د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نوی نوملړ اعلان شو


د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نوی نوملړ
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نوی نوملړ

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د فوټبال ملي لوبډلې نوی نوملړ اعلان کړ.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن ازادي راډیو ته وویل، د لوبغاړو دغه نوملړ په تمریني کمپ کې د ګډون په هدف اعلان شوی.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نوی نوملړ
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نوی نوملړ

نوموړي وویل چې یاد ٩ ورځنی تمریني کمپ د ٢٠٢٠ کال د ډسمبر له ٢١مې تر ٣٠مې نېټې په اماراتو کې ترسره کېږي.

ښاغلی مشعوف وایي، په دغه تمریني کمپ کې ٢٤ لوبغاړي ګډون کوي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د نړیوال جام او اسیایي جام سیالیو په دوام کې په ترتیب سره د مارچ په میاشت کې بنګله‌دېش او عمان ته ولاړه شي.

XS
SM
MD
LG