د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۲۹

نړۍ

د ارمنستان صدراعظم د پارلماني ټاکنو د ترسراوي لپاره موافقه ښودلې

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان
د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان

په لانجو کې ایسار د ارمنستان صدراعظم له وخته مخکې د پارلماني ټاکنو د ترسراوي لپاره موافقه ښودلې.

صدراعظم نیکول پاشینیان له اذربایجان سره د یو نیم میاشتنۍ خونړۍ جګړې د پای ته رسولو په هدف د شوې هوکړې په خاطر د مخالفو ګروپونو له سختو فشارونو سره مخ دی.

پاشینیان سره له دې چې جمعه له صدراته د لېرې کېدو په خاطر د مخالفینو غوښتنې رد کړې خو ویې ویل چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې له وخت مخکې ټاکنو ترسراوي په اړه له عمده سیاسي ګروپونو سره خبرو ته چمتو دی.

نیکول پاشینیان په خپله فیسبوکه پاڼه لیکلي، له صدارته یواځې هغه وخت تېرېږم چې خلک یې وغواړي.

ارمنستان او اذربایجان د نومبر په لسمه د روسیې په منځګړیتوب د یوې سختې جګړې درولو سره هوکړه وکړه چې په اساس یې په نګورنو قره باغ کې دری سیمې اذربایجان ته وسپارل شوې.

تر هوکړې را وروسته شااوخوا شپاړسو ډلو د یوه ائتلاف په شکل په پلازمېنه یرووان او نورو ښارونو کې مظاهرې پیل کړې او له صدراعظم نیکول پاشینیان یې وغوښتل چې واک پریږدي او موقت حکومت دې رامنځته شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پراسراییل د ایران د توغندویي بریدونو دوام

د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې د پنجشنبې په ورځ د کب په ۲۸ وروسته له هغه چې د اسراییل پوځ د ایران له لوري د راکټونو د توغولو خبرداری ورکړ، د اسراییل په شمال کې د حیفا بندري ښار کې د تېلو یوه تصفیه‌ خانه تر برید لاندې راغلې ده.

د اسراییل دولتي شبکې «کان ۱۱» هغه انځورونه خپاره کړي چې ښیي د دې تصفیه‌ خانې له ساحې څخه اسمان ته تور لوګي پورته کیږي.

دې شبکې په ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د خطرناکو موادو د لیک کیدو په اړه کومه اندېښنه نشته.

د اسراییل د انرژۍ وزیر، الي کوهن، د دغو راپورونو په غبرګون کې د حیفا پر تصفیه‌ خانې برید تایید کړی خو ویلې یې دي چې لوی زیان یې نه دی پیښ کړی.

کوهن زیاته کړه چې د اسراییل په شمال کې برېښنا د لنډ وخت لپاره پرې شوې وه، خو وروسته بېرته وصل شوه.

ټرمپ: "نیت نه لري چې ایران ته ځواکونه ولیږي"

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې نیت نه لري امریکایي ځواکونه ایران ته ولیږي.

هغه دا خبره د پنجشنبې په ورځ د کب په ۲۸ په سپینه ماڼۍ کې د جاپان له صدراعظمې سره د کتنې پر مهال، له خبریالانو سره د ایران د جګړې په اړه د خبرو پر مهال وکړه.

ښاغلي ټرمپ د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا به ایران ته پوځیان ولېږي، وویل: "نه، زه پوځیان هېڅ ځای ته نه لېږم. که مې غوښتل چې دا کار وکړم، تاسو ته مې نه ویل."

تر دې څو ساعته وړاندې، د رویټرز خبري اژانس د ځینو سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې د ډونالډ ټرمپ اداره منځني ځتیځ ته د زرګونو پوځیانو د لېږلو او د ایران پر ضد د عملیاتو د پراخولو په اړه غور کوي.

د متحده ایالاتو ولسمشر همدارنګه وویل چې هغه د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو څخه غوښتي چې د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو برید ونه کړي او زیاته یې کړه چې نتانیاهو هم له دې غوښتنې سره موافقه کړې ده.

نن جمعه د سعودي عربستان په ګډون په ډیرو اسلامي هیوادونو کې د اختر لومړۍ ورځ ده

نن جمعه د کب یاحوت ۲۹ په سعودي عربستان او ډېرو نورو اسلامي هېوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت پرون پنجشنبې د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې وه.

سعودي عربستان د چهارشنبې په شپه اعلان وکړ چې پنجشنبه د روژې د میاشتې دېرشمه ورځ او جمعه د اختر لومړۍ ورځ ده.

د هغو هیوادونو په ډله کې چې نن جمعه یې د کوچیني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې، متحده عربي امارات، بحرین، قطر، کویت، یمن، لبنان او عراق او همدارنګه فلسطیني اداره شامل دي.

د تیلو او ګازو بیه یوځل بیا لوړه شوه

دمارچ په اتلسمه په نیویارک کې د اسهامو د تبادلې د بازار د شمیرو مانیټور ،
دمارچ په اتلسمه په نیویارک کې د اسهامو د تبادلې د بازار د شمیرو مانیټور ،

منځني ختیځ کې د انرژۍ په تاسیساتو له بریدونو وروسته په نړیوالو بازارونو کې دتیلو بیه لوړه شوه.

د پنجشنبې په سهار اروپا کې د مالي بازارونو له پرانیستلو سره سم د یوې بوشکې خامو تیلو بیه ۵ سلنه لوړه او ۱۱۴ ډالرو ته ورسیدله.

دا په تیره یوه اونۍ دتیلو ترټولو لوړه بیه ده . دتیلو بیه د جګړې د پیل په لومړیو ورځو کې ۱۲۰ ډالرو ته لوړه شوې وه .

اروپا کې د ګازو بیه هم د پنجشنبې په ورځ ۳۵ سلنه لوړه او ۷۴ ډالرو ته ورسیدله.

د پارس جنوبي په تاسیساتو باندې داسرائیل له برید وروسته ، ایران دخلیج د څو هیوادونو دتیلو په تصفیه خانو بریدونه وکړل چې لدې جملې قطر کې د راس لفان تاسیساتو ته چې په نړۍ د مایع ګاز ترټولو لوی هغه دي پراخ زیان اوښتی دی.

دغو بریدونو د انرژۍ دتامین په برخه کې نوې اندیښنې رامینځ ته کړې.

اسرائیل ایران باندې د بریدونو لمن پراخه کړه

اسرائیل تیره شپه په ایران د خپلو بریدونو ساحه پراخه کړه او وايي چې دهیواد په شمال کې یې هوايي بریدونه کړي دي>

اسرائیلي رسنۍ وايي کسپین سمندرګي کې ایراني جنګي بیړۍ ویشتل شوي دي.

اسرائیلي ځواکونو په فارس خلیج کې د ایران د انرژۍ په زیربناوو هم بریدونه کړي دي.

په ځواب کې یې ایران په خلیج کې د عربي هیوادونو د ګازو او تیلو په تاسیساتو بریدونه کړي.

د بریدونو د لمنې پراخیدو سره ایران دا ګواښ هم کړی دی چې جګړه کیدای شي له کنټروله بهر شي.

د فبروري په ۲۸ مه د جګړې دپیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې اسرائیلي ځواکونه د ایران په شمال کسپین سمندرګې کې بریدونه کوي ، مخکې یې اکثر بریدونه په تهران ، د ایران په منځنۍ برخه، او ددغه هیواد په لویدیځو سیمو متمرکز وو.

اسرائیلي رسنۍ وايی د کسپین سمندرګې په ساحلي "بندر انزلي" ښار کې دایران د سمندري ځواکونو بیړۍ په نښه شوي دي.

دغه رپوټونه په سملاسي توگه تایید شوي نه دي او د بریدونو د اغیزو په هکله هم معلومات نه دي ترلاسه شوي .

په افغانستان کې نن، په سعودي کې د جمعې په ورځ د اختر لومړۍ اعلان شوه

په داسي حال کې چې سعودي عربستان تېره شپه اعلان وکړ چې سبا اختر نه دی او بله ورځ به احتر وي، د طالبانو سترې محکمې بېګا وویل چې نن (پنجشنبه) اختر دی.

سعودي عربستان، چې د افغانستان په شمول یو شمېر هیوادونه ورسره هممهاله اختر کوي، بېګاه وویل چې شوال میاشت ونه لیدل شوه نو نن د روژې دېرشمه ده او سبا به د اختر لومړۍ وي.

د امریکا ولسمشر وايي، په ایران کې د پوځي عملیاتو پای ته رسولو ته لا چمتو نه دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې متحده ایالات لا هم په ایران کې د پوځي عملیاتو د پای ته رسولو لپاره چمتو نه دي، خو په ډېر نژدې راتلونکي کې به عملاً له دې جګړې څخه ووځي.

د امریکا ولسمشر چې د سې‌شنبې په ورځ د ایرلنډ له صدراعظم میشل مارتین سره په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره خبرې کولې، د امریکا او اسرائیل د جګړې د پای لپاره کومه مشخصه نېټه ونه ښوده.

ټرمپ وویل، د ایران موضوع په اصل کې په دوو یا درېیو ورځو کې تر ډېره پای ته ورسېده، ځکه چې د هغه سمندري ځواک نژدې سمدستي له منځه ولاړ او وروسته یې هوايي ځواک هم وځپل شو.»

د امریکا ولسمشر وویل چې ایران «یو وخت ډېر بریالی و، خو اوس داسې هېواد دی چې د وېرې په وسیله اداره کېږي»، او زیاته یې کړه: «تمه ده چې بېرته یو پرمختللی او ښه هېواد شي.»

ټرمپ دا هم وویل چې د ایران پر وړاندې جګړه «په ډېر ځواک» او «له پلان څخه مخکې» روانه ده، امریکا ښه فعالیت کړی او د ایران د حکومت وضعیت «ښه نه دی»، او حتی دا هم روښانه نه ده چې له چا سره باید خبرې وشي.

اسراییل؛ د ایران د استخباراتو وزیر اسماعیل خطیب وژل شوی

د ایران د استخباراتو وزیر اسماعیل خطیب د ایران له ولسمشر معسود پژشکان سره
د ایران د استخباراتو وزیر اسماعیل خطیب د ایران له ولسمشر معسود پژشکان سره

د اسراییلو د دفاع وزیر وايي،" د ایران د استخبارات وزیر اسماعیل خطیب د پرون شپې په بریدونو کې وژل شوی دی".

تراوسه ایراني چارواکو په دې اړه څه ویلي نه دي.

اسراییل کاتز نن چهارشنبې ویلي،" د ایران او حزب الله پر وړاندې جګړه نوې مرحلې ته داخلیږي او په ټولو جبهوو کې به مهم او ناڅاپي بریدونه وشي".

د کاتز په ټکو، د اسراییلو صدراعظم او پوځ له تایید وروسته اجازه لري چې لوړپوړي ایراني چارواکي په نښه کړي.

که چیرته د اسماعیل خطیب وژنه تایید شي، په دې سره به د هغوو لوړپوړو ایراني چارواکو شمیر ۴۰تنو ته پورته شي چې د اسراییلو او امریکا په بریدونو کې په نښه او وژل شوي دي.

عراقي چارواکي؛ د کرکوک سیمې د خام تیلو صادرات د جیهان بندر له لارې ترکیې ته پيل شوي

عراق وايي، د کرکوک سیمې د خام تیلو صادرات يې د جیهان بندر له لارې ترکیې ته پيل کړي.

عراقي چارواکو نن چهارشنبې د (مارچ۱۸مه) ویلي،" د کرستان له خودمختاره حکومت سره یې له هوکړې وروسته د کرکوک سیمې د خام تیلو صادرات چې په ورځینې ډول به ۲۵۰ زره بیله وي، ترکیې ته پیل کړي دي".

عراق دا پریکړه وروسته له هغه وکړه چې د ایران له خوا د هرمز تنګي تړل کیدو سره د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې په بې سارې کچه لوړې شوي دي.

د عراق په شمال کې د تیلو دولتي شرکت "نورث اویل" اعلان کړی چې د کرکوک د تیلو لیږد هغه پاین لاین ته چې د کردستان له سیمې تیریږي بیا پیل شوی دی.

دغه پاین لاین د مدیترانې په ساحل کې د ترکیې جیهان بندر سره وصلیږي او د عراق د تیلو د صادراتو لپاره یوه له مهمو لارو څخه ده.

له دې مخکې عراق د هرمز تنګي له لارې په ورځیني ډول ۳،۵میلیونه بیل تیل صادرول.

عراقچي؛ له امریکا او اسراییلو سره په اوربند باور نه لرو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، له امریکا او اسراییلو سره په اوربند باور نه لري.

هغه چې نن سهار چهارشنبې له الجریز تلویزیونې شبکې سره خبرې کولې وویل،"موږ له امریکا او اسراییلو سره په اوربند باور نه لرو، موږ د جګړې په پایته رسیدو باور لرو، هغه هم داسې پای چې په ټولو جبهوو کې وي".

له دې وړاندې د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ویلي وو،" له اوربند سره مخالف یو، خو جګړه باید داسې پایته ورسیږي چې ورسره په ایران او سیمه کې هر ډول تهدید له منځه لاړ شي".

عراقچي د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني وژنې ته په غبرګون کې وویل،"د ایران د اسلامي جمهوریت جورښت په کافي اندازه کلک دی او د " یو کس شتون او نه شتون" پر اغیز کولی نشي".

ایراني رسنیو پرون سه شنبې تایید کړه چې علي لاریجاني د اسرایلو په بریدونو کې وژل شوی دی.

بل پلو، اسراییلي رسینو خبر ورکړی چې نن سهار د ایران په توغندیزو بریدونو کې دوه کسان وژل شوي دي.

نژدې درې اونۍ کیږي امریکا او اسراییلو پر ایران بریدونه پیل کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG