د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۸

افغانستان

د غزني د مستوفیت ۲ کارکوونکي په یوه وسله‌وال برید کې ووژل شول

ارشیف، د غزني ښار
ارشیف، د غزني ښار

چارواکي وايي په غزني ښار کې د مستوفیت دوه تنه کارکوونکي په یوه برید کې وژل شوي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد خان سیرت نن ازادي راډیو ته وویل، پېښه نن سهار رامنځته شوې.

ښاغلی سیرت زیاتوي: "له بده مرغه نن سهار اته بجې د غزني مستوفیت دوه تنه کارکوونکي د وظیفې په لوري روان چې د دوهمې امنیتي حوزې اړوند په سینما څلورلاري کې وسله‌والو د بې‌غږه توپانچې په واسطه په شهادت رسولي دي، سیمې ته پولیس او د څېړنې ټیم رسېدلی دی، څېړنې دوام لري."

دا په غزني کې د هدفي وژنو د لړۍ وروستۍ پېښه ده.

تر دې درې ورځې وړاندې د غزني په پیرزاده سیمه کې هم د محکمې یو عادي کارکوونکی دندې ته د تلو پر وخت ناڅرګنده وسله‌والو وژلی وو.

تر دې مخکې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ هم په غزني کې د افغان خبریالانو د ملي اتحادیې مشر رحمت‌الله نېکزاد په یوه وسله‌وال برید کې ووژل شو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

له قزاقستانه افغانستان ته د غلو صادرات نږدې دوه برابره شوي

له قزاقستان څخه افغانستان ته د غلو صادرات د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر او د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ تر ۳۱ مې نېټې پورې نږدې دوه برابره شوي دي.

د استانه ټایمز ورځپاڼې د راپورله مخې افغانستان ته په دې موده کې د غلو صادرات ۱،۹ برابره زیات شوي او ۴۱۶ زره ټنو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې وړم کال په همدې موده کې دا کچه ۲۱۶ زره ټنه وه.

د قزاقستان د اورګاډي د ملي شرکت د معلوماتو له مخې، قزاقستان ټولټال ۵،۸ میلیونه ټنه غله صادرکړې چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله یو میلیون ټنه زیاتوالی ښيي او زیاتوي چې دا چاره په مرکزي او جنوبي اسیا کې د غلو د یوه مهم عرضه کوونکي په توګه د دغه هېواد مخ پر زیاتېدونکی رول ښي.

له متحده عربي اماراتو شاوخوا ۱۰۸ افغان بندیان خوشې شوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو له زندانونو د شاوخوا ۱۰۸ افغان بندیانو د خوشې کیدو خبر ورکوي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د دې وزارت په ایکسپاڼه کې نن پنجشنبې خپره شوې، ویل شوي چې دغه بندیان د متحده عربي اماراتو مشرتابه د دغه هېواد د ملي ورځې په مناسبت خوشې کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یو شمېر خوشې شوي افغانان هیواد ته ستانه شوي او د پاتې کسانو د ستنولو بهیربه هم د اړوندو قانوني پروسو تربشپړېدو وروسته په نږدې راتلونکي کې بشپړ شي.

وزارت زیاته کړې چې د دغو افغانانو خوشې کېدل د وزارت د ځانګړو لارښوونو او په متحده عربي اماراتو کې یې د سفارت د پرله ‌پسې هڅو په پایله کې ترسره شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو د دولت او اړوندو ادارو د همکارۍ او بشرپالنې اقدام له امله مننه کړې او ټینګار یې کړی چې په بهرنیو هېوادونو کې د افغان بندیانو د قضیو د تعقیب لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د افغانستان ډیرې برخو کې د غیر معمول ګرمې هوا اټکل شوی دی

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) وايي چې د افغانستان په ډیری برخو کې د ۱ څخه تر ۵ درجو سانتي ګراد پورې دغیر معمولې تودوخې اټکل شوی.

دغې ادارې وویل په دې سره کیدای شي د یخنۍ خطر کم اود ژمي کروندې بهترې شي او ورشوګانو ته لاسرسی اسانه شي، خو د واورې په چټک ویلې کیدو او د ذخیرو په کمیدو به یې د فصل په پاې کې د خاورې رطوبت او د اوبو شتون محدود شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د چهارشنبې په ورځ (د جنوري ۴) په خپله ایکسپاڼه داهم ولیکل چې د تودوخې ترڅنګ د اوسط څخه اوچت باران کولی شي دافغانستان په لویدیځ کې د للمي کروندو او څړځایونو وده بهتره کړي، مګر دسیندونو د اوبود سطحې د لوړیدو اود سیلابونو خطر به زیات کړي.

د (FAO) په وینا، تحلیلونه ښیې چې د افغانستان په لویدیځ او مرکزي لوړو برخو کې د نورمال څخه اوچته مرطوبه هوا شتون لري، او د افغانستان ختیځ، سویل ختیځ او شمال ختیځ ولایتونه به د اوسط څخه د کمې وریا له کبله نسبتا وچ پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ډیری سیمو کې پدې وروستیو کې درنې واورې او بارانونه وشول چې دپام وړ ځاني او مالي زیانونه یې واړول.

طالبانو په افغانستان کې د مصنوعي نشه اي مواد زیاتیدو ته اندیښنه ښکاره کړه

ارشیف
ارشیف

په کابل کې نن د دوحې پروسیې تر چتر لاندې د نشه اي موادو پر وړاندې د مبارزې غونډه ترسره شوه.

دا غونډه د یوناما په کوربتوب په حضوري او انلاین بڼه جوړه شوې وه.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې غونډه کې د دوی د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عامې روغیتا وزارتونو د استازیو ترڅنګ د یوناما، د ملګرو ملتو د یوشمیر نورو ادارو، نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو، اروپایي ټولنې، د اسلامي همکاریو سازمان استازیو او په افغانستان کې یو شمیر بهرنیو دیپلوماتانو برخه اخیستې وه.

د خبرپاڼې له مخې طالبانو د مصنوعي نشه اي موادو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د دې موادو سرچینې د افغانستان له پولو دباندې دي او که یې مخه ونه نیول شي نه یوازې افغانستان بلکه سیمه او ټوله نړۍ به ترې زیانمنه شي.

د ملګرو ملتو د مخدر موادو او جرمونو په وړاندې د مبارزې دفتر درې ورځې مخکې په خپل راپور کې په افغانستان کې د مصنوعي نشه اي موادو لکه ټابلیټ کا او میتامفیتامین زیاتیدو ته اندیښنه څرګنده کړې وه.

افغان ۱۹ کلن زلمیان د نړیوال جام فاینل ته د رسېدو لپاره له هند سره لوبه کوي

د افغانستان د نولس کلنو زلمیانو د کرکټ لوبډله
د افغانستان د نولس کلنو زلمیانو د کرکټ لوبډله

له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو د نړیوال جام د سیالیو په دوام د افغانستان د کرکټ لوبډله نن په نیم پایلوبه کې د هند له سیالې ډلې سره سیالي کوي.

دا لوبه د کابل په وخت د غرمې په دولسو بجو د زیمبابوې په پلازمېنه هرارې کې په پام کې ده.

د افغانستان، آسټرالیا، هند او انګلینډ د لوبډلو ترمنځ د نیم پایلوبې پړاو پرون (د سلواغې ۱۴مه) پیل شو. د دې پړاو په لومړۍ لوبه کې انګلینډ د آسټرالیا په ماتولو سره پایلوبې ته ووت.

که افغانستان په نننۍ لوبه کې هند ته ماتې ورکړي نو په فاینل کې به له انګلینډ سره مخامخ شي.

د ۱۹ کلنو د نړیوال جام فاینل لوبه به د جمعې په ورځ په هرارې ترسره کېږي.

امیرخان متقي په کابل کې د ترکیې له شارژدافیر سره د کابل او انقرې د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزیر په کابل کې د ترکیې د سفارت له شارژدافیر سره
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزیر په کابل کې د ترکیې د سفارت له شارژدافیر سره

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ترکیې د سفارت له نوي شارژدافیر سادین آی یلدیز سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت پرون (د سلواغې ۱۴مه) په یوه بیان کې وویل چې ښاغلي متقي د کابل او انقرې ترمنځ اړیکي دوستانه بللي او ستاینه یې کړې ده.

په بیان کې همداراز د ښاغلي آی یلدیز له قوله ویل شوي دي چې نوموړي دوه اړخیز اړیکي مثبت بللي او د افغانستان او ترکیې ترمنځ په تېره په اقتصادي او روغتیايي برخو کې د اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.

په ترکیه کې د افغانستان ډيپلوماتیکې استازولۍ هم د دې لیدنې خبر ورکړی.

سادین آی یلدیز د تېر ۲۰۲۵ کال په ډسمبر میاشت کې د ترکیې د سفارت د شارژدافیر په توګه رسما خپل کار پیل کړ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي عادله راز د خپلواکې زیان مننې مشورتي کمېټې ته ټاکلې ده

پخوانۍ افغان ډپلوماټه عادله راز- عکس له ارشیفه
پخوانۍ افغان ډپلوماټه عادله راز- عکس له ارشیفه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د افغانستان پخوانۍ ډیپلوماټه عادله راز د یوې نوې جوړې شوې خپلواکې متخصصې مشورتي ډلې غړیتوب ته ټاکلې ده چې دنده یې د نړیوالو شاخصونو پیاوړتیا ده. دغه شاخصونه د اقتصادي، چاپیریالي او ټولنیزو زیانونو پر وړاندې د هیوادونو جوړښتي زیان منل اندازه کوي.

ملګرو ملتونو ویلي چې عادله راز له هغو ۱۵ متخصصینو څخه یوه ده چې تر ۲۰۳۰م کال پوري د څو اړخیزه زیان مننې شاخص یا (MVI) نظارتي پینل ته نومول شوې ده.

MVI، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې رامنځته کړی دی چې د مخ پر وده هیوادونو پر وړاندي خطرونه په ګوته کړي.

عادلې راز، چې پر ډیپلوماټیکه کچه یې د افغانستان استازیتوب کړی دی، په سیمه کې به له نورو متخصصینو سره یوځای په یاد پینل کې کار کوي.

د افغانستان د فوټسال ملي ټیم جاپان ته لوبه وبایلله

د افغانستان د فوټسال ټیم ، ارشیف
د افغانستان د فوټسال ټیم ، ارشیف

د اسیا د فوټسال جام د لوبو په دوام کې دافغانستان ټیم په کوارټر فاینل کې له جاپان څخه ۶-۰ مات شو.

لوبه له غرمې وروسته په جاکرتا کې وشوه.

د افغانستان ټیم د لوبو په تیر پړاو کې دایران څخه ۵-۲ مات شوی وو خو ترهغه مخکې ېې د مالیزیا او سعودي عربستان ټیمونه مات کړي وو.

داسیا د فوټسال د جام د سه شنبې ورځې په دوو نورو لوبو کې ، ایران ازبکستان ته ۷-۴ او عراق تایلند ته ۴-۲ ماته ورکړه.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن دجاپان ټیم سره لوبه کوي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د فوټسال د ۲۰۲۶ کال د اسیا جام نیمه پایلوبې ته رسیدلو لپاره نن جاپان سره لوبه کوي.

په دې مرحله کې نن دافغانستان او جاپان په شمول اته ټیمونه لوبېږي.

دایران ټیم د ازبکستان په وړاندې ، تایلند د عراق په وړاندې او اندونیزیا د ویتنام په وړاندې.

له دغو ټیمونو څخه به ۴ ټیمونه د اسیا د فوټسال د ۲۰۲۶ کال د جام نیمه پایلوبې ته لار ومومي.

دافغانستان ملي ټیم د جام په تیر پړاو لوبو کې د ایران له ټیم مات شو خو مالیزیا او سعودي عربستان ته یې ماتې ورکړي.

د اسیا د فوټسال د ۲۰۲۶ کال جام لوبې د سلواغې په ۷ مه اندونیزیا کې پیل شوي دي.

یوناما : افغانستان په نړۍ کې د ماینونو او د جګړو څخه د پاته چاودیدونکو توکو له امله د تلفاتو دریم لوړ شمیر لري

افغانستان کې دماین پاکۍ د عملیاتو یو انځور ، ارشیف
افغانستان کې دماین پاکۍ د عملیاتو یو انځور ، ارشیف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی (یوناما) وايي چې دغه هیواد په نړۍ کې د ماینونو او د جګړو څخه د پاته چاودیدونکو توکو له امله د تلفاتو دریم لوړ شمیر لري.

یوناما د سې شنبې په ورځ (د فبروري ۱۴) په خپل فیسبوکپاڼه کې په یوه بیان کې وویل چې قربانیان په عمده توګه ماشومان دي چې د تلفاتو ۸۰ سلنه جوړوي.

یوناما زیاتوي چې ماشومان ډیری وخت د لوبو پرمهال د ناچاودو توکو سره د تماس په پایله کې ټپیان یا وژل کیږي.

یوناما د ماین پاکۍ په برخه کې د نادولتي سازمانونو لپاره د مالي ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د ماین پاکۍ د مرکز (MDC) مشر شهاب حکیمي د روان کال په غبرګولي میاشت کې ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۶۰ کسان د ماینونو او او د جګړې څخه د پاته چاودیدونکو توکو له امله مړه یا ټپیان کیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG