افغانستان
چارواکي: د داعي او ملالې د وژلو په تړاو نیول شوي د طالبانو او داعش غړي دي
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست چارواکي وایي، په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي د وژلو په تړاو یو نیول شوی کس د طالبانو د ښاري جبهې غړی او په ننګرهار کې د انعکاس د ټلوېزیون د خبریالې ملاله میوند د قتل په تړاو هم یو نیول شوی کس د اسلامي دولت ډلې یا داعش غړی دی.
د دې ریاست چارواکو دا څرګندونې پرون د افغان ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په مشرۍ د افغانستان د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې په غونډه کې وکړې.
د ولسمشر د دوهم مرستیال د رسنیو د دفتر لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې په دې وروستیو کې د خبریالانو او د مدني ټولنې د فعالانو د هدفي وژنو د زیاتوالي مسئله وڅېړل شوه.
د ملي امنیت عمومي ریاست چارواکو دغهراز وویل چې په غزني کې پر خبریال رحمتالله نېکزاد او په پروان کې پر مدني فعالې فرشته کوهستاني برید طالبانو کړی او د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ پر مشر یوسف رشید د برید عاملان تر اوسه نهدي په نښه شوي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزیر مسعود اندرابي وویل چې د دغو قضیو د تعقیب او د خبریالانو او مدني فعالانو په وړاندې د ګواښونو د مخنیوي لپارهیې ځانګړي ټیمونه ګومارلي او په ټولو ولایتونو کې یې امنیه قومندانانو ته هم امر کړی چې له رسنیو، د مدني ټولنو او د بشري حقونو له بنسټونو سره له نږدې همکاري او منظم او جدي ارتباط ولري.
د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي هم وویل چې د وژل شویو خبریالانو قضیې او د دوی په وړاندې تاوتریخوالی د دوی لپاره لومړیتوب لري او یوه ځانګړې کمېټهیې ګومارلې چې دې چارو ته رسیدګي وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د حج لپاره نوملیکنه د مرغومي له ۲۴مې پيل او د سلواغې تر ۴مې دوام کوي
د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، سبا چهارشنبه ( د جدي ۲۴مه) د ۱۴۰۵ کال د حج لپاره نوم لیکنه پيلوي او د دلوې تر ۴مې به دوام ولري.
دغه وزارت پرون دوشنبه یوه خبرپاڼه کې له هغو کسانو چې پخوا یې فرضي حج کړی غوښتنه کړې چې له بیا نوم لیکنې ډډه وکړي څو نورو کسانو ته زمینه برابره شي.
خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې راتلونکي حج لپاره به څه شمېر افغان زیارت کوونکي سعودي عربستان ته ځي.
د حج په تېرو مراسمو کې ۳۰ زره افغانانو ګډون درلود.
په کندوز کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د خبرېالې ناظرې رشیدي نیول تایید کړي
دغې قومندانۍ د دوشنبې په ورځ ( د جدي ۲۲مه) یوه خبرپاڼه کې وویل چې میرمن رشیدي له څلورو نورو ښځو سره د " یوې جنایي پیښې" په تړاو نیول شوي دي.
وړاندې راغلي چې د نوموړې نیول کېدا د هغې له رسنیز کار سره کوم تړاو نه لري.
پرناظرې او څلورو نورو میرمنو د لګول شویو تورونو په اړه تراوسه جزییات نشته.
تر دې وړاندې د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان ویلي و چې طالبانو ناظره رشیدي د تیرې سې شنبې په ورځ نیولې او نامعلوم ځای ته یې لېږدولې ده.
د ناظرې خور هاجرې د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې هغه د کندوز د استخباراتو په زندان کې ده او لاس او پښې یې تړل شوي دي.
د محمد نبي او حسن کرکټي جوړه؛ لومړنی پلار او زوی دی چې ګډ لوبیږي
افغان کرکټران محمد نبي او حسن عیسی خېل لومړنی پلار او زوی شول چې د کرکټ په یوه نړیوال تجارتي لیګ کې ولوبېدل.
محمد نبي وویل چې خپل زوی حسن یې د داسې لوبو لپاره چمتو کړی او خوښ دی چې ښه ولوبېد.
نبي وویل هیله من دی چې حسن وکولای شي د افغانستان په ملي ټیم کې هم ځای ورکړل شي.
حسن عیسی خېل هم وویل چې دا د دوی دواړو هیله وه چې سره ګډ ولوبیږي.
محمد نبي او د هغه زوی حسن د بنګله دیش غوره لیګ د نووا ایکسپریس ټیم په ګټه لوبیږي.
په پرونۍ لوبه کې محمد نبي او حسن په هغه وخت کې چې سره ګډ لوبېدل وتوانېدل په ۳۰ بالونو د خپل ټیم په ګټه ۵۳ منډې جوړې کړي.
محمد نبي وختي اوټ شو خو حسن چې لا هم لوبه کوله وتوانېد په ۶۰ بالونو ۹۲ منډې وکړي او د لوبې غوره لوبغاړی شي.
د هند په ګجرات کې یو افغان محصل په خپل کور کې مړ موند شول
هندي رسنیو یکشنبه ناوخته راپور ورکړی چې دغه ۳۴ کلن افغان تبعه بین الله ضیا نومېده او د مهاراجا سارایجارو یا MSپه نوم د یوه پوهنتون د دکتورا دورې محصل وو.
دی له دوو کلونو راهیسې په فتیح ګنج سیمه کې په یوه کرايي کور کې اوسېده.
پولیسو ویلي ښايي دغه افغان ځانوژنه کړې وي خو دوی یې جسد د لا زیاتو څېړنو لپاره عدلي طب ته استولی.
پولیسو زیاته کړې چې د دغه کس مبایل هم څاري څو د پېښې اړوند ځینې معلومات پیدا کړي.
د څېړنو له مخې د نړیوالو محصلینو تر منځ د ځانوژنې پېښې بې مخینې نه دي ځکه اکثر یې له کورنیو لرې په بهرنیو هېوادونو کې له رواني او اقتصادي فشار او د زده کړو له ډېر بوجه ځوریږي.
د افغانستان د کریکټ U19 لوبډلې استرالیا ته ماته ورکړه
د افغانستان د کریکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې په یوه دوستانه او تمریني لوبه کې استرالیا ته ماته ورکړه.
استرالیایي لوبغاړو په نامیبیا کې پرونۍ لوبه کې افغان لوبډلې ته د ۱۶۸ منډې هدف ورکړ، خو افغان ځوانانو لوبه په ۶ ویکټو او ۷۴ بالونو وګټله.
دا تمریني لوبې د ۱۹ کلونو د نړیوال جام په ترڅ کې ترسره کیږي.
تر دغه جام مخکې به افغان لوبډله بله تمریني لوبه د چهارشنبې په ورځ له سریلانکا سره وکړي.
تر۱۹ کلنو د کم عمره کریکټ نړیوال جام د جنورۍ په ۱۵مه پيلیږي چې لوبې یې په زیمبابوې او نامیبیا کې ترسره کیږي.
د طالبانو د حکومت دلوړو تحصیلاتو وزیر عمان ته سفر وکړ
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د یوه پلاوي په مشرۍ پرون یکشنبه عمان ته ولاړ.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلی ندیم به د عمان له چارواکو سره د لوړو زده کړو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا او د علمي تجربو پر تبادلې خبرې وکړي.
تر دې سفر څو ورځې مخکې د طالبانو د حکومت او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو د همکاریو د پراختیا په موخه ټیلفوني خبرې هم سره کړې وې.
امیرخان متقي په هغو خبرو کې خپل عماني سیال بدر بن حمد البوسعیدي ته د کابل د سفر بلنه هم ورکړه.
عمان هغه اسلامي هېواد دی چې نجونې په کې د تحصیل تر څنګ د کار او رایې حق لري، خو د طالبانو حکومت واک ته له رسیدو وروسته نجونې او ښځې د تحصیل او کار له حقه تر ډیره محرومې کړې دي.
له افغان کرکټر رحمن الله ګربز څخه د بنګله دیش د کرکټ د فساد ضد کمېټې تحقیقات
د افغانستان له پيژندل شوي کرکټر رحمن الله ګربز څخه د بنګله دیش د کرکټ د فساد ضد کمېټې تحقیقات کړي.
ګربز دمګړۍ د بنګله دیش د کرکټ په غوره لیګ بي پي ایل کې له ډاکه کپټالز سره لوبیږي.
د دغه ټیم اجرايي رییس عتیق فهد رسنیو ته ویلي چې د فساد ضد کمېټې غړي د شنبې په شپه له اجازې پرته په هوټل کې د رحمن الله ګربز خونې ته ورننوتي او له هغه یې تحقیقات کړي او مبایل یې ترې ضبط کړی.
فهد ویلي له یوه لوی او پيژندل شوي نړیوال لوبغاړي سره دا چلند ناسم دی او باید په دې اړه د بنګله دیش کرکټ لازم سپیناوی ورکړي.
لا معلومه نه ده چې د بنګله دیش د کرکټ د فساد ضد کمېټې غړو ولې د رحمن الله ګربز په اړه اقدام کړی.
خو د بنګله دیش د غوره لیګ د مشرتابه پلاوي غړي افتخار رحمن میټو بیا ادعا کړې چې د فساد ضد کمېټې غړو له ګربز سره کوم ناسم چلند یا ناقانونه کار نه دی کړی.
په بغلان کې سږ کال ۱۱۵ تنه په ترافیکي پېښو کې مړه شوي
په بغلان ولایت کې طالب چارواکي وايي چې په روان لمریز کال کې په دغه ولایت کې په ترافیکي پېښو کې ۱۱۵ تنه مړه شوي دي.
په بغلان کې د طالبانو د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي پرون (شنبې) دولتي خبري اژانس باختر ته ویلي چې د سږ کال له حمل میاشتې له پیله تر اوسه په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۱۵ کسان مړه شوي او ۶۸۴ نور، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
نوموړي د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، د سړکونو خرابوالی او تنګوالی، او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول د دغو پېښو عوامل بللي دي.
په بدخشان کې په یوه ترافیکي پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شول
د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي.
د دې ولایت ځایي مسوولانو پرون (شنبې) رسنیو ته وویل چې دا پېښه د جمعې په ورځ (د جدي ۱۹ مه) له سړکه د یوه موټر د اوښتو له کبله د ارګو ولسوالۍ طرق کلي ته څېرمه شوې ده.
په بدخشان کې د طالبانو د پولیسو ویاند احسانالله کامګار ویلي چې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو.
طالبانو د هیروینو د قاچاق په اړه د ترک رسنیو ادعا رد کړه
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ترکیې د پولیسو هغه راپور رد کړ چې پکې ویل شوي افغانستان لا هم د هیروئینو لویه سرچینه ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالـمتین قانع پرون (شنبې) کورنیو رسنیو ته وویل، د اسلامي امارت د مشر د فرمان پر بنسټ د دې وزارت ځواکونو د نشهیي توکو پر ضد جدي او پراخ عملیات پیل کړي دي.
نوموړي ټینګار وکړ، هغه کسان چې ادعا کوي افغانستان لا هم د نشهیي توکو نړیواله سرچینه ده، د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو خبر نه دي.
عبدالمتین قانع همداراز ویلي چې په افغانستان کې د نشهیي توکو تولید ۹۵ سلنه کم شوی دی.
د ترکیې رسنیو د خپل هیواد د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې افغانستان لا هم د هیروئینو اصلي سرچینه ده.