افغانستان
افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ برخه کې نوی تړون لاسلیکوي
ټاکل شوې چې افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ په برخه کې نوی تړون لاسلیک کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وياند فواد احمدي نن شنه (د لېندۍ ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې د دې تړون له لارې به د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ کې اسانتیاوې رامنځته شي.
نوموړي وویل چې دا مهال دواړه خواوې د یو تړون په ترتیب بوخت دي، څو د دواړو هېوادونو په اتمه ناسته کې لاسلیک شي.
د چارواکو په خبره چې د دې تړون له لاسلیک سره به افغانستان له مرکزي اسیا او پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې له ګڼو اسانتیاوو برخمن شي.
افغان چارواکي وايي چې پاکستان ورسره یو ځل بیا د سوداګريزو ستونزو د هواري ژمنه کړې هغه ژمنه چې د دوی په وينا مخکې هم په وار- وار ورسره شوې خو عمل پرې نه دی شوی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په هرات ولایت کې د یوې ماشومې د قتل په تور یوه ښځه نیول شوې ده
په هرات ولایت کې د طالبانو د امینه قوماندانۍ ویاند وايي، په دې ولایت کې یوه ښځه د یوې ماشومې د قتل په تور نیول شوی دی.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس نن شنبې د دې قومندانۍ د ویاند سید مسعود حسیني په حواله راپور ورکړی چې نیول شوې ښځه د یو نیم کلنې ماشومې پر قتل تورنه ده.
د امنیې قومندانۍ په ټکو، دې ښځې د څیړنو پرمهال پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
له دې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې د یونیم کلنې ماشومې عکس خپور شوی و او ادعا کېده چې هغه د یوه کور د خدمتګارې له خوا د کور له پنځم منزله لاندې غورځول شوې ده.
د راپورونو له مخې دا پېښه د تیرې پنجشنبې په ورځ د هرات ولایت د فامیلو د قول اردو په سیمه کې شوې ده.
د حسیني په وینا، نیول شوې ښځه د کور خدمتګاره وه او د لومړنیو څیړنو له مخې د کور له خاوند سره يې پر ځینو مسایلو اختلافات رامنځته شوی وو.
د هرات ولایت امینه مندانۍ ویلي چې په دې اړه څیړنې روانې دي.
د بښنې نړیوال سازمان د یوه حقوقي سازمان د شپږو کارکوونکو د خوشي کیدو غوښتنه کړې
د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د یوه حقوقي سازمان د شپږو کارکوونکو د ژر تر ژر خوشي کیدو غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان پرون جمعه پر خپلې ایکسپاڼې له طالبانو غوښتي چې د ښځو او ماشومانو د حقونو د څیړنو د یو سازمان نیول شوي کارکوونکي ازاد کړي.
د بښنې د نړیوال سازمان وړاندې ویلي، دغه کسان د جولای له ۱۸مې راهیسې په خپل سري توګه نیول شوي او په توقیف کې دي.
له دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ هم د دغو شپږو کسانو د خوشي کیدو غوښتنه کړې وه.
طالبانو تراوسه د دې کسانو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.
کویټ له افغانستان سره دوه نیم میلیونه ډالره بشري مرسته اعلان کړې
د عربي هېوادونو د اقتصادي پراختیا لپاره د کویټ وجهي صندوق په افغانستان او سوریه کې د بشري پروګرامونو د ملاتړ په موخه پنځه میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا د جمعې په ورځ د (اګست ۷ مه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،"د دغو پیسو دوه نیم میلیونه به افغانستان ته ورکړل شي".
دا بشري مرسته د اوچا له خوا په افغانستان کې ویشل کیږي.
ریچارډ بېنیټ د یو حقوقي سازمان د شپږو کارکوونکو د خوشي کیدو غوښتنه وکړه
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورورکونکی ریچارډ بېنیټ د یو حقوقي سازمان د شپږ کارکوونکو د خوشي کیدو غوښتنه کړې ده.
بېنیټ د جمعې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي،"۲۱ ورځې کیږي چې د ښځو او ماشومانو د څیړنې د یوه سازمان شپږ کارکوونکي نیول شوي دي".
د هغه په ټکو،" دغه ډول نیونو اندېښمن کړی دی".
بېنیټ له طالبانو غوښتي چې دغه شپږ کسان ژر تر ژر راخوشي کړي.
طالبانو تراوسه د دې کسانو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.
ازادي جبهه د کابل په هوايي ډګر د برید ادعا کوي
د "افغانستان د ازادۍ دجبهې" په نامه د طالبانو یوه مخالفه وسله واله ډله د پنجشنبې په ماښام د کابل په هوايي ډګر د برید ادعا کوي.
دغې ډلې د جمعې په ورځ خپل ویبسایټ کې د خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې دپوځي ترانسپورت په برخه یې هدف لرونکی توغندیز برید کړی دی.
د خپلواکو منابعو لخوا ددغې ادعا تایید یا رد ترلاسه کول ګران دي. دطالبانو سرچینو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. خو تیرماښام کابل کې د چاودنو غږونه رپوټ شوي دي.
افغان ایواک د افغانانو لپاره د لنډمهالي خوندیتوب وضعیت (TPS) د طرحې هرکلی کوي
د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټ، افغان ایواک، د امریکا په کانګرس کې د افغان وګړو لپاره د لنډمهالي خوندیتوب وضعیت (TPS) د طرحې د وړاندې کېدو هرکلی کړی دی.
دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ، د زمري ۱۵مه، په خپلې اېکس (X) پاڼه کې ویلي چې د امریکا د استازو جرګې یو شمېر غړو، د جېسن کرو، ډان بېکن، سام لیکارډو او ماریا سالازار په ګډون، د «د ۲۰۲۶ کال د افغان وګړو د لنډمهالي خوندي وضعیت قانون» په نوم یوه طرحه وړاندې کړې چې موخه یې په امریکا کې د افغانانو قانوني وضعیت ته مستقیمه پاملرنه ده.
د اعلامیې له مخې، که دا طرحه تصویب شي، نو د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې به د شرایطو وړ افغان وګړي له امریکا څخه نه ایستل کېږي. همدارنګه، د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو اداره (USCIS) به مکلفه وي چې د دې پروګرام اړوند غوښتنلیکونه په اعظمي توګه د ۹۰ ورځو په موده کې وڅېړي او وروستۍ پرېکړه پرې وکړي.
افغان ایواک وايي، د دې طرحې تصویب به په ځانګړي ډول د هغو افغانانو د ایستلو مخه ونیسي چې په ۲۰۲۱ کال د افغانستان د تخلیې پر مهال امریکا ته لېږدول شوي دي.
د یاد کال د اګست په میاشت کې د کابل له هوايي ډګر څخه د بېړنۍ تخلیې پر مهال شاوخوا ۷۹ زره افغانان امریکا ته ولېږدول شول، او وروسته هم زرګونه نور افغانان د انتقال او بیا مېشتېدو د پروګرامونو له لارې دغه هېواد ته داخل شول.
یونېسف: افغانستان کې د میندو روغتیا د ماشومانو روغتیا سره برابره ده
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونېسف) کوچنیانو ته د مور د شیدو ورکولو لپاره میندو ته د ښځینه روغتیاپالانو د لارښوونو په اهمیت ټینګار کوي.
یونېسف د مور په شیدو د تغذیې د نړیوالې اوونۍ په مناسبت دا هم وايي چې د میندو روغتیا د ماشومانو روغتیا سره برابره ده.
د ملګرو ملتونو دغه اداره د مېرمنو د تغذیې او د زېږون دمخه دوی ته د اړینې پاملرنې په اهمیت هم ټینګار کوي.
هر کال د اګسټ میاشتې لومړۍ اوونۍ د مور په شیدو د تغذیې د نړیوالې اوونۍ په توګه نمانځل کېږي چې هدفیې د ماشومانو او نویو زېږېدلو د ودې او روغتیا لپاره د مور د شیدو حیاتي رول ته پاملرنه را اړول دي.
د راستنېدونکو کړکېچ؛ ۲.۷ میلیونه کسان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ دفتر ( اوچا) وايي سږکال هېواد ته راستانه شوي ۲.۷ میلیونه کسان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
اوچا وايي کډوال خپل هېواد ته په ستنېدو سره نوی ژوند پیلوي چې د خوندي سرپناه، معیشت، تعلیم او روغتیايي خدماتو په برخو کې عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
ملګري ملتونه وايي د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې تقریباً ۶ ملیونه افغانان له ګاوڼدیو هېوادونو، پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.
د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ دوهمه لوبه د جمعې په ورځ ترسره کېږي
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د ۵ یو ورځنیو لوبو دوهمه لوبه د جمعې په ورځ ترسره کېږي.
د دغې لړۍ لومړنۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ د باران له کبله بېنتیجې اعلان شوه.
ټاکل شوې ده چې دغه لوبلړۍ د اګسټ تر ۱۴مې دوام وکړي.
بلخوا، د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د پنجشنبې په ورځ تایلنډ کې د کانټیننټل جام په سیالیو کې خپله وروستۍ لوبه کې د نیوزیلنډ ټیم ته ۶-۱ ماته ورکړه او له سیالیو بهر شو.
د افغانستان ټیم له دې مخکې په دغو سیالیو کې د تایلنډ، ویتنام او روسیې په وړاندې دوه ماتې او یوه تساوي درلوده.
نن د افغانستان په ۷ولایتونو کې د تیز باران او سیلونو د راوتو اټکل شوی
نن پنجشنبې د افغانستان په ۷ولایتونو کې د تیز باران او سیلونو د راوتو اټکل شوی.
د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا کې د تیز باران او له کبله يې د سیلونو د راوتو اټکل کړی دی.
په اعلامیه کې په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو، سوېلي او لویدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو پېښېدو وړاندینه هم شوی دی.
وروستیو بارانونو او سیلونو د افغانستان په خیتځو ولایتونو کې په لسهاوو کسان مړه او خلکو ته په میلیونو افغانیو تاوان ورسوه.