د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

ویک مجله: ملا منصور له وژل کېدو مخکې پاکستان کې د ژوند بیمه اخیستې وه


ملا اختر محمد منصور
ملا اختر محمد منصور
  • ګلف ټوډې

ګلف ټوډې خپرونې افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په اړه یو مطلب خپور کړی او په‌کې لیکل شوي دي، یوازې پلازمېنه کابل کې پرون یوې چاودنې او ډزو درې کسان ووژل.

په مطلب کې لیکل شوي، دا پېښې یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې همدې ښار کې پر هوایي دګر او شاوخوا سیمو یې د هاوانونو بریدونو ښار ولړزاوه.

د مطلب لیکوال ویلي، د تاوتریخوالي دا پېښې نوې نه‌دي او په خبره‌یې په داسې حال کې زیاتې شوي چې افغان دولت او طالبان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې هڅې کوي.

حکومت د داسې بریدونو پړه پر طالبانو اچوي، خو د ګلف ټوډې په باور داعش وسله‌وال د دغو بریدونو تر شا دي او په خبره‌یې داعش پر اعماق وېب‌پاڼه د دغه توغندیز برید مسؤلیت منلی.

ګلف ټوډې د مطلب په پای کې لیکي، داعش هغه وسله‌واله ډله ده چې طالبانو د افغانستان په ختیځ کې ورسره خونړۍ او سختې جګړې وکړې.

  • پاکستان ابزرور

پاکستان ابزرور خپرونې بیا د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې له‌خوا پر تصویب شوي کلني پرېکړه‌لیک یوه لیکنه خپره کړې.

پرېکړه‌لیک کې د افغانستان جګړه‌ییز حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی او په‌کې راغلي چې د دغه وضعیت د ښه کېدو او د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره به نړیوال له افغانستان سره مرسته کوي.

په لیکنه کې د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان د سفیر منیر اکرم خبرې را اخیستل شوي چې ویلي یې دي، افغانستان کې د سولې مخالفو کړیو ته باید موقع ورنه‌کړل شي چې د سولې د بریا خنډ شي.

منیر اکرم د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خبرو کې نه‌دي ویلي چې د افغانستان د سولې مخالفې کړۍ کومې دي.

له دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم د ورته کړیو د موجودیت خبره کړې وه.

  • ویک مجله

له هندوستانه خپرېدونکې (ویک مجلې) بیا د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور په اړه یوه لیکنه خپره کړې چې په‌کې راغلي، ملا منصور د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې برید کې له وژلو مخکې پاکستان کې د ژوند بیمه اخیستې وه.

په لیکنه کې راغلي، نوموړي دغه بیمه په جعلي هویت اخیستې وه او کلنی فیس‌یې چې درې لکه پاکستانۍ کلدارې و، د بیمې کمپنۍ ته ورکړی و.

ملا منصور ۲۰۱۵ کال کې د طالبانو د تحریک د بنسټ ایښودونکي ملا عمر ځای ناستی وټاکل شو او د ۲۰۱۶ کال په مې میاشت کې د پاکستان او ایران پولې ته نږدې امریکایي ځواکونو وواژه.

په لیکنه کې راغلي، د بیمې دغې کمپنۍ دا معلومات په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې ته ورکړي دي.

مطلب کې راغلي، ملا اختر محمد منصور او ملګرو یې پاکستان کې د ملکیتونو د اخیستو له لارې ترهګریز فعالیتونه تمویلول.

د مطلب لیکوال ویلي، خپله ملا منصور په کراچۍ کې د ۳۲ میلیونه روپیو په ارزښت پنځه ملکیتونه اخیستي و.

XS
SM
MD
LG