریو لوبو پیلېږي؛ د کابل په وخت د ورځې په لسو بجو په کولمبو کې د پاکستان او هالنډ، د ماسپښین په یوه بجه په کلکته کې د سکاټلنډ او ویست انډیز او د مازیګر په ۶ بجو په مومبی کې د هند او امریکا لوبډلې لوبې سره کوي.

د افغانستان لومړۍ لوبه به سبا یکشنبې د کابل د ورځې په ۱۰ بجو له نیوزیلنډ سره د هند په چینای ښار کې وي.

په سږني جام کې ۱۶ هېوادونه په څلورو ګروپونو کې د فبروري له اوومې څخه د مارچ تر اتمې پورې سیالي کوي. افغانستان له کاناډا، نیوزیلنډ، جنوبي افریقا او متحده عربي اماراتو سره په ډي ګروپ کې دی.

اروپايي ټولنه خپل هېواد ته د هغو افغانانو د ایستلو پلان عملی کوي چې نه دي منل شوي

د بوسنیا یو کلی- افغان پناه غوښتونکي اروپا ته د تلو پر لاره
د بوسنیا یو کلی- افغان پناه غوښتونکي اروپا ته د تلو پر لاره

اروپايي ټولنه وايي، د هغو افغان وګړو د ایستلو پلان عملي کوي چې د ټولنې په غړو هېوادونو کې د استوګنې حق یې نه دی ترلاسه کړی.

د اروپايي ټولنې ویاند مارکوس لامرت اوس اوس ویلي دي چې د دې ټولنې چارواکي افغانستان ته دوه تخنیکي سفرونه وکړل څو خپل هېواد ته د افغان کډوالو د احتمالي ستنولو د تنظیم چارې وڅېړي.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې دې اعلان د کډوالو لپاره د ملګروملتو د لوبې کمیشنرۍ UNHCR اندېښڼې پارولې دي. د UNHCR ویاند عرفات جمال ویلي، دا د ډېرې اندېښنې وړ خبره ده ځکه داسې ښکاري چې دا پالیسي د واقعي پوهې نه بلکې د غبرګون او احساساتو پربنسټ ولاړه ده

د احصاییو له مخې په ۲۰۲۵ کال کې په اروپا کې د سیاسي پناه په غوښتونکو کې د افغانانو شمېر تر ټولو ډېر و، او له افغانانو وروسته د وینزویلا او سوریې کډوال وو.

بریښنا شرکت وايي د ازبکستان د وارداتي بریښنا پرې شوي مزي یې بېرته وصل کړي دي

د کابل د بریښنا شرکت کارکوونکي د بریښنا د مزو د جوړولو په حال کې
د کابل د بریښنا شرکت کارکوونکي د بریښنا د مزو د جوړولو په حال کې

د افغانستان د بریښنا شرکت وايي چې له ازبکستان څخه د وارداتي بریښنا مزي یوځل بیا وصل شوي دي.

بریښنا شرکت چې طالبان یې اداره کوي پرون وویل د ازبکستان د وارداتي بریښنا بهیر چې د پنجشنبې په ورځ د سخت توپان له کبله د تخنیکي ستونزو په نتیجه کې پرې شوی و، پرون جمعه له غرمې وروسته بېرته وصل شو.

د ازبکستان د ۲۲۰ ولټه وارداتي بریښنا مزی چې ۱۳ ولایتونو ته بریښنا ورکوي، د تاشقرغان د تنګي په سیمه کې د تخنیکي ستونزو له کبله پرې شوی و.

د ازبکستان له وارداتي بریښنا څخه تر ډېره د سمنګان، بغلان، پروان، کاپیسا، پنجشیر، کابل، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګو او غزني ولایتونو اوسېدونکي کار اخلي.

افغانستان خپله د اړتیا وړ ډېره برخه بریښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه واردوي چې جریان یې کله ناکله د تخنیکي ستونزو له کبله یا په افغانستان او یا په ګاونډیو هېوادونو کې دننه په موقت ډول پرې کېږي.

د ازبکستان د وارداتي برېښنا د لیږد مزي بیا پرې شوي؛ ګڼو سیمو کې برق نشته

د برېښنا شرکت کارکوونکي د ستنې د ترمیم په حال کې
د برېښنا شرکت کارکوونکي د ستنې د ترمیم په حال کې

د برېښنا شرکت اعلان کړی چې د ازبکستان د وارداتي برېښنا مزی یو ځل بیا د تخنیکي ستونزې له امله پرې شوی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه شرکت ویلي چې د نایب آباد - پلخمري لارې په تنګي تاشقرغان سیمه کې د برېښنا د لیږد ۲۲۰کیلو ولټه مزی شوی دی.

تر دې ستونزې وروسته، د سمنګان او بغلان ولایتونو ځینې برخې، او همدارنګه د پروان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګ، غزني، ننګرهار او لغمان ولایتونو ګڼې سیمې له برېښنا بې برخې شوي دي.

د برېښنا شرکت ویلي چې تخنیکي ټیمونه د ستونزې د حل لپاره سیمې ته لیږل شوي؛ خو د سختو طوفانونو له امله، د ترمیم کار لا نه دی پیل شوی.

دا لومړی ځل نه دی چې له ازبکستان څخه وارد شوی بریښنا د واورې او طوفانونو له امله قطع کیږي.

د جنوري په وروستیو کې هم د برېښنا د لیږد مزي د درنو واورو او توپانونو په سبب پرې شوي وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG