د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۸ مرغومی ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۴۱

خبرونه

د شاه پسند عمر جنازه خاورو ته وسپارل شوه

شاه پسند عمر

د افغانستان د تجربه کار ژورنالست او فرهنګي شخصیت شاه پسند عمر جنازه نن جمعه په مسکو کې خاورو ته وسپارل شوه.

شاه پسند عمر چې د ډسمبر میاشتې له لومړیو ناروغ و، د پنج شنبې په ورځ یې د ورپېښې ناروغۍ له کبله ساه ورکړه.

ارواښاد عمر کلونه مخکې له مسکوه د ازادۍ راډیو د خبریال په توګه د فرید عمر په نوم د دغه هېواد پر روانو چارو راپورونه ورکول.

شاه پسند عمر چې حربي ښوونځی یې لوستی و او په مسلکي لحاظ منصبدار و، له لیکوالۍ او ژورنالستیکو فعالیتونو سره یې هم مینه درلوده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

عربستان په قطر کې خپل سفارت بېرته پرانېزي

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فيصل بن فرحان

د سعودی عربستان د بهرنیو چارو وزیر، فیصل بن فرحان وايي، تمه کېږي هېواد یې په راروانو ورځو کې په قطر کې خپل سفارت بېرته پرانېزي.

په ۲۰۱۷م کال کې د سعودي عربستان تر څنګ متحده عرب اماراتو، بحرین او مصر د ټروریزم د ملاتړ په تور له قطر سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې وځنډولې.

قطر چې دغه ډول تورونه رد کړي- ویلي وو، دا اقدام یې د ملي حاکمیت د کمزوري کولو لپاره شوی دی.

سعودي عربستان ۱۱ ورځې مخکې ویلي وو، د امریکا د متحدو ایالتونو په ملاتړ یې د عربي ټولنې د پیاوړتیا او د اختلافاتو د حل لپاره قطر ته یو هیئت لېږلی دی.

سعودي عربستان او قطر اوس د یو بل په وړاندې خپل هوايي حریمونه پرانیستي او ځینې الوتنې له سره پیل شوې دي.

سپاه پاسداران انقلاب د بالستیک توغندیو د توغولو وروستۍ مرحله عملي کړه

آرشیف

د ایران سپاه پاسداران انقلاب نن د جنګي کښتیو-ضد بالستیک توغندیو د توغولو لپاره د خپلو پوځي تمریناتو دویمه او وروستۍ مرحله عملي کړه.

د ایران دولتي نن راپور ورکړی، چې دغه توغندي د هند په سمندر کې پر یوه فرضي هدف ویشتل شوي دي.

په ویډیويي تصاویرو کې ښکاري دوه توغندي پر یوه هدف چې دولتي ټلویزیون د «دښمن فرضي جنګي کښتۍ» بللي، د یو زر او اته سوه کیلومتره په فاصله کې ویشتل شوي دي.

د ایران د دغو پوځي تمریناتو لومړۍ مرحله پرون عملي شوه او دا تمرینات په داسې حال کې کېږي چې د تهران د لانجمن اټومي پروګرام له کبله پر ایران د امریکا فشارونه زیات شوي دي.

په هرات کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله یوه ښځه وژل شوې

آرشیف

په هرات کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې یوه ښځه وژل شوې او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو یوې سرچینې د نوم نه ښوولو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل، د هرات- اسلام قلعه پر لار دا پېښه نن هغه وخت وشوه، چې له سیمې د امنیتي ځواکونو یو کاروان په تېرېدو و.

بلخوا د هرات د روغتیا ریاست ویاند، محمد رفیق شېرزي ازادۍ راډیو ته وویل: "د قدوس اباد سیمې په مربوطاتو کې له پېښې وروسته د ۴ کوچنیانو، ۴ ښځو او ۳ نارینه وو په ګډون ۱۱ ټپیان د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي، له بده مرغه یوه زړه ښځه مړه شوې ده."

د پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

افغان کرکټ ملي لوبډلې په اماراتو کې راتلونکو سياليو ته چمتووالى نیسي

په اماراتو کې د کرکټ ملي لوبډلې تمرینات

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په عربي متحده اماراتو کې د لوبو لپاره چمتوالی نیسي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل، د راشد خان په ګډون افغان کرکټران د ایرلنډ پر وړاندي لوبېدو ته چمتووالی نیسي.

د ښاغلي هوتک په خبره، راشد خان په استرلیا کې د بیګ باش سیالیو کې له ځلېدو وروسته نن عربي متحده اماراتو ته ورسېد.

دا لوبغاړي په دریو نړیوالو پنځوس اوره سیالیو کې چې په پام کې ده، د افغانستان په کوربه توب ترسره شي عربي متحده اماراتو ته تللي دي.

د ښاغلي هوتک په خبره، دا سیالۍ تر راتلونکو پنځو ورځو پورې د ابوظبي شیخ زاید لوبغالي کې ترسره شي.

له دې وړاندې کرکټ بورډ ویلي و، چې د ملي لوبډلې لوبغاړي توپ اچونکي ، قیس احمد، فضل حق، حمزه هوتک او فرید ملک هم عربي متحده اماراتو ته تللي تر څو د ايرلنډ په وړاندې دریو لوبو لپاره چمتووالی ونیسي.

د جرمني محافظه کار ګوند په کلیدي ټاکنو کې خپل نوي مشر وټاکه

ارمین لاشت

د جرمني محافظه کار ګوند، کرسشن ډیموکرات اتحاد په کلیدي انتخاباتو کې ارمین لاشت د خپل نوي مشر په توګه وټاکه.

نن د ګوند د مشرتابه لپاره ټاکنې په داسې حال کې وشوې، چې صدراعظمې انګیلا میرکل ویلي چې د روان کال په وروستیو کې د ګوند له مشرۍ لاس اخلي.

د کریسشن ډیموکرات ګوند د مشرتابه لپاره دغه ټاکنې د جرمني لپاره د یوه حساس کال په پیل کې کېږي، ځکه د روان میلادي په سپټمبر میاشت کې په جرمني کې ملي انتخابات کېږي.

چک جمهوریت د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې سره همکاري کوي

ارشیف، د چک جمهوریت ملي بیرغ

د چک جمهوریت د هوايي چلند اداره د افغانستان د ملکي هوايي چلند له ادارې سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي.

په پراګ کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د همکاریو دغه تفاهملیک له حقوقي اړخه تر کتنې وروسته د افغانستان او چک د سفارتونو له لارې د لاسلیک لپاره چمتو کېږي.

د سفارت په وینا، د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې یو شپږ کسیز پلاوی د یوې اوونۍ لپاره چک ته په سفر کې په دې برخه کې پر همکاریو او تخنیکي ظرفیت لوړولو بحث وکړ.

چک جمهوریت له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې په نظامي برخه کې افغان پیلوټان روزي.

کندهار چارواکي: دامان کې برید؛ ۴ انتحاریان وژل شوي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د کندهار د امنیت امر وايي، په دامان ولسوالۍ کې د ملي امنیت پر ورکشاپ په حمله کې څلور انتحاري حمله کوونکي وژل شوي دي.

جنرال فرید مشعل نن رسنیو ته وویل، په دې پېښه کې چې نن سهار شوې دوه امنیتي پوځيان ټپیان شوي.

هغه وویل: "ځانګړو ځواکونو، کومانډو او د ملي امنیت ځواکونو خپل ګډ عملیات پیل کړل، چې نهه نیمې بجې ته دوی سرکوب شول. مړي یې پر میدان پاتې دي. تحقیقاتي ټیم اخته دی چې د دوی ځای پر ځای کړي ماینونه شنډ کړي، چې دا وخت نیسي."

قاري یوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، د دې حملې مسوولیت منلی او د لسګونو سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا یې کړې ده.

د ملي امنیت شورا: د امریکايي ځواکونو کمښت پر جګړې اغېز نه لري

په افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتیري

د ملي امنیت شورا وايي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر کمېدل د جګړې پر وضعیت کوم تاثیر نه لري.

د امریکا دفاع وزارت پرون جمعه(د مرغومي ۲۶مه) اعلان وکړ چې د پوځیانو شمېر یې ۲۵۰۰ ته راکم شوی دی.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ، نن شنبه(د مرغومي ۲۷مه) رسنیو ته په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "د امریکايي ځواکونو د شمېر لږوالی د افغانستان د جګړې پر وضعیت تر ډېره بریده منفي اغېز نه لري، ځکه په وروستیو کې ۹۶ فیصده جګړه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه کوي."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو میاشتې مخکې ویلي و، په افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو شمېر له ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راکم شي.

جرمني کې 'کریسشن ډیموکراټ ګوند' خپل مشر ټاکي

جرمني کې د کریسشن ډیموکراټ ګوند مشرتابه لپاره د کاندیدانو سیالۍ

د جرمني محافظه کار ګوند، کریسشن ډیموکراټ اتحاد نن شنبه (د مرغومي ۲۷مه) په یوه مهمه رایه اچونه کې د دغه ګوند لپاره مشر ټاکي.

د دغه ګوند د مشرتابه لپاره درې کسان کاندیدان دي چې د انګېلا مېرکل ځای ناستی شي.

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل د جرمني یا المان د محافظه کار کریسشن ډیموکراټ ګوند تر ۱۶ کلنې مشرۍ وروسته غواړي د ګوند له مشرتابه تقاعد شي.

د کریسشن ډیموکراټ ګوند د مشرتابه لپاره دغه ټاکنې د جرمني لپاره د یوه حساس کال په پیل کې کېږي، ځکه د روان میلادي په سېپټمبر میاشت کې په جرمني عمومي انتخابات کېږي.

خبرداری: د کرونا د وېروس نوې بڼه ښايي امریکا کې ډېره خپره شي

د امریکا هغه روغتون چېرته چې د کرونا ناروغۍ درملنه پکې کېږي.

د امریکا یوې روغتیايي ادارې خبرداری ورکړ، د کرونا ویروس نوې بڼه چې اول په بریتانیا کې کشف شوه، ښايي په مارچ میاشت کې په امریکا کې ډېره خپره شي.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي ادارې ویلي، په امریکا کې د کرونا ویروس نوې بڼه د پخوانۍ هغې پر تله دوه برابره ساري ده.

د کرونا ویروس نوې بڼه د امریکا په ۱۲ ایالتونو کې کشف شوې او ورباندې د شپږاویا کسانو د اخته کېدو پېښې ثبت شوي دي.

خو د امریکا د دې روغتیایي ادارې په خبره دا ویروس ښايي په امریکا کې په پراخه پیمانه خپور شوی وي.

کابل او بغلان کې بېلابېلو چاودنو څلور تنه پولیس وژلي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د بغلان په مرکز پلخمري کې یوې چاودنې یو پولیس وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل.

د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوېد بشارت نن شنبه (د مرغومي ۲۷مه) ازادي راډیو ته وویل، چاودنه نن سهار د پلخمري په 'پل معدن' سیمه کې شوې ده.

په بل خبر کې، دوه پولیس په کابل کې د مقناطیسې بم په چاودنه کې ووژل شول.

د کورنیو چارو وزارت تایید کړه چې دا چاودنه نن سهار ۹ بجې د کابل د درېیمې ناحیې په مربوطاتو کې د امنیه قوماندانۍ پر یوه موټر شوې ده.

دغه وزارت وایي، دوه پولیس افسران په دې پېښه کې وژل شوي او بل ټپي شوی دی.

د هلمند ولایتي شورا: موټر بم چاودنه کې ۲ سرتیري وژل شوي

ارشیف، افغان امنیتي ځواکونه په هلمند کې

د هلمند د ولایتي شورا رئیس ادعا کوي چې د وسله والو طالبانو په موټربم چاودنه کې دوه امنیتي ساتونکي وژل شوي دي.

عطا الله جان افغان تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، موتر بم چاودنه پر ۶۰۱ لویه لار د پولیسو پر پوسته شوې ده: "د برید په نتیجه کې دوه امنیتي ساتونکي شهیدان شوي او څلور نور ټپیان شوي دي."

د هلمند امنیتي چارواکو په دې اړه څرګندونې نه دي کړي.

وسله والو طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

۲۰۳ تندر قول اردو: لوګر ۳ وسله وال طالبان وژل شوي

په لوګر کې افغان امنیتي ځواکونه

۲۰۳ تندر قول اردو په لوګر ولایت کې د درېیو وسله والو طالبانو د وژلو ادعا وکړه.

د دې قول اردو ویاند اېمل خان مومند نن شنبه (د مرغومي ۲۷مه) سهار رسنیو ته وویل، ځینو وسله والو غوښتل تېره شپه په بره کي برک ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه پلان کړي.

ښاغلي مومند زیاته کړه: "د هوايي ځواک په مرسته د وسله والو طالبانو د دې پلان د عملي کېدو مخه ونیول شوه، پر دوی برید شوی، په دې هوايي برید کې ۳ ترهګر طالبان وژل شوي او د دوی وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي."

د تندر قول اردو ویاند د افغان پوځیانو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د کندهار والي: دامان کې د دولت تصفیوي عملیات پیل شوي

په کندهار کې افغان امنیتي ځواکونه

د کندهار والي وايي، په دامان ولسوالۍ کې د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد تصفیوي عملیات پیل شوي دي.

دا عملیات وروسته له هغې پیل شول چې نن سهار په دې ولسوالۍ کې د ملي امنیت د موټرو په ورکشاپ کې چاودنه وشوه.

د کندهار والي روح اله خانزاده په دې اړه رسنیو ته وویل: "زموږ د ملي امنیت د موټرو پر ورکشاپ موټربم برید شوی چې ځاني زیان نه لري، ساحه تر کنټرول لاندې ده، تصفیه روانه ده، تر اوسه څلور انتحاري بریدګر وژل شوي دي."

په کندهار کې د شوې پېښې په اړه د دولت کومې مخالفې ډلې تبصره نه ده کړې.

امریکا د ټرمپ تر واکمنۍ لاندې د اعدام وروستی حکم عملي کړ

ولسمشر ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت نن شنبه (د مرغومي ۲۷مه) د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر واکمنۍ لاندې د اعدام دیارلسم او وروستی حکم عملي کړ.

د فډرال ادارې دا حکم په داسې حال کې عملي کېږي چې اټکل کېږي، ټاکلی ولسمشر جو بایډن په امریکا کې د اعدامونو روانه لړۍ بنده کړي.

اعدام شوی کس ډسټین هیګز 'Dustin Higgs' په ۱۹۹۶میلادي کال په مریلنډ ایالت کې د وحشي ژویو په یوه پناهځای کې د درېیو ښځو په وژنه محکوم و.

هېګز له تېرې اوونۍ درېیم کس دی چې د وژونکو زهرو پېچکاري ورته کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG