د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

باز محمد مبارز: وروستۍ لوبه کې مې حق خوړل شوی


د ګډو رزمي لوبو افغان لوبغاړی باز محمد مبارز
د ګډو رزمي لوبو افغان لوبغاړی باز محمد مبارز

د ګډو رزمي لوبو افغان لوبغاړي باز محمد مبارز ویلي چې په وروستۍ لوبه کې د ده حق خوړلی شوی دی.


هغه دا خبره پرون جمعه (د لېندۍ ۲۸مه) د رزمي لوبو د 'اې.سي.اې' روسي سازمان د یوې لوبې تر بایللو وروسته په خپله فیسبوک پاڼه کړې.

مبارز زیاته کړې چې په دوو رونډونو کې دی ښه ځلیدلی او ریفریانو دی په کوم معیار بایلونکی بللی دی؟

بازمحمد مبارز پرون شپه له یوه روسي – ازبکستاني لوبغاړي ګومزیاکوف سره د مسکو په کوربه توب په یوه لوبه کې مخ شوی و چې د کمو نمرو په تفاوت یې وبایلله.

په دوو لومړیو رونډونو کې بازمحمد خپل حریف څو واره په ځمکه وواهه، خو دی هم څه ناڅه سوکان ولګېد او همدا لامل شو چې لوبه په کمو نمرو د هغه د سیال په ګټه اعلان شي.
دا د بازمحمد مبارزه شپاړسمه مسلکی لوبه وه.

دی اوس لس بریاوې او شپږ ماتې په خپل ریکارډ کې لري.

XS
SM
MD
LG