د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۴۶

نړۍ

فرانسس د کرونا د دورې کرسمس د جشن په مناسبت مذهبي مراسم پرځای کړل

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسس په واتیکان کې
د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسس په واتیکان کې

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسس پرون د ډسمبر په ۲۴مه نېټه په واتیکان کې د کرونا د دورې کرسمس د جشن په مناسبت مذهبي مراسم پرځای کړل او ویې ویل چې خلک باید له بې وزلو کسانو سره مرسته وکړي ځکه عیسی (ع) هم په بې وزلۍ کې زېږېدلی و.

د کرسمس جشن هېڅکله داسې نه و، نمانځل شوی ځکه سږکال د کرونا د وبا د سرایت د مخنیوي لپاره په واتیکان کې د سېنټ پیټرز په کلیسا کې له سلو لږ کسان او د بېلابېلو مذهبي رتبو لرونکي محدود کسان حاضر و.

په نورو کلونو کې به کرسمس د دې کلیسا په یوه ځانګړي برخه کې، په روم کې د دېره ډیپلوماټانو او شااوخوا لس زره کسانو په ګډون نمانځل کېدل.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

 د امریکا مشهور سیاستوال او د کانګرس غړی لینډسي ګراهام ومړ.

د امریکا مشهور سیاستوال او د کانګرس جمهوري غوښتونکی غړی لینډسي ګراهام پرون ماښام د ۷۱کالونو په عمر ومړ.

د هغه د رسنیو دفتر نن یکشنبې د یو بیان په خپرولو سره ویلي،" ګراهام پرون ماښام د یوې لنډې او ناڅاپي ناروغۍ له کبله ومړ".

ګراهام د امریکا په بهرني سیاست کې اغیزمن کس و چې د افغانستان په مسایلو کې يې فعاله ونډه درلوده.

هغه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتو له پریکړې سره مخالف و او په ځلونو يې د دغو ځواکونو د وتلو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی و.

هغه د ایران کلک مخالف او د ټرمپ له نژدې کسانو څخه و.

د ایران او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو په هرمز تنګي کې په خوندي ډول د کشتیو د تګ راتګ پر میکانیزمونو خبرې وکړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي چې د عمان د بهرنیو چارو له وزیرسره په کتنه کې یې د هرمزتنګي له لارې په خوندي ډول د کشتیو د تګ راتګ د مناسبو میکانیزمونو په اړه نظریات تبادله کړل. د رویترز د راپورله مځې هغه دا خبره د شنبې په ورځ پرخپل ټلګرام چینل کې کړې خو په دې اړه یې نورجزیات ندي ورکړي. د ایراني رسنيو د راپورله مخې نوموړی د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ د شنبې په ورځ عمان ته د دې لپاره تللی چې د هغه هیواد له چارواکو سره د سیمې، په ځانګړې ډول د هرمز تنګي د وضعیت په اړه خبرې وکړي.

تردې سفریوه ورځ مخکې بلومبرګ راپورورکړی و چې عمان له هغو کشتیو د فیس اخیستو سره چې د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ کوي، خپل کلک مخالفت ملګروملتونو ته وړاندی کړی دی. د ایران او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې له مخې به ایران او عمان دواړه د هرمزتنګي له لارې د کشتیو تګ راتګ تنظیموي.

د اسراییل او لبنان د هوکړې له مخې یوه امریکایي پوځي پلاوي د لبنان پوځ ته د یوشمیر جنوبي سیمو د کنټرول د لیږد په اړه خبري وکړې

آرشیف
آرشیف

د امریکا د پوځ یوه پلاوي د لبنان په پلازمینه بیروت کې د دې هیواد د پوځ له چارواکو سره په کتنه کې د اشغال شوې سیمې له یوې «ازمایښتي سیمې» څخه د اسرائیلي ځواکونو د وتلو د عملي کولو پر څرنګوالي خبرې وکړي. دا خبره د لبنان یوه پوځي چارواکي د شنبې په ورځ فرانسپرس خبري آژانس ته وکړه. د امریکا په منځګړیتوب د لبنان او اسراییل ترمنځ د تیرې میاشتې د هوکړې له مخې به اسراییل په تدریجي ډول د لبنان په جنوب کې له هغو سیمو څخه خپل ځواکونه باسي، چې هلته یې د ایران له ملاتړ څخه برخمنې شیعه ډلې، حزب‌ الله، پر ضد ځای پر ځای کړي وو.

د دغې هوکړې د یوې برخې په توګه، د لبنان پوځ به چې له اوږدې مودې راهیسې یې واک محدود دی، د دوو کوچنیو ازمایښتي سیمو بشپړ کنټرول په غاړه واخلي.

د دغه چارواکي په خبره د امریکا مرکزي قومندانۍ سینټکام به له دواړو هیوادونو سره د دغو سیمو د کنټرول د لیږد چاري همغږي کوي.

دغه هوکړه چې حزب الله ردکړې اسراییل مکلف نه بولي چې د ځواکونو د ایستلو لپاره مهالویش وټاکي او اسراییلي چارواکو ویلي چې ځواکونه به یې د لبنان د خاورې لس کیلومتره دننه هغو سیمو کې چې د حزب الله وسله وال فعال دي، امنیتي زون کې پاتې شي.

ایران وایي، د امریکا د بریدونو د دوام په صورت کې به شوې هوکړې ژمن پاتې نشي

ایران د شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که د امریکا متحده ایالات پر ایران خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، تهران به له واشنګټن سره د لاسلیک شوي تفاهم‌ لیک عملي کولو ته نور ځان ژمن ونه ګڼي.

د ایران حکومت ته نږدې رسنیو د راپور له مخې دا خبره په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیرسعید ایرواني کړې ده.

د ایران او امریکا ترمنځ دغه تفاهم ‌لیک د غبرګولي په ۲۵مه لاسلیک شوی، خو تېره اوونۍ دواړو خواوو د هرمز تنګي په تړاو پر یو بل پراخ بریدونه ترسره کړل. دغو تازه بریدونو هغه مذاکرات له ګواښ سره مخ کړي، چې د همدې تفاهم ‌لیک په چوکاټ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه دایمي حل د موندلو په موخه پلان شوي وو.

د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره به خبري دوام ومومي خو په عین حال کې یې هغه د وخت ضایع کول وبلل.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه: په ټوله نړۍ کې یو میلیون ښځې خدمتونو ته له لاسرسي بې برخې دي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، د بودیجې د کمښت له کبله په ټوله نړۍ کې څه باندې یو میلیون ښځې ژوند ژغورونکو خدمتونو ته له لاسرسي بې برخې شوي دي.

دغې ادارې پرون جمعه د (جولای لسمه) پر خپلې ایکس پاڼې د یو راپور په خپرولو سره ویلي،" د بشري مرستو کمښت د ښځینه بنسټونو فعالیتونه محدود یا درولي دي".

د دې ادارې په ټکو،"د افغانستان په ګډون د نړۍ په جګړه ځپلو هېوادونو کې د سروې شویو څه باندې ۸۰۰ ښځینه بنسټونو نژدې نیمايي يې ښايي د بودیجې د نشتوالي له کبله په یوکال کې دننه په دایمي یا موقتي توګه وتړل شي".

له دې مخکې ملګرو ملتونو په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو د نه لاسرسي په اړه راپورونه ورکړي.

دغې ادارې خبرداری ورکړی چې د بودیجې کمښت به د دې سبب شي چې د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې په زرهاوو ښځې له روغتیايي خدمتونو بې برخې شي.

ایران ته د امریکا د نن ورځې مهلت او د ولسمشر ټرمپ د پراخو بریدونو ګواښ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ایران ته د امریکا د نن ورځې مهلت او د ولسمشر ټرمپ د پراخو بریدونو ګواښ؛

د هرمز تنګي په شاوخوا کې د تاوتریخوالي له زیاتیدو سره هممهاله، د امریکا متحده ایالاتو ایران ته د نن شنبې ورځې تر پایه مهلت ورکړی چې په دغه سمندري لاره کې د سوداګریزو بیړو خوندي تګ راتګ تضمین کړي.

په عین حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي عمان ته تللی څو د دغه هېواد له چارواکو سره په هرمز تنګي کې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړي.

په هرمز تنګي کې د بیړو د خوندي تګ راتګ مسله وروسته له هغه یو ځل بیا راپورته شوه چې د تیرې پنجشنبې په ورځ د عمان په اوبو کې پر څو بیړو بریدونه وشول.

بل پلو، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته ګواښ کړی که د ده د ترور هڅه وکړي نو پراخ بریدونه به پرې وکړي.

هغه پر خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشل کې لیکلي،" زر توغندي چمتو دي او د ایران اسلامي جمهوریت په لور هدف ته ګرځول شوي دي او که د امریکا د ولسمشر د ترور په تړاو د ایران د حکومت ګواښ عملي شي، نو زرګونه نور توغندي به هم سملاسي ورپسې وتوغول شي.''

د ټرمپ په خبره،"د امریکا پوځ چمتو دی چې د ایران ټولې سیمې په بشپړه توګه ویجاړې کړي".

هغه د خپل پیغام په پای کې لیکلي،"ځانګړې ستاینه د الله لپاره ده".

دا ګواښ وروسته له هغې دی چې وال سټریټ ژورنال او سي ان ان د اسراییلي استخباراتو په حواله راپورونه ورکړل چې ایران د ولسمشر ټرمپ د ترور پلان لري.

امریکايي چارواکو ویلي، د اسراییلو د استخباراتو دغه معلومات په خپلواکه توګه تاییدولی نشي.

ایراني چارواکو له دې مخکي د ټرمپ د ترور د پلان جوړونې تورونه رد کړي وو.

دنړیوال جام په یوه مهمه لوبه کې نن هسپانیه او بلجیم سره مخامخ کیږي

د هسپانیې د فوټبال ټیم ، ارشیف
د هسپانیې د فوټبال ټیم ، ارشیف

د هسپانیې د فوټبال ملي لوبډله نن جمعه د نړیوال جام د کوارټر فاینل په پړاو کې د بلجیم له ملي لوبډلې سره مخامخ کېږي.

دا لوبه د امریکا د کالیفورنیا ایالت د اینګلووډ په ښار کې ترسره کېږي.

د دې سیالۍ ګټونکې لوبډله به د راتلونکې سې شنبې په ورځ په نیمه پایلوبه کې د فرانسې له ملي لوبډلې سره لوبه وکړي.

د فرانسې ملي لوبډلې د پنجشنبې په ورځ مراکش ته ۲-۰ ماته ورکړه اونیمه پایلوبې ته ووتله.

همدارنګه، ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ ناروې او انګلستان د کوارټر فاینل په بلې لوبه کې سره مخامخ شي، او د ارجنټاین او سویس ترمنځ سیالي د یکشنبې ورځې لپاره ټاکل شوې ده.

دایران په جنوب کې دنویو چاودنو غږاوریدل شوی؛ عمان وايي هرمز تنګي کې حق العبور لګول نه مني

د هرمز د تنګي یو انځور
د هرمز د تنګي یو انځور

ایراني رسنیو د پنجشنبې په ماښام ( دچنګاښ ۱۸) د ایران په جنوب کې د بوشهر په شمول په دوو ځایونو کې د نویو چاودنو د اوریدل کیدو خبر ورکړ.

مهر خبري اژانس رپوټ ورکړ چې «څو شیبې مخکې بوشهر او چغادک ښارونو ته نږدې د دوه چاودنو غږ واوریدل شو.«

تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ پر بوشهر او هلته داټومي بټۍ شاوخوا سیمه باندې دامریکايي ځواکونو لخوا بریدونه شوي وو.

ددغه خبر له خپریدو ښکاري چې دایران په جنوب باندې دامریکا د بریدونو د دوام احتمال شته.

په عین حال کې بلومبرګ خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې عمان په رسمي ډول ملګرو ملتونو ته ویلي دي چې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د تګ راتګ پر سر د حق العبور یا محصول اخیستو ملاتړ نه کوي.

پر ایران د امریکا او اسرائیل له برید وروسته، د ایران سپاه پاسداران په خپل لومړي اقدام کې ټولو کښتیو ته خبرداری ورکړ چې که له اجازې پرته د هرمز له تنګي تېرې شي، په نښه به شي.

د جګړې له پیل راهیسې د ایران حکومت څو ځله ټینګار کړی چې د هرمز تنګي اداره په پای کې د ایران او عمان ترمنځ ده، ځکه دواړه هېوادونه د دې مهمې سمندري لارې په شمال او جنوب کې موقعیت لري، او همدوی به د دې د مدیریت او د تګ راتګ د لګښتونو په اړه پرېکړه کوي.

اوس عمان د ملګرو ملتونو اړوند نړیوالې سمندري ادارې ته خبر ورکړی چې د هرمز په تنګي کې د کښتیو څخه د تګ راتګ د فیس اخیستو مخالف دی.

دچین یوه فابریکه کې د اور لګیدنې پیښه کې لسګونه کسان مړه شوي دي

د چین د اطفایي کارکوونکي ، ارشیف
د چین د اطفایي کارکوونکي ، ارشیف

د چین په جنوب ختیځ کې د بوټانو د تولید یوه فابریکه کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي دي.

د چین د دولتي رسنۍ (CCTV) د راپور له مخې، د اور وژنې ځواکونو پرون تر ناوخته پورې هڅه کوله چې اور مهار کړي او هغه کسان وژغوري چې د فابریکې په ودانۍ کې بند پاتې وو.

د یادې رسنۍ رپوټ زیاتوي چې دغه اورلګېدنه د چین د فوجیان ولایت د جین‌جیانګ ښار په یوه فابریکه کې رامنځته شوې ده.

رویټرز خبري اژانس پنجشنبې د دې پېښې د قربانیانو شمېر ۲۸ تنه راپور کړی، خو اټکل کېږي چې د مړو شمېر نور هم زیات شي.

د رسمي شمېرو له مخې، په جین‌جیانګ ښار کې زرګونه فعالو شرکتونو په ۲۰۲۴ میلادي کال کې له ۱.۲ میلیاردو څخه زیاتې جوړې بوټان تولید کړي وو، چې د نړۍ د بوټانو د ټول تولید شاوخوا ۲۰ سلنه جوړوي.


ایراني چارواکي وايي د امریکا د بریدونو له امله ۱۴ کسان وژل شوي

ایران کې هدف ګرځېدلې سیمه
ایران کې هدف ګرځېدلې سیمه

د ایران د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په دغه هېواد د امریکا د دوو وروستیو ورځو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۷۸ نور ټپیان دي.

د دغه وزارت د عامه اړیکو مشر حسین کرمانپور ویلي نن ویلي چې امریکایي ځواکونو تر اوسه د ایران پنځه ولایتونه هدف ګرځولي.

د هغه په خبره ۴۷ ټپیان لا هم په روغتونو کې دي او نور پاتې تر لومړنیو درملنو وروسته رخصت شوي.

دغه چارواکي ونه ویل چې په مرګژوبلو کې پوځیان هم شامل دي که نه.

تر دې مخکې د ایران پوځ د اتو عسکرو او سپاه د یوه غړي د وژل کېدو خبر ورکړی و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG